
هغه شیبه چې ما ټکان وخوړ
د مې په ۱۲ نیټې ، په همغې ورځې چې د سعودي عربستان د ابي قایق د تېلو نل لیکې او د تېلو ودانۍ اور واخیست، د بهرنیو چار وزیر سیروس وینس ایران ته ولاړ چې د سنټو د غړو هیوادونو د وزیرانو په غونډه کې برخه واخلي.
سیروس وینس د نوې ادارې لومړنۍ لوړ پوړی چارواکی وو چې د ایران له باچا سره یې لیدل.هغه د ولسمشر فورډ د سپینې ماڼۍ او د ایرانیانو ترمنځ په خورا سختې او پیچلې ډیپلوماسۍ عمومي معلومات در لودل ، خو په مشخص ډول په دې اړه په ډیر څه نه پوهیده . هغه غوښتل په دې پوه شي چې حالات څه ډول روان دي . د ۱۹۷۷ کال د جنورئ په ۱۷ نیټه ، د جیمي کارتر د کار له پیل کیدو درې ورځې مخکې وینس ، په چورلکه کې د لویدیځې ویرجینیا په چارلیسټون کې کښته شو چې د نیلسون او ډیویډ د خوریی جې راکفیلر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي چې د لویدیځې ویرجینیا د والي په توګه ټاکل شوی وو . په دغو مراسمو کې په امریکا کې د ایران سفیر اردیشیر زاهدي هم ګډون در لود.کله چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وینس په دې پوه شو چې زاهدي هم په دغو مراسموکې برخه لري ،نو له هغه یې وغوښتل چې واشنګټن ته د بیرته تلو سفر له ده سره یو ځای کړي . خبره همداسې شوه او د چورلکې پیلوټ لارې ته بدلون ور کړ چې دوه نوي دوستان په خپلو کې د خبرو اترو لپاره ډیر وخت پیدا کړي . وینس له دې لیدنې وروسته د بهرنیو چارو په وزارت کې له ښاغلي زاهدي سره یوه بله تعقیبي ناسته تنظیم کړه چې پکې دهغه یو سلاکار اومرستیال هم برخه در لوده .هغه وویل :«دوی چې هره پوښتنه کوله ما ورته ځواب ورکاوو». کله چې ښاغلي وینس له زاهدي وپوښتل چې د ښو اړیکو د رامنځ ته کولو په برخه کې ددوی په فکر لوی خنډونه او ننګونې کومې دي؟ هغه وویل چې« د زاهدي ځواب یوه کلیمه وه ، تېل. دا خنډ تېل دی.»
ددې لپاره چې سمه پوښتنه له ایرانیانو وشي، د کارتر د بهرنیو پالیسۍ سلاکارانو د خپلو تر لاسه کړو معلوماتو په اړه بشپړو جزییاتو ترلاسه کولو ته اړتیا در لوده .دوی وغوښتل له ښاغلي زاهدي دا معلومات واخلي خو هغه وویل چې نشي کولی د ایران د کورینو سیا ستونو په څیر مسلو اوموضوعاتو په اړه دوی ته معلومات ور کړي ، ځکه چې « دا د کوربه هیواد دنده ده چې کارتر ته دسیا سي واک د لیږد ډله، له ایران او نورو هیوادونو سره د خپلو اړیکو ریکارډ وښيي . نه داچې زه دا خبره دوی ته وړاندې کړم.» خو هغه په خپل ذهن کې هغه دوسیه در لوده چې باور یې در لود،د بهرنیو چارو پخواني وزیر هنري کیسنجر نیلسون را کفیلر ته په پکانتیکو هیل ماڼۍ کې وړاندې کړه .
هغه مهال چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وینس د مې په میاشت کې تهران ته ورسید د جیمي کارتر لخوا د غه هیواد ته نومول شوی سفیر ویلیم سولیون په تهران کې نه وو . هغه په واشنګټن کې وو او د کانګرس لخوا تاییدیدویا تصدیق ته په تمه وو. په دغه ۶ میاشتنۍ موده کې چې له تهران څخه د امریکې پخوانی سفیر ریچارد هلمز تللی وو او نوی سفیر سولیون ور رسیدو نو د ایران کورنی وضیعت لانور هم خراب شوی او پیچلی شوی وو چې له ۱۹۵۰ مو کلونو را هیسې چې پهلوي کورنۍ د ایران په تخت او تاج تکیه وهلې وه دغه شاهي کورنۍ هیڅکله هم په بهر کې دومره نه وه ګوښې شوې او په کور دننه دومره نه وه اغیزمنه شوې . شاه له واشنګټن سره خپلې اوږد مهاله اړیکې په خپلو لاسي بمونو ویجاړې کړې وې .په امریکا کې محافظه کاره جمهوریت غوښتونکې سیا سي ادارې رامنځ ته شوې وې ، خو بې له دې چې ډیموکراټانو ته یو پل شي . هغه هڅه وکړه چې د کردیانو پرسر له اسراییلو سره د مخالفت، له برتانیې او روپايي هیوادونو سره د تېلو د لوړې بیې، له شوروي اتحاد او عربانو سره د ایبیکس په نوم د الیکترونیکي اواز اوریدو د پروژې او له ایران سره د نظامي غوړیدا او لګښت پرموضوعاتو اختلافونه له سره تنظیم کړي او مناسبې حل لارې ورته را وباسي چې دامریکې عمومي نړیوالې ګټې پکې خوندي شي .
رضا شاه له دې ویریده چې داسې نشي یوځل بیا دپخوا نیو ولسمشرانو جان اف کینډي ا و جانسن وخت بیرته راوګرځي او د هغوی په څیرښاغلی کارتر هم د وسلو د خرڅلاو مسله ،په سیا سي او اقتصادي اصلاحاتو پورې وتړي . هغه تصمیم ونیو چې په واشنګټن کې نوې رامنځ ته شوې اداره وار له واره تر خپل اغیز لاندې راولي او اړیکې ور سره جوړې کړي .شاه د یو لړ داسې پروګرامونو اعلان وکړ چې په لویدیځ کې د پهلوي نظام څیرې ته یې تریوه بریده بدلون ور کاوو.
شاه په دې پوهیده چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر سیروس وینس د ولسمشر جان اف کینیډي په حکومت کې د پوځ مشر وو او سولیون مسلکي ډیپلوماټ وو او ۴ کاله یې دولسمشر نیکسون لپاره دهغه دبل دوست ولسمشر فردیناند په کور، فلیپین کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه کار کړی وو او له هغه سره یې د امریکا راشه درشه سمبالوله .
شاه د سور صلیب نړیوالې ادارې ته په دغو شپو کې اجازه ور کړه چې د ایران په زندانونو کې د بندیانو لیدنه وکړې او دهغوی د وضیعت په اړه خپلې پلټنې تر سره کړي . د یوه اټکل له مخې له ۳ تر څلور سوو پورې سیا سي بندیان له دغې لیدنې وروسته خوشې شول او په ټولنه کې یې ازاد ژوند غوره کړ. حکومت ایرانیان وهڅول چې له مخالفت څخه دې لاس په سر شي او په حکومت کې دې ونډه واخلي . دا هغه څه وو چې په ایران کې یې د یو ګوندیز حکومت په اړه کیدی شي تصور وشي چې دوی په څه ډول عامه افکار په یوه لار روانول غوښتل. خو دغه کار ناممکن ښکاریده . له حکومت څخه یو شمیر بیزاره او په غوصه ایرانیان د ښار په یوه مهم تالار کې سره راغونډ شول او د فاسدو حکومتي چارواکو غندنه یې وکړه . دوی« د نورو ښوونځیو، سړکونو او له خلکو سره د مرستو غوښتنه کوله . دوی پر دولت نیوکه کوله چې په دغه برخه کې بیړني کافي ګامونه نه اوچتوي » محصلین، روڼ اندي او مخالف سیا ستوالو ولیدل چې د شاه اوسني دریځ دوی ته دا زمینه برا بره کړې چې دوی د دیکتاتورۍ د پای ته رسیدو غږونه را پورته کړي او ترې وغواړي چې اساسي قانون بیرته را ژوندی او پارلماني ډیموکراسۍ ته زمینه برا بره کړي . دشاه حکومت په حیرانونکي ډول د خپلو سخت سرو مخالفینو له پلي مارش سره مخامخ شو .
په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تیریدو سره د شاه کورنیو ستونزو زور اخیسته ، په واشنګټن کې د هغه نوي دوست جیمي کارتر د امنیتي او خپلې بهرنۍ پالیسۍ اصلي بنسټونو د اخلاقي اصولو او بشري حقونو پر بنسټ عیاره کړه او شاه له دې اړخه هک پک شوی وو.نوي ولسمشر اعلان وکړچې داسې لاره چاره پیدا کړي چې پربنسټ یې د امریکې متحده ایالتونه په خپل متحد ایران باید نظامي وسایل ، تجهیزات او اتومي ټیکنالوژي وپلوري . ښاغلي علم ،شاه ته ډاډ ورکړ چې « واشنګټن به هیڅکله هم موږ یوازې خوشې نکړي.» هغه دیته اشاره وکړه چې« د بشري حقونو د موضوع را مخې ته کول د کارتر لخوا د خپل ولس او نړیوالو ته د چل ور کولو یوه وسیله ده .»
شاه د امریکې له نیوزویک مجلې سره په یوه مر که کې د امریکې له نوي تصمیم څخه خپله ویره ــــ او د سعودي عربستان په وړاندې خپله بدبیني په ډاګه کړه . هغه په غیر مستقیم ډول د امریکې په ولسمشر جیمي کارتر تورولګاوو چې اخلاقي ریا کاري او د سعودي عربستان طرفداري کوي .هغه نیوکه وکړه چې «که تاسو امریکایان غواړئ چې ډیر با اخلاقه و اوسئ ، نو تاسو باید د ټولې نړۍ په اړه یو ډول معیارونو پر مخ بوځئ .»
د ایران باچا نیوزویک مجلې ته په خورا روښانه ډول په امریکا نیوکې وکړې او له واشنګټن څخه یې ګیلې ماڼې پیل کړي چې ډیره ستوغې وې .
( تاسو د سعودي عربستان په اړه څه فکر کوئ چې هغه د بشري حقونو د درناوي په برخه کې بلا تشبیه جنت دی ؟ ځکه امریکایان پرې نیوکې نه کوي. که زه په فارس کې څو زره کمونست پلوي کسان ولرم او نورټول په ازاد ډول ژوند ولري . نو دا خبره پړسول کیږي او په اړه یې لویه ډنډوره غږول کیږي . خو ایا تاسو کله د هغو سلګونو زره خلکو په اړه کومه ورځ خبر ه کړې چې په کمبوډیا کې ووژل شول ؟ . . . . زه په دې با ور نه شم کولی چې د امریکې متحده ایالتونو به د وسلو د خرڅلاو په معامله کې زمو ږ د هیواد په اړه دومره لنډ فکر ولري . دا کار به د سیمې د ثبات لپاره زموږ د شته ځواک په برخه کې د امریکا ژمنو ته زیان ورسوي . . . . که امریکا پر موږ د وسلو پلورل ردکړي ، اوکه تاسو دا ووایاست چې یوازې تاسو او روسیان باید په نړۍ کې د لوی نظامي ځواک څښتنان یاست ، دا به په دې مانا وي چې تاسو غواړئ موږ سره د غلامانو په توګه معامله وکړئ)
ولسمشر کار تر او د هغه لوړ پوړي چارواکي د ایران د شاه په متزلزل حالت پوهیدل اوپلان یې ونیو چې هغه ته له اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا ډاډ ور کړي . تر دې مهاله ولسمشر کارتر او د هغه د بهرنیو اړیکو سلاکاران داسې بریښیدل چې د معلوماتو په خلا کې کار کوي . داسې هیڅ نښې نښانې نه وې چې وزیر کیسنجر دې خپل ځای ناستی د هغو معاملو په اړه پوه کړ یا دې معلومات ور کړي وي چې هغه به یې پر بنسټ په اړه له ایران سره ډیرې زیاتې خبرې تر سره کړې وې . د سپینې ماڼۍ او د تهران د نیووران ماڼۍ د چارواکوتر منځ د را کړې ور کړ او یا د توکو د مبادلې په برخه کې هیڅ ډول لیکلي اسناد نه وو موجود . ولسمشر کارټر او د هغه کار کونکو یا چارواکو یوازې دا هڅې پیل کړې وې چې د ایراني میراث د لویوالي کچه معلومه کړي او په دې ځان ملا کړي چې د سپینې ماڼۍ ا و نیووران ماڼۍ اړیکې په کومه کچه کې وې . د وسلو د پلورلو د پوښتنې په اړه یوه چارواکي ډیر ه ښه ارزونه وکړه او د پایپ لاین په اړه یې له وړاندې دتر سره شویو ژمنو کچې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا کار نشي کولی د شاه د غبرګون د را پاریدو مخه ونیسي :«له هغې ستونزې سره چې موږ مخامخ یو ، داده چې تاسو په څه ډول سیمې ته ۵۰۰ زره ټنه د تېلو ستر وړونکی ټانکر استوئ؟»
ویلیم سولیون ، وویل چې د سفیر په توګه ده ته دا خبر ډیر نا څاپي وو او دوی ډیر ترې خوشحاله نه وو . کله چې هغه د بهرنیو چارو له وزیر هنري کیسنجر څخه وپوښتل چې ولې یې دی په تهران کې د سفیر په توګه مقرر کړ ؟ ښاغلي وینس ځواب ور کړچې ولسمشر کارتر غواړي چې تهران ته یو مسلکي سفیر واستوي . هغه زیاته کړه چې شاه به ډیر خوشحاله وي چې داسې یو څوک په ایران کې د امریکا سفیر وي چې په روانه او روښانه لهجه خبرې ورسره وکړي . د سولیون پخواني کار ته په کتو سره هغه یو ډیروړ کس وو ، ځکه چې هغه « له ځواکمنو هیوادونو اوهغو پیاوړو مشرانو سره د معاملې په برخه کې ډیر باتجربه شخص وو چې اغیزمن شخصیتونه وو.» خو ښاغلی سولیون په دې خبره قانع نشو او دا ورته پیاوړی دلیل نه ښکاریده . د هغه په خپل تخمین یا اټکل «ما د ایران په اړه کافي معلومات نه در لودل . . . . ما تر دې مهاله هیڅکله هم په کوم اسلامي هیواد کې دنده نه وه تر سره کړې او د ایران او اسلامي هیوادونو د کلتور او دودونو په اړه مې هیڅ معلومات نه در لودل.» هغه د مکسیکو د ښار لپاره غوره شوی یا هلته یې دنده تر سره کړې وه . د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وینس ښاغلي سولیون ته وویل چې« د ایران د سیا ست، تاریخ او کلتور ددغه پوسټ(سفارت) لپاره دوهمه درجه اهمیت لري . » خو له دې ټولو سره سره ښاغلي سولیون ډیر بد احساس نه در لود. هغه ته دغه ډیپلومټیک ما موریت په میراث ور پاته وو،خو د هغه سیاسي مشاور جورج لمبراکیس نه غوښتل چې هغه په تهران کې دنده واخلي او اقتصادي سلاکار یې هم نه غوښتل چې دا کار تر سره کړي ، ځکه چې هغه کله هم په منځني ختیځ او د CIA په دغه نوي ما موریت کې دنده نه وه تر سره کړې . هغه په فارسي ژبه نه پوهیده ، خو په جاپان کې یې د ۱۳ کلونو کار کافي تجربه ور سره وه چې په څه ډول له دغې مسلې سره معامله تر سره کړي . یوه پخواني امریکايي ډیپلوماټ وویل« د تهران په سفارت کې ډیره ګډوډي ده . دې کار له ایرانیانو سره دا مرسته کړې چې دوی په خپلو کې د یوه او بل پرضد وکاروي . »
مخکې له دې چې د امریکې د بهرنیو چارو نوی وزیر ښاغلی وینس تهران ته سفر وکړي دبهرنیو چارو د مرستیال وزیر روی ارتر لخوا چې د کیسنجر د وزارت پرمهال یې په همدغه پوسټ کار کاوو ، د امریکا اوتهران د اړیکو په اړه لیکلې معلوماتي پاڼه ور کړل شوهچېددغو ۲ ملګرو د دوستۍ لوړو او ژورو ته ګوتهپکېنیول شوې وه . دښاغلي ارترپه دغو یاداښتونو کې د ۱۹۷۲ کال په مې میاشت کې د کیسنجر د سفر را هیسې په ایران کې د امریکې د متحدو ایالتونو د پانګونې کچې ته اشاره شوېوه. ایران ته په کلني ډول له امریکا څخه د ملکي توکو د لیږد ارزښت ۳ میلیارد ډالرو ته رسیده .پردې سر بیره یو نیم میلیارد ډالره په کال کې د امریکا د خلکو او شرکتونو نوره پانګونه وه چې د تهران واشنګټن اړیکو ته یې پراختیا ور کړې وه . ۵۰ امریکايي پوهنتونونو له ایراني پوهنتونونو او د ایران له حکومت سره اړیکې جوړې کړې وې او خاصه را کړه ور کړه یې ور سره پیل کړې وه . تقریبا۳۰ زره ایراني زده کونکود امریکې په متحدو ایالتونو کې په امریکايي کالجونونو کې داخله کړې وه . دا په داسې حال کې وو چې په لسګونو زره امریکایانو بیا په ایران کې ژوند او کارو بار کاوو .
اترټون روښانه کړه چې دا د نیکسون د دوکتورین مرکزي ټکی وو او د هغه باور داوو چې یو پیاوړی ایران به د واشنګټن لپاره د فارس خلیج په پروژه کې ډیر اغیزمن وي . ښاغلي اترټون په احتیاط سره وویل :«دلته په امریکا کې په خلکو او کانګرس کې په پراخه کچه اندیښنې وې چې په رسنیو کې هم په ډاګه کیږي چې ایران تر اړتیا زیات په وسلو سمبال شوی . بله اندیښنه داوه هغه ۳۰ زره امریکایان چې دامهال په ایران کې اوسیږي ، زموږاو د ایران په اړیکو کې خطرنا ک رول لوبوي یا په بله مانا دوی کیدی شي د امریکا او ایران د اړیکو د خرابید او یا په ایران کې د شخړو د پیښیدو قرباني شي او یا ان یرغمل شي .» هغه وویل « د ایران با چا تر اندازې زیات کبرجن شوی ښکاري ، تر ډیره د امپراطور او یوه دیکتاتور پیښې کوي او دا هسې یو کاریکاتورته ورته معما ده چې د ایران بادشاه یې ډیر خاص انسان معرفي کړی چې رضا شاه ګنې داسې کوم فوق العاده ځیرک ، د انرژۍ د برخې متخصص او یوه نابغه انسان او د خپل هیواد د عصري کولو او پرمختیا لپاره ایرانیانو ته د الله پا ک ور کړې ډالۍ ده . دایرانیانو له سرغړونو سر بیره دې انګیرنې اوس په یوه ډول له تهران سره د امریکې په اړیکو سیوری غوړولی وو ، ځکه چې په امریکې کې د ولسونو برداشت داسې وو چې :« د ایران دغه مفکر بادشاه او س پر لویدیځ د تېلو لوړې بیې عملي کولې ، او دا داسې اصول وو چې د واشنګټن او تهران اړیکې یې چیچلې . » ا ترټون د بهرنیو چارو وزیر ته مشوره ور کړه چې «شاه د بشري حقونو د موضوع په برخه کې مه ځوروه ، ځکه چې دا کیسه کیدی شي جدي حساسیت را وپاروي .»
د امریکې د بهرنیو چارو په وزارت کې د کارپوهانو او ډیپلوماټانو نظر داوو ،سره له دې چې شاه نور د امریکایانو خوښ نه دی ،په ځانګړي ډول د هغه د کړنلارو له کبله چې پر امریکا یې دتېلو بیې لوړې کړې وې ،خو«د ایران د ملت لویه برخه لږ تر لږه په عادي ډول د هغه د پالیسیو ملاتړ کوي . او له بلې خوا تر دې مهاله په ایران کې دقدرت د تر لاسه کولوپه برخه کې د هغه جدي یا پیاوړی بدیل هم نه ښکاریږي . » په ایران کې د ترهګرو کوچنۍ ښه په وسلو سمبالې او ښې روزل شویو ډلو شتون درلود چې د لیبیا، فلسطین او په اروپا کې د ترهګرو ډلو لخوا یې ملاتړ کیده . خو دغو ترهګرو ډلو د ایران د ولس ملاتړ نه لاره او د هغوی تود هر کلی یې ترلاسه نکړ. «بې له دې چې دغه ډلې د ایران په لیرې پرتو سیمو کې یوڅه ورانکاري فعالیتونه ترسره کړي نو ر یې ددې وس نه در لود چې دایران شاه ته کوم عاجل ګواښ پیښ کړي . » دشاه لخوا پر ځان د نیوکې کولو کمپاین په ښي لوري د شاه د روانیدو مثبته نښه وه ، ځکه چې «دې کار په ایران کې مخکښو شاه مخالفو ته لاره هواروله چې د هغوی خولې پرنیستل شي او په سیمه ییزه کچه د ایرانیانو لپاره په واک کې د ورګډیدو یوه ښه وسیله وه .په ځانګړې توګه هغوکسانو ته چې له شاه څخه یې خپله لاره بیله کړې وه . »
اترټون دوه بالقوه ضعیفه ټکي د بهرنیو چارو د وزیر مخې ته کیښودل. لومړی داچې شاه تر اوسه په دې کې پاته راغلی وو چې سیا سي بنسټونو ته وده ور کړي چې کیدی شي له هغه څخه بل چا ته د واک د لیږد په چاره کې د نا امنۍ سبب شي . دویم ضعیف ټکی د ایران اقتصاد وو چې د ماهرو کار ګرو دکموالي ، ترانسپورټي ستونزو او داسې نورو مهمو برخو څخه کړیده او د تېلو په مارکیټ کې د بیو د کښته پورته کیدو اود تېلو د کم او زیاتیدو څخه په لوړه کچه اغیزمن کیده . هغه ولیکل چې :« د خامو تېلو په تولید او صادراتو کې په لویه کچه کموالی ، کیدی شي د ایران اقتصاد په څټ روان کړي او لږ ترلږه د ۲ نورو لسیزو لپاره به د ایران اقتصاد پر تېلو تکیه ولري .» اترټون د پهلوي دولت د ضعیفه کیدو تر ټولو ستر بنسټیز ضعف « د شاه د تېلو پښې » وبللې ، چې د امریکې متحدو ایالتونو او د اوپیک د نورو غړو سره په یوه ډول په ټکر کې وو،او له همدې کبله به د شاه وضیعت خرابیده . هغه وویل : « اصلي موضوع داوه چې ایا د سعودي عربستان لخوا د اوپیک د ننګولو مسله به په خلیج کې د هغه په ګاونډیانو په ځانګړې توګه په ایران دومره فشار راوړي چې د اوپیک د تېلو د بیو په اړه د سعودي د ویټو پریکړه بیرته رد یا وننګوي .په نړیواله کچه د تېلو لپاره زیاته تقاضا او د سعودي عربستان کم فشار د تېلو د بیو د لوړولو سترو تولیدونکو هیوادونو ته دګواښ یا خطر کوم احساس ور نکړ او له دې اړخه یې ډیرفشا نه احساساوو، او دوی د ډیرو نورو میاشتو لپار ه په پیاوړي دریځ کې پاته شول. تر هغه چې دوی د سعودي عربستان په بیو د خپلو تېلو پلور ته تیار شول کال پای ته نژدې شوی وو . زموږ ګټې او د اوپیک په بیو کې د منځګړتوب لاره داوه چې تر هغه د سعودي عربستان پالیسي تایید او تعقیب کړو چې دوی په خپله دیته قانع شي چې نړیوالو مارکیټونو ته پریمانه تېل ور پمپ کړي .»
د امریکې د متحدو ایالتونو چارواکي په دې پوهیدل چې د ایران د تر لاسه کونکو یا اخیستونکو تېلو یو په یو کمول په ایران کې د شاه واک ته لوی خطر پیښوي . د همدې لپاره دوی دا سې تصمیم ونیوچې د سعودي عربستان د هڅو ملاتړ وکړي چې غواړي مارکیټ ته تېل ور زیات کړي او ددې ضمانت را منځ ته کړي چې ایران کیدی شي د خپلو تېلو دصادراتو له کموالي سره مخامخ شي ، او ممکن دا کار د ایران اقتصاد ته زیان ورسوي . د امریکايي چارواکو موخه کیدی شي له هغې ویرې د ځان بهر کول وو چې دوی د ایرا ن د اقتصاد د دړې وړې کیدوپه اړه در لود.
د امریکې د متحدو ایالتونو چارواکي په دې پوهیدل چې د ایران د تر لاسه کونکو یا اخیستونکو تېلو یو په یو کمول په ایران کې د شاه واک ته لوی خطر پیښوي . د همدې لپاره دوی دا سې تصمیم ونیوچې د سعودي عربستان د هڅو ملاتړ وکړي چې غواړي مارکیټ ته تېل ور زیات کړي او ددې ډاډ را منځ ته کړي چې ایران به په دې توګه د تېلو صادرات کم کړي او ممکن دا کار د ایران اقتصاد ته زیان ورسوي . امریکايي چارواکو کیدی شي غوښټل چې په دې ډول له هغې ویرې ځان بهر کړي چې د ایرا ن د اقتصاد د دړې وړې کیدوپه اړه یې در لوده . د ۱۹۷۷ کال د مې میاشتې په وروستیو کې ، د مخالفو شواهدو له شتون سره سره ، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت لاهم په باوري توګه په دې باور وه چې ایران لاهم خوندي دی . « او له سعودي سره د تېلو په روانه جګړه کې یې تر اوسه فشار نه دی احساس کړی.»ښاغلي اترټون وویل چې شاه لاهم د تېلو په مارکیټ د واک لرلو له اړخه بر لاس در لود. خو پوښتنه داده چې ایا امریکا يي چارواکي فکر کوي د ایران اقتصاد کولی شي د تېلو مارکیټ ته د پریمانه تېلو د ور پمپ کولو له دوه برا بره کیدو وروسته هم مقاومت وکړي او له کوم خطر سره به نه مخامخ کیږي ؟ هیڅوک په دې نه پوهیده ، ځکه چې هیچا په دې اړه فکر نه وو کړی چې دغه ډول پوښتنه وکړي .
په ایران کې ، د امریکې دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي وینس شخصا شاه ته وویل چې واشنګټن به له ایران څخه خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي ، خو په ډیره هوښیارانه انداز کې یې هغه ته وریاده کړه چې وخت بدل شوی او دی اړ دی چې لږ تر لږه ځان ته بدلون ور کړي .« ښاغلي وینس رضا شاه ته د بشري حقونو موضوع ور یاده نکړه او نه یې هم دغه موضوع د وسلو د خرڅلاو له موضوع سره وتړله چې که د بشري حقونو په موضوع کې یې پرمختګ ونکړ نو به د وسلو خرڅول پرې بند کړي»
ښاغلي وینس له خپلوو ۲ ساعته تر سره کړو خبرو اترو وروسته په ډاګه کړه چې د امریکا نوې اداره غواړي دا روښانه کړي چې د تهران او واشنګټن تر منځ دوه اړخیزې اړیکې او امنیتي همکارۍ به د بشري حقونو د مسلې له اړخه اغیزمنې نشي . ښاغلي وینس د بشري حقونو د درناوي او ساتنې موضوع د سینټو هیوادونو د وزیرانو په غونډه کې را پورته کړه او ویې ویل چې د بشري حقونو موضوع د هر هیواد له ملي ګټو سره تړلې موضوع ده. هغه د سینټو ناستې ته وویل « د هر هیواد پرمختیا ، سوکالي او ټیکاو د همغه هیواد د خلکو په کار او د کار په ډول پورې تړلی دی او هر هیواد د خپلې وړتیا سره سم د خپلو خلکو بشري حقونو ته رسیدنه کوي . » هغه وویل که هر هیواد د خپلو خلکو ژوند ښه کړي نو همغومره به یې په کرو دننه مشروعیت ور سره پیاوړی شي . هغه وویل شاه دده له دغه نظر څخه ډیر خوشحاله شو او ویې ویل چې د امریکې د بهر نیو چارو وزیر د منځني ختیځ په اړه ډیر او بشپړ معلومات لري .
هر ځل به چې کوم امریکايي پلاوی ایران ته ولاړ نو په هغه هیواد کې به ویرونکي ترهګر بریدونه وشول . همدا ډول تهران ته د یوه امریکايي پلاوي له رسیدو څو ساعته مخکې د تهران په زړه کې ۲ وسله وال ترهګر ووژل شول . دغه وژل شوي د امریکې له سفارت څخه ډیر لیرې نه وو .
لس ورځې وروسته په تهران کې د امریکې یوه ډیپلوماټ جان سټمپل دتهران د ایګزناډو په هوټل کې د اسراییلو د غیر رسمي سفارت له لومړي سکر تر یورام شاني سره ملاقات درلود . اسراییلیانو د ایران له استخباراتي ادارې ساواک سره ډیرې نژدې اړیکې در لودل او له دغو اړیکو یې خوند اخیست . شاني به د یوه استرالیايي سیلاني په نوم د ایران بیلا بیلو برخو ته سفرونه کول . څو اونۍ مخکې شاني ښاغلي سټمپل ته په تهران کې د هغې پیښې کیسه کوله چې د ساواک څو ما مورینو د ۲ ترهګرو د وژنې په برید کې پر هغه کور هم برید وکړ چې ور څیرمه یې ۲ وسله وال له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت وو . هغه وویل چې اسراییلیانو لیدلي وو چې په دغه کور کې څو بیګناه اوسیدونکي ووژل شول چې باید ژوندي پاته شوي وای . د ایران حکومت د وروستۍ پیښې مسولیت په اسلامي مارکسیستانو واچاوو. خو شاني سټمپل ته وویل چې اسرایلیانو بل څه لیدلي او اسراییل په دې باور دي چې دغه دواړه برید کونکي بنسټ پالي ښي اړخي مسلمانان وو . دغه دوه ساعته جګړه په تهران کې د یهودي کډوالو د دفتر مخې ته پیښه شوه او شاني داسې فکر کوي چې برید کونکو یو ځل ددغه دفتر په دننه برید وکړ. سټمپل ته دارنګه دا هم وویل شو چې دوه ورځې مخکې د امنیتي ځواکونو ۷ کار کونکي د ښار په زړه کې په هغه پیښه کې ووژل شول چې له یوه کور څخه یې د ترهګرو د له منځه وړلو هڅه کوله .
د مې د میاشتې په ۲۹ مه نیټه د یکشنبې په ورځ ، د دربار وزیر اسدالله علم د ایران د شاه د نیووران په ماڼۍ کې وو . شاه هغه ته د تهران د ښار له سویل څخه د خپلې لیدنې په اړه وویل چې ما هلته په زرګونو داسې میرمنې ولیدې چې چادرۍ یې اغوستې وې . دا منظره یوه داسې سړي ته لکه شاه چې په ایران کې یې تر بل هرچا د میرمنو د سیا سي ، مدني او نورو حقونو د خوندیتوب لپاره ډیرې منډې کړې وې د حیرانتیا او خفګان خبره وه .
په ۱۹۷۷ کال کې د پوهنتون د محصلینو ۳۷ په سلو کې نجونې وې . د ایران د طب پوهنځیو ته د ټولو داوطلبو نیمايي هم میرمنې وې . په پارلمان او سیمه ییزو شوراګانو کې میرمنو حضور در لود .میرمنو له نارینه وو سره مساوي تنخواګانې درلودې . واده شویو میرمنو ته اجازه ور کړل شوې وه چې په محکمه کې له خپلو میړونو طلاق وغواړي او مجردو میرمنو کولی شو د خپلې کورنۍ د کوم نارینه غړي له خبرولو او اجازې پرته حمل وغورځوی او یا خپل حمل لیرې کړي . په دولت کې د میرمنو چارو وزیرې مهناز افخامي وویل چې د ایراني میرمنو لپاره هر ډول حقونه او اسانتیاوې موجودې دي. هغه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر یال ته وویل چې په خپله یې وکولی شو په سعودي او عراق کې له سپیڅلو مذهبي ځایونو لیدنه او کتنه وکړي او د ایران ټولو میرمنو ته دا ډول اسانتیاوې برابرې دي.
د جون په میاشت کې ملکې فرح د امریکې متحده ایالتونو ته سفر وکړ او هلته یې په لاس انجلس، اسپن ، نیویارک او واشنګټن ښارونوکېیو لړ رسمي لیدنې کتنې در لودې او تر ټولو مهمه دا چې هغې غوښتل د جیمي کارتر پام ځانته راواړوي او له هغه سره د ایران د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړي . خوچې دا کار وشو،نوپه سپینه ماڼۍ کې د هغې او امریکايي مشرانو ترمنځ خبرې ښې نه وې تر سره شوې . ملکې وروسته د شاه د ژوند لیکلیکونکي ته وویل : « ماسپینه ماڼۍ په داسې حالت کې خوشې کړهچې هلته موږ د پرمختیايي چارو د زیاتیدو، متحدو هڅو ، د سیا سي او اقتصادي چارو تر منځ انډول او داسې نورو مسلو په اړه خبرې تر سره کړې . » هغه دارنګه زیاته کړه چې « هغه څه چې تر ټولو دمخه ښاغلي کارتر ماته وویل داوو چې ، تاسو شخصا تر هغه ډیره ښایسته یاست چې په تصویر کې ښکارئ . زه باوري یم چې هغه به زما توصیف کړی وي ، خو ماته لکه توهین داسې ښکاره شوه او داسې مې وانګیرلهچې ګنې پرما ریشخند وهي ».
د ملکې فرح د ااوړی ( دوبی) دا سفر د یو لړ نورو لاملونو له کبله خطرناک یا خراب وو . په هرتم ځای کې به د ایراني ځوانانو چې کله به یې شمیر په سلګونو او کله به هم په زر ګونو وو په سړکونو کې به یې د لاریون او اعتراض نښې ښکاریدې .
ددوی ټولو شعار د بادشاه پر ضد وو«شاه دې له واکه لاس په سر شي .» « د فاشیست شاه لپاره نورې وسلې مه ور کوئ » « امریکايي سلاکاران دې له ایرانه بهر شي.» په منهاټن ْښار کې د ملکې فرح د سهارنۍ وینا پرمهال چې د ایالت والي او د ښار لوړ پوړي چارواکي هم حاضر وو یوې ځوانې سپین مخې میرمنې نا څاپه رامنډې کړې او د هغې مخې ته یې ځان ور غورځار کړ او په چیغو یې لاس پورې کړ.« دا ټول درواغ دي .» په دې سفر کې په لومړي ځل د هغې په وړاندې ځوانو لاریون کونکو د یوه ایراني مذهبي مشر تصویرونه پورته کړي وو . ملکه پوه شوه چې دا تصویرونه د تبعید شوي ایراني مشر ملا ایت الله روح الله خمیني وو چې دغه مهال په پاریس کې اوسیده . او په ۱۹۶۳ کال کې یې د هغې د خاوند رضا شاه پر ضد د انقلابي هڅو مشري کوله چې د هغه انقلاب نوم سپین انقلابي اصلاحات بلل کیږي . هغې وویل چې دا حرکتونه په ما ښه ونه لګیدل او ډیر غیرمعمول را ته ښکاره شول.« ما تل داسې فکر کاوو چې محصلین ځوانان دي ، ارماني ، ازادي غوښتونکي ، پرمختللي اشخاص دي چې ازادي غواړي . ولې په امریکا کې محصلین د خمیني لپاره لاریون کوي او د هغه تصویرونه له ځانه سره لیږدوي او هغه ته دومره باور لري؟ زه حیرانه شوم ،ځکه هغه تندلاری او د ازادی خلاف وو.»
اردیشهر زاهدي ۱۹۷۷ کال ټول له ایران څخه بهر تیر کړ او ټول پام یې په دې را ټول و و چې په خپلو رسمي چارو کې ډیر بوخت وي ددې پرځای چې په زیاتیدونکي ډول په سیا سي ماحول کې ځان بوخت کړي. په دغه چاپیریال کې باد شاه ته نژدې یوشمیر کسانو د خپلو دندو د ساتنې لپاره چاپلوسۍ کولې او خوندونه یې اخیستل . هغه له ایرانه بهر د ایرانیانو د خوځښتونو زمزمې واوریدې او بادشاه ته یې رپوټ ور کړ او هغه یې د شاه لپاره د خطر یوه علامه وبلله . ښاغلی زاهدي له هغو نویو اوازو هم په پوره ډول خبر وو چې د شاه د روغتیا يي وضیعت په اړه په هرمجلس کې یادیدې .هغه دغه مسایل د اندیښنې وړ بلل . هغه دډیرې زیاتې مودې لپاره د شاه په خواکې د یوه پیاوړي ملګري په توګه کار وکړ په ځانګړي توګه له هیواده بهر په امریکا کې د مهم سفارت مهم ما موریت یې په ښه ډول تر سره کړ.هغه په دې مشکوک وو چې بادشاه له روغتیايي او سیا سي کبله په ډیر ضعیفه موقف کې دی .
په دې وختونو کې نا ببره شاه تبې ونیو او د یو شمیر خوړو په مقابل کې یې حساسیت وښود لکه غوښه او ځینې نور خواړه .شاه لا دمخه د یو شمیر ایراني خوړو سره د حساسیت په لرلو مشهور وو.د کارتر د ادارې په لومړیو کې له ښاغلي زاهدي وغوښتل شو چې له متقاعد جنرال امیر البحر سټنسفیلډ ټورنر سره وګوري چې د امریکې د مرکزي استخباراتو د ادارې سي ای اې د مشر په توګه ټاکل شوی وو . ټورنر ښاغلي زاهدي ته وویل : «موږ په دقیق ډو ل د شاه د موقف او وضیعت څیړنه وکړه . او موږ له هغه سره هیڅ ستونزه نه لرو . یوازینی شی دادی چې هغه (بادشاه ) راته ډیر ستړی بریښي . » ښاغلي زاهدي ټورنر ته وویل چې شاه له ویده کیدو دمخه د ویلیوم په نوم کپسول درمل خوري چې خوب یې یوسي . شاید د ویلیوم ګولیو تاثیر وي چې شاه ډیر خسته او پریشانه بریښي . د ښاغلي ټورنر په غوښتنه ښاغلي زاهدي له شاه سره خبرې وکړې چې د ویلیوم په نوم د خوب ګولۍ نورې بندې کړي .
د ایراني لاریونکونکو هغه پیښه چې د امریکا په اسپین ښار کې د ملکې فرح د سفر پرمهال را پیښه شوه ، سفیر زاهدي یې و ویراوو او دا اندیښنه ورسره را پیدا شوه چې وضیعت په بله خوا روان دی . له سفیر زاهدي څخه د نیوران ماڼۍ لخوا دا غوښتنه وشوه چې تهران ته د سرطان ناروغۍ یوه امریکايي متخصص را واستوي چې د ملکې د مور تاج الملوک درملنه وکړي ، چې د مغزو د سرطان علایم پکې لیدل شوي وو . وروسته له هغه چې ډاکټران له تهران څخه را وګرځید، زاهدي یوې ماښامنۍ ته د هغوی په را بللو سره له هغو مننه وکړه .د خوړو میز په رنګارنګ خوړو رنګین شوی وو ، خو بلاخره یوه ډاکټر خپل یوه ناست اوریدونکي ته ور یاده کړه چې هغه له شاه سره په دې اړه خبرې در لودې . ډاکټر سفیر زاهدي ته وویل : « تاسو پوهیږئ ما له شاه سره ولیدل او خبرې مې ور سره وشوې ، هغه ډیر هوښیار او ځیرک انسان دی . زه په دې نه پوهیدم چې شاه به د در ملو او تداوۍ په برخه کې دومره معلومات ولري . هغه پوښتنې چې شاه وکړې داسې وې لکه چې د سرطان د ناروغۍ متخصص ډاکټر وي . » هغه یو ناڅاپه اردیشهر زاهدي ته وویل چې دلته کیدی شي په نیوران ماڼۍ بل څوک د سرطان په ناروغۍ اخته وي چې هغه کیدی شي اصلي ناروغ هغه وي . زاهدي وویل چې : « ما هغه مهال ټکان وخوړ » هغه له دغې میلمستیا سملاسي وروسته شاه ته تېلیفون وکړ او ویې غوښتل چې پوه شي په رښتیا په نیووران ماڼۍ کې څه روان دي . « ایا اعلی حضرت په خپله ناروغ دی ؟ »ایا ډاکتران تهران ته ددې لپاره غوښتل شوي وو چې د شاه د ناروغۍ درک معلوم کړي ؟ شاه دښاغلي زاهدي د ذهن د ارامولو لپاره هغه ته په ځواب کې وویل . « نه ، نه ، هیڅ جدي خبره نشته ، یوازې یوڅه پاړسوب دی نور د تشویش څه نشته. » هغه د اسد علم یوه ټوکه زاهدي ته وکړه او ویې ویل چې هغه هم له ډیرې مودې را هیسې د پانقراس له ناروغۍ څخه کړیده ، خو لا تر اوسه ژوندۍ دې او هیڅ بلا هم نه دی وهلی . شاه ډیر په چل ول سره د زاهدي پام له ځانه بلخوا واړاوو . د اوس لپاره لږ تر لږه د هغه د سفیر شک یو څه کم شو .