
_ په فنلينډ کې د بيرغ ياجنډې ورځ ده.
_ په «پيرو» کې دانډيانز( سره پوستکيو) ورځ ده.
_ سکاټلينډ د خپلواکۍ ورځ نمانځي؛ په 1314 زکال کې د سکاټلينډ پاچا «روبرت بروس» دانګلستان پاچا «دوهم اېډورډ» پوځ ته ماته ورکړه اوسکاټلينډ خپلواکي ترﻻسه کوي.
_ په 1947 زکال کې دلومړي ځل لپاره په رسمي توګه د ناپېژندل شويوالوتونکو توکيو( نات ) په هکله رپوټ ثبت شو. بېزنسمين (سوداګر) کېنيت ارنولډ Kenneth Arnold دواشنګټن دغرونودپاسه په خپله وړوکي الوتکه کې دالوتنې پرمهال 9 دانې کابونو(بشقابونه ) ته ورته توکي وليدل ، چې 1200 ميلوشاوخواچټکه الوتنه يې کوله . له هماغه مهاله دلومړي ځل لپاره دالوتونکو قابونواصطلاح وکارول شوه . له هغې نېټه نه وروسته دپنځوسو کلونوپه اوږدو کې بياداتو زرو نورو پېښې رپوټونه ورکړل شوي.
_ په1973 زکال کې ليونيدبرېژنيف له امريکانه خپل رسمي سفرپه مهال وويل ، چې سړه جګړه پای ته رسيدلې .