د تېلو بادشاهان (۷۷ برخه)

 
لطفا خدایه موږ وبښې .
د ۱۹۷۷ کال په اوړي کې د ایران صنعتي تولیدات ۵۰ په سلو کې را ټيټ شول  او انفلاسیون کچه له ۳۰ تر ۴۰ په سلو کې لوړه شوه . د جون په میاشت کې د ایران د تېلو تولیدات په متوسط ډول په ورځ کې ۳۹۰۶۳۳ بیرله کم شوي وو  او د خامو تېلو صادرات یې د ورځې ۹۲۳۵۹۴ بیرله په ورځ کې کم شوي وو . د جولای میاشت تر دې هم خطرناکه وه . ایران په ورځ کې  ۴۷۱۳۷۶۷تېل تولیدول ، خو بهر ته یې په ورځ کې  ۴۱۸۰۸۹۶  بیرله صادرول . دا په داسې حال کې وه چې له همدې څو ورځو را هیسې سعودي عربستان په ورځ کې ۱۱ میلیون بیرله تېل نړیوالو مار کیټونو ته وړاندې کول ، خو لا هم سعودي مشرانو د خپلو تېلو بشپړ سیل نړیوال مار کیټ ته نه وو ور مخامخ کړی . دوی په عربي نړۍ کې دمخ پرزیاتیدونکي ګوښي کیدو،په کور دننه د نا ارامیو د ډیریدو د حساسیت د رامنځ ته کیدو او پرځان د فوق العاده فشار د زیاتیدو په اړه ښه پوهیدل ، خو له دې سره سره یې د اوپیک د ماتولو او ایران ته د غاښ ماتونکي ځواب ور کولو د ژمنې پوره کیدو ته کلکه ملاتړلې وه . په دې توګه سعودي شاهي کورنۍ توانیدلې وه چې نړیوا ل مارکیټ ته په کافي اندازه د خپلو خا مو تېلو د پمپ کولو له لارې نه یوازې د تېلو مار کیټ او لویدیځ هیوادونه خوشحاله وساتي بلکې په لومړي پړاو کې یې د ایران د لس په سلو کې د تېلو د لوړیدونکو بیو د اغیزو مخه ونیوله . اضافي تېل مارکیټ ته د الاسکن له پایپ لاین او دشمالي سمندرګي  د تېلو له ډګرونو روان وو . سعودي عربستان خپل دریځ ثابت کړ .د سعودي عربستان د تېلو وزیر شیخ یمني وویل«  ایران او د اوپیک نورو سخت سرو غړو د اوږد مهال لپاره هیڅ نشو کولی .  سعودي عربستان او ایران دواړو داسې لاره کتله چې د تېلو له دغې جګړې را بهر شي  او ددوی تر منځ لانجه پای ته ورسیږي . د جون په ۲۹ نیټه د اوپیک سازمان په ویانا کې یوه اعلامیه خپره کړه  او اعلان یې وکړ چې د سازمان ۲ مخکښو غړو خپل اختلافونه سره تصفیه او حل کړل . د ریاض او تهران ترمنځ څو میاشتنۍ غیږ نیونه د السعود د کورنۍ په ګټه پای ته ورسیده او شاه یې مجبوره کړچې بلاخره هغه ۵ په سلو کې د تېلو د بیې له نورې لوړتیا  تیرشي چې د جولای له لومړۍ نیټې وروسته عملي کیده او د اوپیک د تېلو لوړیدونکې بیې د جولای له لومړۍ نیټې وروسته ۱۵ په سلو ته ختې. داوپیک د دوحې په ناسته کې د ۱۹۷۷ کال د لومړیو ۶ میاشتو لپاره له سعودي او اماراتو  پرته نورو ټولو ۱۰ او د کال په دوهمه نیمايي کې د ۱۵ په سلو کې لوړیدو پریکړه وکړه ، خو په ویا نا کې تهران ومنله چې د تېلو بیه به ۱۵ په سلو ته نه لوړوي . سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ومنله چې دوی به د خپلو خاموتېلو لوړوالی په همدې ۵ په سلو کې ساتي او تر دې به یې نه لوړوي . ددغه نوي جوړ جاړي موخه داوه چې د اوپیک په سازمان کې بیرته یو والي ته خبره نژدې شي او را منځ ته شوی درز تر یوه بریده ډک شي . د اوپیک سازمان دارنګه موافقه وکړه چې د ۱۹۷۸ کال لپاره به بیخي د تېلو بیې نه لوړوي . داوپیک د اکثریت غړو لخوا دا  نوی تصمیم چې د جولای له لومړۍ نیټې وروسته به  هم د تېلو بیې نورې نه لوړوي د تېلو د لویدیځو مصرفونکو هیوادونوو لپاره  د ۲ میلیارد ډالرو د سپما یا بچت کیدو لا مل شوه . په همدې ورځ په ریاض کې د سعودي ولیعهد او شهزاده فهد هم د امریکې نوي ولسمشر جیمي کارټر ته ډاډ ور کړ چې لویدیځ دې له دوهم ځلي تېل بندیز څخه بیغمه اوسي . هغه وویل:« موږ به بیا د امریکې پرمتحدو ایالتونو یا کوم بل هیواد د تېلو بندیز ونه لګوو . »
د ایران بادشاه ته بې له دې چې دغه معامله وکړي ، بله لاره نه وه پاتې.هغه یو ځپل شوی کس وو چې په خپله هم ښه پرې پوهیده . ایران له خپلو ۱۳ سیمو تولید را ویستل ، خو په سعودي عربستان کې د ارامکو شرکت له ۳۵ سیمو د تېلو تولید روان کړی وو چې په دې ډول هم د تهران او ریاض تر منځ ډیر توپیر موجود وو . د ایکانومیست مجلې رپوټ ور کړ چې په سعودي کې د تېلو د تولید ډیر لوی نور ظرفیت هم موجود وو او د پراختیا امکانات یې زیات وو .د پیترلیمو د څارنې اونیزې خبر ور کړ چې :« د ایران لوی اقتصاد  اوس د ډوبیدو یا غرقیدو له خطر سره مخامخ وو .» دغې اونیزې د تېلو مار کیټ  «کډ وډ » بللی وو په ځانګړې توګه د خامو تېلو په برخه کې یې حالات کړکیچن ګڼلي وو  او دایې په ډاګه کړې وه چې :« داسې لږ هیلې او څرکونه ښکاري چې دخامو تېلو بیې د ې د کال له ۴ مې ربعې دمخه خپل پخواني حالت ته ور وګرځیږي . د بزنس یانې سوداګرۍ اونیزې د امریکې متحده ایالتونه او اروپايي هیوادونه په «تېلو لت پت یا لانده خیشته » بللي وو . . . . په ټوله اروپا کې د زیرمه شویو تېلو ټانکرونه هرې خوا ولاړ وو  او ۴۰ ٪ خام تېل داسې وو چې د زیرمه کیدو لپاره یې ځای نه در لود. اړوندو کمپنیو باور در لود چې اوس مارکیټ په ډیره ټیټه کچه پلور لري . » د لته په مار کیټ کې ډیر زیات اضافي تېل موجود وو او د تېلوډیرو تصفیه خانو د تېلو پاکول پیل کړي وو :« دغه تېل تر تمامې شوې بیې هم کښته وو .  او د منځني ختیځ د تېلو تولیدونکو هیوادونو د خپلو تېلو بیې په هر بیرل کې ۲۰ سینټه (اوسنۍ لس افغانۍ) نورې هم ارزانه کړې چې ډیر زیات تخفیف نه وو خو د تېلو ستر مصرفونکو هیوادونو ته یې څه نا څه ګټه در لوده  او هغوی هڅول چې د خپل اقتصاد لپاره د تېلو مصارف زیات کړي .  د ایران د تېلو وزیر جمشید اموزګار دا تایید کړه چې :« دا مهال  نړیوال مارکیټونه په تېلو مالامال دي .» په رښتیا هم د تېلو مارکیټونو ته بیخي زیات تېل ور پمپ شوي وو  او د ډمپینګ سیا ست وکاریده.د ۱۹۷۷ کال په پاتې دوهمې نیمايي کې د تېلو مارکیټونه همداسې د رکود په حال کې پاته شول . د همدې کال په دسمبرمیاشت کې سعودي عربستان بیرته د خپلو تېلو تولیدات په ورځ کې ۸ اشاریه ۳ میلیون بیرلو ته را ټیټ کړل .دا چاره ددې لامل شوه چې  د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې «د فارس خلیج په یوه لاس چلیدونکی شاهي دولت غواړي چې په مارکیټ تېل  ور وچ کړي . »
د تېلو د صنعت څارونکي په دې یوه خوله وو چې سعودي عربستان دتېلو جګړه وګټله  او ایرن یې له مارکیټ څخه بهرکړی شو. د بزنس ویک(د سوداګرۍ اونیزې)   مجلې وویل  چې د او پیک د غړو هیوادونو د ویانا جوړجاړی ، « په روښانه ډول  د سعودي عربستان د بري » اشارې ور کړې . په هر حال د جګړې په لومړیو څو اونیو کې « داسې بریښیده چې که سعودي عربستان وچیچې نو کیدی شي ډیر شخوند پرې ووهل شي . په سعودي عربستان کې د ابقایق په نل لیکه کې چاودنه  او اورلګیدنه او د امریکې په متحدو ایالتونو او اروپا کې سخت یخ ژمی ددې سبب شوچې د ایرانیانو ته ددوی په خوښه د هغوی د تېلو په بدل کې پیسې ور  کړل شوې .  خو د ایران قسمت ډیر ښه نه وو او ډیر ژر حالات سرچپه شول . د سعودي عربستان د تېلو تولید یو ځل بیا په داسې حال کې په ورځ کې شاوخوا ۱۰ میلیون بیرلو ته لوړ شو چې د تېلو نړیوال مارکیټونه په فصلي ډول را غورځیدلي وو . » که ایران په دې ټینګار کاوو چې د جولای له لومړۍ نیټې وروسته د تېلو پاتې ۵ په سلو کې لوړې کړې بیې عملي کړي « نو سعودي عربستان شته چې د تېلو نړیوال مارکیټونه یو ځل بیا په خپلو تېلو ولړ ي او بیې را کښته کړي . »
 د سعودي شاهي کورني په امریکا کې د نوې ادارې له را تلو خوشحاله وه او د منځني ختیځ د سولې په معامله کې د راغلي ځنډ له کبله  د کارترد ادارې  له پرمختګ  څخه خوښ وو .ددې په خواکې، د  تېلو د بیو لوړیدل ددې لامل شو چې د امریکې په متحدو ایالتونو کې چارواکي او خلک وهڅول چې  انرژۍ زیرمه کړي . سعودي عربستان وغوښتل چې لویدیځ د تېلو د کمښت یا د انرژۍ د زیرمه کولو ویره پریږدي  او هڅه یې وکړه چې دغه بهیر سست کړي : « که لویدیځ د اوپیک له تېلو ویره لري او خپله وده په هغه پورې تړي نو ، سعودي عربستان کیدی شي دغه حالت ته پای ور کړي او دومره تېل مارکیټ ته وړاندې کړي چې دوی یې هیڅ تصور نه وي کړی . »
ایران او بادشاه یې له نویو ننګونو سره مخامخ ول . د تېلو په نړیوال مارکیټ کې د ایران پلان ته د سعودي مخالف خوځښت له یوې خوا ، په کوردننه انرژۍ ته د زیاتیدونکې اړتیا او کمیدونکې بریښنا ستونزه له بلې خوا دپهلوي شاهي نظام ستنې په لړزیدو کړې وې . د اورښت کمیدو او د بریښنا د بندونو(ډیمونو) د جوړیدو ځنډیدل ددې لامل شوي وو چې په ایران کې د هرې ورځې په تیریدو سره د بریښنا پارچاوي یا پریکول ډیر شي . نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ور کړ چې « دغې تورې را غلې تیارې نه یوازې په پراخه کچه د ملت د زړه توري کیدو او مخالفت د زیاتیدو لامل کیده ، بلکې په اقتصادي برخه کې یې د ایران اقتصاد ته لوی زیان اړاوو . حکومتي چارواکي  هره ورځ خپلو۷  تر ۸ پوړه لوړو  دفترونو ته په پښو ختل او د لفټونو درک د بریښنا د نشتوالي له کبله نه وه . په سیلانیانو باندې هم لفټونه  او بریښنايي زینې بندې شوې . د دفترونو کار کونکو او حکومتي او غیر حکومتي ما مورینو د فارنهایټ په مثبت ۱۰۰ درجو ګرمي کې بې له اییرکنډیشنونو کار کاوو .» په لندن کې د ایران سفیر له تهران څخه تازه له یوه را ستانه شوي لیدونکي دا معلومات تر لاسه کړل چې په ایران کې شپه بیخي تپه تیاره وي .«د لوبو په ډګرونو او سالونونو کې د بریښنا نشتوالی او تیاره والی د واکمن رژیم لپاره د شرم او خجالت خبره ده . په ایران کې دولت د هر چا لپاره یو معلومه اندازه سونګ توکي په زیره ور کول او بیخي ډیر خلک خفه وو. حالات بیخي د شرم وړ وو  او حکومت بیا په پرلپسې توګه د نظامي لګښتونو ډیریدل غوښتل او فکر کوم دا په دې نه ارزي چې د خلکو د ژوند معیارونو ته دې پرې زیان ورسیږي او یا د ې د نظامي لګښتونو لپاره ټول خلک هیر شي . » 
د ایران په مذهبي مرکز قم کې لوړ پوړي مشر ایت الله خونساري د ایران د دربار وزیر اسد علم ته تېلیفون وکړ او هغه یې خبر کړ چې ددوی په مرکز باندې بریښنا او اوبه بندې شویدي . ان د ښاغلي علم ګاونډیانو هم بریښنا نه در لوده . ښاغلي علم یو جنراتور واخیست چې د خپل کار په دفتر کې تېلیفون پرې روښانه وساتي . هغه ویریده چې حالات له کنټرول څخه بهر نشي . ښاغلي علم دوعاګانو ته شروع وکړه:« دغه وضیعت ما په ویره کې اچوي چې یوه ورځ به زموږپه شاوخوا کې هرڅه دړې وړې او له منځه به ولاړ شي ، نولطفا خدایه پاکه پر موږ ورحمیږه .» ښاغلي علم د حکومت چوپتیا «لکه دیوې نندارې مسخره داسې وبلله .» 
حکومت له دوکاندارانو وغوښتل چې «خپل دوکانونه د ماښام په ۸ بجو بند کړي  او د فابریکو له مالکینو یې وغوښتل چې خپل کار کونکي د اوړي لپاره رخصت کړي . حالات په ځانګړي ډول د هیواد په سویلي برخو کې ډیر د اندیښنې وړ وو ، ځکه چې په ورځ کې به له ۸ تر ۱۰ ساعتونو پورې بریښنا پریکیده . » ددغه ناوړه حالت اغیزې د تهران په بې وزلو  اوسیدونکو ډیرې ښې احساسیدې او دغه خلک بیخې ډیر زیات تر فشار لاندې وو . ډیر زیات ځوانان د ۱۹۷۷ کال په اوړي کې  د تهران په سویل کې سړکونو ته را ووتل او د کار موندلو په تمه ولا ړ وو . په دغو کې یې ډیر د ایران له کلیوالو لیرې پرتو سیمو راغلي وو چې د خپلو کورنیو لپآره نفقه پیدا کړي . خو په ایران کې د اقتصادي ودې ورو کیدو په دغه هیواد کې د ابادۍ ډیر کارونه وځنډول  او دا کار ددې سبب شو چې بیکاري څوبرا بره زیاته شي . د امریکې د متحدو ایالتونو یوه پخوانی ډیپلوماټ  بیل لیهفیلډ چې دا مهال یې په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوو او له تهران څخه یې لیدنه کړې وه « دستونزو د کمولو په برخه کې د  ایران د حکومت هڅې مسخره امیزه  او د نه منلو وړبللې وې . » هغه وویل : « بیکاري تر هغه ډیره زیاته وه چې تاسو یې فکر کاوو. ماته داسې پته ولګیده چې دوی بیخي د الله په قهر اخته شوي  وو . که تاسو د ۱۹۷۷ کال د اوړي په یوه ګرمه ورځ کې د تهران سویل ته سر ورښکاره کړی وای ، نو تاسو به حیران شوي وای چې ولې دغې سیمې لا د مخه اور نه دی اخیستی .سیل سیل خلک د هیواد له  کلیو او بانډو او مختلفو برخو  پلازمینې ته را کډه شوي او ګله ګله د تهران په سویل کې په ډیر نا سم چاپیریال او دوزخي هوا کې په دې هیله پراته وو چې  د خیټې مړولو لپاره به دلته څه تر لاسه  او کومه دنده به پیدا کړي . یو شمیر کسانو پکې نا مشروع کارونو ته د بې وزلۍ او بیکارۍ له وجې مخه کړې وه او ډیرې میرمنې په دغه ډول چآپیریال کې په ناسم لوري روانې وې . »
پر همدې مهال جنرال حسن پکروان او میرمن یې فاطمې د ایران د نتنز او کاشان سیمو ته د سفر پرمهال د سړک له لارې د تهران له سویلي برخو تیریدول .پکروا ن هغه څوک وو چې په ۱۹۶۳ کال کې یې د ایت الله خمیني د ژوند د ژغورلو لپاره مداخله وکړه . له دغې  کیسې دوه کاله وروسته شاه  جنرال پکروان د نعمت الله نصیري پرځای  د ایران د استخباراتو د ادارې  (ساواک) د مشر په توګه وټاکه . ښاغلی نصیري ډیر زشت شخصیت وو او تل د خپلو پانګو د زیاتولو او پیسو د تر لاسه کولو په لټه کې وو و نه داچې د شاه د ملاتړ لپاره منډې او هڅې وکړي . تر هغه وروسته جنرال پکروان په پا کستان کې د ایران د سفیر په توګه دنده تر سره کړه او تر هغه وروسته په فرانسه کې د شاه سفیر شو او بلاخره د دربار د سلاکار پوست یې  تر لاسه کړ . کاشان ولایت ته د تلو پرمهال جنرال پکروان د تهران له سویل څخه تیر شو چې د پلازمینې داسې برخه وه چې هغه له تیرو ډیرو کلونو را هیسې نه وه لیدلې . هغه وروسته وویل :« ما په خپلو سترګو هیڅ باور نشو کولی، هغه څه چې ما ولیدل ، د باور وړ نه وو چې خلکو په څه ډول حالاتو کې ژوند کاوو . د نه باور وړ وه ؛یو شمیر خلکو د پلاستیکونو په کوډلو کې ژوند کاوو . د مردارو اوبو سر خلاصې  ویالې له چټلیو ډکې وې او بویونه یې فضا ته پورته کیدل ، او به یې تکې تورې او بویجنې وې . تصور نشئ کولی چې څه ډول یو حالت وو هیڅ یې نشم انځورولی ، بیخي ځورونکی حالت وو . »
کله چې جنرال پکروان بیرته له کاشان څخه تهران ته را ستون شو ، هغه د ایران له بادشاه سره دا خبره را پورته کړه، ځکه چې د هغې میرمنې وروسته وویل چې «خاوند یې د هغه حالت په اړه ډیر ویریدلی وو چې د پلازمینې په سویل کې یې ولیدل .» جنرال بادشاه ته په ډاګه کړه چې د تهران په سویلي برخه کې وضیعت ویرونکی دی . « که تاسو په بیړنۍ توګه د بشري مرستې له اړخه ددغه حالت د ښه کولو لپاره یو څه نکوئ ، لطفا یې د خپل واک د خوندیتوب لپاره تر سره کړئ ، ځکه چې همدا ستا د ځواک وزن دی .دوه میلیونه انسانان په دغه سیمه کې دغه ډول خطرنا ک ژوند یوازې د تهران په سویل کې تیروي ــــ ستا د هیوا د پلازمینه د چاودلو په حال کې ده او ډیر امکان لري چې موږ ټول په دغه چاودنه کې له منځه ولاړشو.»  په دا بله ورځ یې جنرال پکروان د هغه وضیعت تصویرونه د بادشاه میرمنې  ته ور وښودل چې ده په خپلو سترګو لیدلي وو.له دې وروسته شاه ،جنرال پکروان ته ددې چانس ور کړ چې په منظم ډول دې له ده سره وګوري . ظاهرا دغه وضیعت د دوی دواړو لپاره د اندیښنې وړ وو . یوه ورځ چې جنرال پکروان کورته را ستون شو نو خپلې میرمنې ته یې وویل «کله چې ما شاه ولید، ما داسې احساس وکړ چې هغه پرما داسې سترګې خښې کړي چې زه یې په تصور کې واچولم او داسې را ته معلومه شوه چې هغه ته زه ډیر وفاداره وبریښیدم . »میرمن پکروان فاطمې په تهران کې د اورغورځونکو غرونو په خواکې په وروستیو ورځو کې وویل :« ډیر ناوخته دی، ډیر نا وخته او ډیر ناوخته دی.»
   د یوه عمومي پاڅون لپاره حالات برا بر وو . «د ۱۹۷۷ کال په اوړي کې د بډایه ایرانیانو یوې وړکې ډلې چې ډیر وخت په بهرکې اوسیدل ، په کرار کرار او پټه توګه  یې خپل کاروبارونه په ایران کې بند کړل ، خپل بانکي حسابونه یې تش کړل  اوخپلې کورنۍ یې  بهر ته واستولې  او خپلې رخصتۍ یې اوږدې کړې.» یو سوداګر جیمز ساغي چې د خپل کور په یوه دیوال یوه لیکنه ولیده نو دی یې په تشویش کې کړ او بلاخره یې « خپل کور  په ارزانه وپلوره او د کلیفورنیا په ناپا دره کې میشت شو.» هغو نورو کسانو چې امریکايي پاسپورټونه یې در لودل لا دمخه لکه بیل شاشو چې د نخودو یو سوداګر وو له ایران څخه وتلي وو . هغه په پټه خپل یوه ملګري ته وویل :« هرڅه د سقوط په حال کې دي . دارنګه یو بل امریکايي لویډبیرتمن چې  د ۱۹۵۰ مو کلونو را هیسې په تهران کې اوسیده ، له خپل یوه ملګري سره خپل دا  شخصي احساس شریک کړ چې « داسې شیان په ایران کمې را پیښیږي چې ما نا ارامه کوي ، نو زه غواړم چې ایران خوشې کړم.» دغه اشخاص ډیر ځیرک کسان وو اوپه دې پوهیدل چې په ایران کې یو څه پیښیدونکي دي .
موږ د سعودي عربستان لخوا کلابند شوي وو
   دا ګسټ په ۴ مه نیټه د پنجشنبې په ورځ شاه په پاریس کې د خپل در بار وزیر اسد علم ته تېلیفون وکړچې د هغه د استعفا کولو دلیل ترې وپوښتي . دوه ورځې وروسته ، لومړي وزیر امیر عباس هویدا استعفا وکړه . بادشاه محمد رضا د تېلو وزیر جمشید اموزګار د ایران د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکه  او ښاغلی هویدا یې د اسد علم پر ځای د دربار د وزیر په توګه وټاکه .
  اسد علم په دغو دواړو ټاکنو هک پک شو . د ښاغلي هویدا لومړی وزارت په ناکامۍ سره پای ته ورسید او ښاغلي اموزګار  هیڅکله دا وړتیا ونه ښووله چې هیواد اداره کولی شي . ښاغلي اموزګار په حکومتي لګښتونو کې کموالی اعلان کړ او اقتصادي ریاضتي پلانونه یې اعلان کړل . دغه ګام ددې لامل شو چې بې وزلو، ماهراو نیمه ماهر ایرانیانونور هم خپلې دندې له لاسه ور کړې.د لومړي وزارت په دنده کې په لومړیو څو اونیو کې نوي لومړي وزیر ۱۷ سوه کسان د مالیې له وزارت څخه له دندو ګوښه کړل  او اعلان یې وکړ چې غواړي د بودیجې او پلان د ادارې جوړښت هم له منځه یو سي  او په یوه ډول یې تور ولګاوو چې په ایران کې ددوی له لاسه اقتصادي بحران را منځ ته شوی . هغه د لاس انجلس ټایمز خپرونې له خبریال جیو الکس موریس سره په یوه مرکه کې وویل چې : « د پلان او بودیجې اداره د یوه ډیر لوی وزارت بڼه در لوده  . ما د بودیجې او پلان له ادارې غوښتي چې د پروژو د عملي کیدو په برخه کې خپل ټول مسولیتونه خوشې کړي . موږ ددې  ادارې  ډیر کار کونکي رخصت کړل  او یو شمیر نور مو ، نورو وزارتونو ته واستول چې د سقوط پوړیو ته نژدې شوي وو» .  خبریال موریس خپلو لوستونکو ته ور یاده کړه چې درې کاله مخکې د بودیجې او پلان ادارې خبر داری ور کړی وو چې « ډیر زیات پرمختګ یا پرمختیايي کارونه خطر لري. اوډیر ې وړاندوینې یې سمې را وختې . خو ددغې ادارې په  رپوت  هغه وخت  هیڅ غوږ ونه ګرول شو . »  د لومړي وزیر اموزګار دغه پلان پوره قمار وو  او داسې مبارزه او مسابقه وه چې د وخت پرضد وه .  او نتیجه دا شوه چې ساختماني چارې ټکنۍ شوې  او شخړې په ټولنه کې را زیاتې شوې . دا د شک وړ وه چې نوی حکومت به د ایران لوړو هیلو ته ځواب وویلی شي . له خبریال موریس سره د اموزګار د مرکې وروستي ټکي ډیر ویرونکي وو، هغه وویل:« هیله ده خوښي مو په برخه شي . د ایران ښې شپې د ۱۹۷۰ مو کلونو په وروستیو کې په پای ته رسیدو وې . ښاغلی اموزګار یو کال وروسته خپله دنده له لاسه ور کړه  او بلاخره تبعید کړی شو . ۵۱ کلن موریس چې د ۲ ماشومانو پلار وو ، په تهران کې د ۱۹۷۹ کال د فبرورئ په ۹ مه نیټه  د یوه نښه ویشتونکي لخوا په سر وویشت شو . دا همغه ورځ وه چې د ایران شاهي نظام بلاخره له پښو وغورځید.
 د امپراطور پای را رسیدلی وو، ښاغلي علم د خپلو یاداښتونو په کتابچه کې د خپل ژوند په وروستیو کې لیکلي وو چې : « په وروستیو څو میاشتو کې ، موږ د تېلو په بیو سره له پښو وغورځول شو. موږ د سعودي عربستان لخوا کلابند شوي وو چې موخه د کار تر د ادارې خوشحالول وو .
د تېلو بیې د را تلونکي کال تر وروستیو پورې په خپل حال پاته شوې  . . . . دیاداښتونودغه کتابچه باید نور پای ته ورسول شي . ځکه چې زما لپاره نور هیڅ نه وو پاته چې زه یې ولیکم او له همدې کبله مې له اعلی حضرت سره خپلې لیدنې پای ته ورسولې.
د ۱۹۷۸ کال د اپریل په لومړیو کې ښاغلي علم شاه ته خپل وروستی لیک ولیکه .  د هغه  دژوند لیک ، لیکونکي لیکلي چې :« علم شاه ته  وړاندیز وکړچې که بحران ته اجازه ور کړل شي چې نور هم تیز او پراخ شي ، نو بیا به د انقلاب مخنیوی نا ممکن وي . هغه وویل ، وضیعت  په ۱۹۵۳ کال کې د ښاغلي مصدق د وژنې د مهال پرتله ډیر جدي دی . »    له دې ۸ ورځې وروسته د اپریل په ۱۳ مه نیټه اسد الله علم له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې . د هغه  د یاداښتونه دغه کتابچه له ایران څخه بهر کړی شوه  او په سویس کې په یوه خوندي ځای کې ځای پرځای شوه چې هغه له ۱۹۶۸ کال را هیسې ډیر کلکه او پټه ساتله . ښاغلي علم خپلې میرمنې ته لارښوونه کړې وه چې دده خاطرات دې  تر هغه نه خپروي  چې پهلوي شاه یا کورنۍ په واک کې وي . » 
 نور بيا...