
پایله
« موږ هیڅکله هغه ته په جدي سترګه ونه کتل»
ریچارډ هلمز ـــــ
۵ میاشتې دمخه د ۱۹۷۷ کال د نوامبر په ۱۵ نیټه ، ایران بادشاه رضا شاه پهلوي واشنګټن ته په رسمي سفر ولاړ. ددغه سفر پرمهال د دواړو غاړو چارواکو هیله در لوده چې یو ځل بیا به د تهران او او واشنګټن اړیکې ښې شي او د تېلو د بیو ، د وسلو د خرڅولو، اتومي انرژۍ اود بشري حقونو پرسر دغه وروستی راپورته شوی سخت حالت به پای ته ورسیږي .
ایراني چارواکو واشنګټن ته د شاه له دغه ۱۲ م سفر څخه ډیرې هیلې در لودې او دا هیلې دسپینې ماڼۍ په انګړ کې د هغه د ښه راغلاست د مراسمو له تر سره کیدو څخه په روښانه ډول ښکاریدې . ایراني چارواکو تمه در لوده چې ددغو مراسمو د ژوندي خپریدو پر مهال به امریکا د ایران له شاه سره د مرستو او ملګرتیا د بیرته ښه کولو ژمنې وکړي . په واشنګټن کې د ایران سفیر اردیشیر زاهدي وویل چې هغه ددغه پلان د بري په اړه شک در لود، خو چا ورته پام ونکړ . له ۱۰۰۰ زیات تبعید شوي ایرانیان له شیکاګو او لاس انجلس ښارونو څخه پلازمینې واشنګټن ته راغلل. بلخوا ساواک د هغو ۴۶۴ ایراني افسرانو له ډلې ۴۲۲ ته واشنګټن ته د تلو وړیا ټکونه واخیستل چې په تکزاس کې یې د لکلنډ په هوايي اډه کې په پوځي روزنیز پروګرام کې نو م لیکنه کړې وه . ددوی لپاره ټول مصارف ساواک برا بر کړي وو او ددې لپاره واشنګټن ته استول کیدل چې هلته د شاه لپاره هر کلی ووايي او د هغو کسانود ځوابي لاریون لپاره په لاریون کې برخه واخلي چې د شاه په مخالفت کې واشنګټن ته روان وو . ددوی په مخالفت کې یو زیات شمیر ځوان ایراني زده کونکي واشنګټن ته را روان وو چې د شاه مخالفین وو . د امریکا د متحدو ایالتونو پولیسو ددې مسولیت در لود چې ددغې پیښې پرمهال بشپړ امنیت وساتي . سپینې ماڼۍ ته د شاه د را رسیدو پر مهال واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ ور کړچې « د واشنګټن په هغو سړکونو کې چې د سپینې ماڼۍ په شاوخوا را تاو شوي وو وضیعت یا امنیت دومره کلک نیول شوی وو چې د ویتنام د جګړې د مخالفینو د خوځښت له مهال سره پرتله کیده .» د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د فدرالي استخباراتو ادارې FBI دواړو پولیسو ته خبر دارۍ ور کړ چې د احتمالي بالقوه شخړې لپاره دې تیار وي . دغو ادارو ته داسې باوري رپوټونه ور رسیدلي وو چې واشنګټن ته د اعتراض په موخه را خوځیدلو ایراني محصلینو په زیاته اندازه تېل له ځانونو سره راوړي چې کیدی په بوتلي بمونوکې یې وکاروي . د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو وویل : « موږ د پولیسو ادارو ته یو ځل بیا د ایراني محصلینو د فعالیتونو په اړه خبر ور کړ. زموږ اساسي هدف څه وو ؟ موږ ددغه خوځښت په خطر پوهیدو. . . . زموږ ارامه خلک ډیر زیات اندیښمن وو . »
د سپینې ماڼۍ د پارک پولیس ا و د کورنیو چارو وزارت وروسته دا رد کړه ، هغه معلومات چې دوی ته ور رسیدلي وو ډیر دقیق وو . د پولیسو قومندان سترجنرال لینزي وویل:« ایراني لاریون کونکو محصلینو په تیرمهال کې . . . . ډیر منظم او سوله ییز لاریونونه کړي وو .پخوانیو لاریونونو ته په کتو سره دوی هیڅکله په تاوتریخوالي لاس نه وو پورې کړی . له همدې کبله داسې تصمیم ونیول شو چې سیمې ته دې یو کم شمیر پولیس د لاریون د امنیت ساتنې په موخه ولاړ شي . » هغه ظاهرا د ۱۹۶۷ کال د اګسټ له پیښې نه وو خبر چې په لړ کې یې د ایراني لاریون کونکو مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه اوله پولیسو سره په لانجه واوښتل . هغه مهال لاریون کونکو هڅه وکړه چې د ولسمشر جانسن لخوا شاه ته د هرکلي مراسم ګډ وډ کړي . جنرال لینزي داسې نظر در لود چې که په سیمه او سړکونو کې پولیس زیات شي کیدی شي احساساتي ځوان ایراني لاریون کونکي غبرګون وښيي او کیسه په خپله ددوی د حضور له کبله په نا ارامۍ بدله شي . د ښه راغلاست د مراسمو په ورځ ټول ټال ۱۵۱ پولیس افسران په سیمه کې په دنده ګمار ل شوي وو چې په دې ډله کې ۲ درجنه پولیسو په اسونو ګزمې وهلې چې موخه یې د لاریون تیت پرک کول وو . دغو اس سپرو پولیسو د ایلیپس په هغه سیمه کې ګزمې وهلې چې سیالو مخالفو ایرانیانو ویلي وو چې دوی به د خپل پروګرام سره سم اعتصاب کوي . ( یوه یې د شاه په طرفدارۍ او بله یې په مخالفت کې په سیمه کې دیره شوي وو . ) د تاوتریخوالي ضد پولیسوته د ګاز ضد ماسکونه، مرمۍ ضد واسکټونه، بریښنايي ډنډې او نور اړین وسایل نه وو ور کړل شوي ، بلکې هغه ټول ددوی په مرکزونو کې ایښودل شوي وو .
د نوامبر په ۱۴ مې نیټې د ایران بادشاه ویرجینیا ته سفر وکړ او شپه یې هملته په کولنایل ویلیمزبورګ کې تیره کړه . د ایران لپاره د امریکا سفیر سولیوین هم ورسره وو او د هغه موخه داوه چې هغه زیات شمیر ایراني لاریون کونکي وویني چې د ایت الله خمیني تصویرونه یې پورته کړي وو .هغه په دې پوهیده چې دغه لاریون کونکي څوک وو. هغه وروسته وویل :« سره له دې چې زه د شاه او د شیعیه مذهبي کړیو تر منځ په مبارزې کې دایت الله خمیني د رول ستاینه کوم ، خو دا لومړی ځل وو چې ما د هغه نوم ا و تصویر په سترګو لیده چې د ایران د شاه د رژیم پر ضد په امریکا کې ایراني محصلینو را پورته کړي وو . » لکه د شاه د میرمنې ملکې په څیر سولیوین هم په دې نه پوهیده چې دخمیني په څیر یو کس به وکولی شي چې له مذهبي کړیو ور هاخوا نور خلک اداره کړی شي او یا به پکې ګرانښت ولري .
په دا بله ورځ سهار وختي شاه او د هغه ملګرو واشنګټن ته الوتنه در لوده . هلته دوی دمال په سیمه کې په ۲ چورلکو کې را کښته شول او مخامخ سپینې مانۍ ته ولاړل . سولیوین په دې پوه شو چې دوه ډلې ایرانیان چې شمیر یې اوس په زرګونو تنو ته رسیده .«و ادوی دواړه د یوه او بل په خواکې په جلاجلا توګه سره پنډ شوي وو چې د دواړو خواوو ترمنځ ۲۰ متره فاصله په منځ کې نه وه .په دغه واټن کې یوازې د پارک پولیس ددوی ترمنځ تاویدل را تاویدل او دوی یې په خپلو کې لاس اچول کیدو ته نه پریښودل.»
خطر په دقیق ډول هغه وخت پیل شو چې شاه او د امریکا ولسمشر جیمي کارتر د ملي سرود د اوریدو او د وینا د تر سره کولو ځای ته ور روان وو. زده کونکي د تشریفاتو د قطعې د رسمي ګذشت د ۲۱ ډزو تر سره کیدل د شاه پر پلویانو د خپل برید لپاره زیګنال ټاکلی وو. په دې مهال نا ببره یو ځل سفیر سولیوین ولیدل چې د شاه مخالفو مخ پټو لاریون کونکو چې په بوتلي بمونواو ډبرو سمبالومحصلینو د شاه پر پلویانو، د ډبرو ، بوتلي بمونو،او نورو لاسي جوړو کړو وسلو برید ونه پیل کړل.چیغې او رمباړې یو ناڅاپه فضا ته پورته شوې او سیمه یې په سر واخیسته. یو شمیر نورو لاریون کونکو په هغو ودانیو برید وکړ چې د کلنیو رخصتیو پرمهال به پکې ډول ډول دودیزې میلې او نندارې تر سره کیدې .د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پیښې له سیمې په خپل رپوټ کې وویل چې:«ما شومان او ډیر عمر لرونکي اشخاص داسې ښکاریده چې ددغې پیښې له کبله ډیر زیات ویرید لي وو ». په سلګونو کسان د ۱۷ م سړک پر لوري وزغلول شول ،حالات ډیر زیات خطرناک وو .یوې ځوانې میرمنې چې له دغې پیښې تښتیدلې وه په چیغو چیغو ژړل .په پولیسو د بوتلونو او لرګیو پرلپسې باران جوړ شوی وو او پولیس یې پسې اخیستي وو، خو هغوی بیرته ځان ورته برا بر کړ او اوښکې بهونکی ګاز یې پرې وکاراوو . هر خوا دوړې او چیغې جوړې وې اود سپینې ماڼۍ په شاوخوا سړکونو یو وحشت ځپلی حالت جوړوو . د یو پیکیپ ډوله لوی موټر د پولیسو د لیکو منځ ته ور داخل شو. د تېلي بمونو بوتلونو ته اور واچول شو . هغه دفتري کار کونکي چې غوښتل به یې د لیفییټ د څلور لارې له لارې تیر را تیر شي، نو هغه به ایراني محصلینو ځورول . یو شمیر نور محصلین چې په ډنډو سمبال وو پر هغه موتر برید وکړچې د ایچ H په سړک روان وو چې په موټر چلونکي یې دوی شک کړی وو چې د ایران د استخباراتي ادارې ساواک کوم ما مور دی . د امبولانسونو یو کاروان سیمې ته راغی چې د سپینې ماڼۍ له شاوخوا سړکونو د ښکیلو غاړو هغه ۱۲۰ تنه ټپیان روغتونونو ته ورسوي چې ۳ تنو پکې په سر ژور ټپونه خوړلي وو او وضیعت یې جدي وو. دوی په بیړې سره روغتونونو ته واستول شول او په خپلو کې په جګړه کې بیا د نه ښکیل کیدو له کبله یې په جلا جلا خونو کې در ملنه پیل شوه.»
د سپینې ماڼۍ په چمنونو کې ایراني او امریکايي چارواکي او خبریالان ډیرپریشانه ولاړوو او ټول د نوي خبر د رارسیدو په تمه وو . دوی ټولو هغو نښه ویشتونکو ته دوه سترګې نیولې وې چې د سپینې ماڼۍ په برنډو او بامونو کې یې خزې نیولې وې او ټولو سترګې په شاوخوا لاریون کونکو کې ښخې کړې وې او د حالاتو ننداره یې کوله . لاندې په ځمکه د ایران او امریکا د مشرانو لومړی میرمنې د اوښکې بهونکي ګاز په دودونو کې پټې شوې وې او سترګو ته یې دستمالونه نیولي وو اوپه مخ یې سختې اوښکې روانې وې . د تلویزیون کتونکو په ایران او نورې نړۍ کې د سپینې ماڼۍ مخې ته دغه حیرانونکې جوړه شوې ننداره په ژوندۍ بڼه کتله چې ددوی بادشاه د اوښکې بهیونکي ګاز په دود کې پټ شوی . ملکې فرح وویل : « موږ وروسته ریسپشن خونې ته ولاړو.» هغه د امنیت له دغه ډول یو په یو خرابیدو په ویره کې وه او هرڅه ورته د پوښتنې وړ وو. هغې شک وکړ چې د کارتر په ادارې کې د هغه د خاوند مخالفین کیدی شي په دغه کړکیچ اود لاریون د بې لارې کیدو په مسله کې ښکیل وي . « ولسمشر کارتر او میرمنې یې له موږ څخه وغوښتل چې دغه پیښه بیخې ویره کړو ــــ دوی په بشپړه توګه شرمیدلي وو ـــــ خو ما له ځانه سره فکر وکړ چې د ریچارډ نیکسون په دوره کې هیڅکله لاریون کونکو ته اجازه نه ور کول کیده چې دومره موږ ته نژدې را شي . ایا دا په دې ما ناوه چې د امریکا نوې ادارې غوښتل چې موږ وشرموي ؟ »
له سپینې ماڼۍ بهر تاوتریخوالی کومه ساده کیسه نه وه چې هسې ساده دې ویره کړی شي .پرهمدې مهال په تهران کې د اریا مهر په پوهنتون کې د ۲ زره محصلینو لخوا د ایران د شاه پرضد لاریون وشو. دوی د دیکتاتوری د پای ته رسیدو او د بشري حقونو د درناوي غوښتنه کوله. د تاوتریخوالي ضد چټک غبرګون پولیسو ۵۰ محصلین ونیول . په دغه پیښه کې ۴۰ نور محصلین ټپیان شول . په دغه شپه په غوصه شویو لاریوني محصلینو د خپل قهرجن ګړ بړ په پایله کې ، ۶ بانکونو او ۲ موټر پلورنځیو ته اور واچاوو . په دا سبا ورځ یې د تهران په سړکونو وضیعت نور هم خراب شو او ۱۰ زرو محصلینو له ۵۰۰ پولیسو سره په جګړه لاس پورې کړ او د تهران په سړکونو کې ورځنۍ چارې خرابې او هرڅه نا ببره په بله روان شول . شاید دا په تیرو ۹ کلونو کې د ټولو پیښو شویوچارو لپاره یو غبرګون وو او د سپینې ماڼۍ په حویلۍ کې را پیښ شوی حالت د انقلاب د پیښیدو یو سویچ وو چې هرڅه یې له ځانه سره ګډ وډ کړل .
( دویم محمد رضا شاه پهلوي چې د پهلوي کورنۍ وروستۍ بادشاه وو ، د ۱۹۸۰ کال د جولای په ۲۷ نیټه په مصر کې په تبعید کې مړ شو . د هغه میرمن نن هم د ایران د اسلامي جمهوریت له کلکو منتقیدینو څخه ده او د میرمنو د حقونو د خوندي کیدو په برخه کې تل خپل غږ اوچتوي . ددوی مشر ځوی رضا پهلوي ، هم د ایران د اوسني نظام له کلکو مخالفینو دی . د ایران د بادشاه او ملکې فرح ځوانه لور لیلا په ۲۰۰۱ کال کې د نیشه یي توکو د ډیرې زیاتې کارونې له کبله مړه شوه او دهغې ځوی شهزاده علي رضا په ۲۰۱۱ کال کې ځان وژنه وکړه . )
د شاه د پخوانۍ میرمنې ورور(اخشۍ) چې یو ځل د بهرنیو چارو وزیر او په واشنګټن کې د ډیر وخت لپاره د شاه سفیر وو (اردیشهر زاهدي) ، په سویس کې په تبعید کې ژوند کوي او خپلې خاطرې لیکي . د ۱۹۸۰ مو کلونو په لومړیو کې ریچارډ نیکسون او میرمنې یې پیټ نیکسون د سویس په مونتریکس کې له اردیشهر زاهدي سره ولیدل .له دوی سره د هغه دخزانې یا مالیې ملګری وزیر بیل سایمون د هغه په ګاونډ د فرانسې په خاوره کې اوسیده . ښاغلي زاهدي دا روښانه کړه چې د شاه دښمنۍ ته دده په کور کې د یادولو ځای نشته . هغه خپلو خبرو ته د ایران او د منځني ختیځ د روانو حالاتو په موضوع دوام ور کړ او له نیکسون سره یې په روانو سیاسي مسلو سر وخوږاوو.
په ۱۹۸۶ کال کې شیخ ذکي یمني له باچا ملک فهد سره له یوې جدي شخړې وروسته ، د سعودي د تېلو د وزیر په توګه له دندې ګوښه کړی شو . فهد په ۱۹۸۲ کال کې د خپل مشر ورور ملک خالد له مړینې وروسته د سعودي بادشاهي تر لاسه کړه . شیخ یمني سعودي خوشې کړ او په ۱۹۹۰ کال کې لندن ته ولاړ چې هلته یې د نړیوالې انرژۍ د منابعو مرکز پرانیست .
دویم ډوګلاس مک ارتر چې په ۱۹۷۰ کال کې یې په ایران کې د وژنې له هڅې ژوندی را ووت، په ۱۹۹۷ کال کې د ۸۸ کالونو په عمر مړ شو .
جوزف فرلنډ چې د امریکې د ټاکنو د کال ،۱۹۷۲په دوران کې د ایران لپاره د ریچارډ نیکسون خاص سفیر وو ، په ۲۰۰۷ کې د ۹۲ کلونو په عمر ومړ.
ولسمشر نیکسون په ۱۹۸۰ کال کې په مصر کې د ایران د بادشاه محمد رضا شاه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ریچارډ هلوک ،چې د امریکې د دفاع وزارت لپاره یې کمپنۍ بې ساري خدمات تر سره کړیدي ، په ۱۹۹۹ کال کې مړ شو .د ریچارډ هلوک بنسټ د ملي عسکري موزیم لپاره یوه مرستندویه سازمان دی ، او د محصلینو لپاره د سکالرشیپونو د برا برولو د پروګرام په برخه کې یې کار کاوو او د کالج د زده کونکو سره مرسته کوي . د ۲۰۱۰ کال د مې په میاشت کې د هلوک بنسټ د کولمبو له دولتي پوهنتون سره د ۲ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه چې دغه پوهنتون د نظامي تاریخ په برخه کې د پروفیسوري یو څانګه اعلان کړي . د هلوک د بنسټ غوښتنه داوه چې په دغه پوهنتون کې دې یو سیټ یا بست د نظامي تاریخ په نوم پرانیزي چې محصلین پکې پروفیسوري تر لاسه کړي . په پنتاګون کې د ګروال هلوک د اوږده وخت د خدمت له کبله هغه په دې ډیر مشهور شوی وو چې هغه تل د امریکايٍي سر تیرو د ګټو په لټه کې دی. دا کار یې ځینې مهال د ډیرو زورورو ډیموکراتانو په وړاندې هم تر سره کړیدی .» په دې اړه هغه اعلامیه لوستلی شئ چې هغه ته یې یوه ډالۍ اعلان کړه . «له کله چې هغه په ۱۹۶۷ کال کې له فعال خدمت څخه لاس واخیست، ډګروال هلوک د امریکې ددفاع د وزیر جیمز سچلیزنجر لپاره په دفاعي چارو کې سلاکار شو ا و هغه ته یې د سیا سي نظامي مسلو په برخه کې مشورې ور کولې ، په ځانګړې توګه د منځني ختیځ په چارو کې . »
جیمز سچلیزنجرچې له ۱۹۷۳ څخه تر ۱۹۷۵ کاله پورې یې د امریکې ددفاع د وزیر او له ۱۹۷۷ تر ۱۹۷۹ کاله پورې یې د جیمي کارتر په کابینه کې د انرژۍ د لومړني وزیر په توګه دنده تر سره کړې ، د امریکې ولسمشر او د پنتاګون د پالیسیو په برخه کې ډیر اغیزمن سلاکار وو . په خصوصي سکټور کې هغه د میتري (MITRE ) د همکاریو د ادارې د بورډ د مشر په توګه دنده تر سره کړې . په دې وروستیو کې سچلیزنجر د امریکې د اتومي وسلو د پرزو او مهماتو د له منځه وړلو په تړاو یوه ارزونه هم تر سره کړه .
د خزانې وزیر ویلیم بیل سایمون بیرته خصوصي سکتور ته ستون شو او په دولت کې یې دنده خوشې کړه ، خو د جمهوریت غوښتونکو په سیا سي ډله کې پاته شو. هغه ته دا مهال په پراخه کچه د شلمې پیړۍ د وروستیو د یوه خورا ډیراغیزناک محافطه کارپه سترګه کتل کیږي او په ۱۹۸۰ مو کلونو کې د ریګن د انقلاب تر شا د یوه ځواکمن شخص په توګه یادیږي . د خزانې د وزیر او وروسته د امریکې د متحدو ایالتونو د اولمپیک د کمیټې د مشر په توګه هغه په لاس انجلس ښار کې د اوړي د لوبو د تر سره کولو چاره په غاړه در لوده . هغه د سوداګریز بانګ بنسټګر وو چې نوم یې « ویلیم اي سایمون اود زامنوبانک)وو.هغه دغه بانک ته په هالي بورټون کې د شرکت په توګه یو بورډ را منځ ته کړ. هغه دارنګه د ریچارډ نیسکون د ارشیف د بنسټ د مشر په توګه دنده تر سره کړې .شل کاله د اولین په نوم د یوه بنسټ مشر وو . پر دې سربیره هغه د هاوور د انستیتیوت او د میراثونو د بنسټ وکیل هم وو.د روچسټر په پوهنتون کې د سوداګرۍ پوهنځی د هغه په نوم ونومول شو . سایمون چې د سعودي عربستان کلک پلوی بلل کیده د ۲۰۰۰ کال د جون په ۳ نیټه په امریکا کې د ۷۲ کلونو په عمر مړ شو .
هنري کیسنجر په داسې حال کې حکومتي خدمت ته شا کړه چې په امریکا ا و نړۍ کې د یوه بریالي او پیاوړي سیا ستوال په توګه وپیژندل شو . په ۱۹۸۲ کال کې ، هغه دنړیوالې سوداګرۍ د مشورې ور کولو په برخه کې د کیسنجر اسوشیټیډ په نوم شرکت رامنځ ته کړ . هغه ددغه شرکت مشر د ملي امنیت پخوانی سلاکار برنټ سکوکرافټ وټاکه او په امریکايي اداره کې یې خپل پخوانی سیال بیل سایمون د ډایکترانو په بورډ کې داخل کړ.په تیرو ۲ لسیزو کې د کیسنجر د بنسټ ځوان کار کونکي په واشنګټن کې لوړو پوړیو ته ورسیدل . کیدی شي تر ټولو ښه پیژندل شوی یو یې د ولسمشر بارک اوباما په اداره کې د خزانې وزیر تیموتي ګایتنر وي چې د ۲۰۰۷ کال پرمهال د پیل شوي مالي بحران پر مهال یې د امریکې د متحده ایالتونو پلان تطبیق کړ.پر دې سر بیره د کیسنجر بل مهم شاګرد جي پاول بریمروو چې د جورج والکر بش لخوا په ۲۰۰۳ کال کې دعراق له اشغال وروسته د څو میاشتو لپاره په هغه هیواد کې د امریکايي ادارې مشر وو . کیسنجر ډیرې زیاتې ناکامه هڅې وکړې چې په دغه کتاب کې د ټیلیفوني اړیکو د ټولومتنونو د خپریدو مخه ونیسي .
د هغه دخاطرو او یا داښتونو د ۳ جلده کتاب په دویم جلد کې ،چې د غوغا کلونه (۱۹۸۲) په نوم یادیږي ، کیسنجر دا رد کړې چې ګنې د ایران د وخت شاه ته یې سپین چک ور کړی وو چې هغه پرې کولی شي نا محدوده نظامي وسایل پرې د ولسمشر نیکسون له ادارې څخه وپیري . هغه لیکلي:« دا هسې خوشې خبرې دې او دا واقیعت نه لري چې ګنې شاه ته د ې سپین چک ورکړل شوی وي.» هغه ادعا کړې چې په ۱۹۷۲ کال کې نیکسون له رضا شاه سره ژمنه وکړه چې دوسلو د پلورلو په برخه کې یوازې د F-14 او دارنګه د F-15 جټ الوتکو پلور ل شامل وو او بس. هغه ددغې معاملې په اصلي تصمیم نیونه کې د نیلسون راکفیلر یادونه بیخې نه وه کړې. په دې تړاو ډیر زیات معلومات د هغه د خاطرو د دویم جلد د غوغا د کلونو په برخه کې تر لاسه کولی شئ :
( په هره پیښه کې ، زموږ حکومت په یوه شي سترګې پټولې او هغه داوو چې پر ایران د وسلو د خرڅلاو ټولې پریکړې د یوه کس لخوا کیدې. د ولسمشر نیکسون او فورډ د حکومتونو په دوران کې د وسلو د پلور ۹۰ په سلو کې معاملې تر سره شوې وې . ما شک در لود چې ولسمشر فورډ او جیمي کارتربه په دې اړه ډیر معلومات در لودل ، خو کله چې وروسته دوی د وسلو د پلورلو معاملې تصویب کړې د نیکسون د وسلو د پلور د معاملو پرتله ډیرې لویې وې . )
د ایران لپاره د امریکې پخوانی سفیر ریچارډ هلمز په ۲۰۰۲ کال کې د ۸۹ کلونو په عمر مړ شو. د ۱۹۸۵ کال په نوامبر کې هغه په یوه سیمینار کې برخه واخیسته چې د بهرنیو اړیکو په انستیتیوت کې جوړ شوی وو او په ایران کې د امریکې د متحدو ایالتونو د تجربو او درسونو په اړه یې لکچر وړاندې کړ . د لیکوال جیمز بیل په وینا، چې په هغه سیمینار کې یې ګډون در لود او یاداښتونه یې نیول ، ښاغلي هلمز هغه کلونه د امریکا په تاریخ کې یوه ډیره خطرناکه ماتې وبلله : « ایا دا اړینه ده چې د امریکې متحده ایالتونه د نړۍ د اداره کولو لپاره ،هره جګړه یا لوبه وګټي ؟ زه داسې فکر نه کوم .هغه مهال هرڅه ډیر بې خونده پرمخ روان وو . راځئ چې اوس د هغه مهال په اړه ګوته په غاښ نکړو. » له ښاغلي هلمز څخه یې یوه همکار پوښتنه وکړه چې « په رښتیا هغه او د بهرنیو چارو وزیر هنري د شاه په اړه څه تصور کاوو؟ هلمز په ډیر سپک انداز کې ځواب ورکړ: « موږ هیڅکله هغه ته په جدي سترګه نه وو کتلي .»
د لیکوال مننه
تر ټولو دمخه د کولمبیا پوهنتون د استاد پروفیسور ګاري سیک څخه یوه نړۍ مننه چې ماته یې خپل قیمتي وخت را کړ او پریمانه لارښوونې یې راته وکړې او زه یې وهڅولم چې ددغه کتاب د برا برولو لپاره خپلې هڅې پراخې او زیاتې کړم. ښاغلي ګاري له ماسره مرسته وکړه چې پر ستونزو لاس بری شم او یو لړ حیرانونکي معلومات تر لاسه کړم او داسې مهمو پوښتنو ته ځواب تر لاسه کړم چې دوی مطرح کړي دي . په انټرنټ کې د ایراني دایرت المعارف له مشر ایډیټور احمد اشرف څخه مننه چې د ایران د دربار د وزیر اسد الله علم د خاطراتو اویاداښتونو کتاب یې راته وښود او ماته یې د امریکا او ایران د څو لسیزو په روابطو کې د ایران د اړخ نظر را په ګوته کړ . هغه ماته یو لړ مهمې منابع را په ګوته کړې او له ماسره یې مرسته وکړه او زما پلټنو ته یې یو مهم لوری ور کړ. احمد او ښاغلي ګاري دواړو هغه نسخې وکتلې چې ما تر لاسه کړې او ومې لیکلې او ماته یې په هره برخه کې فیډ بک یا خپل نظر را کړ چې زه ترې یوه نړۍ مننه کوم . په دغه کتاب کې هره تیروتنه زما(لیکوال) ده او مسولیت یې هم زما په غاړه دی .
زه د هغو پخوانیو حکومتي چارواکو او تقاعد شویو ډیپلوماټانو د چلند او مرستې پوره وړی یم چې له ماسره یې په خبرو سر وخوږاوو او ماته یې خپل وخت را کړ او د تر لاسه کړو اسنادو په تحلیل او تفسیر کې یې را سره مرسته وکړه ، خپل نظریې راکړ او خپلې خاطرې یې را سره شریکې کړې . دوی تر اوسه هم هڅه کوي چې د ایران د ۱۹۷۹ کال د انقلاب د رامنځ ته کیدو په سببونو پوه شي . د امریکې په متحدو ایالتونو کې ، د ولسمشر فورډ د ادارې چارواکو ، جنرال برنټ سکوکرافټ، جیمز سچلیزنجر او فرانک زیرب د ۱۹۷۰ مو کولونو د اقتصادي بحران په دوران کې د تېلو د پالیسیو په اړه ډیر په زړه پورې او ارزښتناک نظرونه او پلانونه بیان کړل . دارنګه ډیپلوماټانو هنري پریچت ، بیل لیهفیل او چالیناس چې اوس تقاعد شویدي هم مننه چې له ډیپلومتیک نظره یې را سره پیښې را ته روښانه کړې او ډیرې کیسې یې را سره شریکې کړې او د یو لړ محرمو اسنادو په افشا کولو کې یې راسره مرسته وکړه . ددفاعي چارو پلان جوړونکي ایډوارډ لوټواک له ماسره په دې خبرې وکړې چې هغه مهال د امریکا د متحدو ایالتونو د زور او ځواک کچه په کوم حالت کې وه چې په کور دننه او بهر له پراخو فشارونو سره مخامخ وو او سخت ضعیفه شوی وو . د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر او په امریکا کې د ایران سفیر اردیشهر زاهدي د سویس په مونتریکس کې د خپل کور دروازې زما پرمخ پرانیستې او دوه ورځې یې زما پوښتنو ته پر لپسې ځوابونه وویل او له خپله نظره یې د هغه خت د حالاتو په اړه نظر ور کړ، د هغه مهال د شخصیتونو او د لومړنیو پیښو په اړه یې دقیق معلومات را کړل. ددفاع پخواني وزیر ډونالډ را مزفیلډ او د فدرالي خزانې مشر الن ګرینسپن د مرکو لپاره زما غوښتنې ونه منلې . دارنګه ماته د بهرنیو چارو د پخواني وزیر هنري کیسنجر او د ایران د اقتصاد پوه جهانګیر اموزګار له دفترونو زما د وخت اخیستو غوښتنو ته هیڅ ځواب را نکړل شو .
د شاه د سرطان د ناروغی په اړه د پوښتنې لپاره زه د ملکې فرح دفتر ته ورغلم چې په دغه برخه کې لومړي لاس روښانه معلومات تر لاسه کړم.زه له کامبیز اتابي څخه چې د ملکې د دفتر مشره ده مننه کوم چې زما غوښتنه یې ملکې فرح ته وړاندې کړه . زه د شاه له میرمنې فرح څخه ځانګړې مننه کوم چې زما غوښتنه یې په پام کې ونیوله او زما پوښتنو ته یې ځواب را کړ.
د جنرال برنټ سکوکرافټ را ټول شوي اسناد د مشیګن په ان اربور کې د جیرالډ فورډ د ولسمشرۍ په کتابتون کیښودل شوي وو . دغه اسنادامریکایي پالیسي جوړونکو ته د ډیر و با ارزښته اسنادو یوه خورا مهمه خزانه وه چې هغوی کولی شو هر وخت ورته لاس رسی ولري . زه دارنګه جیر ګونډرسون او د هغه له همکارانو څخه یوه نړۍ مننه چې په کتابتون کې یې زما د څیړنو پرمهال له ماسره بې دریغه مرسته وکړه . دارنګه له نانسي میرشاه څخه مننه چې د ولسمشر فورډ د ادارې د له تصویرونو څخه یې یو شمیر تصویرونه زما په واک کې را کړل . دارنګه د کلیفورنیا په یاربالي کې د ولسمشر نیکسون د کتابتون له کار کونکې پامیلا ایزنبورګ څخه مننه چې له ماسره یې د ولسمشر نیکسون د ولسمشر ۍ تصویرونه شریک کړل .
دارنګه له هغو څیړونکو ډیره مننه چې د سړې جګړې پرمهال یې د امریکې د متحدو ایالتونو او ایران اړیکې مطالعه کړي چې د جورج واشنګټن د پوهنتون د ملي امنیت د ارشیف د اسنادو پر بنسټ په دغه موده کې پکې هیڅ ډول بدلون رانغی . د ملي امنیت ارشیف د تاریخ لیکونکو لپاره د ښه ډیرو اسنادو په در لودلو سره بې ساري خدمات برا بر کړي .په دغو اسنادو کې یو لړ ډیرمهم اسناد لکه ایران: له ۱۹۷۷ تر ۱۹۸۰ کاله پورې د امریکا د پالیسۍ جوړونکی، دارنګه د هنري کیسنجر د تېلیفوني خبرو اترو متنونه هم پکې کیښودل شوي وو .
دارنګه د خزانې د یوه پخواني وزیر ویلیم اي سایمون اسناد د ټولو څیړونکو پرمخ د لیفییټ د کالج په سکیل من کتابتون کې پرانیستی دی چې خورامهم اسناد پکې شته دي . سره له دې چې زه په دې ونه توانیدم چې له دغه کتابتون څخه لیدنه وکړم . د کتابتون له کار کونکو په ځانګړې توګه له ډیاناوینډم څخه نړۍ مننه چې ماته یې اسناد د ایمیل له لارې را واستل .
زه له پروفیسور غلام رضا افخامي او په مریلنډ کې د ایراني مطالعاتو له بنسټ څخه ډیر منندوی یم چې ماته یې له امریکايي لوړ پوړو چارواکو او ډیپلوماټانو سره د هغو شفاهي تر سره کړو مرکوکاپی یا اسناد په واک کې را کړل چې ددوی په واک کې وو. زه له پروفیسور افخامي او د هغه له کار کونکو مننه کوم چې له ماسره یې د دغې څیړنې په دوران کې زیاته مرسته وکړه .
زه د اسوشیتید پرس په اژانس کې له خپلو ملګرو پاټاسټنلي او ډاون کوهین څخه مننه کوم چې «د تېلو باچاهانو » ددې کتاب لپاره یې د ډیرو تصویرونو په برا برولو کې را سره همکاري وکړه .
که د منځني ختیځ د ژورنال د ایدیتور مرسته نه وای کیدی شي زما دغه څیړنه هیڅکله هم نه وای خپره شوې . زه ددغې ورځپاڼې(MEJ ) په اداره کې له جان کالکریس او د هغه له همکارانو تشکر کوم چې ډیر زیات کار یې راته تر سره کړ. په تهران کې د لاس انجلس ټایمزد خپریدونکې ورځپاڼې له خبریال بارزو دار اګاهي څخه تشکر چې د منځني ختیځ د ژورنال ۲۰۰خورا مهمې لیکنې یې را سره شریکې کړې چې د خلکو ډیرې د پام وړ ګرځیدلې وې . زه دارنګه د کولمبیا په پوهنتون کې د ژورنا لیزم په پوهنځي کې له خپل هم ټولګیوال بارزو څخه منندوی یم چې زما له کار سره یې مینه وښوله او مرسته یې را سره وکړه .
د خپلې څیړنې په نیمايي کې زه خپل اصلي هیوا د چې نړ ۍ ته مې پکې په لومړي ځل سترګې غړولې وې نیوزیلینډ ته وګرځیدم چې په ویلینګټون ښآر کې د ویکټوریا په پوهنتون کې د تاریخ په څانګه کې د دوکتورا د تر لاسه کولو لپاره داخله یا نوم لیکنه وکړم . زما د دوکتورا د تیزس له کتونکي استاد داکتر ډولوریس جینیویسکي او داکتر روب را بیل ، څخه تشکر چې خپل وخت یې د دغې څیړنې د ارزونې لپاره راته بیل کړ. او دارنګه له سایمون څخه درنښت چې له دغه کتاب سره یې لیوالتیا وښودله او ددوی په مرستې او موافقې سره زه یو ځل بیا یو نان ته ولاړ م چې هلته یو لړ تحقیقات وکړم . زه ددوی له لارښوونو او ملاتړ څخه مننه کوم او دارنګه د ویکتوریا د پوهنتون د کتابتون له اداري کار کونکو مننه چې ددغه کتاب د بشپړولو په برخه کې یې را سره له خپله اړخه همکاري وکړه . ما د ویکتوریا په پوهنتون کې ۲۰ کاله مخکې خپل لیسانس بشپړ کړ او د دوکتورا د تر لاسه کولو لپاره ور وګرځیدم او دا سې را ته بریښیده چې ددې کړۍ پاته برخه مې هم بشپړه کړه .
زه د ولیګټون د ښار د عامه کتابتون د کارکونکو او دارنګه د نیوزیلنډ د پارلمان د کتابتون د کار کونکو له حوصلې مننه چې ما د خپلې څیړنې د تر سره کولو لپاره په وار وار ورڅخه د مرستې او د کتابونو غوښتنه وکړه .
دا به په ما یو بار وي که چیرته زه له د ولینګټون په سرکاری روغتون کې له ډاکټر مارک شیر ووډ څخه ځانګړې مننه ونکړم چې زما د جراحي عملیات یې په ډیر ښه ډول تر سره کړل او زه یې بیا ددې وړ کړم چې په یونان کې خپلو تحقیقاتو ته دوام ورکړم.
زه یو له هغو طالع مندو لیکوالانو یم چې په یو نان کې مې د سندراډیجکسترا په څیر لارښووده اداره در لوده . د سندرا د ادارې د مشرې سندي هڅو او لارښوونو، زه له دې کار کولو سر ډیر زیات لیواله کړم او د هغه ډیر زیات پام زما د هڅونې او له کار سره د لا ډیرې مینې د پیدا کیدو لامل شوه ، سنډي او د هغې خوږو همکارانو نتالیا،الیزبت ، ایلیس ، اندیرا او نورو ټولو هغو ټولو منډو ترړو مننه چې له ماسره ېې زما د څیړنې په برخه کې تر سره کړې .
په سایمون او سچایټر ادارې کې ماته دا موقع په لاس راغله چې د باب بنډر په څیر ایډیتور پیدا کړم . زه له باب څخه ډیره مننه کوم چې ماته یې دا چانس را کړ چې د لومړي ځل لپاره د یوه لیکوال په توګه ماته لارښوونه وکړي او په دغه بهیر کې د مخته تلو لاره را وښيي. زما لپاره دا په بشبړه توګه د خوند اخیستو کار او ورځ وه او زه یې ددې لیکنې د تر سره کیدو په لار ور برا بر کړ م او د لومړي ځل لپاره یې داسې احساس را کړ چې « د تېلو بادشاهان» هم زما لپاره یو مهم کار دی . د اسوشیټید پریس له ایدیتور جان څخه دوه نړۍ مننه چې د کتاب بیلا بیلې برخې یې را سره تنظیم کړې .
زما ددې لومړني کتاب لیکل له بیلا بیلو لارو یوه ګډه پروژه یا کار وو چې زما د ملګرو او زما د کورنۍ په مټ ددې امکان را منځ ته شو چې د یوه کتاب بڼه خپله کړي . له هغو مهربانو ملګرو ډیره مننه چې زما لپاره یې په بیلا بیلو سیمو کې زما لپاره د استراحت کولو زمینه یې برا بر کړه او ماته یې چپرکټونه ، د شپې ډوډۍ، تېلیفوني اسانتیاوې، انټر نټ او نورې اسانتیاوې برا برې کړې. دارنګه له هغو ټولو نورو یارانو مننه چې له دغه کتاب سره یې مینه وښوده په واقیعت کې زه ددوی د ټولو پوروړی یم او دا کتاب په اصل کې ددوی محصول دی .
بلاخره له خپل مور او پلار څخه مننه چې ما سره یې زما د خوبونو په رښتیا کیدو کې مرسته وکړه او زه یې ددې وړ کړم چې دا لیکنه تر سره کړم . له خپلې کورنۍ څخه د زړه له تله مننه کوم چې ماته یې فوق العاده ملاتړ راکړ ا و زه هم په خورا درنښت دغه کتاب دوی ته ډالۍ کوم . زه هیله لرم چې دا کتاب زما (لیکوال) وړه ډالۍ وي.
په درنښت
کوپر