
ليک: عبيدالله ساحل
د سايکالوجي له مخې ټولنه د انسانانو هغه مجموعې ته ويل کيږ چې هلته انسانان په خپلو کې انساني کرامت، مهربانۍ، زړه خوږۍ او خپلمنځي اړيکو ته په درناوي او متقابل احترام ژوند تيروي، يو انسان په کې بل انسان درک کړی وي، اړيکې او معاملات په عواطفو او اخلاقياتو ولاړ وي.
ټولنه کې د انسانانو ژوند په انساني فکر او انساني ارزښتونو ته په درناوې باندې ولاړ دی کله چې د دغه ارزښتونو خطوط مات شي بيا هلته په انساني فکر او انساني خيال ژوند نه کيږي، نو هغې ته بيا انساني ټولنه هم نه شو ويلی ولو که د فزيکي جوړښت له مخې جوړ انسانان په کې هم ژوند کوي.
د شرق او غرب ټول ټولنپوهان په دې نظر دي، چې رښتونې ټولنه هغه ده چيرته ته چې محض انسانيت ته درناوې کيږي، انسان ته انساني حقوق ورکول کيږي او د انسان شخصي ټول حريمونه په امن کې وي؛ د اسلام په غيږ کې راټوکيدلې ټولنې او ټولنيز ژوند، انسانيت ته د قدر او درناوي به باب په سلګونو بېلګې لري چې د نړۍ نور ولسونه ته الګو او نمونه دي، د عمر رضی الله عنه په څېر ستر شخصيت ته يوه يهودۍ ښځه راځي او د خپلو محروميتونو او مجبوريتونو شکايت کوي، ورته وآيې چې ماته يو څو روپۍ پور راکړه چې مجبوره يم، عمر رضي الله عنه د هغه په غاړه کې ځوړند صليب نښان ته متوجه کيږي، سمدستي ورته وايې چې پېسې به درکړم خو دا د صليب نښه لېرې کړه، ښځه ورته وايې چې: زه له تانه يو څو روپۍ پور غواړم او مجبوريت تر دې ځايه راوستې يم ته اوس زما له مجبوريته ګټه مه پورته کوه او د مرستې په بدل رانه د صليب نښان د غورځولو غوښتنه مه کوه!! دې سره عمر رضي الله په تعجب کې لويږي او له ځان سره وايې چې : استغفرالله ـ استغفرالله ـ استغفر الله... يو څو ملګري يې ترې پوښتنه کوي چې څه پېښه شوې ای عمره!! کېسه ورته کوې او زياتوي چې ما بايد دا کار نه وای کړی، ځکه هغه د يو انسان په صفت مجبوريتونو مجبوره کړې وه او زموږ تر څنګ راغلی وه....
د اسلام تاريخ کې د مسلمانانو ټولنيز ژوند، انساني فکر او انساني ارزښتونو ته د احترام او درناوي په باب پراخه بېلګې لري، د عمر رضی الله عنه په څېر کس د يوې يهودۍ په وړاندې څومره نرم او انساني ټولنيز چلند کوي، د يو انسان په توګه هغې ته څومره ارزښت ورکوي ان تر دې چې د خپلې زشتې خبرې په اړه له خپل رب بښنه غواړي او دا ورته نامناسبه ښکاري چې ولې يې له نوموړې ښځې سره داسې چلند وکړ، دلته له ورايه معلوميږي چې د محمد صلی الله عليه وسلم او د هغه د راشده خليفه ګانو په ادوارو کې محض انسانيت ته څومره درناوې او قدر شوی دی.
د ( Hunting Gathering) په نوم د انسانانو ټولنه له نن څخه څه کم دوه ميليونه کاله وړاندې موندل شوې، دا ټولنه د انسانانو ټولنه وه، انسانانو پکې ژوند کاوه، همداسې انسانان لکه مونږ او تاسو چې يو، خو هغه ټولنه د وحشي ټولنو په نوم ياديږي، انسانان يې د وحشي انسانانو په نوم پيژندل شوي، ځکه هلته د انسانانو ژوند ؤ، خو انساني فکر، ارزښتونه، خواخوږي او انساني عواطف نه ؤ، يو انسان به د خپلې لوږې او تندې په وخت کې په بل کمزوري انسان خوله لګوله خپل وږی نس به يې د خپلې ټولنې په بې څوکه او بې وسه انسان مړاوه، د ژوند لپاره لار، اصول او منهج نه ؤ؛ د انساني فطرت سره تړلې اړتياوې او غوښتنې هلته نه موندل کيدلې، په يو بل ظلم کيده، د بل حق په زور خوړل کيده، بې وزله انسان په کې د قوي انسانانو د مړښت په هېله قرباني کيده، دغه ټولنه اوس د وحشي ټولنې په نوم ياديږي اوس هم د افريقا په ځنې ځنګلونو کې پيداکيږي، انسانان يې د وحشي انسانانو په نوم ياديږي. ان تر دې چې ټولنپوهان پکې ژور اختلاف لري ځنې ټولنپوهان وايې چې دا اصلا د انسانانو ټولنه نه ده او نه يې وګړي انسانان دي؛ ځکه د دوي ترمنځ نه مينه شته، نه عواطف شته، نه زړه خوږۍ شته، نه قدر شته، نه درد شته، نه خوشالي شته او نه محض انسانيت ته درناوی.
چې وړاندې لاړ نه شم، زموږ ټولنه اوس د دې ټولو ارزښتونو محرومه ده، نه پکې محض انسانيت ته درناوې شته، نه پکې خواخوږي شته، نه پکې عواطف او مهرباني شته، نه پکې د زړه خوږی او همکاري شته او نه هم متقابل احترام ، نو تاسو وواياست، هغه ټولنې چې له دغه ټولو ارزښتونو محرومې وي او په ځانګړتياوو کې کټ مټ هغه ټولنو ته ورته وي چې پورته يې يادونه وشوه نو څنګه ويلی شو چې دا ټولنې انساني ټولنې دي او دلته په رښتيا سره رښتونې انسانان ژوند کوي.
زموږ ټولنيز ژوند خو اوس د انساني ارزښتونو پولې نړولي او د محض انسانيت قدر پکې اصلا ختم شويدی، د متقابل احترام ځای متقابل بغض او غداوت نيولی او د مينې، خواخوږۍ او مهربانۍ ځای کرکې او نفرتونو نيولی.