
په کابل کې د سقاؤ ترهګریزې کړنې(وژنۍ او شکنجې):
کوهستانيانو د حکومت مال او شتمنيو ته په داسې نظر کتل، لکه چې د عامو خلکو شتمني وي. [اور په افغانستان کې ص٥٠٥]
يوازې کوهستانيان له مسؤليت څخه خلاص وو چې د سقاؤ وطنداران وو، سيدحسين چې د سقاؤ د بانډ پخوانې ملګرى ؤ د حربيې وزير (دفاع وزير) ؤ چې د ترور او ظالمانه کړنو تر شا يو قوت ؤ، دوى د دولت پخواني کارکوونکي او عادي خلک د عامو خلکو پر وړاندې وژل او شکنجه کول چې له هغې جملې څخه يو تن پخوانى قاضي چې د قرآن شريف آياتونه يې لوستل په داسې حال کې چې د روسيې نماينده ګې يوه تن له پېښې څخه فلم اخيست ټوټې ټوټې کړ. [اور په افغانستان کي ص ٧٠٠]
د سقاؤیانو د ناوړه ترهګریزو کړنو له امله د سقاؤ د زوی د وژلو لپاره دوه تنو هر یو حبیب الله خان او عبدالرسول خان د محصلینو د ټولنې لخوا په داوطلبه توګه حاضر شول چې د سقاؤ زوی له منځه یوسي، دوی غوښتل چې د سقاؤ زوی د پل خشتي مسجد ته د ننوتو په وخت کې د بم په واسطه والوزوي خو له بده مرغه چې د دغو ځوانانو پر پریکړه باندې د سقاؤ زوی خبر شو او دواړه یې ونیول او یو بل ملګري قاري دوست محمدخان سره یې یو ځای اعدام کړل، وروسته له دې یوه بله ډله هم کشف شوه چې د سقاؤ د زوی د مرګ پلان یې ترتیب کړی ؤ دا کسان هغه سرداران وو چې د سردار محمد عثمان خان په مشرۍ یې د بچهء سقاؤ راوستلو لپاره فعالیت کړی ؤ، وروسته د بچهء سقاؤ له فشارونو او وحشي حرکاتو څخه دې پریګړې ته ورسیدل چې حبیب الله ووژني خو سقاؤ خبر شو او دا سرداران یې ونیول، سردارمحمدعثمان خان یې په یوه صندوق کې واچاوه، ژوندی یې په خاورو کې ښخ کړ او پر سریې شلغم وروکرل، نوریې سردار عبدالمجیدخان او سردارحیات الله خان د امیرحبیب الله خان زامن، عبدالحمیدخان توخی او قاضي محمداکبرخان یې ووژل او قاضي عبدالرحمن خان خو یې پر پلخشتي کې بند له بنده جدا کړ او سریې هلته وځړاوه.(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۱۰)
له دې څخه وروسته د سقاؤ زوی او ملک محسین، عبدالغني قلعه بیګي او نوره ډله ټپله عصبي شول او په ظلمونو(ترهګرۍ) یې پېل وکړ، دوی قاضي عبدالرحمن خان چې د مولوي عبدالواسع په شان د متجددو قضاتو څخه ؤ د کابل په چوک کې یې بند په بند ټوټې ټوټې کړ او په جګړه کې د وژل شویو کسانو سرونه یې د پل خشتي په بازار کې په دیوالونو باندې مېخ کړل چې په دې وجه یې په ښار کې وېره(ترهګري) خپره کړه. (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۸)
سقاؤ د کندهار والي علي احمد خان(بارکزی) او مولوي عبدالواسع په توپ کې والوزول، باید وویل شي چې مولوي یو روښانفکره عالم ، او شهید ورته ویلای شو.
له ټولو څخه عالم او فاضل شخصیت فیض محمد کاتب(هزاره) د سراج التواریخ لیکوال ؤ چې سقاؤ د محمدعظیم کوهستاني، میرآقاخان مجتهد او خلیقه غلام حسن خان سره هزاره جات ته واستول چې هلته د هزاره ؤ بیعت واخلي، خو هیأت ناکامه شو او چې کابل ته راغلل نو بچهء سقاؤ میرزافیض محمد دومره ډېر په لرګیو ووهلو چې د هغه وهلو څخه ناروغ او مړ شو.
نن د سيد حسين وړوکي زوى د کابل په سيند کې... پر ځينو خلکو باندې ډزې وکړې چې په نتيجه کې خلک ورخطا شول او چيغې يې وکړې چې شينوارو په موږ باندې حمله وکړه او يو بل يې تر پښو لاندې چيت پيت کړل. [اور په افغانستان کې ص ٦٢١]
ځني وختونه به خلک په دې تور نيول کيدل چې ورته ويل به يې « دا کسان سره پسکيدل.» [اور په افغانستان کې ص٧٠١]
په کابل کې د سقاؤیانو لخوا لوټ تالان(ترهګرۍ):
په کابل کې چور او چپاول دوام درلوود، د دوو تنو جرمنيانو کورنه چې د پخواني حکومت لخوا استخدام شوي وو او څو ميله له ښار څخه لرې اوسيدل پاک لوټ شوي وو، همداراز د محمدزيو کورونه هم لوټ شول.
د بهرنيو چارو وزارت د سکرټر مرستيال ته تيره شپه يواځې يو پرتوګ ورپاتې ؤ. [اور په افغانستان کې ص ٦٢٠]
د پښتنو ځمکوالو ځمکې ضبط شوې او هغه ځمکې کوهستانیانو ته وړکړل شوې. (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۱۰۱)
سقاؤ او ملګري یې چې بې سواده او جاهل خلک وو د یوه کلي د ادارې او حسابۍ څخه هم عاجز وو ... او ځیني خو یې په کامله توګه جاهلان وو چې دولتي مقاماتو ته رسیدلي وو او یوازې د پېسو په ټولولو باندې لګیا وو او له ډېر حرص څخه به یې چې په هر ځای کې ځمکې باغونه او قصرونه ولیدل په هر ډول چې کیدی شول نیول به یې ، دولتي کورونو څخه یې شخصي کورونه جوړکړل ... دا خلک د کابل ښار د عصري محیط څخه ډېر لیرې پاتې وو د هېڅ ډول علم او عقل طاقت یې په خپل ماحول کې نه درلود، د فضلیت او کفایت دښمنان وو او په هر ځای کې چې به سر پورته کیده د هغه د غوڅولو په تکل کې به شول ... . (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۷)
سقاؤیانو د کابل خلک داسې بلل چې ټول له دین څخه اوښتي دي او حتَی خلکو ته به یې مخامخ ویل چې امان الله کافر ؤ او تاسو هم کافران یې چې د هغه سره اوسیدلی یاست. وایي چې که کوم سقاؤي به له دوکاندار څخه سودا واخیستله او دوکاندار به د پیسو غوښنته ترې وکړه نو سقاؤي به نارې کړې« دا د کافر امان الله ملګری دی او پخپله هم کافر دی،» که یې دغه دوکاندار وژلی هم وای بیا یې پوښتنه نه وه. (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۰)
د سقاؤ په نهو میاشتو واکمنۍ کې د تکفیر او الحاد د متهمولو کار دومره آسان او ساده شوی ؤ چې یو ساده او بې سواده سړی چې ټوپک به ورسره ؤ پر یو سړې به یې د کفر حکم کولو او که په اړه به یې دلیل ورڅخه وغوښتل شو، نو ویل به یې«کور هستی در وخت امان اللهء کافر کار میکرد».(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۶)
سقاؤ مالیات اخیستل منع کړي وو خو د ده هر یو غل به چې په کومه ځمکه، باغ، دوکان او سرای وربرابر شو، نو د مالیې په نامه به یې هغه لوټ او تالان کړل. دغو بدویي صحرایانو هر یوه د کابل په ښار کې د خلکو کورونه په زور ونیول او افسرانو یې د سردارانو په کورنوکې واړول او کابلۍ نحونې یې ځانته په نکاح کړې. (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۴)
ملک محسن خو هره ورځ د کابل پر سرچوک کې د خلکو لاسونه او پښې ور غوڅولې او پر دیوالو باندې به یې د خلکو سرونه ځړول دا کړنې یې ټولې داسې اعلانولې چې د شریعت احکام پر ځای کوي.
د ورځې لخوا ټول خلک وېریدل چې کوم حاضرباش لاس وروانه چوي او د شپې له خوا د سید حسین او ملک محسن د لوټمارانو له بیرې خلکو ته خوبونه نه ورتلل.(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۱۰)
د کابل ښار او ارګ دومره وران شوی ؤ چې کله د (۱۹۲۹،ز، کال د اکتوبر په دوهمه هفته) کې محمدنادرخان کابل ته داخل شو د اوسیدلو له پاره یې یو مناسب ځای نه درلود، څو په باغ علیمردان کې د یو آشنا فتح محمدخان امین العسس په کور کې یې تر هغه وخته استوګنه غوره کړه، څو ارګ یو څه ترمیم شو.(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۱۶)
په پای کې د سقاؤ زوى او ډله یې د نادرخان د حکومت لخوا وروسته له هغې چې د عمومي بخښنې له مخې تسليم شول، نادرخان غوښتل چې د سقاؤ زوى وبخښي خو قبايلو مخالفت وکړ، نادرخان سقاؤ او ورسره څوارلس ملګري یې د شېرپور په هوايي ډګر کې قومونو ته ورتسليم کړل، وزير، مسيد، منګل،ځدراڼ، ځاځي او دوړوته وويل شول چې دا دې د سقاؤ زوى، دا ستاسو کار دى چې بخښۍ يې اوکه وژنۍ يې ، د وزيرو قوم وويل: «مور يې نه شو بخښلې، ځاځي دې د هغه د اجل پريکړه وکړي»، ځاځيو وويل: دا په وزيرو پورې اړه لري، ځکه چې دوى د عمل خلک وو، نو ځينو وزيرو خپلې توپنچې راوايستلې په داسې حال کې چې باران اوريده او وزير په خټو کې ښوئيدل خو کولې يې شول چې صحيح ډزې وکړي، هغوى د سقاؤ پر زوى باندى ډزې پېل کړې د توپکو نورې ډزى هم وشوې، حميدالله، شېرجان او څوارلس نور کسان ووژل شول، اومړي يې تر درو ورځو پورې په پايو باندې ځړول شوي وو ... . [اور په افغانستان کې ص ٧٢٢]
د هغو څوالسو کسانو څخه د اتو تنو نومونه دا دي:
۱ــ حبیب الله خادم دین رسول الله(!) بچهء سقاؤ.
۲ــ سید حسین وزیر جنګ.
۳ــ حمیدالله د سقاؤ ورور.
۴ــ ملک محسن د کابل والي.
۵ــ شېرجان د دربار وزبر.
۶ــ محمد صدیق د پکتیا فرقه مشر.
۷ــ محمدمحفوظ(هندوستانی) امنیه قوماندان.
۸ــ عبدالغني خان قلعه بیګي.
(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۱۴)
د پنځم څپرکي پای