
سلطان محمد غوري په کال(٥٧١،ه) کې په مُلتان باندې برید وکړ او د ملتان اسماعيليان یې وټکول چې د سلطان مرګ هم د همدغو اسماعيلي ترهګرو لخوا تر سره شوي دى، په دې اړه مرحوم ظفر کاکا خيل په خپل کتاب(پښتانه د تاريخ په رڼا کې) وایي: «د ملتان په علاقه کې د ابوالفتح داود بن نصر(پښتون) د زمانې نه د اسماعيلي مذهب عقايد خواره شوي وو، د حسن بن صباح دعيانو او د علاؤالدين جهانسوز په زمانه کې خاص د غور په علاقه کې هم د دې عقايدو تُخم کرلى ؤ د دې خلکو په ظاهري زهد او تقویَ به عام خلک دوکه کيدل، ممکنه ده چې په ملتان کې د سلاطين غزنوي د تنازل په وجه، دوى نور زور پيدا کړى وي، د يوه اسلامي سلطنت په ګاونډ کې د دې خلکو ترقي ډېره خطرناکه وه په دې بناً محمد غوري پر مُلتان حمله وکړه او دغه علاقه يې په خپل سلطنت کې شامله کړه.»
کاکاخېل زياتوي: «په کال(٦٠٢،ه) کې سلطان د(کهوکهرانو) ګوشمالي وکړه او د يوه مسلمان قيدي په ذريعه د کهوکهرانو يوه سردار اسلام قبول کړ او هغه د پاچاه له لوري د کهوکهورانو حاکم مقرر شو، په دغه کال د (تيرا) کفار چې د غزني او پنجاب په لاره کې په غرونو کې اوسيدل او د مسلمانانو وژل او د هغوى تزنول به يې ثواب ګڼلو(نو د سلطان لخوا دغه خلک)ځيني په مرضۍ او ځينې په قهر او جبر اسلام ته راواوړيدل او قريباً درې څلورلاکه د (زنار خاوندان) په اسلام کې داخل شول... سلطان محمد غوري چې د کهوکهرانو او پښتنو د بغاوت ختمولو څخه وزګار شو ... نو د غزني په نيت روان شو د (دهميک) په مقام يې کمپ ولګولو او په دغه مقام د يو څو کهوکهرانو د لاسه چې د هغوى خپلوان په دې جنګونو کې قتل شوي وو د شپې په خپله خيمه کې د شهادت پياله نوش کړه.»
ښاغلى کاکا خيل د سلطان د ترور په اړه د منهاج سراج له قوله وايي: «په طبقات ناصري کې د سلطان قاتل فدايي ليکلى او دا قول زيات صحيح معلوميږي ... . کاکاخېل وړاندې ځي او داسې زیاتوي:«د حسن بن صباح فدايانو ډېر عالمان او پادشاهان هم وژلي دي، د فدايانو لپاره د خپل مخالف وژل يوه معمولي خبره وه، چونکه محمد غوري هم په ملتان کې د ملحدانو بيخ کني کړي وه، نو دا ډېره ممکنه ده چې دغه قاتل به فدايي ملحد وي.»(پښتانه د تاريخ په رڼا کې، ص ٣١٠ ،٣١١)
مرحوم پوهاند عبدالحى حبيبي د سلطان شهاب الدين محمد غوري ترور د يو ملحد له لاسه بولي او وايي: «... د کوکهرانو او د جود د غره قبايلو په پنجاب کې بغاوت کړى ؤ نو سلطان د دوى غزا ته ورغى وروسته د دوى له ځپلو څخه د غزني په لاره د ملحد فدايي لخوا د (دميک) (د پنجاب د جيلم په ضلع) کې په کال(٦٠٢،ه) د شعبان مياشتې په دريمه نيټه په شهادت ورسيد.»(تاريخ مختصر افغانستان ص١٦٣)
حبيبي صاحب په دې تړاؤ زیاتوي: «... په کال(٥٧٠،ه) کې سلطان غياث الدين غوري ګرديز ونيوه او مُلتان يې له قرمطيانو څخه فتح کړ.»(تاريخ مختصر افغانستان ص ١٦٢)
سلطان غياث الدين غوري چې د سلطان شهاب الدين محمد غوري ورور ؤ اسماعيليانو ته يې هم سزاګانې ورکړي دي، له دې څخه جوتيږي چې په ملتان کې اسماعيلي قرمطيان له پخوا څخه موجود وو.
د سلطان شهاب الدين محمد غوري د شهادت څخه وروسته دغه لوى سلطنت(امپراتوري) په مختلفو افرادو وويشل شوه، دغه لوى اتل او فاتح پښتون پاچاه د اسلام د خورولو لپاره ډېرې جګړې کړي دي او ډېر کفار او مشرکين يې د اسلام مقدس دين ته اړولي دي، سلطان محمد غوري درې ځله پر هندوانو حملې وکړې د ډيلي حاکم(ګهانډي راى) سره د جګړې په ډګر کې وجګړیدو او د هغه غاښونه يې ورمات کړل، د راجپوتانو او نورو هندي قبايلو يو ډير زړه ور اوغښتلى مشر(پريتهوي راج) یې د جګړې په ډګر کېووژلواوپه هندوستان کې يې د لُمړي ځل لپاره د اسلامي حکومت بنسټ کيښود. (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ص ٣٠٦-٣١٣-٣٠٥)
وايي چې په دې جګړو کې ملکيار غرشين چې د سلطان محمد غوري سره په پوځ کې حاضر ؤ لاندې وياړنه (رجزيه) ويلي ده:
څـښـتـن مو مل دى - اوس مـو يرغـل دى - هـېـواد د بـل دى
غازيانو ګورئ - څښتن مو مل دى
تورې تېرې کړئ - دښمن مو پرې کړئ - منګُلې سرې کړئ
څه له به تښتو - څښتن مو مل دى
که ټـيـنـګ کړو زړونـه - پر بري يـونـه - چې زمـري يـونـه
اسلام راڅخه دى- څښتن مومل دى
غـازيـانـو راشـئ - ټـول شـاوخـوا شـئ - د شـهاب په مـلا شئ
د شهاب په ملا شئ- څښتن مومل دى
(پټه خزانه)
وايي چې د سلطان سره چې په جګړو کې چا تيښته وکړه، لټي او بېهمتي به يې وکړه نو سلطان به هغوى ته د ځناورو په سترګه کتل، د ځناورو سره به يې يو ځاى تړل او د ځناورو خوراکونه به يې ورباندې خوړل، لکه چې د هند په يوه جګړه کې د سلطان پوځونو د پريتهوراج د پوځونو لخوا ماتي وخوړه نو کله چې سلطان غزني ته ورسيد، هلته يې د غور او خراسان سردارانو ته (بې له پښتنو) د آسانو د اوربشو توبرۍ ورپه غاړه کړې او حکم يې وکړ چې کومسردار د اوربشو له خوراک څخه انکار وکړي هغه دې فوراً ووژل شي.(پښتانه د تاريخ په رڼا کې ص ٣٠٦)
ښکارندوى د سلطان محمد غوري په ستاينه کې دا اوږد شعر ويلى چې د سلطان پښتونولي، اتلولي، لويي او ميړانه په ښکاره ډول په کې لیدل کیږي، نو ښه به وي چې دلته وليکل شي او لوستونکي پوره خوند ترې واخلي:
د ستاینې قصیده (القصيدة فى المدح)
د پسرلـي ښکلونکـي بـيا کړه سنګارونـه - بـيـا يـې ولونـل پـه غرونـو کې لالونـه
مـځکه شـنه، لاښونـه شنې، لمنې شنې سوې - طيلسان زمردى واغوسته غرونـه
د نـیسان مشاطی لاس د مچیـدو دی ـ مرغـلرو بـانـدې وښکـلـل بـڼـونـو
د غـاټـولــو جنډى خانـدي و ريـدي تـه - زرغــــونـو بـڼـو کې نـاڅي زلمـي جــــونه
لکـه نـاوې چې سـور ټـيـک پـه تـنـدي وکا - هسې وګـاڼـل غـا ټـولـو سره پسولـونـه
مـرغـلـرې چـې اورو وخـــونــوليـه - پـه ځــــلا يـې سـوه راڼـه خپاره دښـتـونـه
زرغـونو مځکو کې ځل کا لکه ستوريـه - چې پر هسک باندې ځـليږي سپين ګلونـه
سـپـيـنـې واوارې ويـلـيـده کــــانـدي بـهـيـږي - لـکـه اوښـې د مـيـن پـه ګـريـــوانـــونــــه
هـر پـلـو رڼـې والـې بـهـانـدې خانـدي - لـه خـوښـيـه سـر وهـي لـه سنګـېړونـه
هر پـلـو د ګلـو وږم دى لـونـلــئ - تـه وا راغـلــه لـه خُــتــنــه کـاروانــونـه
د مسـح پـه پـو بـه مـړو ژونـدون بـيـامـونـد - پسرلى مګـر مسيح شـو پـه پـوکـونـه
له مړو خاورو يـې آغـلـى ګل راويست - وچ بـېـديـا او غـر يـې کـړلـه جـنـتـونـه
سـړئ جاجي چې رامـشت کـړ رامشګـرو - ګهـيځ چوڼـې چې پـه بڼ وکا غـږونـه
پـه بـربـڼ چې ژغ د چوڼـيـو نـغوږيـده شـي - تـه چندى سره پـېـودى اشـکلـونـه
د زلـما ټـاپـى راغـلـى دي پـر جـنـډيـو - لـکـه پـېـغـلـه غـوټـې کانـدي مکـيـزونـه
د پـوپـلـو مـخ سـور کـړى پسرلـي دى - يـو د بـل پـه غـاړه اچوي لاسـونـه
د هــندارو په څېر غرونه سپين وړنګين دي - چې پر واورو باندې ځل وکا لمرونه
په غورځنګ غورځنګ له خولې ځګونه باسي - لکه شڼ هاتي شڼا کا ندي سيندونه
نـه بـه چوڼـې پـه ستايـه د جنډيـو مـوړ سي - نـه بـه مـوړسم د سلطان پـه صفتونـه
د شنسب د کهالـه خـتـلـى لمـر دى - د سپرلـي پـه دود ودان لـه ده راغـونـه
د ښـندو اورو يـې درست ايـواد زرغـون کړ - لـه قـصداره تـر ديبلـه يـې يـونـونـه
پـه زابـل چې د بـري پـر نـيـلى سپور سي - پـه لا هـور يـې د مـيـړانـې ګـزارونـه
نـه يې څوک مخ ته دري د ميرڅمنو - نـه يـې تـورې تـه ټـينيـګـيـږي کـلـک ډالـونـه
د اسلام د ديـن شهاب د نـړۍ لمر دى - تـورستهان يـې کـړ رڼـا پـه جهـادونـه
هره پـلا چې دى پـر هـند و سـند يـرغـل کا - رڼـوي تـوره نـړۍ پـه شـهابـونـه
پـه سپرلي چې يـې تـېـرون اټـک تـه وکا - غـاړه غـاړه يـې تـرې سولله زړونـه
نـه بـه ده غُندې روڼ ستورى په هسک ځلي - که څه پورته سي له غوره ډېر ميړونـه
نـه بـه راولي جګړن د سند پـه لوري - نـه بـه برى څوک د هند خپاره ښهـرونـه
نـه بـه څوک زلمي د غـور سره راغـونـډ کا - د داور تـورى بـه چېرې کا ځلـونـه
يـو خاونـد شهاب الدين دى چې يـې وکا - پـه هـر لوري هـر ايـواد تـه يـرغـلونـه
پـه جوپـو جوپـو جګړن يـې هـنـد تـه يـون کا - چې د غور بادار همت وکا زغلونه
نـن پـر سيند باندې تېريږي يـرغل کاندي - پـه پرتـم يې زمري ريږدي پـه زنګلونـه
څپانـد سيند يـې هم له ډاره ايـلايـي کا - پـر اوږو وړي د غـوريانـو ښه ايړونـه
پـه هر کال اټـک د ده ښه راغلى وايـي - غوړوي پـه څنډ و خپل پـاسته سالونـه
پښتونـخوا ښکلي زلمـي چې زغـلي هند تـه - نـو آغليه پېغلې کاندي آتـڼـونـه
زرغـونـې ختې اغوستی وي دې غرونو - بټ بیدیا هم پسوللی وي ځانـونـه
هر ګهيځ چې لمر څرکيږي له خاتيځه - څو چې يـون کا د لوديځيـه پـه څنډونـه
که بـريځر وي که غرمـه وي که بـرمل وي _ که لر مل وي که لمر لويده کـه تـر ملونـه
د شهاب جګړن بـه نـه کـښنـي لـه زغـلـو - نـه بـه پـريـږدي دا زلمي خپل بهيرونـه
زمـري کله کاږي ځان لـه يـرغـلـګرو _ څو يـې نـه کا مات مـټـونـه ورمـېـږونـه
يـا بـه جګ کا د بـريـو رپـى پـه هنـد کـې _ يـا بـه پـريـږدي هـم پـه دې چاره سرونـه
يـا بـه وران کا بـود تـونـونـه د بـمبـڼـو _ يـا بـه سـره کـانـدي پـه وينـو ايـوادونـه
پـه رڼـا اوسې تـه تـل د ديـن شـهابـه - نـوم د تـل وه پـر دريـځ پـه نـمـزدکـونـه
څو راڼـه شي ستا پـه تـوره د هند لوريـه _ څو چې نست کړې له نړيـه بـودتـونـونـه
ستا په زيرمه د خاونده لوى څښتن وي _ موږ خو ستا په مرسته يونه څو چې يونه
[پټه خزانه]