
دريم خليفه حضرت عثمان (رض) ، وروسته دحضرت عمر فاروق له شهادت څخه د امرالمومنين په توګه وټاکل شو، د ده د خلافت په موده کې د نړۍ ډيرې سيمې لکه د شمالي افريقې نه د اطلس اقيانوس پورې، د(الجزاير او مراکش) په شمول، طبرستان، کرمان، شيراز، ګرجستان، آزربايجان او د افغانستان ځينې برخې د مسلمانانو لخوا چې ځينې يې په زور او ځينې يې سوله یيزه توګه د اسلامي خلافت برخې شولې.
دا شان د مسلمانانو له خوا لمُړنۍ بحري جګړه د روميانو سره د مصرپه اوبو کې دحضرت عثمان د خلافت په وخت کې رامنځ ته شوه چې روميانو ته يې سخته ماتې ورکړه. (عشره مبشره، ص ١٠٠(
د قرآن کريم په تلاوت کې چې کوم اختلاف ؤ، د حضرت عثمان (رض) لخوا د قرانکريم راټولونه(توحيد) وشو، حضرت عثمان(رض) د اسلام د بري لپاره ډيرې ستونزې زغملي دي او نوموړي خپل شخصي مال او دولت د اسلام په لاره کې لګولى دى... .
د حضرت عثمان (رض) د وژولو (ترور) دسيسه په ډير دقت او هوښيار سره د يوه منافق عبدالله ابن سبا چې ظاهراً مسلمان او په باطن کې يهود وو، د خپلو څو تنو ملګرو په مرسته طرحه کړي وه. دغه يهود چې د اسلام قسم خوړلى دښمن وو په مصر، بصره او نورو ښارونو کې د خليفه او د هغو ښارونو د واليانو پر خلاف به يي خلک را پرول او د حضرت علي په پلوۍ يي تبليغ کولو، په مصر کې چې هلته د يهودانو شمير زيات وو د نوموړي يهودې تبليغ د خلکو توجه واړوله، دغه يهودي د خلکو په منځ کې داسي تبليغ کولو: عجيبه خبره ده چې وايي عيسى(ع) بيرته راتلونکې دى او محمد (ص) بيرته ځمکې ته نه راځي، حال دا چې محمد (ص) له عيسى (ع) څخه ډيره وړتيا لري ... او دا به یې ويل: زر تنه پيغمبران نړۍ ته راغلي دي چي هر يو پيغمبر وصيت کوونکى(وصي.۱)
درلود چې له هغو څخه د محمد (ص) وصي علي د ابوطالب زوى دى، حضرت محمد(ص) د پيغمبرانو خاتم دى او حضرت علي د وصيت کوونکو (اوصياء) خاتم دى، هغوى (د محمد (ص) اصحابو، ابوبکرصديق، عمرفاروق ، او حضرت عثمان (رض) د محمد (ص) وصيت ونه منلو او حضرت علي چي د حضرت پيغمبر(ص) وصي وو پر وړاندې يي پاڅون وکړ ... په پاى کې عثمان د خلافت واک په لاس کې واخست، نو دا دى اوس پورته شى خلافت ته بدلون ورکړى ... . (عشره مبشره، ص، ۱۰۴)
په دې ترتيب په مصر کې د باغيانو د ډلې مشري دغه يهودي په لاس کې ونيوله او د بصرې په ښار کې د باغيانو د ډلې مشري د يوه غله حکيم بن جبله په لاس کې وه، کله به چې عبدالله بن سبا د بصرې ښار ته ولاړ د دغه غله په کور کې به اوسيدلو. (عشره مبشره، ص ١٠٤)
وروسته د مصر او بصرې له ښارونو څخه يو شمير خلک د خپلو وليانو څخه د شکايت لپاره مدينې ته راغلل چې اميرالمومنين د دوى په خوښه يو شمير واليان تبديل کړل او د مصر والي عبدالله بن سعيد بن سرح پر ځاى يي د مصريانو په غوښتنه محمد بن ابوبکر وټاکلو، کله چې راغلي مصريان او محمد بن ابوبکر د مصر پر لوري روان شول، نو د اسلام د دښمانانو ابن سبا او د ده د ملګرو له خوا داسې شيطاني پلان طرحه شوي وو چې د حضرت عثمان (رض) ژوند ته يي د پاى ټکى کيښود.
وايي چې د اميرالمومنين په نوم یې يو جعلي ليک لیکلى او مهر کړى ؤ او د خليفه د غلام په واسطه يې مخکې له دې چې محمد بن ابوبکر او ورسره مصريان مصر ته ورسيږي د مصر والي عبدالله ته يې ورسوي، د مصر په لاره کې خط وړونکى غلام د مصريانو له خوا چې له مدينې څخه يې لږ مزل کړى ؤ، وپلټل شو چې په نتيجه کې يې د مصر د والي په عنوان د اميرالمومنين له خوا يو ليک وموندل شو چې د ليک مضمون په دې ډول وو:
«اما بعد: دا چې عمرو بن بديل در ورسيږي هغه ونيسه او سر يې ووهه او ابن عديس، کنانه او د عروه لاسونه غوڅ کړه او بيا دوى په هغه ځاى کې پريږده چې په خپلو وينو کې لاس او پښې ووهي، تر دې چې مړه شي او وروسته له مرګ څخه يې مړي د خجيرو(خرما) په ونو پورې ځوړند کړه» ( نقش عايشه در تاريخ اسلام، لومړى ټوک، ص ١٤٩)
کله چې مصريانو او محمد بن ابوبکر د ليک په مضمون پوه شول په يو غږ يي وويل: د عثمان مرګ حلال د(۲). (نقش عايشه در تاريخ اسلام، لومړى ټوک، ص ٢٤٩)
او د مدينې پر لور بيرته وګرځيدل، حضرت عثمان (رض) چې بې له ساتونکو په خپل کور کې اوسيده د ياغيانو له خوا محاصره شو او لږ ساعت وروسته د اميرالمومنين کور ته محمد بن ابوبکر او دوه تنه نور(ترهګر) ورواوښتل محمد ځان حضرت عثمان ته ورورساوه او هغه يې په مبارکه ږيره کې ونيوه حضرت عمثان ورته وويل: اى محمده[1] که چيرې ستا پلار ابوبکر صديق ستا دا ناوړه عمل ليدلى واى نو ډير به درنه خفه شوى وو. (سيرت خلفاى راشدین، ص ١٧٩)
ورپسې حضرت عثمان د نورو دوو تنو (ترهګرو) له خوا په داسې حال کې شهيد کړى شو، چې د قرانکريم په تلاوت باندې بوخت وو او د دغه سپين ږيرې پاکې وينې د بقرې سورت په١٣٧مبارک آيت باندې توى شوې.
(فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ [٢:١٣٧]
ژباړه: ډاډه اوسئ چې د هغوى په مقابل کې الله ستاسې د ملاتړ لپاره کافي دى الله(ج) هر څه اوري او په ټولو شيانو پوهيږي.(۳)
د دغو قاتلانو يو بل ترهګر عمل دا وو چې د اميرالمومنين د ميرمنې عايلې (عايله يا نايله) د لاس ګوتې چې د عثمان (رض) پر سر يې خپل لاسونه نيولي وو لنډې( قطع) کړې. امير المومنين حضرت عثمان(رض) د هجرت په پنځه ديرشم کال د ذولحجې په اتلسمه نيټه وروسته له دوولسو کالو خلافت څخه د دوه اتيا کلونو په عمر شهيد کړی شو.(عشره مبشره، ص ١١٤)
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ﴿البقرة: ١٥٦﴾
ژباړه: موږ د الله یو او د همغه الله لوري ته زموږورګرځیدل دي.
د اسلام دښمانانو تر هغه ځايه د هغه سره ظلم وکړ چې وروسته له وژلو يي د ده جسد ته د مسلمانانو په هديره کې د خښولو اجازه هم ورنه کړه او د يهودو مړیستنونه(حش کوکب) چې د مسلمانانو د هديرې (بقيع) په خوا کې وو خاورو ته وسپارل شو.(۴) کله چې حضرت معاويه خليفه شو د حش کوکب او بقيع مړستنونو تر منځ ديوال يي وران کړ او هم يې حکم وکړ چې وروسته له دې دې مسلمانان خپل مړي د حضرت عثمان (رض) د مړیستون په خوا کې خښ کړي. څه موده وروسته دواړه هديرې يوه هديره شوه. (نقش عايشه در تاريخ اسلام، لومړى ټوک، ٢٧٥ مخ)
------------------------------------------------------------------
۱ـ هغه څوک چې له خپل مرګ څخه وړاندې يو شخص، د خپلو غوښتنو (وصيت) د پلي کولو لپاره وټاکي.
۲ـ د ليک مضمون د(نقش عايشه در تاريخ اسلام) په کتاب، لومړي ټوک ٢٥٠مخ کې په دې ډول ليکل شوى دى:«دا چې د ابوبکر زوى او فلانى، فلانى در ورسيږي په هر ډول چې کيږي هغوى ووژنه او د محمد بن ابوبکر د مقررۍ فرمان له منځه يوسه او زما تر بل امر پورې کار کوه او هر څوک چې د شکايت په نيت ماته راځي بنديان يي کړه.»
۳ـ دغه قرانکريم چې د عثمان (رض) د قرانکريم په نوم ياديږي د استانبول د اياصوفيا په موزيم کې ساتل کيږي.
۴ـ محمد بن ابوبکر وروسته د حضرت عثمان (رض) له شهادت څخه د مصر والي شو خو د معاويه بن حديج لخوا ووژل شو، معاویه بن حدیج د حضرت معاويه بن ابوسفيان له خوا د مصر د نيولو لپاره ليږل شوى وو او بيا يي د محمد بن ابوبکر مړى د خره په څرمن (پوستکى) کې تاو کړ او په اور يي وسوازوه. (عشره مبشره، ص ١٤٠)