
نیټه: ۲۲/۶/۱۳۹۴،ه،ش
حضرت علي بن ابوطالب (رض) د محمد (ص) د تره زوى او د پېغبر(ص) زوم او د اسلام څلورم خليفه ؤ، حضرت علي (رض) پرهېزګار، عالم، فقيه او د ښو اخلاقو څښتن ؤ نوموړى لکه د نورو خلفاؤ په شان یې د اسلام په لاره کې له کفارو سره په جګړو کې برخه اخيستي ده او د اسلام په لاره کې يې ډېرخدمتونه تر سره کړي دي، خو متاسفانه چې وروسته د حضرت عثمان له شهادت څخه د مسلمانانو لخوا له ډېرو مخالفتونو او مشکلاتو سره مخامخ شو، د حضرت عثمان (رض) له شهادت څخه وروسته حضرت علي (رض) په مدينه منوره کې د خلکو له خوا انتخاب شو چې يو شمېر هغه کسان (سبايان) هم پکې وو چې حضرت عثمان يې شهيد کړى ؤ، د حضرت علي (رض) سره د سبايانو يو ځاى کيدل دا شک رامنځ ته کړ چې د حضرت عثمان (رض) په قتل کې به د علي (رض) ونډه وي، نو په دې وجه ځينو مسلمانانو د حضرت علي له بعيت څخه ډډه وکړه.(عشره مبشره، ص ١٢٨)
له هغې جملې څخه حضرت معاويه بن ابوسفيان چې د شام والي ؤ او نور ټول هغه کسان چې د حضرت عثمان (رض) پر لوري وو، لکه سعيد بن عاص، مروان بن حکم، طلحه بن عبدالله، زبېربن عوام، ام الموالمنين عايشه او نوراصحاب د حضرت معاويه (رض) سره ولاړ وو، دا چې د حضرت علي (رض) سره د حضرت عثمان مخالفين او قاتلين، په ځانګړی توګه د سبايانو ډله ورسره يو ځاى شوي وه،(عشره مبشره، ص ١٣١) نو دا دې مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقيو پېل ؤ، چې د مسلمانانو ترمنځ دغه دښمنې د (سبايانو) لخوا چې ظاهراً مسلمانان خو په حقيقت کې د اسلام دښمنان وو رامنځ ته شوې، د حضرت علي او د ده د زوى حسين (رض) او د حضرت معاويه د زوى يزيد تر منځ ډېرې جګړې رامنځ ته شوې چې له کبله يې د مسلمانانو فتوحات او پرمختګونه ترډېرې مودې پورې وځنډيدل، په دې ناوړه خپل منځي جګړو کې د پېغمبر(ص) ملګری، حضرت طله، زبير(رض) دواړه د هغو لسو کسانو له جملې څخه وو چې محمد(ص) د جنت زېرې ورباندې کړى ؤ چې د حضرت علي دپلويانو لخوا ووژل شول، سرونه يې ترې پرې کړل او حضرت علي ته يې راوړل، حضرت علي (رض) د دوى پر مرګ باندې ډېر خواشينى شو. (عشره مبشره، ص، ١٥١ـ ١٥٨)
په دې جګړوکې ډېر مسلمانان ووژل شول او د اسلام په واحد دين کې نورې ډېرې ډلې جوړې شوې، چې تر نن ورځې پورې يو تر بل د شعيه او سني په نومونو باندې سره وژني.
عبدالقاهر بغدادي( ٤٢٩، هجري وفات) په خپل کتاپ (الفرق بېن الفرق) فارسي ترجمه کې د سبايانو په اړه وايي:«د سبايه ډله دعبدالله بن سباء پېروان دي، د حضرت علي (رض) په اړه په دې ګروه دي، چې نوموړى پېغمبر دى او بيا يې وويل چې علي خداى دى، چې وروسته يې د کوفې ښار يو شمېر اوسيدونکي ګمراه کړل... کله چې دا خبرحضرت علي ته ورسيد نو د دوى د سوزولو حکم يې وکړ چې په دې باب يوه شاعر دا شعر ويلى دى.»
الترم بى الحدث حث شاعت = اذالم ترم بى فى الحفرتين
عبدالقاهر بغدادي زیاتوي:« حضرت علي د شام او نورو خلکو د نيوکو له امله پاتې سبايان ونه سوزول او ابن سباء يې د مداين ښار ته وشړلو، کله چې حضرت علي ووژلى شو نو ابن سباء بیا وويل: علي نه دى وژل شوى، هغه چې ووژل شو شېطان ؤ، چې د علي په شان د خلکو په نظر ښکاره کيده، حضرت علي د عیسیَ ابن مريم په شان آسمان ته پورته شوى دى... او ډېر زر به ځمکې ته راکوز شي خپلو دښمنانو ته به سزاګانې ورکړي.»
همدا ډول عبدالقاهربغدادي وایي: «يو شمېر سبايانو وويل: علي په وريځو کې اوسيږي، ټکه(تندر) د ده آواز دى او د آسمان پړکه (بريښنا) دې ده دُره ده، هر څوک چې د ټکې آواز واوري بايد چې ووايي(سلام د وي پرتا، اى اميرالمومنين) (تاریخ مذاهب اسلام، ص،۱۷۱)
نوموړى ليکوال د سبايانو يو بل تن عبدالله ابن سودا هم(۱) د سبايانو مرستندويه بولي او وايي: «عبدالله ابن سودا د سبايانو سره پدې خبرو کې مرسته کوله او هغه هم د يهودو له آره (نژاد) ؤ چې ظاهراً يې ځان مسلمان ښکاره کولو او په دې توګه يې غوښتل چې ځان د کوفې د خلکو مشرۍ ته وسوي، نوموړي د کوفې خلکو ته يې ويل : په تورات کې مې لوستلي دي چې هر پېغبر ځاى ناستى لري چې د محمد (ص) ځاى ناستى حضرت علي دى او بهترين ځاى ناستى علي دى ځکه چې محمد (ص) بهترين پېغبر دى.»
ښاغلی بغدادي وړاندې ځي او وایی:«کله چې شعيه ګانو دې ده دا خبرې واوريدلې، نو حضرت علي ته يې وويل چې هغوى ستا له دوستانو څخه دي، حضرت علي (رض) هغه ونازوه او د ده مقام يې لوړ کړ او هغه يې د خپل منبر په څنګ کې کښېناوه، خو کله يې چې بيا د حضرت علي په اړه ناروا او خرافات وويل، نو حضرت علي د ده د وژلو تکل وکړ، ابن عباس حضرت علي له دغه کار څخه منع کړ... وروسته يې عبدالله بن سودا او عبدالله بن سبا يې دواړه د مداين ښار ته وشړل او عبدالله ابن سودا وويل: په خداى قسم چې د علي لپاره به دوه چينې چې يوه به د ګبينو(عسل) او بله به د غوړيو وي چې د کوفې مسجد په خوا کې به را څرګندې شي او شيعه ګان به د هغو چينو څخه (استفاده) کوي.» (تاریخ مذاهب اسلام، ص،۱۷۲)
وايي چې ابن سودا د يهودانو د دين پلوى وو او غوښتل يي چې د اسلام دين د حضرت علي او د ده د زامنو په مټ د خپلو اړونو (تاويلات) له لارې تباه کړي. هغه وخت چې حضرت علي د حضرت معاويه سره د خپل منځي جګړو لپاره ځان تيارولو د روژې په اوولسمه نيټه په نڅاپي ډول په مسجد کې د عبدالرحمن بن ملجم(۲) لخوا په هغه زهرو لړلي توره باندې ووهل شو چې له امله یې سخت تپي شو او وروسته د روژې په ١٩ نيټه د ٦٣ کالو په عمر شهید شو،(۳) د حضرت علي د وصيت سره سم د ده قاتل د حضرت حسن (رض) له خوا د تورې په يوه ګوزار باندې ووهل شو، ځکه چې حضرت علي يې يوه توره وهلى وو، د حضرت علي د خلافت دوره څلور کاله نهه مياشتې او څو ورځې وه او د ده جسد د عراق د کوفې د مسجد په خوا کې خاورو ته وسپارل شو. (عشره مبشره، ص ١٤٣)
----------------------------------------------------------------------------
(۱)ليکوال سيد مرتضَى په خپل کتاب (افسانه عبدالله بن سبا) کې چې يو متعصب شعيه دى لمُړى يې د عبدالله ابن سباء له شتون څخه انکار کړى او د نوموړي کړنې يې د شعيه ګانو د مخالفینو تشې افسانې بللي دي او بيا يې عبدالله ابن السودا او عبدالله ابن سبا دواړه يو سړی بللى دى، داسې ښکاري چې پورته دواړه نومونه د يوه تن وي.
(۲)دحفصيه فرقې پيروان په دې عقيده دي چې عبدالرحمن بن ملجم هغه څوک دى چې خداى (ج) د هغه په اړه فرمايلي دي:
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ [٢:٢٠٧]
ژباړه: «له بل پلوه په انسانانو کې داسې څوک هم شته چې د خپل خداى د رضا په لټه کې خپل سر قربانوي او پرداسې بنداګانو الله ډير زيات مهربان دى.» (د بقرې سورت، ٢٠٧،آیت)
بايد ووايو چې پورته آیت شريف د حضرت صُهيب رومي (رض) په اړه راغلى دي، وايي چې حضرت صُهيب رومي غوښتل چې مدينې ته د محمد(ص) پر لوري هجرت وکړي حضرت رومي، په لاره کې د مشرکينو له خوا ونيول شو او مشرکينو غوښتل چې حضرت صهيب رومي د هجرت څخه منع کړي او بيرته يې وګرځوي، خو ده مشرکينو ته وويل: ما له هجرت څخه مه منع کوئ، زه به په (مکه) کې خپل ټول شته کور او نور مال او دولت تاسو ته درکړم، مشرکينو له ده سره دا شرط ومنلو او حضرت رومي مدينې ته ولاړ، نو کله چې پېغمبر(ع) خبر شو نو په حضرت محمد(ص) باندې پورته آیت نازل شو. ( کابلى تفسير)
د صفريه فرقه چې د خوارجو له جملې څخه ده، د دغې ډلې يو مشرعمران بن حاطان د صفريه فرقې د مذهب سخت پابند وو او پليدي او بدي يې تر هغه ځايه ورسيده چې د عبدالرحمن بن ملجِم پر مرګ يي دا (ويرنه) وويله:
يا ضربة من منيب ما ارادا بها - الا ليبلغ ماذى العرش رضوانا
انى لاذکره يوما فا حسبه - اوفي البرية عندالله ميزا نا
( تاريخ مذاهب اسلام ، ص ٥٥)
داشان د نصيريه ډلې پر پيروانو باندې عبدالرحمن بن ملجم ګران دى او له هغه څخه خوشاله دي، د ده لعنت کوونکي خطا کاران بولي، ځکه چې دوې په دې باور دي چې بن ملجم د انسان له جسم (ناسوت) څخه خداى(لاهوت) ته نجات ورکړى دى. ( شناخت اديان ومذاهب معاصر، ص ٥٨٦) .
(۳)د خوارجو د حفصيه فرقې پيروان په دې ګروهه دي چې الله تعالَى د حضرت علي په اړه داسې فرمايلي دي:
وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَىٰ مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ [٢:٢٠٤]
ژباره: «په انسانانو کې څوک داسي دي چې د هغه خبري د دنيا په ژوند کې تا ته ډيرې ښې ښکاري او هغه په خپلې نيک نيتۍ باندې وار په وار الله شاهد نيسې خو په حقيقت کې هغه د حق ډير سخت دښمن وې. ( د بقرې سورت ، ٢٠٣ ايات ، د مولوي قيام الدين پښتو ژباړه )
بايد ووايو چې پورته آيت شريف د يوه منافق په اړه نازل شوى دى چې د هغه نوم (اخنس ابن شريق ) وو نه د حضرت علي، د ډيرو معالوماتو لپاره کابلى تفسير د مدينې چاپ وګورئ.