په زړه پورې معلومات / څوارلسمه برخه

 
ـــ ټامسن هنت مورګن په ۱۸۶۶ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ۱۹۴۵ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ مادام کیوري په ۱۷۶۷ زېږدیز کال د پولنډ په وارسا ښار کې وزېږېده او په ۱۹۳۴ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ رابرټ ایندریوز ملیکان په ۱۸۶۸ زېږدیز کال د الینویي مورسن ښار د یوه پادري په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
ـــ الیکسي کارلایل په ۱۸۳۷ زېږدیز کال د لیلواکیرل شي سیمه کې وزېږېده او په ۱۹۴۴ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه .
ـــ لي دي فورست په ۱۸۷۳ زېږدیز کال د کاونل بلفس آیووا په سیمه کې وزېږېده او په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ سر جېمز هوپ ودجینز په ۱۷۸۸ زېږدیز کال په لندن کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۹۴۶ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
ـــ لیزي مانیټر په ۱۸۷۸ زېږدیز کال دې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ۱۹۶۸ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ البرت انشټاین په ۱۸۷۹ زېږدیز کال د جرمني په یوه صنعت ګره یهودي کورنۍ کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۹۵۵ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
ـــ الکساندر فلیمېنګ په ۱۸۸۱ زېږدیز کال وزېږېده او په ۱۹۵۵ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ ارونګ لینګمور په ۱۸۸۱ زېږدیز کال کې یې دې نړۍ سترګې پرانیستې او په ۱۹۵۷ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
ـــ نیلز هنرل ډیوډ بوهر په ۱۸۸۵ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۹۶۲ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ هنري ګوایز جیفریز موزلي په ۱۸۸۷ زېږدیز کال دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۹۱۵ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ هرمن جوزمېلر په ۱۸۹۰ زېږدیز کال د امریکا د نیویارک په ښار کې وزېږېده او په ۱۹۶۷ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه .
ـــ ډاکټر عبدالقدیر خان په ۱۹۳۶ زېږدیز کال کې زېږېدلی دی .
ـــ ډاکټر ثمر مبارک په ۱۹۴۱ زېږدیز کال د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې زېږېدلی دی .
ـــ امام شافعي (رح) په عسقلان نومې سیمه کې زېږېدلی وو .
ـــ امام احمد حنبل (رح) په بغداد کې زېږېدلی وو .
ـــ د فارسي ژبې د مشهور شاعر اصلي نوم خواجه شمس الدین محمد وو .
ـــ د ملکې نور جهان مور عصمت بېګم نومېده .
ـــ شاه جهان څلور زامن درلودل، چې نومونه یې په ډول دي : داراشکوه، شجاع، اورنګ زېب او مراد بخش .
ـــ محمد بن قاسم په ۱۷ کلنۍ کې سند ونیوه .
ـــ د بابر پاچا پلار عمر شیخ نومېده .
ـــ د سلطان محمود غزنوي پلار سبکتګین نومېده .
ـــ کولمبوس څلور ځله امریکا ته تللی وو .
ـــ حضرت ابراهیم بن ادهم د بلخ پاچاهي پرېښوده او دروېشي یې اختیار کړه .
ـــ بابر پاچا د برلاس له قبیلې سره تړاو درلوده .
ـــ د نظامي ګنجوي مزار د هندوستان په ډهلي کې دی .
ـــ د راضیه سلطان مزار د هندوستان په ډهلي کې دی .
ـــ سلطان صلاح الدین ایوبي د بیت المقدس او حطین ښارونه د جمعې په ورځ لاندې کړل .
ـــ شیخ عبدالقادر جیلاني په بغداد کې خاورو ته سپارل شوی دی .
ـــ کولمبوس د ایټالیا اوسېدونکی وو .
ـــ عبدالعزیز موسی نصیر د اندلس لومړنۍ مسلمان حکمران وو .
ـــ د شیرشاه سوري اصلي نوم فرید خان وو .
ـــ د عباسیانو د لومړي وزیر ابوسلمه خلال اصلي نوم حفص بن سلیمان وو .
ـــ قتیبه بن مسلم باهلي (رح) ته د ترکستان فاتح وایي .
نور بیا .....