برېښنا چا اختراع کړې ده؟

ملګرو سلام او ښې چارې، دا دی د عامو معلوماتو د هغې لړۍ، چې څه موده وړاندې مې پیل کړې ده، په ادامه نن ورځ غواړم د برېښنا، چې زموږ د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلې ده، په هکله یو څه معلومات درسره شریک کړم، په دې هیله، چې خوښ به مو شي.
برېښنا رښتیا هم، چې د بشر یو د ډیرو لویو او سترو اختراعګانو څخه بلل کیږي. دا هم یوه جوته خبره ده، چې زموږ ننی ژوند د برق نه پرته ډیر ګران دی. دا هم ټولو ته معلومه ده، چې زموږ د ورځني ژونډ ډیرې چارې د برېښنا په وسیله ترسره کیږي. د برق په راپیدا کیدلو سره دا دی زموږ پیرۍ مخ پر وړاندې روانه ده او هره ورځ نوره هم پر مخ ځي. دا هم یوه جوته او ښکاره خبره ده، چې برېښنا یو د طبعي او ښو انرژیو څخه ده او هغه ورځ لرې نه ده، چې برق به زموږ د سیارې(ځمکې) یواځنۍ انرژۍ وي، کله چې د ځمکې ټول نور خام مواد(ګاز، نفت...) خلاص شي. چې خبره رانه اوږده نه شي، نو ښه به دا وي، چې اصلي موضوع ته راشم. برېښنا چا کشف او اختراع کړې ده؟
د برېښنا اختراع د میلاد نه مخکې د اوومې پیړۍ په یوه یوناني فیلسوف تالس پورې تړلاې ده. نوموړي فیلسوف په ډاګه کړه، چې کله د وریښمنو سره کهربا وسلول شي، نو مقناطیسي خواص مومي. هو، چې رانه پاتې نه شي، په خپله الکترون هم "کهربا" مانا لري.
برېښنا د شلمې پېړۍ او نوي پېر يوه ښه لاسته راوړنه ده، چې د طبعي علومو په کتار کې خصوصاً د فيزيک په لمنه کې څېړل کېږي. البته د طبعيت د يوې پنځېدنې او غنيمت په حيث يې تل شتوالی درلود، خو د انسانانو لخوا دغه ساحه د اټکل له مخې د دوو پېړيو راهيسې شنل شوې. برېښنا د الکترونونو په مرسته منځ ته راځي، کله چې دغه کوچني واحدونه خوځېږي. دغه خوځښت اکثره وخت د يو سيم په مرسته يوې خوا ته متوجې وي، خو په اوبو کې هم برېښنا د ايونونو په مرسته خپرېدلای شي. د درېمې نړۍ په هېوادونو کې لکه افغانستان برېښنا لا د هر چا د استعفادې وړ نه ده گرځېدلې، په داسې حال کې چې په پرمختللي غربي نړۍ کې هر څوک د دغه نعمت څخه برخه مند دي.
په ۱۷۲۹ل کال کې ستفان گرې دا جوته او ښکاره کړه، چې ځینې مواد لکه فلزات برېښنا د یوه ځای نه بل ځای ته وړلای شي. دغه مواد د "Electrical conductor" په نامه یاد شول او هغه مواد، چې برق نه انتقالوي لکه پلاستیک، ښېښه، گوگرد، کهربا او موم "Electrical insulators" په نامه یاد شول.
په ۱۷۳۳ ل کال کې یوه فرانسوي کارپوه رقیق جن د برېښنا په تاریخ کې یو بل هم قدم پورته کړ، هغه دا چې نوموړي دا په ډاګه کړه، چې برق منفي او مثبت ډولونه لري.
د امريکا يوه پخواني ولسمشر بنجامين فرېنکلين يو له هغو تاريخي شخصيتونو څخه دی، چې د برېښنا وړتيا او څرنگوالی يې په بشپړه توګه څېړلی دی.
په پای کې د یادونې وړ ده، چې برېښنا ریښتیا هم هغه وخت پوره وده پیل کړه، کله چې سکندر ولټا خپله لومړۍ پټرۍ جوړه کړه.