مدني ډرامه چيان که د فساد مبتکرين !!

 
ليک: عبيدالله ساحل
نړۍ کې راولاړ شوي ټکرونه د انسانانو ترمنځ نه، بلکې د انسان او شيطان ترمنځ دي، دا د انسان او شيطان ترمنځ ټکرې دي چې شننه او څېړنه  يې د هر عادي او د شيطان په اخور د څريدلي بې دينه او بې فکره شنانند له وسې پورته ده، ځکه هغوي هرې پېښې ته په شيطاني فطرت ګوري او د هرې  پېښې يو اړخ حتما شيطان وي، نو طبعي ده چې هغوي به د شيطان په حق کې پريکړه کوي، د شيطان د تلې پله به درنوي، پرشيطان به زړه خوږی کوي، د رحم او لطف تمايل به يې د شيطان په لور وي او  شيطان به ورته معصوم او بې ګناه ښکاري؛زموږ د مدني فعالانو کړنې او قضاوتونه کټ مټ همدې ته ورته دي، چې د پيښو او حوادثو په شننه کې د شيطان اړخ ته د لطف او همکارۍ زيات تمايل لري او غواړي چې په ټولو پېښو کې د شيطان مقابل لوری ګرم او سرکوب کړي؛ موږ د دې ادعاء د ثبوت لپاره د هيواد په داخل کې په لسګونو بېلګې لرو، چې د مدني ډرامه چيانو لخوا په سپين سترګۍ ترسره ګيږي.
که د يوې مېرمنې سره د خپل خاوند له لورې د تربيي په عنوان لږ زشت چلند وشي نو بيا وخته مدني ډرامه چيانو ميدان ته روايستلی وي او په اړه يې شعارونه  ورکوي، مزدورې ميډيا ورته هم د نڅا لپاره فرشونه هوار کړي وي او په خپل ټول قوت ورته انعکاس ورکوي؛ دلته د دې نڅاګرو او ډرامه چيانو هدف دا نه دی چې د يو چا په درد او غم راپورته شوي، بلکې دا شعارونه په اصل کې ټولنه کې د منفي جرئتونو زياتوالي ته لمنه وهل دي، په کور ناستو مسطورو ميرمنو ته د دې جرئت ورکوي چې تاسو په ټوله معنی د خاوند په واک کې نه ياست بلکې د خپل انفرادي ژوند په محور کې کامله ازادي لرئ او له بل اړخه د نارينه ګانو جرئتونه ځپې ان تر دې چې خپلو ميرمنو ته د تربيي او روزنې په عنوان هم زشته خبره ونکړي.
که د دې ډرامه چيانو هدف رښتيا هم له انسانيت سره خواخوږي او پر هغوي باندې د ظلمونو په وړاندې مبارزه وي نو بيا ولې په ډيرو باريکو مواردو کې دا ډرامه چيان چوپ پاتې دي؛ کله داسې هم شوي چې عام ولس د يو ناوړه کار په اړه راپورته شوی او په شديد ډول يې تقبيح کړي خو بيا په هماغه کار کې دغه ډرامه چيان چوپ او ګونګ وي، ځکه چې هلته د دوي غږ د ولس د غږ ملاتړ کوي او د رښتونې فساد مخه نيسي، بل داچې په دې ملاتړ کې د دوي هغه اهداف چې د نوي فساد زيږونه او يا هم د زيږيدلي فساد پراخوالی دی نشته نو ځکه خو د عمل په ډګر کې چوپ او ګونګ وي؛ اف يې هم له خولې نه راوځي.
د انسانيت سره خواخوږي او د انسانيت سره د ظلم په وړاندې مبارزه د دوي تر ټولو درواغجن شعار دی؛ دوي له  هغه انسانانو ملاتړ کوي چې د نورو انسانانو لپاره د فساد پنځونې کوي، نه د هغه انسانانو لپاره چې پر هغوي ظلم کيږي، که دوي رښتيا هم محض انسانيت ته درناوی کوي او پر انسانيت يې زړه خوږيږي نو بيا ولې نن ورځ د هغه معصوم او بې چاره ځوان د شهادت په اړه چوپ او ګونګ شول چې په دولس کلنۍ کې کيوبا کې بندي شو او دا دی نن د پنځلس کاله زندان وروسته په شهادت ورسيد؟ هغه ځوان چې؛دنړی دوحشتونو د انسانيت او حيوانيت له پولو په ليري په کيوبا کي هلته چې لا دځوانۍ په ميوه نه وو راغلي او لا يي دعمر 12 مه کليزه وه چي دي کرغيړني کندي ته بوتلل شو او 15 کاله يي پدي انسانيت او حيوانيت شرميدلي زندان کي تير کړل او دا دي نن يي دخپل رب لخوا ورليږل شوې ملائکې ته دابد په خوب دويده کيدلو په خاطر لبيک ووايه او هغه څه چې دوي به له خپل رب نه په چيغو او سجدو کې  غوښتل د دردناک او وخيم ظلم او کړاو نه وروسته ورورسيدل او د شهادت په منار وخوت؛ خو د مدني ډرامه چيانو له خولې يو غږ هم پورته نه شو او ان تر دې چې د هغه بې چاره او بې وزله نه به خبر هم نه وي چې څه ورباندې تېر شوي.
لنډه داچې په ټولنه نړۍ کې د مدني ډرامه چيانو د فعاليت لمن د فساد او منفي جرئتونو د راټوکيدنې په موخه رامنځ ته شوې او په همدې هيله غځيږي، دوي په همدې هڅه او هاند کې دي چې په ټولنو کې د فساد تخم وشيندې او نوی نسل داسې وروزي چې په فساد کې مبتکر وي نه مقلد.