مساهیرو میکي؛  د بوټو میلیاردر

 
دا سمه ده چې ورځ تر بلې په نړۍ کې د شتمنو خلکو شمېر ډېرېږي؛ خو د بې وزلو او منځني پوړ د خلکو هم کمی نه شته. ډېری شتمن د خپل عاید ډېره برخه د لوړې بیې پر تجملي توکو مصرفوي.
بې وزله او د منځي پوړ خلک د شتمنېدو په هیله لا هم د ارازنه بیه او تخفیف لرونکو توکو پلور ته زړه ښه کوي او اخلي یې.
په جاپان کې سره له دې چې تر څو کاله وړاندې د نړۍ دویم ستر اقتصادي ځواک و، خو خلک یې له هغو هټیو چې تخفیف لري ډېره سودا کوي.
چاپانی مساهیرو میکي د ارزانه بیه او تخفیف لرونکو بوټو له یوه حلقوي پلورنځي څخه میلیاردر شوی دی.
نوموړي چې تر سوداګرۍ وړاندې اماتور بوکسر و په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې د اې بي سي مارټ په نوم د بوټو یو تخفیف لرونکی پلورنځی پرانیست.
د تخفیف او غوره خدماتو پر مټ د نوموړي کار ورځ تر بلې پراختیا موندله تر دې چې نن په جاپان کې د بوټو د پاچا په توګه یادېږي.
په رسنیو کې د خپرو شویو شمېرو له مخې د اې بي سي مارټ په نوم دغه حلقوي پلورنځی اوسمهال یوازې په جاپان کې تر ۶۸۰ ډېرې د پلور څانګې لري.
د اې بي سي مارټ فعالیتونه په جاپان پورې محدود نه دي. دغه حلقوي پلورنځی پر جاپان سربېره په سویلي کوریا، ټایوان او هانګ کانګ کې هم ۱۲۰ پلورنځي لري.
نوموړي په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د «LaCrosse Footwear» په نوم د بوټ د تولید یوه امریکايي کمپنۍ په ۱۳۸ میلیونه ډالره وپېرله.
د دې کمپنۍ برنډ یې اوس  امریکا پر متحده ایالاتو سربېره په جاپان کې هم ښه بازار لري.
د همدې لاکروز فوټ وویر کمپنۍ له لارې یې په امریکا کې د بوټو نوموتې کمپنۍ «Whites Boots» هم په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې وپېرله. دا کمپنۍ په امریکا کې ان تر کورنۍ جګړې د مخه جوړه شوې ده.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې میاشتې د ۱۷ مې نېټې د شمېرو له مخې د مساهیرو میکي پانګه دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او په جاپان کې ۱۱ ام ځای لري.
۵۹ کلن میکي د لسانس تر کچې زده کړې. ده واده کړی، خو اولاد نه لري او د جاپان په پلازمېنه توکیو کې ژوند کوي.



دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.