
اواز په ما کوی هغه کوڅه کې
چې راتیریږمه غرمه کوڅه کې
وایې چې زه به دروازی ته درشم
خوته راځه راځه سوکه کوڅه کې
څوک به مو وګوری رسوابه موکې
ته مه ودریږه ماسره کوڅه کې
زه درته نښه دخپل لاس درکوم
خوچې دا خلک شې ګوښه کوڅه کې
انداز بدل لری هر څه چې وایې
غزل غزل وی که ټپه کوڅه کې
ته مې ونه لیدی په دی خبره
ولي ولاړه ووم خفه کوڅه کې