
لیکوال: فضل ولي ولي
غونډه ښاغلي جهانګیر خان پر مخ یوړه او د ښاغلي رحیم الله شیرزی لخوا د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. او داود سلیم صیب حدیث شریف وړاندې کړ، د غونډې راپور لیکونکې فضل ولي ولي.
د غونډې په اولنې برخه کې د اجنډا له مخې احمد جمالزی د ملي او نړیوالو موضوعاتو لنډیز وړاندې کړ.
-
د اونۍ په پېښو کې اولنې پېښه د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالی د طالبانو لاسونو ته لوېدل دی، خو تېره ورځ حکومت خبرداری ورکړ چې دغه ولسوالی یې بېرته نیولې ده.
-
بله تېره ورځ طالبانو د قندز ولایت ځینې ولسوالی لکه (ارچې، او چهاردرې ترنېولو وروسته د دغه ولایت په مرکز هم برېدونه کړی دی.
-
په تېره اونۍ کې غټه پېښهکابل کې په پارلمان باندې ځانمرګې برید وو، ویل کېږي چې د دوشنبه په ورځ باندې سهار لس بجې وسلوالو لومړۍ د پارلمان په دروازه کې چاودنه وکړه او بيا يې هڅه وکړه، چې ودانۍ ته دننه شي خو د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او ۶ تنه بريدکوونکي وژل شوي دي.
-
جمهور رئیس محمد اشرف غني پر ولسي جرګي د برید کوونکو تروریستانو په له منځه وړلو کې د برید مل عیسی خان میړانه وستایله او هغه ته یې د یو باب اپارتمان کیلي ورکړله.
-
جمهور رييس د کابل بانک پوروړ ته يوه اونۍ مهلت ورکړی دی. اشرف غني تيره ورځ د کابل بانک د تصفيې کميټې په غونډه کې، چې په ارګ کې جوړه شوې وه ويلي، چې پوروړي دې په يوه اونۍ کې خپل پورونه ورکړي او د خلاف په صورت کې به ممنوع الخروج اعلان شي او د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا به تر تعقيب لاندې راشي.د کابل بانک د تصفيې کميټې خپل درې مياشتنی رېپوټ جمهور رييس ته وړاندې کړ. په دغه رېپوټ کې راغلي، چې تر اوسه ۲۳۸ ميليونه ډالره بيرته بانک ته ورکړل شوي دي او له ټولو پوروړو تر اوسه ۳۰ تنو خپل پورونه پرې کړي دي او ۱۰ تنه نور هم د پور ورکولو په حال کې دي.رېپوټ کې دا هم راغلي دي،چې يو شمېر پوروړي له هېواد نه بهر دي او انټرپول ته دنده سپارل شوې، چې ونيول شي خو د نړيوالو پوليسو لخوا تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.د يادې کميټې د رېپوټ پر بنسټ، د عربي اماراتو محکمې پرېکړه کړې، چې په دغو سيمو کې د پوروړو جايدادونه به افغان حکومت ته وسپارل شي.
-
د بریښنایي پیژند پاڼو شروع کېدلجمهور رئیس محمداشرف غني تېره ورځ له غرمې مخکې د برېښنایي تذکرو د وېش په هکله د مخابراتو او کورنیو چارو وزارتونو، د یوناما، اروپایي ټولنې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون، یو ایس اې آی ډي، جي آی زیډ او ځینو نورو نړیوالو موسسو له تخنیکي سلاکارانو او استازو سره غونډه لرله.د تذکرو د کارکونکو په اړه ویل کېږی چې د دغه پروسې د شفافیت د پاره د پخوانې ټیم لری کول او په ځای یې وړ او مناسب ټېم رامنځته کول دی.
-
بله مهمه موضوع چې ده هغه د افغان حاجیانو د لېږد رالېږد ده چې اوس مهال د افغان اریانا هوایئ شرکت په غاړه ده. د افغانستان ټول حاجیان به په راون کال کې د افغان اریانا هوايئ شرکت لخوا سعودي عربستان ته لېږدول کېږی. چې د تېر په څېر د ستونزو سره مخ نه شې.
-
بل په امریکا کې د افغان سفیر ټاکل وو، چې وړمه ورځ ولسمشر خپل سرپرست ویاند حمدالله محیب په امریکا کې د نوی سفیر په توګه وټاکلو.
-
تېره اونۍ د محقق ناروی ته تګ وو، ویل کېږي چې نوموړی د طلبانو سره د خبرو اترو کولو د پارهناروی ته تللې دی.
-
تېره اونۍ کې د پخوانې ولسمشر حامد کرزی سفر روسيې ته. پخوانی ولسمشر حامد کرزی تېره ورځ روسيې ته په یو رسمي سفر لاړو. ټاکل شوې چې نوموړی به په روسيه کې يوه اونۍ تېروي او هلته به د سيمې په اړه يو کنفرانس کې برخه واخلي او همداراز به د روسيې له مشرتابه سره ګوري.په وروستيو وختو کې د حامد کرزي سفرونه زياتره هغو هېوادونو ته ترسره دي، چې په افغانستان کې د امريکې او اشرف غني له پاليسيو په اندېښنه کې دي.
-
پاکستان کې د ګرمۍ له کبله د دغه هېواد په کراچي او د سند نورو سيمو کې د مړو شمېر ۸۰۰ تنو ته رسيدلی. ویل کېږي چې د هوا د زيات ګرموالي له کبله په کراچۍ کې تر اوسه د وژل شوو شمېر له ۷۸۰ تنو هم وراوښتی دی او له کراچي نه بهر د سند ایالت په نورو سيمو کې هم ۲۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل کېږی چې په دغه ښار کې، چې ۲۰ ميليونه وګړي لري، د هوا د تودوخې درجه ۴۵ درجو د سانتي ګراد ته ورسيده، چې يو زيات شمېر خلک روغتونونو ته رسول شوي دي.په پاکستان کې په عمومي توګه د برېښنا پرې کيدل، د روژې په مبارکه مياشت کې د خلکو ستونزې نوره هم زياتې کړي دي. د هوا پيژندنې اداره وايي، چې هوا به همداسې ګرمه وي، چې له دې سره به د مړو شمېر نور هم زيات شي.
د غونډې په دوهمه برخه کې ښاغلي عبدالروف ننګیال خپل وروستی ناچاپ کتاب(سیاست او سیاسی چاري) معرفي کړ.
کتاب درې برخې لیکل شوی دی او یوه برخه یې پاتې ده، نو دوستانو په دی هیله چې ژر ترژره ننګیال صیب د کتاب پاتې برخه هم ولیکې او د یو کتاب په شکل یې تر دوستانو ورسوی.
د کتاب لنډېز............
لومړی څپرکی
سیاست
-
لومړی ــ د سیاست مانا او مفهوم
-
دویم ـــ د سیاست ویش
-
دریم ـــ د سیاست موخې
-
څلورم ـــ د سیاست د مطالعې ارزښت
-
پنځم ــ د سیاست اصول
دولت او سیاست
-
لومړی ـــ دولت او سیاست ته لنډه کتنه
-
دویم ـــ د دولت پیژندنه
-
دریم ــ د دولتونو رامنځته کیدل او د هغوی له منځه تلل
-
څلورم ــ د دولتونو ویش
-
پنځم ـــ د دولت درې ګوني قوواوې
۲ ــ مقننه قوه
۳ ــ قضایه قوه
-
شپږم ـــ رسمیت پیژندنه
۲ـــ د حکومت رسمیت پیژندنه
دریم څپرکی
د دولت کورنی سیاست
-
لومړی ـــ د دولت کورني سیاست ته لنډه کتنه
-
دویم ـــ د کورني سیاست موخې
۲ـــ د انساني حقوقو تامین
۳ـــ د عادلانه ټولنیز نظام برقرارول
۴ـــ د ملي واکمنۍ تطبیق
۵ـ ـــ د کرکې او تعصب د منځه وړل
۶ـــ د ناپوهۍ په وړاندې مبارزه
۷ـــ بیارغونه او د ژوند د سطحې لوړوالی
۸ـــ د ملي روحیې او وطني احساس پیاوړتیا
۹ـــ د لرغونو اثارو او تاریخي شتمنیو ساتنه
څلورم څپرکی
د دولت بهرنی سیاست
-
لومړی ــ د دولت بهرني سیاست ته لنډه کتنه
-
دویم ـــ د بهرني سیاست پیژندنه
-
دریم ـــ د بهرني سیاست ارزښت
۲ــ د نړیوالو حالاتو له مخې
۳ــ د اقتصادي پراختیا له مخې
۴ــ د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ له مخې
۵ــ د فرهنګ او ایډیالوژۍ له مخې
۶ــ د نظامي او فوځي ځواکمنتیا له مخې
۷ــ د ملي ګټو له مخې
-
څلورم ـــ د بهرني سیاست موخې
۲ـــ د پراختیا غوښتنې ستراتیژي
۳ـــ د دیني نفوذ د خپریدو مفکوره
۴ـــ د ملي نشنلیزم پراختیا
-
پنځم ـــ د بهرني سیاست د تطبیق طریقې
۲ـــ فرهنګ او ایډیالوژي
۳ـــ اقتصاد
۴ـــ تبلیغات
۵ـــ فوځي او نظامي ځواک
-
شپږم ــ د بهرني سیاست پرمخ بیوونکي
دویم ـــ د حکومت رئیس
دریم ـــ د بهرنیو چارو وزیر
څلورم ـــ ډیپلوماټیک مامورین
پنځم څپرکی
پالیسي جوړوونکي ارګانونه
۱ــ سیاسي مشران
۲ــ څارګره اداره
۳_نظامیان
شپږم څپرکی
نړیوال سیاست او نړیوالې اړیکي
-
لومړی ــ نړیوال سیاست
۲ــ د نړیوال سیاست د مطالعې هدف
-
دویم ــ نړیوالې اړیکې
۲ـــ د نړیوالو اړیکو د مطالعې ارزښت
الف ـــ د نړیوالې ټولنې له مخې
ب ـــ د نړیوال سیاست له مخې
ج ـــ د نړیوالو کړکیچنو حالاتو له مخې
د ـــ د ملي قدرت د زیاتوالي له مخې
هـ ـــ د مختلفو حکومتي سیستمونو له مخې
و ـــ د بشري حقوقو د پیژندنې له مخې
ی ـــ د نړیوالو حقوقي شخصیتونو د تشخیص له مخې
اووم څپرکی
نړیوال کړکیچونه
-
لومړی ــ د نړیوالو کړکیچونو پېژندنه
-
دویم ــ د اړیکوخړپړتیا
۲ـــ په کورنیو چارو کې لاسوهنه
۳ـــ د دښمنو ډلو تقویه
۴ـــ دښمانه سیاستونه
۵ـــ د نړیوالې سولې او ثبات ګواښل
اتم څپرکی
جګړه او سیاست
-
لومړی ــ جګړې او سیاست ته لنډه کتنه
-
دویم ـــ جګړه
-
دریم ــــ د جګړې ویش او موخې
۲ــ نا مشروع جګړه
-
څلورم ـــ جګړه او د هغې زیانونه
۲ـــ د جګړې اقتصادي زیانونه
۳ـــ د جګړې علمي او تخنیکي زیانونه
۴ــ د جګړې فرهنګي او ایډیالوژیکي زیانونه
-
پنځم ـــ د جګړې ښیګڼې
۲ـــ ملي روحیه او ملي یووالی
۳ـــ د کورنیو تعصبونو د منځه وړل
۴ـــ د علمي پانګې بډاینه
۵ـــ د بهرنیو سیاستونو څخه زده کړه
نهم څپرکی
نړیوال مسؤلیت او د سولې ساتنې عملیات
-
لومړی ـــ نړیوال مسؤلیت پیژندنه
-
دویم ـــ د نړیوال مسؤلیت رفع کول
-
دریم ـــ د نړیوال مسؤلیت او سولې ساتنې په اړوند نظامي عملیات
نړیوالې شخړې او د هغوی سوله ییز حل
-
لومړی ـــ د نړیوالو شخړوسوله ییز هواری
۲ـــ منځکړیتوب
۳ـــ د سولې او څیړنې کمیسیونونه
-
دویم ـــ د شخړو نظامي او قضایی حل
سیاست او د نړیوالو حقوقواصول
-
لومړی اصل ـــ په نړیوالو اړیکو کې د زور او ځواک نه استعمال
-
دوهم اصل ـــ د سوله ئیزو لارو د نړیوالو شخړو حل
-
دریم اصل ـــ د نورو دولتونو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه
-
څلورم اصل ـــ له نورو دولتونو سره د مرستې وجیبه
-
پنځم اصل ـــ د خلکو د حقوقو د مساویتوب او د برخلیک ټاکلوحق
-
شپږم اصل ـــ د دولتونو د واکمنۍ برابري
-
اووم اصل ـــ په ښه نیت سره د نړیوالو دندو او وجایبو تطبیق کول
د بې طرفۍ او ناپېیلتوب سیاست
د خوشال بابا فکري بهیر د دې غونډې وروستۍ برخهد ليډرشېپ د تېرو پرېزنټېشنونو په رڼا کې انجينز صيب عبدالرشيد خان په افغانستان کې د تطبيقي ليډرشېپ ځانګړتياوې د پرېزنټېشن په بڼه وړاندې کړ.
(په افغانستان کې تطبیقي لیډرشېپ او ځانګړتیاوې)
پای