
په ما دی کړي په تا و شه!
واړه دی مړه شه غټ دی وغواړه خیرونه.
دا پورته لنډۍ مې ځکه ولیکله، چې تاسو ټول په دی پوهه یاست. کله چې روس په افغانستان باندې پوځی یرغل وکړ. نو سعودي عربستان د افغانستان د خلکو سره د روس په ضد جنګ کې مرسته شروع کړه. او افغانانو ته یې د روس سره د جهاد د اعلانونو لړۍ پیل کړه، سعودي عربستان خپل ریال مصرف کړ. او افغانانو خپلې وینې. لا هم د افغانانو د دغه وینو نه امارات خوند اخلې، او په اماراتو کې د ځینو لوړو لوړو ودانیوو نه د افغانانو د وینو بوی راځی، دوی پر مونږه ځانونه کوم ځاي ته ورسول، مونږ په ډاګه پاتې شو.
هماغه سعودي عربستان چې افغانان یې د روس د ماتولو لپاره حمایه کول، نن د ځان ساتلو په خاطر باندې څه کوی مونږه ته ورسره اړیکې جوړول کفر وو او دوی ته څه؟ او بیا یې مونږ ته افغانستان همداسې وران ویجاړ پریښود. او نن یې د هماغه روس سره د ستراتیژیکو اړیکو د پراخولو په خاطر باندې ستراتیژیک تړون امضاء کړ، چې په افغانانو یې ورسره جهاد فرض ګڼه، ای د هغه ورځې مسلمانه او د نن ورځې منافقه څنګه دی په خپل ځان باندې پيرزو شوه چې هاغه چاته سر ټیټ کړی چې مونږه دی ورسره په جنګ اچولې وو. افغانانو جهاد وکړ. روس ماتې وخوړه او افغانستان بریا ترلاسه کړه. نن هم افغانان بریالې دی خو سعودي عربستان او عربانو ماتې وخوړه.
فضل ولي ولي