
راپورلیکونکی: فضل ولي ولي
غونډه ښاغلي غرغښت پولاد پر مخ یوړه او د ښاغلي عبدالهادی هدایت لخوا د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل او ترڅنګ یې د څو نورو مبارکو ایاتونو ترجمه وکړه.
د غونډې په اولنې برخه کې د اجنډا له مخې احمد جمالزی د ملي او نړیوالو موضوعاتو لنډیز وړاندې کړ.
کندز ته د ولسمشر غني سفر او د دې ولایت ستونزې:
ـ د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني تېره "پنجشنبې" له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره کندز راغی او د دې ولایت د خلکو په حضور کې یې د کندز د ملي امنیت ریاست یو شمېر کارکوونکي یې په دندې کې د ناغیړې له کبله لېرې کړل.
ـ ولسمشر غني زیاته کړه: "د کندز د ملي امیت ریاست ناکامه شوی، نن ما ستاسو خلکو په حضور کې د ملي امنیت د رییس او یو شمېر کارکوونکو د لېرې کېدو امر هم صادر کړ او یو شمېر کسان به یې د عدلي او قضاي ارګانونو د تعقیب لاندې وي او فعلاً د ملي امیت ریاست لپاره یو سرپرست ټاکل کیږي."
ـ ولسمشر غني همدا راز وویل چې د کندز ملي پولیسو ۲۰ تنه منسوبین یې هم له دندې ګوښه کړي او ۲۰ تنه یې د نظارت لاندې دي، که ثابته شې چې دوی د کندز په سقوط کې لاس درلود، څارنوالۍ ته به معرفي شي.
ـ ولسمشر غني د عملیاتو په اړه هم یادونه وکړه چې د ډاډمن امنیت لپاره به په شپږو ولسوالیو کې دوامداره تصفیوي عملیات پیل شي او همدرانګه یې غیر مسوله وسله والو ته خبرداری هم ورکړ چې له خپل سري لاس واخلي، کنه د امنیتي ځواکونو له غبرګونونو سره به مخ شي.
ـ ښاغلي اشرف غني په خپلو خبرو کې ویل: "زه په کندز کې ټولو خپل سرو وسله والو ته خبرداری ورکوم چې د خلکو له ځورونۍ، باج اخیستنې، عُشر ټولونۍ او خپل سریو څخه لاس واخلي او کنه د دولت له سخت غبرګونه سره مخ شي. زه چا ته هم اجازه نه ورکووم چې زموږ د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي."
ـ نوموړي د کندز خلکو ته وویل چې اړوندو وزارتونو ته یې دنده سپارلې ده، څو د دې ولایت هوايي ډګر به په نړېوال هوايي ډګر بدل کړي همدا رنګه د دې ښار، ښاري ماسټر پلان هم پلي کړي.
ـ یاده دی وی چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې سفر کې فیض محمد عثماني د ارشاد، حج او اوقاف وزیر، محمدالله بتاش د ټرانسپورټ وزیر، ویس برمک د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر او یو شمېر نورو چارواکو همدا رنګه د ولسمشر ميرمنې رولاغني هم برخه درلوده.
کابل ته د کوزې پښتونخوا د پښتنو مشرانو سفر:
کابل ته د کوزې پښتونخوا د مشرانو سفر د پاکستان د لومړی وزیر لخوا د ننواتي به شکل ترسره شوی دی، ویل کېږي چې دغه مشرانو د ولسمشر سره په لیدنه کې له ولسمشر څخه غوښتې دی چې په پاریس کې له نواز شریف سره وګوری، د دی سربېره یادو مشرانو په کابل کې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله، یونس قانونی او یو شمېر نورو چارواکو سره لیده کاته کړی دی.
د یادو پښتنو مشرانو سفر کابل ته دې ته زمېنه برابره کړه څو ولسمشر غني په پاریس کې د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف سره کتلو ته وهڅوی. د پاکستان قومي ګوندونو مشرانو له ځان سره د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف پیغام راوړی و او له افغان ولسمشر اشرف غني څخه یې غوښتي وو، چې په پاریس کې د اقلیمي بدلون د نړیوال کنفرانس په يوه څنډه کې ورسره وګوري. د افغان چارواکو په اند، له دغه پیغام وړاندې د افغان ولسمشر په اجنډا کې د پاکستان له ولسمشر سره کتنه شامله نه وه؛ خو دغه کتنه کابل ته د پښتنو مشرانو له راتګ وروسته، د افغان ولسمشر د اجنډا برخه وګرځېده.
په دغه لس کسیز پلاوي کې د پاکستان د عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان، افراسیاب خټک، ډاکټر سلیم خان (د افضل خان لالا زوی)، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د قومي وطن ګوند مشر افتاب شېرپاو، د خیبر پښتونخوا پخوانی والي شوکت الله خان، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر او یو شمېر نور کسان شامل وو. دغه پلاوي په کابل کې د افضل خان لالا په یاد جوړ شوي سیمینار کې هم برخه واخیسته؛ خو په ټوله کې د دغه سفر موخه د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو رغول وو.
په سیاسي توګه د دغه پلاوي سفر د لاندې لاملونو له کبله د پاکستان لپاره ډېر ارزښت درلود:
لومړی: د کابل-اسلامآباد اړیکې د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو راوروسته، د بل هر وخت په پرتله خرابې شوې دي.
دویم: کابل له تېرې مياشتې راهيسې په دې هڅه کې دی، چې له نوي ډهلي سره خپلې اړیکې تازه کړي. په دې تړاو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وزیر حنیف اتمر هند ته په یوه رسمي سفر ولاړ او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي هم هند ته سفر وکړ. دواړو له هند څخه په نظامي ډګر کې د مرستو او دوهاړخيز ستراتېژيک تړون د عملي کولو غوښتنې وکړې.
دریم: دغه سفر له دې کبله هم ارزښت درلود، چې په پاریس کې له نوازشریف سره د افغان ولسمشر لیدنې ته زمينه برابره کړي او پاکستان بیا د همدغه چانس پرمټ په روانه میاشت کې په اسلامآباد کې د استانبول پروسې د آسیا زړه په کنفرانس کې د افغانستان د جګپوړو چارواکو شتون یقیني کړي؛ ځکه که چېرې په دغه کنفرانس کې افغان جګپوړي چارواکي ونډه وانهخلي نو دا به پر پاکستان ډېره منفي اغېزه وکړي.
د ترکیې او روسيې تر منځ اختلافات مخ په ډېریدو دي:
روسي چارواکو د ادعاو له مخې ویل کېږی چې ترکیه به د الوتکو په ویشتلو پېښمانه کړو، وار له مخې یې پرې ځینې اقتصادي بندیزونه لګولې دی. دا ځکه چې روسيې اعلان وکړ چې دوى به له ترکيې سره اقتصادي اړيکې پرې کړي او وار د مخه يې خپل سيالانيان له ترکيې راګرځولي دي.
روسيه د ترکيې دويم لوى اقتصادي ملګرى دى او ترکيې ته هر کال بې شمېره روسيي سيلانيان سفر کوي، که چېرې روسيه خپل اقتصادي بنديزونه په ترکيه پلي کړي نوى په اقتصادي لحاظ به ترکيه ډېره اغېزمنه شي، ځکه روسيه نيت لري چې په خپلو بازارونو کې د ترکيي خوراکي توکو پلور او پير بند کړي او سيلانيانو ته اجازه ورنه کړي چې ترکيې ته لاړ شي.
په لومړي سر کې کېداى شي ترکيې په دې اقدام سره خپله ملګري امريکا خوشاله کړې وي، خو پايله يې دا شوه چې لوى اقتصادي ملګرى او يو پرفروشه بازار يې له لاسه په وتو دى، په همدې وجه ترکيه مجبوره ده چې له روسيې سره د خپلو اړيکو د ساتلو لپاره د غرور ډېرې پولې ماتې کړي، ځکه ترکيه دوه انتخابه لري، يا په اقتصادي برخه کې د روسيې په څېر يوه اغېزمن ملګري بايلي او يا هم په لوى لاس خپله تېر وتنه به مني او د رسمي بخښنې په غوښتلو به خپله پښېماني ښکاره کوي.
د امریکا په کالیفورنیا ایالات کې برید:
د امريکا په کاليفورنيا کې په ډزو سره ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۷ ټپي شوي د خبري رسنيو د رېپوټونو پر بنسټ، د کرسمس په رخصتيو کې، د کاليفورنيا په سويل کې په «برنادينو» کې، په ډزو سره ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.په دغه پېښه کې د پوليسو سره د نښتې په پايله کې، ۲ تنه بريدکوونکي چې يوه يې ميرمن وه وژل شوي او يو بل شکمن کس نيول شوی دی.د امريکا د اف بي ای اداره دا خبره نده رد کړې، چې کيدی شي دا يوه ترهګريزه پېښه وي.
جالب خبرونه:
پوتین په تهران کې د ایران ولسمشر مشر ته قران مجید ډالۍ کړ:
ویل کېږی تېره اونۍ د روسیي ولسمشر پوتین ایران ته یو رسمي سفر وکړ. پوتین ته په تهران کې خپلو شخصي ساتونکو امنیت نیولی وو. ویل کېږی چې پوتین خپل موټر هم له ځان سره تهران ته بوتلې وو، چې د دغه موټر ټول ټال وزن نهه ټنه اټکل شوی . یاد موټر د اټم بم ضد دی.
ټکنالوجی په برخه کې:
ویل کېږي چې انګلستان داسې ټکنالوجی اله جوړه کړی چې کولې شې بې پلوټه الوتکي د خپل کنټرول لاندې راولي.
داسې یو لیپ ټاپ کمپوټر جوړ شوی چې قیمت به یې پنځه ډالره وی.
د موبیل یو کمپنئ وایې: چې مونږه کولی شو د پرمختللیو موبیلونو څخه بې پلوټه الوتکې جوړي کړو .
د غونډې په دوهمه برخه کې ښاغلي احسان الله ځیرک (په اسلام کې د بشر حقوق) په نامه خپل درېم ژباړل شوی کتاب معرفي کړ.
په اسلام کې د بشر حقوق د ښاغلي احسان الله ځيرک درېم ژباړل شوی کتاب دې، په اول ځل دغه کتاب یو عرب لیکوال (عبدالرحمن شها) په عربي ژبه لیکلې وروسته دری ژبې ته ژباړل شوی. او له دری څخه په ډيره ساده او روانه پښتو ژبه احسان الله ځیرک ژباړلې دی، دا کتاب ټول ټال ۱۸۳ مخه، او اووه څپرکې لری. چې د اسلام له نظره د بشر په حقوقو باندې راڅرخې. لنډیز یې په دا ډول غواړم له تاسو سره شریک کړم.
لومړی څپرکی:
اسلام او بنیادي اړتیاوې
غذا او امنیت ته اړتیا
مناسبې غذا ته اړتیا
د ټولو لپاره لومړنۍ زده کړې
د مناسبو روغتیایي امکاناتو درلودل
دویم څپرکی
په اسلام کې برابري
دریم څپرکی
اسلام او مهمې اړتیاوې
د اسماني دین ساتنه
الف) د ژوند، مال او ملي پولو څخه دفاع
ب) د ظلم او ستم له منځه وړل او د مظلومو خلکو له روا او مسلمو حقوقو څخه صیانت
له بشر څخه جسماني او فزیکي ملاتړ
د بشر له ذهن او فکر څخه مصونیت
د بشر له حیثیت او کرامت څخه مصونیت
ب) شهادت
د مال او شتمنی څخه ساتنه
د نسل له تولید څخه ساتنه(مصونیت)
د نسب څخه ساتنه
الف) زوی بالنه(فرزندي)
ب) د ماشوم منل د زوی / لور په توګه
پ) خلع
د کمزوریو او له کار څخه د لویدلو وګړیو له حیثیت، کرامت او حقوقو څخه ساتنه
د ملي سرچینو (منابعو) ساتنه
څلورم څپرکی
په اسلام کې عمومي حقوق
په بشر باندې د خدای جل جلاله حقوق
الف) بشپړ (کامل) ایمان
ب) انحصاري عبادت
پر پشر باندې د اسلام د پیغمبر(ص) حقوق
د نورو الهي پیغمبرانو او رسولانو حقوق
په خلکو باندې د مشر (رهبر) حقوق
ب) د ریښتووني او دلسوزه نصیحتونو پراخوالی او څرګندول
په رهبر باندې د خلکو حقوق
ب) له خلکو سره سلام (مشوره)
ت) له خلکو څخه د فاصلې نه نیول او د خلکو په منځ کې ځان ساتل
ت) له خلکو سره مهرباني او عطوفت
پنځم څپرکی
په کورنی کې د وګړیو متقابل حقوق
د والدینو (مور او پلار) حقوق
د اولادونو حقوق
په ښځه باندې د خاوند حقوق
په خاوند باندې د ښځې حقوق
ب) انصاف او برابري
ت) نیکي او صمیمانه اړیکې
ث) د ښځې د اسرارو ساتنه
ج) ښه او مهربانه سلوک
چ) ملاتړ او ساتنه
د خپلوانو حقوق
شپږم څپرکی
په ټولنه کې د وګړو حقوق
د ګاونډیانو حقوق
الف) د خپلوۍ ګاونډیان (نسبي)
ب) مسلمان ګاونډي
پ) غیر مسلمان ګاونډي
د دوستانو حقوق
د فقیرانو حقوق
د کارکوونکو حقوق
د کارفرمایانو حقوق( د کار امرینو حقوق)
اووم څپرکی
د نورو مخلوقاتو حقوق
د خوشال بابا فکري بهیر د دې غونډې وروستۍ برخه کې ښاعلي سمیع الله ایلم د (نوښت او ابتکاراتو) د سرلیک لاندې ډير په زړه پوری پرېزنټېشن وړاندې کړ.
د غونډې په پای کې ډاکټر خوشال روهي د یادې غونډې په مهمو ټکو راڼا واچوله، تر څنګ یې د راتلونکې اونۍ د پاره اجنډا وټاکل شوه. په اخیر کې غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.
پای