
لیکنه: وږمــه وردک
شاید هېڅ بله داسې پدیده په دې وروستیو کلنو کې نه وي چې په افغانستان او نړۍ کې یې د انټرنېټ په اندازه چټک پرمختگ درلودلای وي.
اوسمهال انټرنېټ د انسانانو د ژوند ټولنیز، فرهنگي، اقتصادي، سیاسي او داسې نورو برخو په جوړښت کې یې ځانگړی ځای پیدا کړی دی، همدارنگه کمپیوټر هم د یوې ساده وسیلې په توگه، د ژوند په ټولنیزه برخه کې یې لوی بدلون او تحول رامنځ ته کړی دی.
نوې څېړنې ښایي چې په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو پرمختگ د هېواد په بدلون کې مثبت اغېز لري.
د ساري په توگه د مصر او عربي ټولنو ستر انقلابونه او پاڅونونه د همدې ټولنیزو شبکو له لارې رامنځ ته شول، همدا ټولنیزې شبکې دي چې کولای شي په راتلونکي ټولنیز بدلون کې لویه ونډه ولري.
انټرنېت چې د یوې مهمې ټولنیزې شبکې په توگه فعالیت کوي، اصلي موخه یې د انسانانو تر منځ د جغرافیايي واټنونو له منځه وړل، د اطلاعاتو رسول او د اړیکو زیاتول دي.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي: چې نږدې (۸۰٪) خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري. که څه هم په افغانستان کې د انټرنېټ سرعت دومره چټک نه دی خو بیا هم د ځوانانو په ټولنیز ژوند کې له دغو شبکو څخه په لوړه کچه کار اخیستل کېږي، چې ډېري یې د پوهنتونو محصلین او د شخصي ښوونځیو زده کوونکي دي.
د دې ترڅنگ افغان حکومت د یوې څېړنې پر بنسټ ادعا کوي چې اوس شاوخوا اته سلنه افغانان انټرنېت ته لاسرسی لري.
د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې په ځانگړې ډول ځوانان د ټولنیزو شبکو له انټرنېټي پاڼو سره یې لېوالتیا ورځ تر بلې ډېرېږي اوآن تر دې چې ځینې یې د اعتیاد تر حده ورسره روږدې شوي دي.
دغه روږدېدل د کومې حیرانۍ خبره نه ده، ځکه انسان هغه وخت په یو څه روږدی کېږي چې کومه بله بوختیا ونه لري، نو دا ښکاره خبره ده چې زموږ د ټولنې ډېري ځوانان بې کاره دي.
دا چې د کورنۍ مشران، د خپلو ماشومانو او ځوانانو لپاره کمپیوټر اخلي او په هغو کې انټرنېټ فعالوي، اصلي موخه یې یوازې او یوازې زده کړه ده، ځکه دوی په دې باوري دي چې دغه توکي د ماشومانو د فکري ودې لپاره خورا اړین دي.
خو د ځوانانو تر منځ د دغو شبکو ډېره کارونه دا پوښتنه پیدا کوي، چې آیا دا شبکې پر کورنۍ اړیکو باندې ښه اغېز له ځانه پرېږدي او که ناوړه؟ خو زما له نظره دا ټول په خپله شخص پورې اړه لري چې هغه کس څرنگه گټه ترې اخلي.
ځوانان د یوې ټولنې تر ټولو فعال غړي دي، نو کله چې په کومه ټولنه کې نوې تکنالوژي رامنځته کیږي، د هغې لومړي گټه اخیستونکي به هم همدغه ځوانان وي.
په افغانستان کې ټولنیزي شبکې تر ډېره حده مثبت رول لوبوي، په تېره بیا د ځوانانو تر منځ چې د افغانستان (۶۰٪) نفوس جوړوي.
ټولنیزې شبکې نه یوازې د ټولنې په بدلون کې مهم رول لوبولای شي بلکې د معلوماتو شریکول، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث او څېړنه، د حکومت او دعامو خلکو تر منځ د واټنونو په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي.
ټولنیزي شبکې ماشومان او ځوانان دې ته هڅوي تر څو یو له بله ډېـر څه زده کړي.
نوی نسل په ټولنیزو شبکوکې له لویانو او نورو پوهانو څخه ډېر شیان زده کولای شي، همدارنگه ټولنیزې شبکې نه یوازې د ځوانانو لپاره د زده کړې ښه سرچینه ده بلکې له ټولې نړۍ سره د نښلېدلو او نیږدې والي تر ټولو لنډه لار هم بلل کېږي.
د ټولنیزو شبکو څخه د کار اخیستې لړۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده، له دې ډلې شبکو څخه فېسبوک، ټوېټر او یوټیوپ د خپلو گټو اخیستونکو لپاره تر نورو شبکو ډېر، د ټولنیزو معلوماتو په استولو کې مخکښ دي او ځوانان د نورو شبکو په پرتله له نوموړو څخه د نړۍ او ټولنې د اقتصادي، فرهنگي، سیاسي، ټولنیز او مدیریتي چارو په هلکه د خبرېدو لپاره ډېره گټه اخلي.
په ټولنیزو شبکو کې د خپلو افکارو او نظریاتو شریکول آزاد دي، ځوانان بې له کومې ستونزې خپل اندونه نورو ته بیانولی شي، همدارنگه د ده د فکر په اړه نور هم خپل نظرونه ورکوي.
انټرنېټ د ځوانانو لپاره له سیاستمدارو، لیکوالانو، پوهانو او خبریالانو سره د اړیکو نیولو لنډه لاره هم گڼل کېږي، چې دوی کولای شي په آسانۍ سره خپلې خبرې د هغوی تر غوږونو ور ورسوي.
لنډه دا چې دغه شبکې له ښېگڼو سره سره په ځینو حالاتو کې ناوړه اغېز هم له ځانه پرېږدي، د بېلگې په توگه د کمو عمرونو ماشومانو لپاره د ناوړه وېبپاڼو کتل، د زده کړې پر ځای په دغو شبکو کې بې ځایه وخت تېرول او همدارنگه په لسگونه نورې ناوړه گټې اخیستې دي چې باید د مخنیوي لپاره یې د کورنیو له خوا ډېره پاملرنه وشي.