
نجیب میقاتي د لبنان پخوانی لومړی وزیر او د دغه هېواد تر ټولو شتمن کس دی. نوموړی د ۱۹۵۵ زېږدیز کال د نومبر په ۲۴ نېټه د لبنان په طرابلس کې زېږېدلی دی. میقاتي د ښوونځي تر بشپړولو وروسته لوړې زده کړې د بیروت په امریکايي پوهنتون کې کړې دي. ده له همدې پوهنتون څخه د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري هم ترلاسه کړې ده.
میقاتي لا پر لوړو زده کړو بوخت و چې له خپل مشر ورور طحا سره په ګډه یې د اېم ون په نوم یوه کمپنۍ جوړه کړه. په لومړنیو وختونو کې د دې کمپنۍ تمرکز پر ساختماني چارو و. په لبنان کې د کورنیو جګړو په اوج کې میقاتي او ورور یې له شرایطو په استفادې خپل فعالیتونه د مخابراتو برخې ته وغځول او د اېنوېسټ کام په نوم کمپنۍ یې جوړه کړه.
دې کمپنۍ په لږ وخت کې ډېر پرمختګ وکړ او په لبنان کې د مخابراتي خدماتو پر ستره کمپنۍ بدله شوه. دې کمپنۍ وروسته د دوبۍ او لندن د ونډو بازارو ته هم لاره وموندله.
میقاتي د سوداګرۍ په برخه کې تر یو لړ بریالیتوبونو وروسته په خپل هېواد کې سیاست ته مخه کړه. په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کې د لومړي ځل لپاره د فواید عامې او ټرانسپورټ د وزیر په توګه وټاکل شو. نوموړي تر ۲۰۰۴ کال پورې پر دغه پوست د دریو کابینو پر مهال کار وکړ.
دی په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې له طرابلس څخه د لبنان پارلمان ته بریالی شو، خو د ترانسپورټ وزارت پر څوکۍ هم پاتې شو.
په ۲۰۰۵ کال کې کله چې د لبنان پخواني لومړي وزیر عمر کرامي د رفیق حریري تر وژنې وروسته استعفی وکړه، میقاتي د موقت لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
میقاتي په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې و وروسته له دې چې د سعد حریر د حکومت ۱۰ وزیرانو او ده خپله استعفی وکړه د اتم د مارچ په نوم د یوه اېتلاف له لوري د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره کاندید شو.
د اتم د مارچ په نوم په دغه اېتلاف کې له نوموړي سره حزب الله، وليد جنبلاط او ميشال عون ملګري وو.
نوموړی د دویم ځل لپاره د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د جنورۍ په ۱۲ مه نېټه د لبنان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. میقاتي د ۲۰۱۳ زېږدیز کال د مارچ په ۲۲ مه نېټه د سوریې د ولسمشر بشارلاسد د ملاتړو او مخالفینو د فشار او د ټاکنو د قانون پر سر د رامنځته شوې شخړې له کبله استعفی ورکړه.
د میقاتي د کمپنیو د ګروپ تر جتر لاندې د اېنویسټکام په نوم د مخابراتي کمپنۍ ډېری ونډې یې په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې د سویلي افریقا پر ستره مخابراتي کمپنۍ اېم. ټي. اېن پر پنځه نیم میلیارده ډالره وپلورلې. د اېم ون ګروپ چې د هغه وراره یې چلوي اوسمهال د مخابراتو، املاکو، ترانسپورټ، بانکدارۍ، ګاز او تېلو په برخو کې ونډې لري.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې د ۱۵ نېټې د شمېرو له مې نجیب میقاتي دری اعشاریه دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او په خپل هېواد لبنان کې لومړنی ځای لري.
ده واده کړی، دری اولادونه لري او د لبنان په پلازمېنه بیروت کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.