
ـــ فریدرېش وهلر په ۱۸۰۰ زېږدیز کال د جرمني اړوند د فرانکفورت په
Escher-scheim کې وزېږېده او په ۱۸۸۲ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ لوی اګاسي په ۱۸۰۷ زېږدیز کال د سویزرلینډ په یوه کوچني کلي کې وزېږېده او په ۱۸۷۳ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ رابرټ ولهلم بنس په ۱۸۱۱ زېږدیز کال د جرمني په ګوتنګن ښار کې، دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۸۹۹ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې .
ـــ کلاد برنارد په ۱۸۱۳ زېږدیز کال وزېږېده او په ۱۸۷۸ زېږدیز کال ومړ .
ـــ اګناتس فلپ سیمل وایس په ۱۸۱۸ زېږدیز کال د هنګري په بودا پست ښارکې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۸۶۵ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ جېمز پرسیکوت په ۱۸۱۸ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ۱۸۸۹ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ چارلس داروین په ۱۸۰۸ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۸۸۲ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه .
ـــ ردلف ورشوف په ۱۸۲۱ زېږدیز کال د جرمني اړوند د شولباین سیمې د پومیرینیا په بې وزله ولایت کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۹۰۲ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ مچ د خپل وزر په وسیله، په یوه دقیقه کې ۳۰۳ ځله حرکت کوي .
ـــ سپین فیلان تر ټولو زیات د تایلینډ په سیام سیمه کې پیدا کېږي .
ـــ د حیواناتو تر ټولو ستر مرکز په شیکاګو کې دی .
ـــ په نړۍ کې د ټولو حیواناتو په پرتله کانګرو ډېر زیات ټوپ وهي، چې د ټوب کچه یې ۱۶ـــ ۱۷ مترو پورې رسېږي .
ـــ کیت فېش تل د شا پر لوري حرکت کوي .
ـــ مار په اوبو کې هم تګ کولای شي .
ـــ د آس منځنی عمر ۵۰ کاله دی .
ـــ د توتي منځنی عمر ۱۰۰ کاله دی .
ـــ د مېږتون منځنی عمر یو کال دی .
ـــ د سپي منځنی عمر ۱۲ کاله دی .
ـــ د نهنګ منځنی عمر له ۳۰۰ تر ۴۰۰ کلونو پورې دی .
ـــ د عندلیب ( بلبل ) منځنی عمر ۱۸ کاله دی .
ـــ د عقاب منځنی عمر ۳۰ کاله دی .
نور بیا .....