د کابل پوهنتون د بمی برید تر شا پټ رازونه

 
ليكوال : روح الله احمدزى د كابل پوهنتون د ادارې او پاليسي پوهنځي محصل
 
د کلیسا د تاریخي ماتې تر شا پټ راز مذهبي سخت دریځي وه. لیکوالان، پوهان، ساینسپوهان، فلسفیان او روڼ انده ځوانان به د خلکو په مخکې را کشیدل او دوی ته به د خلکو د عبرت په موخه جزاګاني او مرګوني سزاګاني ورکول کیدې. هان تر دې چې کله به یو پادري د یو انګلیس، فرانسوي، جرمني، اسپانوي یا بل کوم وګړي په لاس کې عربي لیک ولید نو په غوسه کیدل او دې ته به یې د کافر خطاب کاوه، داسې لکه د نن ملایان چي انګلیسي لیک ته کفر وايي. کلیسا پر هر څه واکمنه وه، خو دا دې میکیاولي برکت و، چې اروپا یې له جهالت او مذهبي سخت دریځۍ څخه را وباسله او په زغرده یې وویل چې مذهب هغه څه دی، چې سړي بې لارې کوي او له خپل رښتیني هدف څخه یې لرې ساتي.
نوموړي فلسفي د اروپا په تاریخ کې په لومړي ځل غیر مذهبي سیاست ته لاره اواره کړه او وايي چې د مذهب له لارې هیڅ یو هېواد نشي کولای چې سیاست وکړي، هیره دې نه وي، چې له دې مخکې مسلمان فلسفي رُشد و، چې د مذهب او فلسفي ترمنځ یې د لریوالي فلسفه ورکړه. خو د میکیاولي فلسفې هغه غربیان چې په شپاړسمه پیړۍ کې به یې د پیرس په میدانونو کې د پیشو د سوځولو دود خوښاوه او دې ته به یې خلک راغونډول او یو څو پیشوګانو ته به یې اور ور اچول، بیا دوی دې ننداري ته کښیناسته او د پیشو له زورګي او درد څخه به يې خوند اخیست (۱)
یانې په اروپا کې ۸۰۰ کاله مخکې انسانان ژوندي سوځیدل او وروسته دا دود د پیشوګانو په سوځولو پای ته رسیږي، که چېرې دې پړاو ته ځیر شوو، نو مالومیږي، چې موږ نن هم انسانان ځورو، وژنو  هان تر دې چې سرونه ترې پریکوو. څومره عجبه خبره ده، یانې له غربیانو څخه ۹۰۰ کاله وروسته پاتې یوو. ولې چې دوی اوس پیشوګان نه سوځي، بلکې په اروپا کې که یو څوک داسې څه کوي نو زنداني کیږي. البته موږ ته د پیشوګانو سوځول خو پریږدئ د انسان سوځول راته بد نه ښکاري.
سټالن د خلکو له وژلو خوند اخیست او خپله واکمنې یې پیاوړي کوله. هټلر د یهودانو له وژنې خوند اخیست، مسولیني د عادي وګړو له وژلو خوند اخیست همداسې صدام، خمیني، ریګن، سیاف، مزاری، ګلبدین، رباني، مسعود، ملا عمر، حمید ګل، دوستم، رسول پهلوان او د داعش مشر ابوبکر هغه خلک دی، چې د اوسنې یانې معاصر پېر (saddest) دي. دوی په میلیونونو خلک وژلي دی، دوی ډېر کورونه وران کړی دی او میندي یې د وېر په ټغر کښینولي دي. خو بیا هم آزاد او ویاړمن ګرځي.
پوښتنه دا پیدا کیږي، چې ولې، ولې یو انسان دې ته اړ کیږي، چي خپل هم نوع انسان ووژني. البته دې ته ځواب ویل په دې مانا نده، چې پورته ذکر شویو خلکو ته کوم ډول فلسفي جواز پیدا کول دي، چې ولو تاسې ګرم نه یاستي، بلکې بشری سایکولوجي تاسو دې ته اړ کړی یاستی چې وژني وکړئ. نه بلکل نه، د یو عادي انسان قاتل او د پورته ذکر شویو قاتلانو ترمنځ خورا توپیر شته دي.
زموږ په ټولنه کې قتل یا د یو چا د خپلو ناوړه ګټو لپاره شهیدول یو دود ګرځيدلي دی، یو انسان ته څنګه دا حق ورکړل شي، چې انسان ووژنئ. بیا دا اور زموږ تر غرونو پورې ندې محدود بلکې د کابل تر پوهنتون پورې را رسیږي. یانې دوی غواړی چې د فزیکي شهادت ترڅنګ اوس موږ د دوی په اصطلاح په علمي توګه هم شهیدان کړی. زه کلک باور لرم، چې د دوی دې شهادت ته به هیڅوک اړتیا ونلري، خو دوی په افتخاري ډول دې شهادت ته غاړه ږدی. دوی ځانونه پر تاسو شهیدول غواړي او تاسو هم شهیدول غواړئ.
که چېرې ساینسي او د ارواهپوهنې اړخ ته راشو نو هغه هورمون چې د اوکسی توسین په نوم یادیږي، د مور په ماغزو کې هم شته دی، کله چې مور خپل بچی په ستونزه یا آسانتیا کې ووینې نو دا هورمون دوه اړخونه لري، د خوشالي په وخت کې خوشالي او د غم په وخت کې غوسه رامنځته کوي, د ټیلي ګرام د ورځپاڼي د څیړنې له مخې دا هورمون د پوځیانو ترمنځ هم پیدا کیږي، دوی یو بل ته د دې هورمون د تولید په صورت کې مینه او د دوښمن لپاره کرکه لري. د اسلامي سخت دريځوو ډلو ترمنځ هم دا هورمون یوازې او یوازې د افغان ضد دسیسو، وهلو، وژلو لپاره منفي اړخ لري او بل لوري ته دوی خوشالي ترلاسه کوي، چې ژر جنت ته ورسیږي. حال دا چې دا یوه رواني مسله ده، خو زموږ د ماغزو ترمنځ یو کلیدي کنټرول سنټر (Command Center) شته دی، چې د دوښمنانو لخوا کنټرولیږي.
د تاسف وړ خبره دا ده، چې دا کنټرول سنټر زموږ د ښوونکو یا په اصطلاح پوهنیار، پوهنمل، پوهاندوی،پوهنوال او پوهاندانو له لوري نه کنټرولیږي، بلکې له موږ څخه زرګونه کیلومتره لرې تهران او اسلام آباد یا سعودی عرب کنټرولوي. موږ عینې شاهدان یوو، چې په کابل پوهنتون کې پروني برید د یوې ورځې زیږدنده نشې کیدای بلکې د دوامداره نصاب او اعصابي تولید زیږنده کیدای شي. موږ په اصطلاح انسانان نه بلکې یو بل ډول مخلوق روزو ، چې دې وطن ته  د صنعت، اقتصاد، پرمختګ، ساینس، سوکالي، خوشالي او بریا په ځای ناهیلي، غلامي، بیچارګي او تل پاتې ګډوډي راوړي.
آیا موږ د خپل نصاب څخه خبر نه یوو، چې د انسانیت د معراج او لوړوالي پر ځای د شهادت او د ډېر علم کول د شیطان کار شاګردانو ته ور پیژنو. آیا موږ خبر نه یوو، چې تر ننه پورې په پوهنتون کې د منطق درس ورکول ګناه ګڼل کیږي. پر فلسفه خبرې د شیطان کار ګڼو. پر مینه، ښکلا او په خپله خوښه واده کولو خبرې بې ادبي ګڼو. آیا له ډاروین څخه دومره ویره چې ټول دین او مذهب به را خراب کړی، پر څه دلالت کوي؟ هیومنیزم له سیکولیرایزم سره یو ځای کول څه مانا؟ هو د دې مانا کفر ! آیا موږ انسانیت ته کفر ویل شوو؟ هو ویل شوو، ولې چې د پوهنتون استادان یې همداسې زده کوونکو ته تشریح کوي!
نن هم که چېرته په کابل پوهنتون کې د انسانیت پر احترام او درناوي خبرې کوو، نو د حزب التحریر لخوا دهړکه درکول کیږي، چې راشه بې دینه چې دین دې در سم کړم! آیا د دې خبرې غم ندی خوړل پکار؟ چې هغه پوهاندان چې په کابل پوهنتون کې ښوونه کوي، خو  د یهود په مرسته جوړ شوي فیسبوک کې د خپل پروفایل په ځای د داعش بیرغ پورته کوي او په خپل بیک ګراونډ باندې د داعش بیرغ تر څنګ په ویاړ سره وايي چې من افتخار دارم که داعش در جهان به سوی پیروزي است!
پوښتنه دا پیدا کیږي چي څنګه دا چاودیدونکي توکي د شرعیاتو پوهنځی ته ډیر نژدي په څو مترۍ کی ځای پر ځای شوي...؟؟
یا دا چې د ننګرهار په پوهنتون کې حزبیان او طالبان راپورته کیږي، په ډېر افتخار بیرغ پورته کوي او وایي چې موږ ویاړو چې  د داعش استازي یوو! آیا دا ترهګري نده چې د حزب التحریر او اصلاح غړي په پوهنتونونو او مرکزونو کې د ترهګري د درس ترڅنګ موجوده ټولټاکنې غیر مشروع ګڼي او موجوده حکومت د امریکا ګوډاګی مني. خو که چېرته دوی د قطر او سعودی څخه غیر قانونی مرستې اخلی نو دوی ځان اسلامي در پیژني ، خو که چېرته مو د دوی په چارو کې مداخله وکړه نو بیا پیره ځای مو دوزخ دی او دوزخ ته هم په خپل طبیعې مرګ نه بلکې د دوی وحشیانه ځانمرګي برید په مرسته روانیږو.
که چېرته موږ غواړو چې د ترهګري پر ضد چټک ګامونه واخلو نو راځئ، ترهګري له خپلو ښوونځيو، ریاستونو، دفترونو، پوهنتونونو، روزنیزو مرکزونو، مدرسو، تم ځایونو، تفریحي ځایونو، حکومت او له هر څه  د باندې وغورځوو
او یو انساني او له مینې ډک ژوند ته له نوي زیږون وروسته ښه راغلاست ووایو!
۱- WE RE GETTING NICER EVERY DAY. A History of Violence by Steven Pinker