جنرال او لوى درستيز يې بېل بېل شماري

پرون د بريتانيا لوى درستيز كابل ته راغى. نوموړى له خپل هيواده ځكه ډك زړه راغلى و، چې په وروستيو څو ورځو كې يې د خپلو وژل شويو سرتيرو د پرله پسې تابوتونو هركلى كړى و. د بريتانيا لوى درستيز او هوايي مارشال جك ستريپ ته چې كله ددغو عسكرو تابوتونه سترګو ته ودريدل نو يې له خولې د ۱۹۷ وسلوالو طالبانو د وژل كيدو خبره راغله:  زموږ ځواكونو په دقت د ۱۹۷ طالبانو مړي شمېرلي چې په هلمند ولایت کې د ((خنجر)) په عملیاتو کې وژل شوي دي.
نوموړي په دې هم بسنه ونه وكړه او ويې ويل: : (( ښايي د وژل شویو طالبانو شمېر د دې دوه برابره وي))
خو له دې يوه ورځ مخكې بيا د افغانستان د ملي دفاع وزارت د خنجر عملياتو په ترڅ كې د وژل شويو طالبانو شمير ددې دريمه برخه وښوده. هغه وويل، تراوسه پورې په دغو عملياتو كې اويا وسلوال طالبان وژل شوي دي.
اوس سړى نه پوهيږي چې په يوې ورځ كې كه دومره ډير نور طالبان وژل شوي وي، نو دا دومره ګڼ مطبوعات چې چيغې يې اسمان ته رسيږي ولې پرې پټه خوله ناست دي.
له دې څخه داسې څرګنديژي چې وژني يې يو ځاى خو شماري يې بيل بيل. او يا هم دا چې د بريتانيا لوى درستيز له دې لويۍ سره سره په خپلو پوځي تبليغاتو كې له غلو نه كار اخيستى دى. دا د يوه لوري خبره نه ده، وسلوال مخالفين هم په شمارلو كې كله نا كله يو په لسو حسابوي. څه موده مخكې د كمپنۍ په ساحه كې يوه چاودنه شوې وه، موږ چې له پيښې ډير ژر وروسته ساحې ته ورسيدو نو عيني شاهدانو ټولو د درې ملكي خلكو د ټپي كيدو خبره كوله چې يو يې وروسته په روغتون كې په شهادت ورسيده، خو وسلوالو طالبانو په دې پيښه كې د دولسو عسكرو د وژلو ادعا وكړه.
كه د دواړو خواوو ادعاوې ريښتيا وي نو تراوسه پورې به په افغانستان كې څو لكه طالبان او په همدې شمير كې بهرني او افغان سرتيري وژل شوي وي. په داسې حال كې چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو شمير څه باندې پنځوس زره دى او نه هم د طالبانو شمير دومره ډير دى چې په لكونو دې ومري او بيا يې دې هم زور نه ويلې كيږي.
په ادعاوو كې د دارنګه مبالغې نه ګټه اخيستل اوس د تبليغاتي جكړې تاثير هم كمزورى كړى دى او له عامو خلكو يې لاره وركه كړې. اوس خلكو ته دا ادعا چې ( په كندهار كې له پنځوسو زيات طالبان وژل شوي دي) د حافظ غونډارى ښكاري. په همدې توګه يې خبري ارزښت هم له لاسه وركړى دى او كه د خبري سرويس پيل په دې خبر وشي چې په هلمند كې له دومره وسلوال طالبان وژل شوي دي، نو د سرويس به بې خونده ښكاره شي.
خو ددې لپاره چې رسنۍ په دارنګه خبرونو د خلكو په وړاندې خپل ارزښت او بې پريتوب وساتلاى شي، لازمه ده چې مسلكي معيارونه په جدي توګه په پام كې ونيسي. ريښتنې بې پرې رسنۍ بايد د وژنو د ادعاوو خبرونه په دې توګه خپاره نه كړي لكه څنګه چې يې د يوې ثابتې شوې پيښې په اړه خپروي.
په خبر او راپور كې بايد د وژنو په اړه له مدعي لوري پرته د مقابل لوري غبرګون هم اوسي. له بده مرغه ځينې رسنۍ دارنګه جګړه يېز خبرونه داسې خپروي ته به وايي، چې په خپله يې مړه او ژوندي شمارلي دي.
د ژورناليستي معيارونو او بې پلويتوب په پام كې نيول له رسنيو سره مرسته كولاى شي چې د درواغو په دې بازار كې خپله ريښتينولي ثابته وساتي.