د ملكي خلكو وژنه د كومې پاليسۍ له مخې

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په وړاندې د ولسمشر حامد کرزي غبرګون دا ځل د یوه وړاندیز په بڼه و. هغه له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې امریکا باید نور په افغانستان کې هوايي بمبارۍ بندې کړي ځکه چې په دارنګه بمباریو کې ډیر ملکي خلک وژل کیږي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ګټورې هم نه دي. په افغانستان کې خو داسې تصور کیږي چې د بهرنیو ځواکونو ټول ځواک په بي دوه پنځوس الوتكو او نورو هوايی تجهیزاتو کې نغښتی دی او که چیرې دا ترینه واخيستل شي آن د بګرام په هوايي ډکر کې هم نشي خلاصیدای، نو ایا د ولسمشر دغه وړاندیز به عملي بڼه ولري؟!!
د ولسمشر خبره په رسنیو کې په لنډو ټکیو کې خپره شوه، خو که عملي بڼه لری او که نه، د یوه حقیقت څرګندويي کوي، چې نور د بهرنیو په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو ړندې بمبارۍ په افغانستان کې د ولس او د حکومت د تر ټولو لوړ مقام ولسمشر په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او په دوام سره به یې د افغانستان د خلکو، دولت او نړیوالې ټولنې ترمنخ موجوده واټن نور هم اوږد او بلاخره به د یوه ولسي پاڅون بڼه خپله کړي.
د بهرنيو ځواكونو په وحشيانه بمباريو كې د ملكي خلكو مرګ ژوبله اوس د ورځې پيښه ګرځيدلې چې نور يې د افغان حكومت او بل هر لوري له خوا تشه غندنه خلكو ته يوه ملنډه ښكاري. امريكايي ځواكونه بيا په ډيره بې شرمۍ په اكثرو مواردو كې دغه مرګ ژوبله نه مني او اپوټه مسئوليت يې  په نورو اوپه ځانګړې توګه وسلوالو مخالفينو اچوي.
دا سمه خبره ده، چې هرڅومره د بهرنيو ځواكونو له خوا د ملكي خلكو مرګ ژوبله ډيريږي، هومره ښايي د وسلوالو طالبانو په ګته تماميږي، ځكه چې په خلكو كې بهرنيو ځواكونو ته نوره كركه راپاريږي او په مقابل كې يې له وسلوالو طالبانو سره همدردي هم زياتيږي، نو په دې اساس دا له امكانه لرې نه ده چې طالبان دې په خپله په ځينو مواردو كې د ملكي خلكو د مړينې باعث كيږي، خو ټول مسئوليت د هغوى پر اوږو اچول هم له حقايقو سترګې پټول دي.
د فراه د پيښې په اړه هم چې زموږ ۱۴۷ بې ګناه خلك پكې د امريكايانو ځواكونو له خوا شهيدان شول ، دوى په خپلې ناكردې د پردې اچولو لپاره همدا دليل وړاندې كړ، چې طالبانو يې په منځ كې پناه اخيستې وه. ايا دوى دا كار توجيه كولاى شي، چې د يو څو تنو لپاره پرته له كوم تفكيك نه د انسانانو دوه كلي له يوه سره تر هوايي بمباريو لاندې ونيسي او لاندې په سلګونو خلك مړه او ژوبل كړي.
د شينډنډ، شينوارو او اوس فراه له پيښو نه داسې څرګنديږي چې يا خو امريكايانو ته د افغانانو ژوند هيڅ اهميت نه لري او يا هم دا چې د ملكي خلكو ټول وژنه د دوى د پاليسۍ يوه برخه ده. خو په دويمې هغې يې ځكه د چا باور ډير راځي، چې دوى په ابوغريب، ګوانتانامو او بګرام زندانونو كې د خپلې رسمي پاليسۍ له مخې په انسانانو هغه ظلمونه او تيرى كړى دى، چې د بشريت په تاريخ كې يې سارى ډير كم ليدل شوى. په همدې توګه دوى ښايي ددې لپاره چې خلك له وسلوالو طالبانو او نورو مخالفينو سره له همكارۍ وويروي، كله نا كله د خپل وحشت نمونه ورته وړاندې كوي.
دا هغه پاليسۍ ده، چې ښايي د نړى په بل هر هيواد كې بريالۍ وخيژي، خو د افغان ملت تاريخ ثابته كړې ده، چې دوى هر هغه زبرځواك ډير ژر مات كړى دى، چې  د ظلم لار يې ورسره نيولې ده.
د بهرنيانو د دارنګه ناسمو پوځي او ملكي پاليسيو له امله د تيرې څه مودې راهيسې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې اعتبار په خلكو كې مخ په نزول روان دى آن تر دې چې په افغانستان كې د نوي نظام د پيل نه وروسته دا دى په دويم ځل انتخاباتو كې اوس د اكثرو سيمو خلك د ګډون كولو ليوالتيا او انرژي نه لري، موږ د فراه له خلكو نه چې په خپلو لاسونو يې په يوه ورځ د ۱۴۷ كسانو جنازې اوچتې كړې، څرنګه دا تمه ولرو چې د زمري د مياشتې د ۲۹ نيټې په انتخاباتو او يا هم د سولې او ثبات په كومې بلې پروسې كې دې ګډون وكړي.