
په هلمند كې د امريكايي او بريتانوي زرګونو سرتيرو له خوا د خنجر په نوم عملياتو سره په دغه ولايت او ټول هيواد كې جګړې شدت موندلى دى، دواړو لوريو ته تلفات هم زيات شوي دي. په تيرو دوو ورځو كې اته بريتانوي سرتيري ووژل شول په همدې توګه د امريكايي سرتيرو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.
خنجر عملياتو ته د امريكا د نوې ستراتيژۍ د عملي كيدو د لومړي ګام په توګه كتل كيږي. دا د ويتنام له جګړې وروسته د امريكايي ځواكونو تر ټول ستر عمليات هم بلل كيږي. خو له دې سره سره طالبانو ته پكې د عادي عملياتو په شان تلفات هم نه دي اوښتي. په تيرو شاوخوا دوو اونيو كې د ناټو او ايتلافي ځواكونو له خوا د دومره وسلوالو طالبانو د وژل كيدو ادعا نه ده شوې څومره چې د بهرنيو ځواكونو د وژل كيدو تاييد شوى دى. ځكه چې د طالبانو تكتيكي په شاتګ د دوى د عملياتو موثريت تر پوښتنې لاندې راوستى دى. ډير ځلې داسې شوي دي چې د سترو عملياتو په مهال طالبانو سيمه پريښې ده او د خپلو زيانونو مخنيوى يې كړى دى خو د عملياتو له پاى ته رسيدو وروسته يې بيرته په مرګونو ګذارونو سر راپورته كړى دى.
د جنجر د عملياتو په مهال هم وسلوال طالبان له څو ولسواليو څخه چې د تيرو څو كلونو راهيسې يې په لاس كې وې، په شا شول، او په نورو سيمو كې خواره شول.
اكثره يې ارزګان او كندهار ته اوښتي دي، ويل كيږي چې په پاكستان هم ورمات شوي، همداراز په ځينو نورو ولايتونو كې هم خواره او فعاليتونه يې ډير شوي دي.
كه له يوې خوا د خنجر عملياتو په ترڅ كې د هلمند څو ولسوالۍ له طالبانو نيول كيږي، بل لور ته طالبان په نورستان ولايت كې د برګ مټال ولسوالۍ نيسي او په شمالي ولايتونو كې هم خپلو عملياتو ته زور وركوي.
داسې ښكاري چې په هلمند كې روان جنجر عملياتو چې بهرنيو ځواكونوپه خپل ټول قوت سره پيل كړي دي، نړيوالې ټولنې ته مطلوب نتايج نه دي وركړي، ځكه خو په همدې ترڅ كې په ځينو واقعيتونو اعتراف شوى دى.
د بريتانيا صدراعظم د خپلو سرتيرو د مرګ ژوبلې د ډيريدو د تاييد په مهال وويل، چې ځواكونه يې په افغانستان كې له يوه سخت دوبي سره مخامخ دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د امریکايي اوناټو ځواکونو نوی قومندان جنرال ستنلي مك كريسټال وويل، چې په افغانستان کې بریالیتوب ته د رسېدو لپاره باید د افغان امنیتي ځواکونوشمېرډېرزیات شي
نوموړي چې د افغانستان د ملي اردو اوملي پولیسو شمېرکم دی او ترڅو چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېرزیات شوی نه وي دوی به جګړه ونه ګټلی شي.
جنرال سټنلي مک کریسټل د افغانستان حالات څېړي اوټاکل شوې ده چې د افغانستان د حالاتو جاج یې راتلونکې میاشت بشپړ شي . داسې ښكاري چې خنجر په پوځي ډګر كې بهرنيو ځواكونو ته ډير پټ حقايق برسيره كړل. كه چيرې دغو عملياتو مطلوبه نتيجه ورنه كړه، لكه تراوسه چې يې نه ده وركړې، نو دا به نړيوالو ته په افغانستان كې خپل پوځي ماموريت له ننګونې او پوښتنو سره مخ كړي او بالاخره به دوى په خپلو پاليسيو كې د لا ډيرو بدلونو راوستلو ته اړويستل شي. يو حقيقت به په ډاګه دا وي چې بهرني ځواكونه په هيڅ صورت او توان نشي كولاى چې په افغانستان كې په پوځي ډګر كې برياليتوب ترلاسه كړي بلكې د پوځي ستراتيژۍ د لا نور پرمخ بول به دوى له غوڅې ماتې سره مخ كړي.
په افغانستان كې د ناكامې پوځي ستراتيژۍ پرمخ بول له دوو پلوو نه نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه امريكا ته ناوړه پايلې لري. لومړى دا چې ددغې ناكامې ستراتيژۍ له امله رامنځ ته كيدونكې مرګ ژوبلْې او زيانونه خلك نور تر پوزې راوستي دي او ورو ورو يې ذهنيت سلوالو مخالفينو په ګته بدلون مومي، دويم دا چې په افغانستان كې په نامعلوم لوري د داسې خونړۍ جګړې اوږديدل د امريكا او د هغې د متحدو اروپايي هيوادونو ولسونو ته د منلو وړ هم نه دى. دا به ډيره ستونزمنه وي چې اروپايي ولسونه دې ته اجازه وركړي چې بچيان دې د دوى په وينا په پردۍ جګړې كې بې ګټې او نتيجې سرونه وركوي.