
ليک: عبيدالله ساحل
اسلامي نړۍ يو ستر او ياغي توپان په مخه کړې، چيرته چې د اسلام خواخوږي او پر اسلام مين سر راپورته کړي نو د دې سړې سيلۍ څپې هلته رسيږي او خزان جوړوي، د ځمکې په دې خاورين مخ کې چې نږدې اوه نيم ميليارده انسانان ژوند کوي، چې په هغې کې يواځې يو نيم ميليارد مسلمانان دي؛ خو د کفر په ټغر راټول شوي د اسلام قسم خوړلي دښمنان دا هم نه شي منلی چې مسلمانان دې په دومره کميت ژوند وکړي؛ د نړيوال کفر وروستۍ پريکړه د مسلمانانو په وړاندې داسې وشوه چې: مسلمانان په عادي او انفرادي توګه د ژوند کولو حق لري خو د حکومتونو او منظم حرکتونو په ليکه کې د پاتي کيدو حق نلري، هغه مسلمانان چې د نورې اسلامي نړۍ د تنظيم او انسجام غږپورته کوي بايد غږ يې په ستونې کې خپ شي، د مسلمانانو قيادتونه بايد ووژل شي، علمي کدرونه او پوه شخصيتونه بايد په مرګ وګواښل شي چې د قيادت او مشرتابه تصور يې ورک شي؛ د نړۍ روان حالت او شته حقائقو دا ثابته کړه چې پر مسلمانانو روان حالت د اسلامي ايډيالوژۍ د عدم په خپال روان دي او غواړي اسلامي فکر او قانون د تنظيمي او حکومتي چوکاټ نه حذف او يواځې انفرادي او عادي ژوند پورې محدود کړي، د اخوان المسلمين نړيوال اسلامي معتدل تنظيم چې د نړۍ په هر هيواد کې په لکونو پلويان لري دوي ورسره څه وکړل، د سيادت او قيادت له بامه د محمد المرسي راښکته کول او زندان تورو تمبو شاته غورځول، د مصر په خاوره کې د اخوانيانو پر کتابونو بنديز لګول، د هغوي پر سوله ييز لاريونونو مرګوني غشي ورول او په زرګونو زرګونو بې وزله لاريون کوونکي په غدر سره په شهادت رسول، د هغوي پوه او علمي کدرونه بې له کوم جرمه رنداني کول او په وړه خبره د زيات وخت لپاره د هغوي محکومول په عمري حبس او اعدام باندې د دې ښکاره بېلګې دي چې د نړۍ استبدادي رژيمونه له مسلمانانو او په تېره د اخوان المسلمين معتدل تنظيم نه پرته له دې نور څه غواړي چې هغوي د نظم او تنظيم ليکه پرې کړي او په انفرادي توګه د حکومتونو او تنظيمونو له چوکاټ نه وتلی ژوند وکړي.
په مصر کې د اخوان المسلمين حرکت يو سوله يېز او معتدل حرکت دی، د استبدادي نظام د ظلم او وحشت په وړاندې راپورته شوی اوـ اوس هم د استبداد په وړاندې مبارزه کوي؛ هيله او اميد يې د نږه اسلامي نظام حاکميت دی او د دې نظام تر چتر لاندې خپل هيواد ته د خدمت غيږه ورکول دي؛ په کار ده چې په نوم مسلمان او اسلامي هيواد د دوي په ملاتړ راپورته شي ځکه دلته قضيه د اسلام او اسلامي نظام ده او دوي د همدې شعار په ورکولو محکوم شوي او دا دی اوس د دار تر کړۍ ورسيدل؛ مصر کې راولاړې شوې سوله يېزې مظاهرې هم د همدې موخې د تحقق لپاره وې او د استبدادي رژيم څخه يې د خپلو حقوقو غوښتنه کوله، په کار ده چې د دې نړيوال معتدل حرکت ملاتړ د اسلامي حکومتونو لخوا په رسمي توګه وشي، که نه، په انفرادي توګه باور لرو چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به نه ستړې کيدونکي لاريونونه راولاړ شي او ژر ده چې نه يواځې د مصر بلکې د ټولې نړۍ د تورتم ګريوان څيرې کړي.
دا د کفري نظامونو هيلې او اميدونه دی چې اسلامي حرکتونه مخکې له دې چې نورې نړۍ ته لار وکړي په خپلو هيوادونو کې خنثی کړي او له پښو نه يې غورځوي، دوي ته يو اسلامي منظم حرکت د لسګونو اتومي قوتونو په نسبت زيات خطرناک او وخيم وي، ځکه خو يې د اخوان المسلمين حرکت د کفري نړۍ لپاره د خطر زنګ وباله او د هغې په وړاندې يې خپل مکرونه او دسيسي په لاره واچولې.
په مصر کې د اخوان المسلمين په وړاندې راولاړ شوي خنډونه يواځې د مصر استبدادي نظام لخوا نه دي، بلکې د نړۍ نور سيکولر نظامونه يې هم تر شا ولاړ دي او په ګډه د دې معتدل حرکت د ځپلو په هوډ نه ستړی کيدونکی ګامونه پورته کوي؛ افغانستان کې د دې فکر د لارويانو لپآره تر ننه پراخه جالونه غوړيدلي او نه يې پريږدي چې خپلو اهدافو ته ورسيږي، افغانستان کې دغه ستونزې نه يواځې د افغانستان د بې واکه او فاسد رژيم لخوا راولاړې شوي بلکې نور سيکولر نظامونه پکې پراخه ونډه لري.
د سيکولر نظامونو له لورې راولاړې شوې ستونزې د اسلامي حرکتونو له بشپړ يوالي او تفاهم پرته بله د حل او خلاصون لار نلري، په ټوله نړۍ کې بايد اسلامي خوځښتونه يو بل ته لاس ورکړي، خپله انرژي د يو محکم او نه ماتيدونکي بلاک په جوړولو مصرف کړي او له هماغه ځايه د استبدادي او سيکولر نظامونو د ټغر ټولولو پراخ مزل پيل کړي، دا کار له يوې خوا په روان بحراني حالت کې ناشونې بريښي خو د اسلامي حرکتونو په تفاهم او برداشت حتما شونې دی.
استبدادي او سيکولر قوتونه په خپل ټول قوت بوخت دي چې د اسلامي خوځښتونو تګلوری په مختلفو رنګونو او شيندلو اهدافو وويشي، چې د دې کار ترسره کولو لپاره يې د اسلامي حرکتونو منځ ته د خپلو افرادو د داخليدو هڅې پيل کړی ان تر دې چې ځينو هيوادونو کې يې اسلامي ځوځښتونو منځ کې درزونه را ولاړ کړي، د رنګونو، تګلورو او مقاصدو په مختلفو اړخونو يې ويشلي دي؛ په دې کار سره بل هېڅ نه کيږي، يواځې دومره چې انرژي او قوت تقسميږي او په ډيره اسانۍ سره له منځه ځي.
د مصر اسلامي خوځښت د قربانۍ له غيږې د سياست تر ډګره، په خپل تېر تاريخ باور لري چې پاک او سوچه دی، ځکه خو يې ټاکنو ته غاړه کيښوده او پايله يې د دوي په بريا وه، خو دا کار سيکولرې نړۍ ته نهايت وخيم او له خطر ډک محسوس شو، ځکه خو يې له سيادت راښکته کړ او د اعدام پريکړه يې پرې وکړه.
په دې معتدل حرکت لګيدلو بنديزونو چې د مصر داخل کې کومې ستونزې د نظام په وړاندې را ولاړې کړې، هماغه کافي دي چې حاکم رژيم يې پر عواقبو غور او سوچ وکړي او له دې وړاندې بل ناوړه ګام پورته نکړي، که نه د نړۍ د مسلمانانو نور د صبر جام ډک شوی او باور لرو چې الله مه کړه د محمد المرسي په اعدام سره به په ټوله نړۍ کې د مستبد او سيکولر رژيمونو په وړاندې خلک په يو غوڅ دريځ راپورته کيږي او د وينو په قيمت به د دې رژيمونو ټغر ټولوي؛ د مصر د حاکم رژيم ژوند د مرسي تر ژونده پورې دی، نو د مرسي اعدام به د مصر د حاکم رژيم ستر حماقت او تاريخي تيروتنه وي.