سرحدي ځواکونه بنسټيز سمبالښت غواړي!

 
ملي اردو،ملي پوليس اود ملي امنيت ادارې د يوۀ هېواد ملي بنسټونه ګڼل کېږي،ځکه،همدادرې عنصرونه دي چې د يوۀ هېواد خپلواکي،ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتيا ساتي. دا درې ملي بنسټونه د هر هېواد د ملي وياړ،غرور،برم او پرتم نښه  وي. دوى په هرډول سياسي او پوځي شرايطو او حالاتو کې له خپل هېواد، ملي ګټو،ملي نواميسو او ملي ارمانونو څخه د سرپه بيه دفاع  او ساتنه کوي.خوږ افغانستان د خپل جيوپولېټيک موقعيت پربنسټ د اسيا زړۀ او د ټولې نړۍ د امنيت کونجي بلل کېږي.که د نړۍ پر مخ دا سيمه او خاوره د سولې او امنيت  څخه برخمنه وه، نو بويه چې، نه يوازې اسيا بلکې په غونډه نړۍ کې به سوله او امنيت  وي. اوکه جګړه په کې روانه وه،نوله شک پرته چې،بيا به په غونډه نړۍ کې بې امني  او جګړه روانه وي.   له بده مرغه څلورلسيزې کېږي چې،په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده.دې کورګډې غميزې د افغان ټاټوبي ټوله بنسټيزه اډانه ورانه او ويجاړه کړه. د افغان ولس بدمرغي هغه وخت پيل شوه چې،کله د هېواد ملي اردو په سياست کې ور ګډه او ښکيل شوه او دا چاره ددې لامل وګرځېده،څو د افغانستان د امير شېرعلي خان پېردرې سوه کلنه ملي اردو له منځه ولاړه شي. ديارلس کاله وړاندې په هېواد کې اوسنى نظام واکمن شو،د اوسنۍ واکمنۍ له راتګ سره جوخت  په کور دننه د بيارغونې دوره پيل شوه. لسيزه پخوا په هېواد کې د ملي اردو په نوم اصلاً هېڅ څه نه وو.خو(لله الحمد) د تېر ديارلس کلن اوښتون په دوران کې د افغان ملي اردو،ملي پوليسو اوملي امنيت ادارې  لومړني اساسات او تشکيلات رامنځ ته شول چې، اوس د هېواد ملي بنسټونو شمېرشاوخوا (٣٥٠) زره سرتېرو ته رسيږي. همدا اوس د هېواد (ملي اردو،ملي امنيت او ملي پوليس) درې ګونى ځواک د کميت له پلوه ښه پياوړى او غښتلى دى،خو د کيفيت له مخې د نوي پېر له عيني غوښتنو،شرايطو او معيارونو سره په هېڅډول د پرتلنې وړ نه دى، ځکه زموږ د ملي اردو، ملي پوليسو اود ملي امنيت  وسلې او وسيلې په ډېر لومړني پړاو کې دي چې، د هېواد جنګي شرايطو او حالاتو ته  ځواب نشي ويلى. د ېوۀ هېواد ملي بنسټونه په څلورو ستنو اډانه  وي چې، دا څلور بنسټونه (١- انساني ځواک ٢- پوځي ښوونه او روزنه ٣- د تمويل سرچينې او ٤- سمبالښت ) په اوس وخت کې افغان ملي او امنيتي بنسټونه  بشري ځواک او پوځي ښوونه اور روزنه لري، خو د تمويل سرچينې او سمبالښت په ډګر کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له بل پلوه افغانستان د خپل جغرافيوي موقعيت له مخې په يوه داسې حايله سيمه کې واقع دى چې،ګاونډيان يې تل په کورنيو چارو کې  لاس وهنې کوي. نو افغانستان په سيمه ييزه توګه يوۀ  پياوړي او ځواکمن امنيتي ځواک  ته اړمن دى. همدا اوس افغان ملي ځواکونه پياوړى توپچي ځواک، زغره وال ټانکونه او ګاډي،د هوايي دفاع غښتلى سېستم نه لري او تر ټولو مهم دا چې، هوايي ځواک هډو نه لري . د پوځي قانون له مخې درې ډوله ځواکونه شتون لري : ځمکني ځواک، هوايي ځواک او سمندري ځواک، لکه څرنګه چې،افغانستان يو وچغاړى هېواد دى، نو سمندري ځواک ته اړتيا نه لري. خو د هوايي ځواک جوړېدل يې اړين دي. دوه لسيزې وړاندې، د پخواني رژيم د واکمنۍ پرمهال د هېواد هوايي ځواک ټولټال (٥٠٠) چورلکې، جنګي جېټ او ترانسپورتي الوتکې درلودې چې،د هغه مهال هوايي ځواک په سيمه کې تر هند وروسته يو ډېر پياوړى او ځواکمن ځواک  ؤ. خو د١٣٧١ لېږديز لمريز کال د غويي پر ٨  مه نېټه د مجاهدينو له بري وروسته په ټول هېواد کې د واک تشه رامنځ ته شوه او په کوردننه د جهادي ګوندونو ترمنځ د واک پر سرخونړۍ جګړه پيل شوه چې، د دې خونړۍ جګړې له امله د هېواد ملي اردو ړنګه او د ځمکني او هوايي ځواک ټوله وسله يې چور، کباړ او بياپر پاکستان وپلورل شوه. د نړۍ اوسني سياسي، اقتصادي او پوځي حالت ته په پام سره د يوۀ هېواد ملي  او امنيتي ځواک بنسټ د کميت په پرتله په کيفيت ولاړ دى. دا وسنۍ نړۍ چټک تخنيکي پرمختګونو پرمختللې وسلې رامنځ ته کړې چې، په پوځي ډګر کې يې د بشري ځواک ځاى ډک کړى دى. نوځکه بايد نوى افغان دولت او دولتمشران  د بدلون  په لسيزه کې د هېواد ملي ځواکونو(ملي اردو،ملي پوليس او ملي امنيت ) تجهيز او سمبالتيا ته په جدې توګه پاملرنه وکړي او په دې برخه کې د يوې مشخصې ستراتېژۍ په اډانه کې دننه کار وکړي. دا خبره ښکاره چې، په تېرو ديارلس کلونو کې د جګړې پرمهال افغان ملي ځواکونو ته د سراو مال خورا دروند زيان ورواوښت چې، ډېره برخه يې ملي پوليس جوړوي. هغه ولايتونه چې،دپاکستان او ايران سره ګډه سرحدي پوله لري، زيان منونکي ولايتونه دي. په سرحدي ولايتونو کې د ملي اردو او ملي پوليسو سربېره يو بل ځواک هم شته چې، هغه ته سرحدي پوليس وايي. ياد پوليس د سرحدي  ولايتونو د امنيت په ساتنه کې د ملا تېر په څېر اساسي رول لوبوي چې، له  هغه  نه په هېڅډول سره انکار نه شي کېداى. په تيره ديارلس کلنه دوره کې د خوست  سرحدي پوليسو ددې ولايت اړوند په سرحدي مهمو او ستراتېژيکو سيمو کې څارګره امنيتي مورچې او څوکۍ درلودې چې، په مختلفو سيمو کې يې د دښمن په سلګونو ترهګريز بريدونه شنډ کړي، په شايې تمبولي او د سرومال درانه زيانونه يې وراړولي دي. خوله بدمرغه چې، په تېره ديارلس کلنه دوره کې افغان دولتمشرانو د هېواد دغه ډېرمهم اوساتندويه سرحدي ځواک ته اړينه پاملرنه ونه کړه. همدا لامل ؤ چې، په  تېرکې يې زيات تلفات ورکړي اودا لړۍ لاهم ګړندۍ روانه ده.اوس چې، په هېواد کې د ښاغلي ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ترمشرۍ لاندې نوې ادارې په کار پيل کړى، نو بايد سرحدي ځواک ته له  نوي سره بياکتنه وشي. په ځانګړې توګه د هغو ولايتونو سرحدي ځواک ته چې،د تش  په  نوم فرضې کرښې ته نېږدې پراته دي. نوى حکومت بايد د سرحدي  پوليسو تشکيل، تجهيز او سمبالتيا ته په جدي توګه پاملرنه وکړي،ځکه د افغان  ولسمشر محترم اشرف غني احمدزي په خپلوکاري پلانونوکې دامنيت ټينګښت اواقتصادي ودې ته لومړيتوب ورکړى دى. د خوست والي محترم عبدالجبار نعيمي د يوۀ پوخ مدبر او سمبالګر په توګه د خپلې څلورکلنې واکمنۍ پرمهال تل مرکزي دولت  او حکومت ته رغند او ګټورې  مشورې ورکړي دي. دا هم د نوموړي يوه ډېره مهمه غوښتنه ده چې، بايددهېواد ملي بنسټونو د پياوړتياپه لړکې سرحدي ځواکونه هم په مډرنو او پرمختللو وسلو او وسيلو مجهز او سمبال شي، ځکه دوى د جګړې په لومړۍ کرښه کې  له مکار دښمن سره په ډغره دي. نو پرهمدې توسن بايد افغان دولت او حکومت  ژرترژره د افغانستان ملي بنسټونو جوړښت او سمبالښت ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو هېواد له روان  ناورين څخه ژرترژه  راووځي.
فضل وزير هيله من