
د جنورۍ په لومړیو کې ، په تهران کې د امریکې سفارت کیسنجر ته یو پیغام واستاوو او ځانګړی دوه رقمي پټ کوډ چې نوم یې (د روجر چینل) وو ور واستاوو. دا داسې کوډ وو چې CIA ته هم نه وو افشا شوی . شاه له سپینې ماڼۍ څخه غوښتي وو چې که د امریکې د عدلیې وزارت په امریکا کې د ایران د استخباراتي ادارې ساواک د ما مورینو پر ضد ګامونه پورته کړي نو « زه به ونشم کولی چې په ایران کې د هغو ۷۰ امریکایانو ساتنه او دفاع وکړم چې د ایران د قانون پر خلاف کړنې تر سره کوي . او یا د هغو نورو امریکایانو په وړاندې به موږ هیڅ ونشو کړی چې موږ یې هم په ایران کې د کړنو په اړه رسمي معلومات نه لرو . » د امریکا نوي ولسمشر جیمي کارټر ته د واک د لیږد په شیبو کې له ایران سره ځانګړې اړیکې د ګواښونو او د امریکايي کار کونکو او د CIA د عملیاتي کار کونکو پرضدکاریدونکې وبللې .
د ریچارډ هلوک په اړه رسوايي همدارنګه نوې ستونزې را مخې ته کړې . د ۱۹۷۷ کال د جنوري په ۲ نیټې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ د باب وډورډ یوه افشا کونکې لیکنه خپره کړه چې هغه پکې د ایبیکس د جاسوسۍ د پروګرام د جزییاتو په اړه پټ او محرم معلومات خپاره کړل . یو چا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته د شاه او ښاغلي هلوک ترمنځ د تر سره شویو پټو خبرو د لیکل شوي متن یوه برخه ور کړه . او هغوی په بې پردې ډول سره خپره کړه . ریچارډ هلوک د امریکې ددفاع د وزیر سچچلیزنجر او باچا د شخصي ملاقاتونو د تنظیمولو ځانګړی اړیکوال کس وو . دښاغلي هلوک د یاداښتونو پربنسټ په ۱۹۷۶ ، شاه ،د امریکې ددفاع د وزارت پنتاګون په چارواکو تور ولګاوو چې په غیر قانوني او شراچونکو کارونو کې ښکیل دي او ایران ته د پرمختللي ګران بیه رادار ټیکنالوژي د ور کړې په چاره کې خنډونه پیښوي . شاه د پنتاګون په چارواکو او نظامي ملکي استازو ډیرې کلکې نیوکې وکړې او ددوی چلند یې د نه زغملو وړ وباله .
د ووډ ورډ د مقالې له خپریدو ۶ ورځې وروسته جنرال طوفانیان دوه پاڼې لیک د امریکې ددفاع وزیر ډونالډ رامزفیلډ ته واستاوو او په لیک کې یې دارد کړې وه چې شاه ګنې هغه ته کومه بې احترامي کړې او پر همدې مهال یې له هغه څخه وغوښتل چې «ستاسو حکومت دا باید روښانه کړي چې که په دې اړه یاد شوي اسناد موجود وي باید په ډاګه شي . » هغه خبردارئ ور کړ چې «حساس امنیتي معلومات ، چې زموږ د دواړو هیوادونو لخوا محرم ساتل کیده اوس په ډاګه شویدي . » هغه ښاغلي رامزفیلډ ته ور یاده کړه چې « دامریکې ددفاع وزارت په لومړي ځل ښاغلی ریچارډ هلوک د ایران شاهي دولت ته ور وپیژنده او اعلی حضرت رضا شاه ته یې په لیکلي ډول د هغه د فعالیتونو او کار کړنو ستاینه کړې وه .» له کله چې تهران د ښاغلي هلوک تړون له منځه یووړ «موږ د هغو کار کړنو مسولیت په هیڅ ډول نه منو چې هغه پکې ښکیل وو او په مشخص ډول د ماموریت په وخت کې زموږ د حکومت لخوا اجازه نه وه ور کول شوې.»
د امریکې ددفاع د وزیر رامزفیلډ ځواب ایراني جنرال ته یوازې ۵ جملې وې چې هغه یې هم په ډیر ځنډ سره ور کړې . هغه د لیکنې شته والی رد نکړ، او نه یې هم دا وړاندیز وکړ چې دا مسله به وپوښي او یا به یې پټه کړي .په واقیعت کې رامزفیلډ دوی ته د هرڅه په اړه کومه یادونه ونکړه ، او نه یې هم د ښاغلي هلوک نوم واخیست . د امریکې ددفاع وزیر رامزفیلډ یوازې د امریکې او ایران د دفاعي اړیکو په اړه خوښي وښوده او هغه څه یې ورته په ډاګه کړل چې هغه قصد درلود د وروستي سپکاوي په توګه یې وړاندې کړي . دغه اړیکې په منصفانه ډول د دواړو غاړو د نظرونو پربنسټ را منځ ته شوې وې . »
د ولسمریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال جیمي کارتر د بیل سایمون په اقتصادي پروګرام کلکې نیوکې وکړې . ډیموکراټانو په دې ټینګار کاوو چې د سایمون د بیو د را کښته کولو پالیسۍ ډیرې ترخې وې چې له کبله یې اقتصادي رغیدا له خنډسره مخامخ شوې وه او په کارګرو ټولنو غیر ضروري فشارونه او سختۍ را غلې . د حکومت په دننه کې یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي دا تایید کړه چې «زه د ولسمشر فورډ په حکومت کې داسې هیڅوک نه پیژنم چې جیمي کارتر دې له هغه څخه دومره کرکه در لودلي وي ،لکه له سایمون څخه یې چې لرله .» یو ه مهم اقتصاد پوه الیوت جینیوي چې د ورځپاڼو لپاره یې کالمونه لیکل او د ایران پر شاه به یې په لوړ غږ او ډیر روښانه ډول نیوکې کولې ، هغه دکار تر لخوا د واک د لیږد د بهیر په ډله کې شامل شو او هغه ته دنده وسپارل شوه چې د دواړ ولسمشرانو ترمنځ یوه ناسته تنظیم کړي . هغه غوښتل دا ډاډه کړي چې نوي ټاکل شوې ولسمشر ته د اوپیک او د ایران له شاه سره د امریکا د حکومت د بهرنیو ستونزو په اړه په شخصي ډول معلومات ورکړل شي . جینیوي وروسته ولیکل ، سره له دې چې هغه نه غوښتل او پلان یې نه در لود چې سایمون دې له کارتر سره وویني او هغه ته دې د مالي وضیعت په اړه معلومات ور کړي ، خو د خزانې تلونکي وزیر (سایمون) هغه ته ډاډ ور کړ چې «ولسمشرکارتر له ما څخه ټولې سمې پوښتنې وکړې»
موږ ماتې وخوړه
د ۱۹۷۷ کال د جنورئ په ۱ نیټه محمد رضا شاه د خپل دربار له وزیر اسدالله علم سره اوږده رسمي غونډه ونیوله او سعودي عربستان یې په خیانت تورن کړ .« موږ باید دوی ته داسې سزا ور کړو چې دوی یې وړ وي .»خو دا بله ورځ یې ډیره خطرناکه وه . ښاغلی علم په دې خبرونو ډیر خواشینی شو چې وايي وریدل د ایران اقتصاد او مالي سیستم د خرابیدو په حال کې دی .شاه بلاخره ومنله چې «موږ ماتې وخوړه. هرڅه وران بریښي او حالات د خرابید په حال کې دي او پر همدې مهال ډیر هغه پروګرامونه چې موږ پلان کړي دي باید وځنډول شي.» هغه داسې تمه در لوده چې د تېلو صادرات به یې ۳۰ په سلو کې کم شي . کله چې ښاغلي علم هڅه وکړه چې شاه ته یو ځل بیا ډاډ ور کړي ، شاه یو ځل بیا پر سعودي او د هغه هیواد د تېلو په وزیر لفظي بریدونه پیل کړل.شاه ومنله چې«دا به ډیر سخت وضیعت او مزل وي». تردې څو ورځې مخکې د ایران باچا د کیهان له ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې په ډیر بې ادبانه ډول په خپلو خلکو سخت ګوزارونه وکړل، ا و توریې پرې ولګاوو چې دوی په خپله د ایران د مالي بحران سبب شویدي او ویلي یې وو چې ایرانیان باید په خپله له حالاتوسره د مقابلې لپاره خپلې ملاوې وتړي .شاه وویل: «ایران د تنبلانو او بیکارانو جنت ګرځیدلی» . دا د ټولو لپاره ددې وخت دی چې ټول مټې را بډ وهي او د خپل ژوند د ښه والي لپاره لاس په کار شي .هغه وویل: «که چیرته موږ خپلو پالیسیو ته له سره کتنه ونکړو موږ به د تل لپاره ختم شو . » د ایران شاهنشاه په ډاګه کړه چې «زه به دا ملت د سترمدنیت په لور رهبري کړم، او که اړتیا وه په دې لاره کې به ان له زور څخه هم کار واخلم.» هغه وویل که هر څوک په دې برخه کې له ما سره هم نظره نه وي کولی شي چې خپل بیکونه واخلي او له دولت څخه بهر شي . «که داسې نه کوي موږ به دوی لکه موږککان داسې وځغلوو.»
ایران د سعودي عربستان لخوا پیلیدونکي طوفان ته په تمه وو چې شمال یې د شاه د زړه له تله تیریده . دایران باچا د بزنیس ویک مجلې سره په خپلې مرکې کې تایید کړه چې «اوس پوښتنه داده چې ذکي یمني به په رښتیا هم مارکیټ ته پریمانه تېل ورپمپ کړي که نه ؟که هغه چیرته په کمه اندازه هم د تېلو واردات مارکیټ ته زیات کړي ، دا به په موږ فشار راوړي چې موږ خپل تولیدات کم کړو.نو که داسې وشي دا به زموږ په اقتصادي او نظامي پلانونو ، زموږ په نظامي بیا رغیدا او په ځانګړې توګه زموږ د بهرنیو مرستو په پروګرام اغیز وکړي .... زه په یوه ډول د کورنیو پرمختیا وو په اړه وارخطا یم . که موږ په هغه اندازه پیسې ونه لرو چې موږ یې فکر کوو، دا به زموږ دټول څرخ تاویدل سست کړي . زموږ اقتصاد ډیر زیات ګرم دی اود سعودي کړنې به دا یو څه یخ کړي .» کله چې ښاغلي یمني دا غوره وکړه چې سعودي عربستان دیته تیاری نیسي چې د خپلو تېلو تولیدات ۵۰ په سلو کې لوړ کړي یانې د سعودي د تېلو تولید به په ورځ کې تر ۱۴ میلیون بیرله اوړي ،نو شاه د فرانسې په تلویزیون کې له دې چارې سره مخالفت ښکاره کړ او هغه یې سخت وغانده او دایې « یرغل» وباله . هغه د نیوزویک مجلې خبریال ویلیم سچمیډیت ته وویل چې «ذکي یمني د واشنګټن ګوډاګۍ دی او غواړي د سعوديانو تېل په کمه بیه دوی او نړی ته ورکړي. » او په ډیره تنده لهجه یې د سعودي د تېلو وزیر له یهودي خادم اسکاریوت سره مقایسه کړ:هغه وویل :«که سعودیان په دغه نوې غوره کړې لاره مزل وکړي نو موږ به ډیر زیات تاوان او سترې معاملې وزغمو.خو موږ به له خپل پلانه لاس په سر نشو او هغوی ته به ازاده لار ور نکړو. . . .او که موږ له مارکیټ څخه هم و ویستل شو . . . . دا به زموږ په ټولو پالیسیو اغیز وکړي او موږ به یې جبران کړو.»
د نیوزویک خبریال ویلیم له شاه پوښتنه وکړه « چې د ښاغلي یمني ددې نظر په اړه څه فکر کوي چې د تېلو په بیه کې د ۱۵ په سلو کې لوړ والي له کبله به د لویدیځې اروپا د یو شمیر هیوادونو اقتصاد ضعیفه کړي او په دغو هیوادونو کې به واک ته د کمونستي ډلو د رسیدو لپاره نوره هم زمینه برا بره کړي . ستاسو ځواب دې پوښتنې ته څه دی؟»
شاه په ډیرمسخره ډول ځواب ور کړ:«زه یوازې په دې اړه خندا کولی شم.»
خبریال ویلیم ورته وویل:« ایاتاسو دې موضوع ته په جدي سترګه نه ګورئ، ایا تاسو په دغو هیوادونو کې واک ته د کمونستي ډلو د رسیدو امکانات نه وینئ؟»
شاه وویل:«ددې امکان ډیرزیات دی ، خو دا کار د شیخ یمني په هغه وړاندیز نشي کنټرولیدی چې د تېلو بیې یې د ۱۰ په سلو پرځای ۵ ٪ لوړې کړې .»
سچمیډیټ پوښتنه وکړه:«خو ایا ستاسو د بیو لوړتیا په دې مانا نه ده چې د لویدیځو هیوادونو اقتصاد کیدی شي خراب کړي ؟»
شاه ځواب ور کړ:« دا اصلي مسله نه ده . اصلي خبره داده چې ستاسې ټولنې په ښه ډول نه اداره کیږي او چارې مو ناسمې پرمخ روانې کړیدي. تاسو نه حکومتونه لرئ او نه هم مشرتوب.زه د امریکا په اړه خبرې نه کوم ، ځکه چې هغوی خپله نړۍ لري . زه د اروپایانو په اړه غږیږم.»
د ایران خپل ۸۵ په سلو کې بهرني اسعارد تېلو له برخې تر لاسه کول . د دوحې ناستې ته د ورتلو دمخه ورځو کې د تېلو نړیوالو کمپنیو د خامو تېلو په زیرمه کولو پیل وکړ. ویره یې داوه چې د نوي کال په پیل سره به د تېلو بیې نورې ډیرې لوړې شي .دوی د تېلو په جګړه کې د برخې اخیستو لیواله نه وو، برعکس دوی په ځانګړې توګه له ایران سره د دښمنۍ کولو په برخه کې له ډیر احتیاط څخه کار اخیسته ، ځکه چې شاه دا روښانه کړې وه ، چې هغه به هیڅکله له هغو مشتریانو سره معامله ونکړي چې د تېلو د اخیستو خپل اوسني وړاندیزونه فسخه یا له منځه یو سي . د اوس لپاره د تېلو کمپنیو ترجیح ورکوله چې له ایران سره د خپلو معاملو موجود تړونونه صفر کړي او له سره نوي وړاندیزونه برا بر او را مخې ته کړي . هغو کمپنیو چې تر دې دمخه یې له ایران سره کلک او پیاوړي تړونونه نه در لودل ، ریاض ته مخه کړه او ویې غوښتل چې له سعودي عربستان سره تړونونه لاسلیک کړي . په مارکیټ کې د ګډوډۍ ددغه را منځ ته شوي وضیعت له کبله د ۱۹۷۷ کال په لومړیو ۹ ورځو کې د ایران د تېلو تولیدات د تیرې میاشتې پرتله ۳۸ په سلو کې را وغورځیدل چې دغه کمښت په ورځ کې له ۲ میلیون بیرلو سره برا بره وه . دغه کمښت له دې کبله راغی چې له نویو وړاندیزونو، شرکتونه تیر شول . په ۵ ورځوکې د ایران د تېلو ملي کمپنۍ رپوټ ور کړ چې ۲۵ نویو مشتریانو د ایران د تېلو اخیستل په ورځ کې له ۱۲ سوه زره بیرلو څخه نژدې ۷۰۰ زره بیرلوته را کم کړل . د جنورۍ د میاشتې لپاره د ایران د تېلو عواید ۴۶۰ میلیون ډالرو ته را کښته شول په داسې حال کې چې تیر کال د جنورئ په میاشت کې د ایران د تېلو عواید ۶۷۲ میلیون ډالره وو . د یوه اټکل له مخې ایران په ورځ کې ۲۰ میلیون ډالره عواید یا ګټه له لاسه ور کوله . د ایران او سعودي د خرڅونکو خامو تېلود بیو ترمنځ توپیر ۷ په سلو کې وو . دا چار ه ددې سبب شوچې د تېلو لوی او واړه خریداران بلې خواته مخه کړي او ایران له سترګواښ سره مخامخ کړي . دا د ایران د تېلو په تولیداتو کې بل ځل راغلی کمښت وو . خوددې ځل توپیر له پخوا سره داوو چې د ۱۹۷۷ کال په جنورۍ میاشت کې د ایران د تېلو تولید د یوه کال پخوا پرتله کم وو ، هغه مهال د ایران د خامو تېلو تولید په لویدیځ کې د تقاضا د کموالي له کبله کم شوی وو ، خو داځل سعودي ایران ته پښه بنده کړې وه او په لویدیځ کې د پخوا پرتله تقاضا تېلو ته نوره هم زیاته شوې وه . د تېلو نور تولیدونکي هیوادونه لکه کویټ هم دتېلو د تولید د غوښتنې له یو څه کمښت سره مخامخ شوی وو . خو د کویټ لپاره دغه کمښت د هغه کورنیو ګټو ته د ایران په څیرنه ډیر زیان نه وو متوجهه کړی ، ځکه نفوس او پراختیايي پروژې او په لویه کې یې لګښتونه کم وو، خو ایران یې له ستوني خفک کولو سره مخامخ کړی وو.
د تېلو عایدات چې د ایران د میلمستیاوو مالګه او مساله برابره کړې وه اوس ورته ایران ډیر تږی وو . او دایران اقتصاد یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړی وو . د لندن ټایمز ورځپاڼې رپوټ ور کړ چې « ایران اړتیا در لوده په بیړې سره د اوپیک لخوا د تېلو دبیودوه پړاویزه لوړتیا پای ته ورسیږي . د جنورئ له لومړۍ نیټې کله چې د اوپیک لخوا د تېلو بیې لوړې شوې ددوی دتېلو په صادراتو کې د پام وړ کموالی راغی او دوی بیخې ډیر عواید له لاسه ور کړل. د اوپیک هیڅ غړی له دغه حالت څخه دومره نه وو اغیزمن شوی لکه ایران یې چې له پښوغورځولی وو . » د ایران مرکزي بانک اټکل کاوو چې د تېلو عواید په کال کې له ۲۲ میلیارد ډالرو څخه ۱۹.۵ میلیارد ډالرو ته را ټیټ شو . د ایران د پراختیا لپاره ترتیب شوی پنځم پلان د ۱۹۷۸ کال په مارچ کې پای ته ورسول شو چې له ۱۲ میلیارد ډالرو څخه یې لګښت لس میلیارد ډالرو ته راټیټ کړی شو . د جنورئ په ۱۱ نیټه د ایران حکومت ناڅاپه د خپل مالي تخمین په اړه اوښکې تویې کړې ، مالي لګښتونه یې کنګل کړل اوهغه پور ور کول یې لغوه کړل چې په پلان کې یې وو چې د برتانیې د ځپل شوي اقتصاد د ژغورنې لپاره یې ور کړي . برعکس تهران له دې فشار سره مخامخ وو چې په خپله ۵۰۰ میلیون ډالره پور واخلي، او دې کار ته په ډیرې بیړې سره د امریکايي ا و اروپايي بانکونو یوه کنسورشیم را مخې ته شو چې د ډیویډ راکفیلر د چیس منهاټن بانک یې په سر کې وو .خو د وسله والو ځواکونو د پیاوړتیا په مسله یې سترګې نشوې پټیدی . په فارس خلیج کې د چابهار په بندري سیمه کې د سترې سمندري اډې د جوړولو پیل شوی کار وځنډول شو . د اف ۱۶ جټ الوتکو جوړونکې کمپنۍ جنرال ډینامیک څخه وغوښتل شو چې د هغو ۳اشاریه۸ میلیارد ډالرو په ارزښت دجوړیدونکو الوتکو په مقابل کې تېل ترې واخلي چې له وړاندې یې د جوړولو فرمایش ور کړل شوی وو .
د شاه له شاوخوا کسانو سره یو ډول درد او ویره موجوده وه او په کوردننه ورته لوی سرخوږی جوړ وو. د جنورئ په ۷ نیټه د جمعې په ورځ د ایران د مالیې وزیر هوشنګ انصاري لندن ته ورسید ، هغه په پټه یوه لوړ پوړي برتانوي چارواکي جیمز پرویزرادجي ته وویل چې «ما په دوحه کې ټولو ته د خپل وضیعت په اړه له وړاندې خبر داری ور کړ او دوی ته موداسې اټکل وړاندې کړ چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې به په مشخص ډول د ایران لپاره په اقتصادي برخه کې ډیرې سختې وې » . د ایران د تېلو د ملي کمپنۍ مشر پرویز مینا هم لندن ته سفر وکړ.سفیر جیمزپرویز په خپل مجله کې د ایران د تېلو د ملي شرکت د مشر په اړه لیکلي وو چې هغه « عادي ، غلی ، چپ او د نرمو خبرو کونکی کس وو . ما هغه په دوحه کې د اوپیک د ناستې پرمهال ولیده چې د یوه پریشانه هیواد د یوه استازي په توګه د ناستې پایلو ته یې خوله وازه پاته وه . » پرویز مینا د برتانیې سفیر رادجي ته په ډاګه کړه چې ایران کیدی شي د تېلو د بیو د را غورځیدو چاره جبران کړي .هغه وویل « د همدې لپاره به ټول کمبود د ایران لخوا وي. دغه وضیعت تر اوسه د عامو ایرانیانو لپاره د یوې سترې بريا په توګه تشریح شوې ، خو ښه والی به یې هله معلوم او په ډاګه شي چې ایران د خپلو لګښتونو پرې کول پیل کړي . »
د دربار وزیر اسد علم د سختې تبې له کبله د ۲ اونیو لپاره په کور کې بستري شو . د هغه تبه د سرطان د ناروغۍ له کبله وه چې د هغه د مرګ سبب شو. لکه چې هغه د خپل برخلیک او د پهلوي سلطنت د را تلونکي په اړه فکر کاوو ، حالات همداسې روان وو . ښاغلی علم ته وویل شو چې یو لیک شاه ته ولیکي او هغه ته خبر دارئ و رکړي چې د سلطنت په وړاندې سختې ورځې را روانې دي . هغه شاه ته ولیکل :« موږ خپل هر سینټ ددې لپاره مصرف کړ چې د سعودي عربستان په یوه حرکت سره ماتې وخورو ؟ ښاغلی اعلی حضرت موږ په ډیر ویرونکي مالي خطر کې ښکیل یو او که موږ غواړو چې ژوندي پاته شو نو باید خپل پړي یا مزي ټینګ کړو.» هغه شاه ته سپارښتنه وکړه چې پر حکومت د عامو خلکو باور زیات کړي او فاسد چارواکي زندان ته واچوي . که داسې نشي حالات له کابو کیدو بهر کیږي او پایلې به یې زموږ د ټولو لپاره زیان رسونکې وي .
د جنورئ په وروستیو کې، د شاه په ټینګار سره ، ښاغلی علم له تهران څخه پاریس ته ولاړ چې روغتیايی درملنه یې وشي . هغه لا دمخه د ۳ اونیو لپاره بستري شوی وو .هغه د خپلې ناروغۍ له بستره باچا رضاه شاه ته ولیکل چې «موږ د تېلو د بیو له اړخه خراب او خفه شوي یو او د امریکې له متحدو ایالتونو سره زموږ را تلونکې اړیکې په حقیقت کې ډیر ې بې پردې او له خطر سره مخامخ دي . » د ایران لومړی وزیر هویدا په پاریس کې د اسد علم پوښتنې ته ورغی او هغه ته یې په پټه وویل چې « په ایران کې وضیعت ډیر خطرناک دی او نشي کولی شي چې په عواملو یې ګوته کیږدي .»
د فبرورۍ په میاشت کې د ایران بخت یو ځل بیا بیدا ر شو او داسې هیله یې دوی ته پیدا کړه چې د ایران اقتصاد کیدی شي ددې وړ شي چې له دغه ور الوتي طوفان څخه ځان وژغوري . د ایران شاه له جنرال طوفانیان څخه وغوښتل چې ور سره کښیني او هغه ته په دې اړه معلومات ور کړي چې هغه به له سعودي عربستان سره جګړه پرمخ بوځي .هغه وویل: « د بانکونو دیوالي کیدل له ماتیدلوو څخه خطرناک دي.» هغه پوځ ته لارښوونه وکړه چې خپل لګښتونه را کم کړي . په هر حال ،د امریکې په متحدو ایالتونو او لویدیځو اروپايي هیوادونو کې سختې یخې ژمنۍ هوا د ایران د سونګ تېلو لپاره اړتیا او تقاضا یوځل بیا زیاته کړه . د امریکې په متحدو ایالتونو کې ،ځینې ورځې سونک تېلو ته اړتیا تر ۲۰ میلیون بیرل تېلو اوښته . دغه وضیعت د ایران د موقف له پیاوړي کولو سره مرسته کوله چې د فارس په خلیج کې رامنځ ته شوی وو او د تېلو وړونکي ټانکرونه یې دسعودي عربستان د راس تنورا د ترمینل څخه د تېلو له ډکیدو یو ځل بیا منع کول ، ځکه چې د ایران د سونګ تېلو ښه لوړه درجه در لوده . راس تنورا د سعودي عربستان د تېلو د صنعت یو ه نمونوي سیمه وه او دا د سعودي دنفتي موادو یو پیاوړی سمبول وو .
د ۱۹۷۷ کال د فبرورئ په لومړیو کې یوه ورځ کې « ۱۸ بیړۍ په تېلو بار شوې او ۷ نورې سترې بیړۍ له سواحلو لیرې په لنګرونو کې د چارو بشپړیدو او د تېلو باریدو ته په تمه وې . . . . د یوې بیړۍ باریدلو ۴۵ ساعته وخت نیوو . داچې د سعودي د راس تنورا سټیشن اغیزمن وو دلیل یې داوو چې د ډیرو زیاتو تېلو د زیرمه کیدو وړتیا یې نه در لوده . دغه ځای کې یوازې د ۴ ورځو لپاره تېل زیرمه کیدی شو او بس . دا په دې مانا وو چې معمولي ستونزې د تېلو په دغه لوی ستیشن کې د بیړیو او نورو ترانسپورټي وسایلو بارول له ستونزو سره مخامخ کول . ایراني چارواکو د ناسمې یخې هوا په ستاینه خولې پرانیسې وې او له الله پاک څخه یې مننه کوله چې ددوی به بدو شپو کې یې هوا داسې یخه کړه یا داسې شر یې را پیښ کړ چې ددوی خیر پکې وو. دغې یخې هوا د سعودي د تېلو له سیمو د تېلو راوړل کم کړل او برعکس د ایران دتېلو تولیداتو ته یې اړتیا زیاته کړه او ایران یې بیرته پخواني حالت ته ور روان کړ. د فبرورئ په میاشت کې یې ۳۰ په سلو کې د تیرې میاشتې پرتله د عوایدولوړ والی در لود او په دې ډول ایران یو ځل بیا په ورځ کې ۵ نیم میلیون بیرله تېل تولید کړل . کله چې د شمالي امریکا او اروپايي هیوادونو اقتصاد د پسرلي په موسم کې و ارزول شو ، لکه چې دوی یې تمه درلوده د منځني ختیځ تېلو ته به په پراخه کچه په لویدیځ کې د فابریکو لخوا د خپلو صنعتي فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره غوښتنې زیاتې شي .په لویدیځ کې د تېلو د یوې کمپنۍ چارواکي رپوټ ور کړ چې :« که دغه هیوادونه ۱۰٪ د تېلو غوښتنې زیاتې کړي ، په محصولاتو کې خپل لومړني را غلي کمښتونه جبران کولی شي ، خو که د کا ل په دویمه نیمايي کې تېلو ته تقاضا ډیره زیاته شوه ، دغه چاره کیدی شي د سعودي عربستان په تېلو سره جبران کړي او د سعودي تولیدات وکاروي .
د مارچ او اپریل په میاشتو کې چې په امریکا او اروپا کې پسرلۍ شو او هوا ګرمه شوه د ایران د تېلو صنعت یو ځل بیا په ځمکه را پریوت د سعودي بیړۍ بیا ساحل ته ور ګډه شوه او یو ځل بیا ددغه هیواد د تېلو تولیدات لوړ شول . په لویدیځ کې د هوا په ګرمیدو سره دتېلو مصرفونکي هم کم شول ، خود مارچ په میاشت کې د سعودي د خامو تېلو صادرات یوځل بیا په ورځ کې ۹اشاریه۳ میلیون بیرلو ته لوړ شو او د فبرورئ د میاشتې پرتله په ورځ ک ۵۴۰ زره بیرله سعودي تېل زیات بهر ته صادریدل او په دې ډول دغه هیواد په ورځ کې ۹اشاریه ۷ میلیون بیرله تېل تولیدول . ایران د تېلو په مارکیټ کې خپل مشتریان د هرې ورځې په تیریدو سره له لاسه ور کړي وو او ددې حالت دوام ایران له سترو ننګونو سره مخامخ کړی وو اوله مالي اړخه ځان مرګي برید ته چمتو کیده . د ایران د جوړونې لپاره د شاه پنځم پلان چې د شاه د امپراطورۍ د اقتصادي انجن یا ماشین د تاویدو لپاره ډیر مهم بلل کیده ، بلاخره پلی نشو او له مجبوریته ځینې تیر شو .په دې ډول د شاه ټول مالي تخمینونه او اټکلونه یو خوا کیښودل شو او ایران د خپلو لګښتونو د پوره کیدو نوي حسابونه کول . په اپریل میاشت کې د ایران د تېلو تولیدات ۱۶ په سلو کې را وغورځیدل چې په ورځ کې ۸۶۴ زره بیرله کمښت پکې راغی . د فایننشل ټایمز ورځپاڼې خبریال رابرت ګراهم په خپل یوه رپوټ کې ولیکل «په نړیواله کچه د تېلو په غوښتنه کې دغه را غلي کموالي ډرامټیک اغیز در لود.» هغه وویل چې « ایران د ۱۹۵۰ مو کلونو د بې ثباتۍ حالت ته ور ګرځیدلی وو چې هغه مهال د ایران د تېلود عوایدو کچه مطمینه نه وه .»
د سعودي عربستان او د اوپیک د نورو غړو هیوادونو تر منځ مبارزې د سعودي د شاهي کورنۍ په اړه د نورې عربي نړۍ د هیوادونو دښمني نوره هم ژوره کړه او لا یې ور سره کینه پیاوړې شوه او دسعودي دولت په زړه کې یې د خطر زنګ وکړنګاوو . د سعودي دباچا ملک خالد غندنه له بیروت څخه د فلسطین د ازادی غوښتنونکي سازمان د مشر یاسر عرفات لخوا وشوه چې په وینا یې سعودي د اوپیک له پریکړې بهر تېل خرڅوي چې ګټه یې د امریکې متحدو ایالتونو او اسراییلو ته رسیږي . د سعودي عربستان د تېلو د را ویستلو او چاڼ کولو زیرمې د دغه هیواد په ختیځ ولایت کې پرتې دي چې په پراخه کچه شیعیه ګان پکې میشت دي چې له ډیرې مودې راهیسې د السعود د شاهي خاندان پرضد را پورته شوي او په مبارزه ور سره بوخت دي . د ۱۹۷۷ کال په پسرلي کې په سعودي کې د امریکا او سعودي د تېلو د کمپنۍ دکار کونکو په منځ کې د نا ارامۍ د را پورته کیدو رپوټونه ور کړل شوچې د هغه لارښود د عملي کیدو په اړه په غوصه او خفه وو چې نړیوالو مار کیټونو ته به تېل ور پمپ کوي . په همدې مهال د سعودي د تېلو سیمې او زیرمې یا فابریکې هم د یو لړ مرموزو یا پټو اورلګیدو او دارنګه د نل لیکې د خرابولو او د تېلو د پروسس یا پخولو په بټیو کېد بریدونو له لړۍ سره مخامخ شو .
دغه خطر ناکې پیښې په تهران کې ډیرې معمول نه وې . د پنجشنبې په ورځ چې د مې د میاشتې ۱۲ نیټه وه د ایران د دربار وزیر اسد علم له شاه سره لیدنه در لوده ،چې شاه ته یو تېلیفون را وکړنګیده « په روښانه ډول د هغې پیښې رپوټ وو چې د تېلو په یوه بډایه سیمه کې د اورلګیدو په اړه ور کول کیده .» ښاغلي علم ولیکل « زه یو څه وارخطا شوم او د معمول خلاف ډیر خفه شوم ، له اعلی حضرت څخه مې د نورو جزیاتو پوښتنه وکړه . هغه ځواب ور کړ : اوهه د بحران په کچې کوم خطرناک څه نشته . ستونزه په سعودي عربستان کې ده . زه دلته ددې لپاره ارام نه یم ناست چې استراحت وکړم . »
د سعودي د ابقایق په نل لیکه کې چې د ارامکو د امریکايی کمپنۍ لخوا یو چلیدونکي تېل ستیشن یا چاڼ ځای او زیرمتون ته یې تېل استول اور لګیدلی وو . د سعودي عربستان تر نیمايي ډیر تېل دغلته تولیدیدل . د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ ور کړ : « د ابقایق د تېلو د زیرمې په سیمه کې اسمان په دود تک تور پټ شوی وو . له دغې سیمې ۴۰ مایله لیرې سویل پلو د ارامکو د شرکت مرکزي دفتر وو . په پایپ لاین کې پاتې نور تېل هم پریښودل شو چې وسوځیږي. » په دغه پیښه کې یو کس وو ژل شو او ۳۰ تنه نور په دغه دوزخ ته ورته اور کې ټپیان شول . اور له څلورو ورځو وروسته تر ولکې لاندې شو او ایله بیله یې د مړ کیدو زمینه برا بره شوه .دغې پیښې سعودي عربستان ته سل میلیون ډالره زیان ورساوو . دغې اورلګیدنې یو لړ جدي اندیښنو ته اشاره وکړ ه او د سعودي عربستان هغو هڅواو ژمنو ته یې په موقت ډول خنډ پیښ کړ چې نړیوال مارکیټ ته یې د پریمانه تېلو د ور پمپ کولو په برخه کې کړې وې او د تېلو د بیو د را کښته کولو پلان یې نیولی وو . لویدیځو رسنیو ته دسعودي د حکومت او ارامکو د شرکت لخوا دا وویل شو چې دغه اورلګیدنه د کار کونکو د تیروتنې او ماشینونو له کبله را منځ ته شوی وو .خو له سیمې نورو رپوټونو بل ډول خبر ور کړ او ویې ویل چې سعودي مخالفو شیعه ګانو د تېلو د ابقایق په نل لیکه او دغلته د تېلو په تاسیساتو برید کړی او هغو ته یې اور اچولی . د رپوټونو پر بنسټ ددغه برید موخه د سعودي شاهي کورنۍ ځورول او په ټولنه او نړۍ کې ددوی د موقف زیانمنول وو ، خو تردې مهمه موخه د سعودي د تېلو دزیات تولید مخه ډپ کول وو .
څو اونۍ وروسته ، سعودي چارواکو د سعودي د هوايي ځواکونو د ۱۳ پیلوټانو لخوا د کودتا هڅه شنډه کړه . دغو پیلوټانو پلان در لود چې« شاهي ماڼۍ بمبار کړي ، واک ونیسي او په سعودي کې عربي جمهوریت اعلان کړي . »
د ۱۹۷۷ کال په پسرلي کې په ایران کې په کلاسیک ډول د بریښنا ، تېلیفوني خدماتو ، اوبو رسونې ، ګازو او لومړنیو خوراکي توکو په برخه کې دبنسټیز کموالي علایم را ښکاره شول . په تهران کې انټرکانټیننټل هوټل ته د میلمنو تالاشي واخیستل شوه . ددوی د تلاشي کولو پرمهال لنډ مهالي جنراتوري څراغونه بل کړی شوي وو چې د عمومي بریښنا د احتمالي له منځه تلو پرمهال کومه ناڅاپي تیاره رامنځ ته نشي . په دغوشپو کې به په ایران کې نیمه ورځ او شپه بیخي بریښنا نه وه . په اپریل میاشت کې له تهران څخه یوه کتونکي امریکايي د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ « د تهران سړکونه بیخي په موټرونو بمبار او ډک شوي وو .ترافیکي ستونزې په سړکونو کې بیخي جدي شوې وې او د خلکو ډیر وخت به په لارو کې د موټرونو د ګڼې ګوڼې له کبله ضایع کیده . » د لاس انجلس ورځپاڼې خبریال جو الیکس موریس په خپل یوه رپوټ کې وویل: « ایله څو میاشتې مخکې دغه هیواد د چرګانوله هګیو خالي شوی وو ، خو یو ه بیړني تېلیفون هر څه بدل کړل او هګۍ له اروپا څخه په پریمانه کچه راوړل شوې . تر دې معاملې وروسته ایراني بازارونه په هګیو ډک شول .موریس وايي چې تر دې وروسته نا هیلي شوي ایراني حکومت په تهران کې د امریکې له سفارت څخه وپوښتل چې څومره ژر کیدی شي د چرګوړو د تولید فابریکې ورته جوړې کړي . کله یې چې له هغوی څخه نا هیلې کونکی ځواب تر لاسه کړ ، نو بیرته یې هګۍ د الوتکو په مټ اروپا ته واستولې چې هلته ترې چرګان تولید او بیا ژوندي چرګان او یاهګۍ او غوښه بیرته ایران ته راوړي . دا چاره د ایران لپاره ډیره ګرانه پریوته خو مجبوره وو چې هګیو ته د ایرانیانو اړتیا وو ته ځواب ووايي او په دې ورځو کې د ایرانیانو تقاضا د هګیو لپاره ډیره زیاته شوې و ه .
د ایران حکومت لږ تر لږه د ملي اقتصادي په برخه کې د نظم را منځ ته کولو د مبارزې په یوه اړخ کې یو څه پرمختګ وکړ. دخرم شهر بندر ته یو ځل بیا د بار وړونکو لاریو او بیړیوبهیر پیل شو . د بندر لنګر د کارکونکو او وسایلو له کموالي سره مخامخ وو ، خو دغه بندر اوس په ورځ کې ۲۴ ساعته او په اونۍ کې پوره ۷ ورځې پرانیستی وو . په بندر کې په موقتي ډول ساختماني چارې پیل شوې او په ډیر ې بیړې سره د ۳۲ میلیون ډالرو په ارزښت د تېلو د بیړیو د بارولو او خالي کولو د لنګرونو جوړول پیل شو. خو ایا دا ټول کارونه ډیر ناوخته شوي نه وو ؟ په لند ن کې د ټایمز مجلې د ۱۹۷۷ کال په پسرلي کې رپوټ ور کړ چې اوس د ایران د اقتصاد د بیرته تر کنترول لاندې راوستو او ښه کولو په چاره ډیره ناوخته شوې وه . «په تیرو ۳ کلونو کې ایران د یوه مخ پر ودي اقتصاد په توګه هره لاره و ازموییله ، خو هیڅ یې تر لاسه نکړل او حالات د شاه د پلانونو پرخلاف روان وو ــــ د سترپرمختګ ستراتیژي چې دپرمختیايي مطالعاتو په لومړیو کې ډیره خوندوره بریښیده . اقتصاد په بشپړه توګه د ګډوډۍ په خوا روان وو او د ټولنیزو نا ارامیو خطرناکې نښې وې . . . . د اقتصادي ودې موضوع د خوښۍ وړ وه ، خو باید بشري او ټولنیزه پرمختیا ور سره مله وي . که داسې ونشي نو هغه کړکیچ چې را پورته شوی کیدی شي ژر او یا وروسته په تاوتریخوالي بدل شي او کیدی شي داسې حالات رامنځ ته شي چې دغه هیواد یو جمهور ریس ولري نه باچا.
د ایران حکومت د ۱۹۷۷ کال لپاره د خپلې بودیجې وړاندوینه بیا و ارزوله چې له ۲۲ میلیارد ډالرو څخه ۱۹اشاریه ۵ میلیارد ډالرو ته را کښته کړی شوې وه . دوی داسې اټکل کاوو چې د خامو تېلو صادرات به په ورځ کې له ۵اشاریه۴ میلیون بیرلو څخه ۴اشاریه۶ میلیون بیرلو ته را کښته شي . د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې « سږ کال به د ایران د تېلو عواید د تیر کال څخه زیات شي . په دې ډول د هغه ۵ کلن پرمختیايي پلان لپاره چې د ۱۹۷۸ کال د مارچ په ۳۰ نیټه پای ته رسیږي کیدی شي له اصلي ټاکل شوي ۱۰۲ میلیارد ډالرو څخه ۱۰ تر ۱۲ میلیارد ډالره کموالی پکې راشي .» خو تر دې مهمه لاداوه چې د عوایدو دغه کمښت کیدی شي هغه مهال ډیر خطرناک شي چې د ۱۹۷۷ کال په دویمه نیمايي کې د تېلو لپاره تقاضا کمه شي .«د اوسنیو ۵ کلونو لپاره د پیترولو د عوایدو اټکل . . . . په دې ډول له نورې پیچلتیا سره مخامخ شوې وه . » پر دې سر بیره چټک اقتصادي پرمختګ د چټک انفلاسیون له لوړیدو سره مله وه چې په کلنۍ کچه په وروستیو کې ۱۵ نیم په سلو کې وویل شوه . » دا خبر د شاه او د ایران د بودیجې د جوړولو د ادارې لپاره ډیره حیرانونکې نه وه. دغې ادارې ۳ کاله وړاندې په روښانه ډول دا خبر دارئ ور کړی وو چې د هغو پروژو لګښت ته دې پام ډیر شي چې د لګښت پوره کول یې د تېلو په بیو پورې اړه در لوده او تمه کیده چې د تېلو د بیو په پورته کیدو سره به ددغو پروژو چارې ښې پرمخ ولاړې شي . « د تېلو په صادراتو کې د کمښت را تلل دا اشارې ور کوي چې حکومت اوس له دې برخې د را تلونکو عوایدو د کښته او پورته کیدو له چارې سره مخامخ دی ،» دا نو داسې خبره وه چې د بودیجې جوړولو د ادارې تلونکي مشر عبدالمجید مجیدي په څه ډول چلند ورسره کاوو.
په همدغه پسرلي کې د باچا میرمنې ملکې فرح له پاریس څخه لیدنه وکړه چې هلته له ډاکترانو فلنډرین او میلیاز څخه د خپل خاوند د روغتیايی حالت په اړه معلومات تر لاسه کړي . دغو ډاکټرانو ته د شاه د وضیعت د وروستیو پیښو په اړه وویل شو او هغوی يې د روغتیا د جدي کیدو په اړه په اندیښنه کې شو. وروستۍ پیښې داسې وې چې د شاه یوې خدمتګارې دا یاداښت یا نوټ کړې وه چې باچا په دې وروستیو کې په قصدي ډول خپل یو ه اندازه در مل ور ک کړي وو او پر ځای یې بې ضرره نور در مل ایښي وو چې نومونه یې د درملو په لیبلونو کښل شويي وو . دغه تیر وتنه یا ګډوډي ددې سبب شوه چې د شاه روغتیا يي وضیعت ډیر زیات پیچلی شي ، د شاه سږی لوی شي او له کبله یې د هغه د وینې په فشار اغیز وکړي . شاه له دې مسلې سره مخالف وو او دایې رد کړه چې له خپلې میرمنې سره کښيني او په دې حساسې موضوع ورسره خبرې وکړي . خو بلاخره ددغې موضوع په اخلاقي اړخ له میاشتو میاشتو بحثونو وروسته ډاکتر برنارد او ډاکتر فلنډراین تصمیم ونیو چې په هر حال باید په دغه موضوع کې مخ پر وړاندې ګامونه پورته کړی . بې له دې چې شاه خبر کړي دوی د یوه دریم ګړي په مټ له ملکې سره د ناستې د برا برولو او په شخصي ډول یې له هغې سره په پاریس کې د لیدلو هڅه وکړه. دغه ناسته په ډیر محرم ډول سره تر سره شوه او هرڅه یې پټ وساتل شول .
پروفیسور ډاکتر فلندراین وویل « وار له مخه د ناروغۍ د بدتره کیدو ویره موجوده وه ، موږ وغوښتل چې د هغه میرمن په دې خطر خبره کړو . دا کار مو ددې لپاره کاوو چې له رواني او فزیکي پلوه هغه یوه داسې پیښیدونکي خطر ته تیاره وي چې کیدی شي یوه ورځ حتما پیښ شي . د همدې لپاره موږ هغې ته ډیر سخت پیغام در لود، خو دا کار مو په ډیر پټ او مخففي ډول سره تر سره کړ . په دومره مرموز ډول چې نه هم د ناروغ تر شا ولاړ او را تاو کسان خبر شول ، نه هم د هغه پټ استخباراتي کسان یا مامورین،نه هم زموږ کورنۍ او زموږ ملګري ، نه هم زموږ دښمنان او نه هم بل هر څوک چې کیدی شي په دې برخه کې د یوڅه اوریدو ته ډیر لیواله وو . » له پروفیسور عباس صفویان ، د اسد علم له ډاکټر سره یو ځای دوی دغه ټکان ور کونکی خبر د شاه میرمنې ته ور کړ چې دوی له دریو کلونو را هیسې په پټه د شاه د سرطان د ناروغۍ در ملنه کړیده .
د پهلوي سختو تشریفاتو لا هم په ایران کې دوام در لود . ملکې فرح په ډیرې هوښیارۍ او چل ول سره خپل خاوند وهڅاوو او راضي یې کړ چې د هغه د روغتیايي معایناتو په را تلونکي بهیر کې هغه له ډاکترانو سره یو ځای وي . تر دې مهاله هم هغه په دې نه پوهیده چې میرمنې ته یې په پاریس کې په محرم ډول معلومات ور کړل شویدي . د شاه او میرمنې تر منځ یې اړیکې په داسې انداز کې وې چې ان ددوی په منځ کې ددغې ناروغۍ په اړه په ازاد ډول خبرې نه وې شوې . ډاکترانو له ملکې سره د خبرو پرمهال د سرطان کلیمه کارولې وه ، خوکله چې دوی له شاه سره خبرې کولې نو هغه یې یو ډول غده بلله . ملکې فرح دا ښه ونه ګڼله چې په دغه ځای کې د ناروغۍ دغه موضوع له هغه سره را پورته کړي . هغې له ډاکترانو وپوښتل چې له هغه (شاه) سره لږ بې پردې په دې اړه خبرې وکړي ، خو هغوی ځان وروسته کړ.هغه وروسته دې پایلې ته ورسیده چې د هغه خاوند باید د خپل را تلونکي برخلیک په اړه پوه شي . میرمن فرح هغه تبصره یادوي چې شاه په ۱۹۷۵ کال کې د فرانسې ولسمشر ویلیري جیسکارډ ته هغه مهال وکړه چې هغه په سټ موریتزکې د شاهي کورنۍ په اړه غږیده . «کله چې د فرانسې ولسمشر په ایران کې د اقتصادي ودې په اړه خپله حیرانتیا په ډاګه کړه ، زما خاوند هغه ته په غوږ کې بې له ډیرو توضیحاتو وویل چې ، زما ستونزه داده چې زه ډیر وخت نه لرم. زه به د ډیر وخت لپاره په واک کې نه وم . زه غواړم چې په ۷ یا ۸ کلونو کې باچاهي خوشې کړم . زه به هغه مهال تر ۶۰ کلونو زیات عمر ولرم . زه دې ته تیاری نیسم چې تر دې هم واک ژر خوشې کړم ، خو زما ځوی تر اوسه ډیر ځوان یا کوچنی دی . زه به تر هغه انتظار وکړم چې هغه د واک اخیستو ته تیار شي .خو زه اړتیا وینم چې هغه ته د واک تر سپارلو پورې په تخت پاته شم . هغه (زما ځوی) به په لومړیو کې یو څه ستونزې ولري . دا په ما پورې اړه لري چې زه ایران هغه ته د لیږد لپاره تیار کړم . زه ژمن یم چې دا کار تر سره کړم. » د شاه ډاکټرانو هم په تدریج سره دا ومنله چې ددوی ناروغ په دې پوهیږي چې د هغه ژوند په پای ته رسیدو دی . شاه ډاکټرانو ته د ۱۹۷۷ کال په اوړي کې وویل « زه له تاسو یوازې دا غواړم چې له ماسره مرسته وکړئ چې زما روغتیا د ۲ نورو کلونو لپاره ښه وي چې ، زما ځوی ولیهد او شهزاده دومره وخت پیدا کړي چې هغه یو کال په امریکا کې بشپړ کړي او یو بل کال په ایران کې.»
نور بيا...