
په نيوزيلنډ کې د آکلنډ پوهنتون يوه څېړنه ښيي، چې د هغو خوړو خوراک چې (فلاونويد) لري، لکه شين چای، مڼه، تورتوتان او کوکا، د زکام او ټوخي په مخنيوي کې مرسته کوي. د ياد پوهنتون څېړنه وايي، چې هغه کسان چې فلاونويد لرونکي خواړه يا داروګان خوري، ۳۳٪ د زکام او ټوخي پر وړاندې زيات مقاومت لري. د نيوټرېشن متخصصه آندريا راخويس وايي، چې فلاونويد په ټوليزه توګه له روغتيا او د وجود له مقاومت سره مرسته کوي.