
ـــ ایډورډ جینر په ۱۷۴۹ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ۱۸۲۳ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ مارکویس پیرسمن ډي لاپلاس په ۱۷۴۹ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۸۲۷ زېږدیز کال یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ بنجامین ټامسن په ۱۷۵۳ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۸۱۴ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ جان دالتن په ۱۷۶۶ زېږدیز کال د یګززفیلډ په یوه کوچني کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۸۴۴ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ سر همفري ډیوي په ۱۷۷۸ زېږدیز کال کې د بریتانیې د پین زینس په یوه ساحلي ناحیه کې وزېږېده او په ۱۸۵۰ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ بیرن جانسن جیکب برزیلیس په ۱۷۷۹ زېږدیز کال کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۸۴۸ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ مایک فیرادې په ۱۷۹۱ زېږدیز کال د انګلستان په پلازمېنه لندن کې وزېږېده او په ۱۸۶۸ زېږدیز کال کې له دې نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې .
ـــ چارلس لایل په ۱۷۹۷ زېږدیز کال دې نړۍ سترګې وغړولې او په ۱۸۷۵ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ جوزف هنري په ۱۷۹۷ زېږدیز کال د نیویارک د الباني په یوه کوچني کلي وزېږېده او په ۱۸۷۸ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
ـــ د نړۍ تر ټولو زهر لرونکی حیوان د ایرویک چونګښه ده، چې په کولمبیا کې پیدا کېږي.
ـــ په تي لرونکو حیواناتو کې تر ټولو د کمو شیدو ورکونکی حیوان فیل دی .
ـــ فیل او آس په ولاړه هم خوب کولای شي .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو د زیات عمر لرونکی حیوان مګر مچ ( تمساح ) ده .
ـــ اوښ په خپل جسم کې ۵ لېټره اوبه زېرمه کولای شي .
ـــ د زمري منځنی عمر ۱۰ کاله دی .
ـــ سپی ۴۲ غاښونه لري .
ـــ د اوبو له څکولو پرته اوښ ۱۷ ورځې ژوندی پاتې کېدای شي .
ـــ آس ۴۰ غاښونه لري .
ـــ د Laghing Jakess په نامه د اسټرالیایي الوتونکي غږ د انسان خندا ته ورته دی .
ـــ کورنۍ چرمښکۍ زهر نه لري .
ـــ نارینه غڼه جال جوړوي .
ـــ کله چې د پیشو د هاضمې سیستم خرابه شي نو واښه خوري .
ـــ کوتره د سر له پورته کولو پرته اوبه څکي .
ـــ د میرین اګونا په نامه چرمښکۍ له سمندر څخه خپل خواړه برابروي .
ـــ د چرمښکۍ د بدن د تودوخې درجه د چاپېریال د تودوخې له درجې سره توپیر مومي، که چېرې د چاپېریال د تودوخې درجه توپیر ومومي د چرمښکۍ د جسم د تودوخې درجه هم توپیر مومي .
ـــ ساینسپوهانو تر ټولو زیاتې خپلې تجربې د شاتو پر مچۍ ترسره کړې دي .
ـــ کب د خپلې لکۍ په وسیله لامبو وهي .
نور بیا .....