
موږ ټول د نورو تایید او ملاتړ ته اړتیا لرو. ان تر ټولو پیاوړي شخصیتونه چې کله نور کسان هڅوي د چارو د ښه والي لپاره اضافي انرژي ترلاسه کوي. دلته مثبت فکر او احساس مهم دی. موږ ټول په دې پوهیږو چې په مثبت احساس سره بریالي کیږو، خو ایا تاسې له ځان نه بهر نړۍ پر وړاندې تل مثبت حس له ځانه ښیئ؟
کېدای شي ستاسې له نظره له کارکوونکو سره ستړي مه شي ښه کار نه وي، خو دا دومره بد کار نه دی لکه تاسې یې، چې فکر کوئ. ستاسې څو شېبې وخت اخلي، خو په خپلو دوستانو او کارکوونکو کې د یوه خوش اخلاقه کس په توګه پېژندل کیږئ. ما د خپل ژوند په ټولو وختونو کې هم پوره وخت دندې درلودې او هم مې نورو شرکتونو ته کار کاوه. ډېر داسې کسان مې لیدل، چې په ټیټ سر او تریو تندي تېر او بېر کېدل. ما په یوه شرکت کې کار کاوه. مالي مدیر به چې سهار وختی خپل دفتر ته راغی پر لاره به یې یوه شېبه هم چاته نه کتل او نېغ به خپلې کوټې ته ننوت. حتما به تاسې هم دلته متوجه وی چې دا داسې څوک و، چې د هېچا هم طبعیت نه ورسره لګیده. کېدای شي له ارقامو او شمېرو سره یې کار ښه وي، خو له خلکو سره یې اړیکې فاجعه وه.
موسکا هم کېدای شي د ډېرو په نظر بد کار وي، ډېر کم داسې کسان دي چې خپل کار په موسکا پرمخ وړي. کله چې له کارکوونکو سره خبرې او یا وینا کوئ، لږ لږ ورسره موسیږئ هم. دا دومره سخت کار هم نه دی، لکه تاسې یې، چې فکر کوئ. موسکا ستاسې او د نورو په اړه ښه حس را ټوکوي.
ما ډېر داسې مدیران او رییسان لیدلي چې څېره یې بیخي په ماسک کې پوښلې وي او له کارکوونکو سره په چلند کې یې ډېر په سختۍ سره څېره تغییر کوي. خو بریالي مدیران هغه دي، چې پر خپل ځان بشپړ باور ولري، له ژونده خوند واخلي او چې په وړ وخت کې موسکا کوي، زړه ته یې هېڅ راز وېره لاره ونه کړي.
کوښښ وکړئ، چې هره ورځ له نورو کسانو مننه وکړئ. هغوی چې د تمې خلاف خپلې چارې په ښه ډول پرمخ وړي، د مننې او ستاینې وړ دي. د یوه مشهور اقتصادي شرکت مدیر ریچارډ برنشن د شرکتونو ثبت مجلې سره په مرکه کې خبریال ته ویلي وو چې د نورو ستاینه د هغوی د ودې لامل ګرځي او نیوکې ددې سبب ګرځي، چې د ټولو خلاقیتونو رېښې وچې شي. ډېر داسې خلک دي، چې هغوی له معاش نه پورته فکر کوي او په دې لټه کې وي چې اداره یې کار ته ارزښت ور کړي.
کوښښ وکړئ چې هرسهار د خپل دفتر له یوه کارکوونکي سره یوځانګړی کار وکړئ، په ځانګړې توګه له ټیټپوړو کارکوونکو سره. د بېلګې په توګه، له چای راوړونکي او صفا کار نه مننه وکړئ. که فکر کوئ چې نور کسان هم ستاسې چارې څاري، زه یوڅه درته وایم. مدیران او له تاسې ټیټ کارکوونکي ټول ستاسې چلند او کړه وړه څاري او ارزوي یې.
کله مو چې له طبعې سره سم کار پرمخ نه ځي، څوک مو امر پر ځای نه کړي، د غوسې پر ځای یې په سړه سینه وزغمئ. خپل حرکات کنټرول کړئ، سترګې مو راونه وځي، شونډې مه چیچئ او ګوتې مه موټي کوئ، قاطع او محکم اوسئ. د امریکا د پوځ یو جګپوړی قوماندان مت اورسمن وايي مشران او قوماندانان باید په ځان باوري کې واوسي. مشر باید د شاوخوا پېښو تر اغېز لاندې رانه شي او د غره په څېر پر خپل ځای ولاړ واوسي. وايي که په دې شېبه کې مو فکر ته کومه حل لاره نه درځي، سینه پراخه کړئ او داسې وښیئ، چې په هر ډول حالاتو کې مو واګې په خپل کنټرول کې دي.
په برېښنالیکونو کې شخصي عمل مه کوئ. د برېښنالیک لیکلو پر وخت مو څوک نه ګوري، چې حرکات مو څه ډول دي، خو که تاسې لیکلي وي، چې زه د ماسپښین تر دوو بجو پورې ګزارش غواړم، له لرې ستاسې لهجه درک کیږي. خو که« ستاسې ګزارش نن ورځ مهم دی، چې بشپړ شي، که د ماسپښین تر دوو بجو پورې یې ختم کړئ او را ویې سپارئ، منندوی به مویم» ولیکئ، تر لومړي هغه به غوره نه وي؟ کېدای شي لږ اوږد وي، خو له مقابل اړخ سره پرې ښه اړیکه ټینګیږي.
د ستونزو حل ژر راباسئ، په تېره هغه ستونزې، چې د نورو جنجالونو سبب ګرځي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر کولن پاول له « زما امریکایی سفر» کتاب څخه ژباړه
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.