ليژانګ چو؛ د خوب په کوټه کې  له پیل کړي کاره میلیاردر شو

 
قناعت ښه شی دی، خو انسان باید د خپلو وړتیاوو له ګټو بې برخې نه کړي. د نړۍ د مخ اکثریت هغه کسان چې هڅو ته یې له لاسه نه کېږي، د قناعت تر پلمې لاندې یې ځانونه له ښه ژوند څخه بې برخې کړې دي. قناعت په حقیقت کې لاس تر زنې کېناستل نه دي، بلکې پر شته امکاناتو د بسیا په خوا کې د لا ډېرو د ترلاسه کولو لټه ده. یعنې قناعت باید په پټو سترګو د ژوند د سختو شرایطو منل ونه بلل شي.
چینایی «ليژانګ چو» پر معاش بسنه ونکړه او د همدې پرېکړې په برکت نن میلیاردر دی.
نوموړی د چین په هونان ایالت کې زېږېدلی دی. د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې د بیجېنګ په پوهنتون کې د فضايي فیزیک څانګه ولوسته. له پوهنتون تر فراغت وروسته یې دولتي دنده پيل کړه. نوموړي د چین د حکومت په یوه وزارت کې د کمپیوټرو د ترمیموونکي په توګه کار کاوه.
نوموړي د دغه کار پر مهال درک کړه چې د کمپیوټرو لویې سوداګریزې کمپنۍ د ملاتړ او ترمیم پر برخه ډېر مرکز نه کوي او دې برخې ته یې پام نه دی. ده له ځان سره محاسبه وکړه چې د کمپیوټر د یوه کارپوه په توګه نوموړی له دولت د باندې په کار کولو سره په یوه ساعت کې دومره پیسې پیدا کولی شي لکه په دولت کې د کار له لارې یې چې په یوه میاشت کې پیدا کوي.
چو له همدې کبله په ۱۹۹۸ کال کې د خوب په خپله کوټه کې هټۍ پرانیستله او په لږ وخت کې یې د ګڼو مشتریانو باور ترلاسه کړ.
د نوموړي په کاروبار او ژوند کې مهم بدلون هله رامنځته شو چې د چین د هوټلو یوې مشهورې کمپنۍ شنګري- لا نوموړي ته وړاندیز وکړ چې د پخواني سیستم نیمګړتیاوې یې پیدا او هغه پر یوه نوي کمپیوټري سیستم بدل کړي.  
د چو د کار د پرمختګ په برخه کې یو بل فرصت په ۲۰۰۰ کال کې د ډېټا په برخه کې رامنځته شوې ستونزې وې چې د ډیټابېس سیسټمونه عصري شول.
د ليژانګ چو د هڅو په پایله کې د خوب له کوټې پیل شوی کاروبار اوس د ټکنالوژۍ پر یوه ستره کمپنۍ بدل شوی چې مرکز یې د چین په پلازمېنه بيجېنګ کې دی. د « Beijing Shiji Information Technolog» په نوم دا کمپنۍ اوس د چین له ۶۰۰۰ هوټلونو سره کار کوي. دا کمپنۍ له دغو هوټلو سره د اي ټي ملاتړ په برخه کې د انټرنېټ له لارې د خونو له بوک کولو د پارکونو تر اړوندو توکو مرسته کوي.
نوموړی اوسمهال د دې کمپنۍ مشر او ستر ونډوال دی. چو په یاده کمپنۍ کې ۶۰ سلنه ونډې لري. د بيجېنګ شي کمپنۍ ۱۵ سلنه ونډې تېر کال علي بابا شرکت وپېرلې او په دې توګه یې د پرمختګ پر لور یو بل ستر ګام پورته کړ. دغه کار به له یادې کمپنۍ سره د نویو هوټلونو په ترلاسه کولو کې ډېره مرسته وکړي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې د ۱۵ نېټې د شمېرو له مخې د نوموړي پانګه دری اعشاریه دری میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او په چین کې ۳۸ ام ځای لري. نوموړی د تېر کال په نوملړ کې ۹۷۳ ام میلیاردر و.
ده واده کړی او د چین په پلازمېنه بیجېنګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.