
ليک: عبيدالله ساحل
ځوانان که له يوې خوا د ټولنې جوړونکي دي له بل اړخه د ټولنو ړنګونکي هم دي؛ زموږ په ټولنو کې د ستونزو او کړکيچونو يو ستر لامل د ځوانانو تربيي او پالنې ته عدم التزام دی او په څنګ کې خپله د ځوانانو بې پروايې او ناغيړي ده چې مسلمانې ټولنې يې د پرمختګ پرځای د انحطاط پر کرښه ودرولي دي؛ دلته له يوې خوا ځوانانو ته د تربيي برنامه نشته او له بلې خوا ورته د بې لارۍ او بې دينۍ ستر دامونه غوړيدلي چې ډيری زلميان د دې دامونو په لومه کې ګير شوي؛ داچې د دښمن له لورې په غوړيدلو دامونو کې ونه لويږو، راځئ چې هغې څخه د نجات او خپلو ځانونو د جوړښت لپاره لاندې نقاط په نظر کې ونيسو:
مالک ابن دينار وايې: په ځوانانو کې زياتې ښيګڼې او د خير کارونه موجود دي
حسن بصري وايې: ځوانان بايد د علم زده کړې لپاره راوړاندې شي، ځکه د دوي زړونه فارغ دي، حافظې يې غښتلې دي څه چې اوري هغه زده کوي؛ هغه چاته چې الله د خير اراده وکړي په ځوانۍ کې ترې کار اخلي.
امام زهري څخه نقل دي وايې: ځوانانو خپل ځانونه د کم عمرۍ په وجه سپک او حقير ونه ګڼئ ، ځکه عمر رضي الله عنه به چې کله په دروند او سخت کار کې واقع شو نو له ځوانانو او کم عمره کسانو سره به يې مشورې کولې، دا ځکه چې د ځوانانو عقلمندي پياوړي او تيزه وي.
ابوبکربن عياش وايې: مونږ د اعمش محدث سره د حديث زده کړه کوله او حديث مو ترې ليکل چې يو تن راغئ او غږ يې وکړ، يا ابا محمد! مطلب يې دا وو چې دا ماشومان (ځوانان) له تاسره ناست دي په دوي څه کوې؟ اعمش ورته په جواب کې وويل: دا هغه کسان دي چې کسان دي چې ستا ددين ساتنه او حفاظت کوي.
هشام بن عروة وايې: ماته يو ځل پلار وويل: ای زما بچيه! مونږ په ولس کې واړه خلک ؤ، بيا د ولس سپين ږيري او مشران شول نو تاسو هم که نن واړه ياست، سبا د دې ولس پلرونه او مشران ياست، په لويانو کې خير نشته مګر د دوي خير په علم او پوهه کی دی، نو تاسو هم علم او پوهه حاصله کړئ په ځانګړې توګه د حديث علم او پوهه.
ابراهيم بن المندر الخراعي وايې: په هغو ځوانانو چې لوړ او قوي استعدادونه لري او سره له هغې هم زده کړه نه کوي چې کله راسره مخامخ شي په ليدو يې سخت زيات درديږم او زړه مې پرې سوزي، وايم چې کاش دې زده کړه کولی.
اي ځوانانو!
خپل ژوند بې هدفه مه تيروئ، سپيڅلي اهداف خپل کړئ، د الله تعالی بنده ګي او عبادت تر ټولو سپيڅلی هدف دی فرمايې: (الذاريات) ۵۶ ايت.
او ما پيريان او انسانان له دې نه پرته د بل هېڅ شي لپاره نه دی پيداکړي، مګر هغوي به زما بنده ګي او عبادت کوي.
ځوانانو! د الله تعالی د توحيد عقيده د ټولو امتونو متفقه او متحده عقيده ده، بايد د الله تعالی توحيد ربوبيت، الوهيت او اسماء صفات وپيژنو.
الله تعالی فرمايې: ((البقره: ۱۶۳) ايت.
همدا يو الله ستاسو معبود دی پرته له دی مهربان او بښوونکې الله تعالی څخه به هېڅ حق معبود نشته.
ځوانانو! د توحيد راسخه عقيده د ټولو انبياء عليهم السلام ګډ دين دی، ټولو د دې عقيدې دعوت او بلنه خپلو امتونو ته ورکړې، موږ بايد هم د توحيد بلونکي جوړ شو او خلک د توحيد رڼا ته راوبلو.
الله تعالی فرمايي: ((النحل: ۳۶ ايت.
او مونږ په هر امت کې د همدې خبرې لپاره استازي استولي دي چې اي خلکو! د يو الله تعالی عبادت وکړئ، او له طاغوت څخه ځان وژغورئ.
ځوانانو! د توحيد عقيدې غوښتنه داده چې د هرطاغوتي او کفري نظام څخه ډډه او نفرت وکړو او د اسلامي نظام څخه په بل هېڅ نظام باندې قانع نه شو.
الله تعالي فرمايي: (العمران: ۸۵ ايت.
او هرڅوک چې پرته له اسلام څخه بل دين(نظام) ولټوي، هيڅکله به ترې ونه منل شي او په اخرت کې به له تاونيانو څخه شي.
ځوانانو! د اسلام سپيڅلې عقيده خپله کړه او د اسلام په دين خپل ځانونه رنګ کړئ. الله تعالی فرمايې: (البقره: ۱۳۸.
مونږ د الله تعالی رنګ اخيستی دی او د الله تعالی له رنګ څخه به د چا رنګ ښه وي او مونږ د هغه پوره عبادت کونکي يو.
ځوانانو! د اسلام دين د مسلمانانو لپاره رسمي او غوره دين دی، نور اديان د اسلام په وړاندې منسوخ او رسميت نلري نو د اسلام دين خپل دستور العمل وګرځوئ.
الله تعالی فرمايې: المائده: ۳.
نن مې ستاسې دين تاسو ته بشپړ کړ خپله لورينه مې درته پوره کړه او اسلام مې درته غوره دين کړ.
ځوانانو! قرآن کريم د زړونو ربيع((سپرلی)) وګرځوئ، د قران په ايتونو کې تدبر او تفکر وکړئ چې خوشحال او مطمئن ژوند ولرئ. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: ((اللهم اجعل القران ربيع قلبي و نور صدري وجلاء حزني وذهاب همسي.
الهي! قران کريم زمونږ د زړونو پسرلی وګرځوې، سينه مو پرې روښآنه او غمونه مو پرې ليرې کړې.
ځوانانو! اسلامي سياست په اسلام کې موجود دی، بايد خپل عبادات، معاملات، اخلاقيات او سياسي کړنې مو د اسلام مطابق وي او د هر غير اسلامي سياست او سياسي کړنې څخه بايد ډډه او نفرت وکړئ، ترڅو د کامياب او سعادتمند ژوند څښتنان شئ.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: ((کانت نبوا اسرائل تسوسهم الانبياء.
مخکني ټول انبياء په اسلامي سياست سنبال وو او په خپلو امتونو يې اسلامي سياست تطبيق کاو.
ځوانانو! اسلام حق دی، قران کريم حق دی، نبي کريم صلی الله عليه وسلم حق دی، قيامت حق دی، حنت حق دی، دوزخ حق دی، هجرت حق دی، د الله په لار کې جهاد حق دی، نو له حق څخه دفاع او د حق طرف ته دعوت او بلنه ورکول د هر مسلمان ايماني او وجداني فريضه ده، چې په دې لار کې به خپل دعوت او مبارزې ته دوام ورکوي.
الله تعالی فرمايې: ((سوره يوسف: ۱۹۸.
ووايه! چې دا زما لپآره ده چې ښه بصيرت او پوهې سره زه او زما پيروان د الله تعالی په لور بلنه کوو، ټولې پاکي الله تعالی ته دي او زه د مشرکانو له ډلې څخه نه يم.
ځوانانو! راځئ چې د اخلاص او اتباع څخه ګټه پورته کړو، خپل ټول کړه وړه او عبادات د نبوي سنتو په رڼا کې ترسره کړو.