ګوګول؛ پیاوړی روسی لیکوال

 
ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی
نیکولای واسیلویچ ګوګول (NikolayVasilevich Gogol، Никола́йВаси́льевичГо́голь) په ۱۸۰۹ زیږېدي کال د اوکراین په یو مرکزي ښار کې نړۍ ته سترګې پرانستې، او په خپل زیږنځای (سوروچینستي) کې لوی شو، په حقیقت کې یې د کورنی نوم اینوسکي وو خو نیکه یې د ګوګول نوم غوره کړی وو تر  څو له قزاق شاهزادګانو سره اړخ ولګوي. پلار یې زده کړی سړی وو او  له تیاتر او هنر سره یې زیاته مینه درلوده.  پلار یې په شپاړس کلنۍ کې ومړ او له خپلې مور سره یواځې پاتې شو. لیکنو ته یې د ښونځي پر مهال پام واوښت او پدې برخه کې یې ګامونه پورته کړل. له ۱۸۱۹ کاله تر ۱۸۲۱ پورې یې د پالتاوا په منځني ښونځي او له هغې وروسته یې تر ۱۹۲۸ کال کې په نزین (Nizhyn) لیسه کې زده کړې وکړې. ګوګول په کالج کې متوسط زده کوونکی وو خو په هنر او تیاتر کې یې ډېر ژر د ملګرو پام ځان ته واړاوه.
په ۱۸۲۸ کال  د ۱۴ ټولګې له پای ته رسولو وروسته سن پترزبورګ ته لاړ او په بېلابېلو دولتي پوستونو یې کار وکړ، په همدې مهال یې په مستعار نامه یې د هانس کوچلګارتن (Hans Kuechelgarten) په نوم داستاني منظومه په خپلو پیسو خپره کړه خو کومه بریا یې تر لاسه نه کړه.  د ۱۸۳۱ او ۱۸۳۴ کلونو ترمنځ یې د تاریخ د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه.
په ۱۸۳۲ کال یې د (وختونه د دیکانکاترڅنګ کرونده کې)(VecheranakhutoreblizDikanki(1831-1832)اثر یې بریالی اثر وو او هغه یې سخت مشهور کړ. د ۱۸۳۴ او ۳۵ کلونو ترمنځ د سن پترزبورګ په پوهنتون کې د نړۍ د تاریخ د مرستیال ښوونکي په توګه له ماتې وروسته ټول وخت لیکوالۍ ته ورکړ.
په ۱۸۳۵ کال یې د میرګورود په نوم داستاني ټولګه خپره کړه. په ۱۸۳۶ کال یې په پوشکین، سورمنیک او یو شمېر نورو خپرونو کې کیسې خپرې کړې چې پکې د څارن مشهوره ډرامه هم وه. دغه راز یې په همدې کال د پزې (Nose) کیسه ولیکله. په دې کلونو کې یې ګڼ آثار پنځولي چې په ۱۸۴۲ کال یې د (شنل) کیسې ته اشاره کولای شو، شنل روسی کلمه ده چې چپنې ته ورته یو ډول جامې ته ویل کېږي، دغه داستان هغه زیات مشهور هم کړ.
په سن پترزبورګ کې د ګوګول د لومړني تیاتر د نندارې پر مهال تزار هم وو، تزار له نندارې وروسته وویل: اووم! عجب تیاتر وو هر څوک ځان ته جذبولای شي څه وار خو زما شو!. ګوګول چې د خپلو کارونو د عکس العمل په اړه ډېر حساس وو له روسیې څخه لوېدیځې اروپا ته وتښتېده، لومړی په سوېس کې وو او بیا آلمان او فرانسې ته ولاړ او بالاخره هم په رم کې استوګن شو. هغه په ۱۸۴۸ کال فلسطین ته هم سفر وکړ.
له ۱۸۳۹ تر ۴۰ کلونو او له ۱۸۴۱ تر ۴۲ کلونو پورې روسیې ته له لنډو سفرونو وروسته ۱۲ کاله له هېواده بهر اوسېده چې دې چارې یې په مشهور روسي لیکوال له بدلېدو سره مرسته وکړه.  
ګوګول د ۱۸۵۲ کال د مارچ په څلورمه نېټه د لېونتوب په درشل کې ومړ، هغه د هرډول خوراک له خوړولو ډډه کوله او وروستۍ شپې یې په سختۍ سبا کړې وې.