
په زړه پورې کیسه :
یوه ورځ هارون الرشید له خپلې مېرمنې زبیدې سره ناست و، بهلول هم حاضر و، چې یو ښکاري راغی او یو ستر کب یې هارون الرشید ته راوړ، هغه امر وکړ، چې کب نیونکي ته ۴۰۰۰ درهمه ورکړئ، ښکاري پیسې واخیسې، خو د هارون الرشید مېرمنې ممانعت وکړ او وې ویل: د یوه کب له پاره دا پیسې ډېرې دي، ښکاري ته ور غږ کړه او ترې پوښتنه وکړه، چې کب نر دی او که ښځه ؟ که چېرې وې ویل، چې نر ده، نو ورته ووایه، چې موږ ښځه غواړو او که چېرې وې ویل، چې ښځه ده، نو ورته ووایه، چې موږ نر غواړو، که سم ځواب یې ورنه کړ، نو پیسې به بېرته درکړي . بهلول هارون الرشید ته وویل: د ښځو په خبرو مه دوکه کېږه، ښکاري مه ځوروه، پرېږده یې چې لاړ شي، خو هارون الرشید ونه منله، ښکاري یې بېرته را وغوښته او ترې پوښتنه یې وکړه، چې کب نر دی او که ښځه ؟ ښکاري وویل: نه نر دی او نه هم ښځه، بلکې مخنث دی.
هارون الرشید امر وکړ،چې ښکاري ته ۴۰۰۰ درهمه، نور هم ورکړئ. ښکاري پیسې په خپل دستمال کې واچولې، مخکې تردې چې د ودانۍ له پوړیو ( زینو ) څخه ښکته شي، چې له پیسو څخه یو درهم پر ځمکه وغورځېده. ښکاري ټیټ شو او له ځمکې څخه یې هغه درهم را پورته کړ، زبیدې وویل: دا ښکاري څومره ټیټ فطرته انسان دی، چې له خپل یو درهم څخه هم نه تېرېږي، د ښکاري دا کړنه د هارون الرشید خوښه نه شوه، ورته غږ یې کړ، بهلول هارون الرشید ته وویل: پرېږده یې چې لاړ شي، مګر هارون الرشید د بهلول نصیحت ونه مانه او ښکاري ته یې وویل: څومره ټیټ فطرته یې، دا ټولې پیسې مې درکړې، خو ته چمتو نه یې چې حتی یو درهم یې هم له لاسه ورکړې، ښکاري خلیفه ته درناوی وکړ او وې ویل : د دې له پاره مې دا سکه له ځمکې پورته کړه، چې په یوه خوایې کلمه لیکل شوې وه او بله خوا یې زما او ستا نوم، نه مې غوښتل چې د پښو لاندې شي، دا ځل بیا خلیفه د ښکاري له ځوابه ډېر خوښ شو او امر یې وکړ، تر څو ښکاري ته ۴۰۰۰ درهمه نور هم ورکړي او بهلول ته یې وویل : زه تر تا هم ډېر لېونی یم، د دې له پاره، چې تا درې ځله زه منع کړم، خو ما ستا نصیحت ونه مانه، نو له دې امله ډېر زیانمن شوم .