په زړه پورې معلومات/ لسمه برخه

 
ـــ کارل لینه په ۱۷۰۷ زېږدیز کال د سویډن په Smaland سیمه کې وزېږېده او په ۱۷۷۸ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ لازارو سپلونز في په ۱۷۲۹ زېږدیز کال د ایټالیا په مودینا ولایت کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۷۹۹ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ هنري کیونډېش په ۱۷۳۱ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۸۰۱ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ جوزف پریسلي په ۱۷۳۳ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ۱۸۰۴ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ جېمز واټ په ۱۷۳۶ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۸۱۹ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې .
ـــ کارل ویلیم شیلي په ۱۷۴۲ زېږدیز کال د سویډن په سترالسند سیمه کې وزېږېده او په ۱۷۸۶ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ انطوني لاورا لیوائزې په ۱۷۴۳ زېږدیز کال د پاریس په یوه نوې سیمه کې وزېږېده او په ۱۷۹۴ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ جین پبتیست لامارک په ۱۷۹۴ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۸۲۹ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ الکساندر ولتا په ۱۷۴۵ زېږدیز کال د ایټالیا په شمالي سیمه کومو کې وزېږېده او په ۱۸۲۷ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ جنرال منتګمري په لومړۍ نړیواله جګړه کې په دې کچه ټپي شوی وو، چې د ډېرو ټپونو له امله یې قبر هم ورته چمتو کړی وو، خو په دویمه نړیوال جګړه کې ډېر ستر جنرال ترې جوړ شو .
ـــ پلاسي جګړه په ۱۸۵۷ زېږدیز کال د نواب سراج الدین او بریتانوي عسکرو ترمنځ، را منځته شوه .
ـــ الوتونکي (۸۶۰۰) ډولونه لري .
ـــ کوتره په یوه ساعت کې په هوا کې ۴۰ میله الوتنه کولای شي .
ـــ په الوتونکو کې  باز تر ټولو ډېره چټکه الوتنه کوي .
ـــ د الوتونکو د تودوخې درجه ۱۱۲ فارن هایت دی .
ـــ د الوتونکو زړه په یوه دقیقه کې ۵۰۰ ځله حرکت کوي .
ـــ په الوتونکو کې د شتر مرغ هګۍ ډېره ستره ده .
ـــ مار د خپلې ژبې په وسیله لاره پیدا کوي .
ـــ غڼه اته پښې او اته سترګې لري، یانې په هره پښه کې یې یوه سترګه شتون لري .
ـــ د نارینه غوماشي عمر نېږدې ۹ ورځې دی او د ښځینه غوماشي عمر نیږدې ۳۰ ورځو ته رسېږي .
ـــ په سپیو کې د سینت برنارد سپی ډېر وزن لري .
ـــ اوښ ۳۴ غاښونه لري .
نور بیا .....