يو څو کيسه ګۍ/ ۲۱

یاد:
له جیبه یې دستمال را وایست پزې ته یې نږدې کړ او اوږد نفس یې تر کش کړ او  بیرته یې په جیب کې له ایښودلو سره تر شونډو لاندې وویل: لا هم ستا بوی پکې دی...
 
درد:
له هغې ورځې راهیسې هغه کړکۍ بنده ده او پردې یې نه دي بیرته شوې...
 
وجدان:
له دې نورو غمونو سره خو به یو څه وشي، خو دا په سر باندې شته غم به سړی چیرته یوسي...
د پيښې څښتن: 
د غږونو ګڼې ګوڼې او ځای ځای خندا او له یوې او بلې خوا په ټیټ او لوړ آواز خبرو د کوټې فضا ډکه کړې وه، خو د هغه په راننوتلو ټول چوپ شول او د سترګو تر کونجو یې یو او بل ته په زړه سوځوونکي انداز وکتل...
راز:
ځینې خلک کله ناکله هومره لیوني شي چې حتی نوو دوستانو ته هم د زړه حال ووايي...