
د شیخ یمني د کرسمس بکس
دولسمشر لوپزپورټیلو د کار د پیل او لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د مکسیکو ښار ته د سفر پرمهال ، له هنري کیسنجرسره د هسپانیې د باچا جان کارلوس استازي مانیول دل پراډو په پټه ولیدل چې د هسپانیې د ملي هوايي شرکت ایبیریا د مشرانو د بورډ مشر وو. هغه کیسنجر ته خبر دارئ ور کړچې د هسپانیې باچا دنا امیده شویو پوځي افسرانو په مرسته د ښي اړخو د احتمالي کودتا څخه ویره لري . په پوځ کې د فرانکو پلويان په نوې هسپانیې کې ځان ښکیل نه ګڼي او هغوی ځانونه خوښ نه بولي .دل پراډو په پټه کیسنجر ته وویل:«زموږ ستونزه پوځ دی .که موږ کمونست ګوند ته قانونيت ور کړو نو کیدی شي دوی په انقلاب لاس پورې کړي .» باچا غواړي چې په مشروط ډول د کمونست ګوند د قانوني کیدو لپاره لاره هواره کړي . پر همدې مهال هغه غواړي چې په اییتلافي حکومت کې د اوس لپاره د کمونستانو د ګډون مخه ونیسي . په تیرو څو ورځو کې د کمونست ګوندمشر سانتیاګو کاریلو سولاریس له خپل هیواد څخه بهر ته تبعید شو .د فرانکو پلویانو په ډیر غوصناک ډول د چپیانو دغه خطرناک حرکت ته غبرګون وښود او په هیواد کې کړکیچ ته نوره هم زمینه پراخه شوه .
هسپانیې د دسمبر له ګړبړ سره یو اینچ واټن درلود. د هسپانیې د حکومت لپاره سترناورین د همدې دسمبر د میاشتې په ۱۱ نیټه هغه مهال را پیښ شو چې مخ پټو وسله والو کسانو د هسپانیې د دولتي شورا مشر (انتونیوماریا دې اورایل وای اورقیوجو) وتښتاوو . نوموړی د هسپانیې په شاهي دولت کې څلورم ځواکمن کس وو . د باسک وسله والو ترهګرو دمادرید ښار په لاندې برخه کې په رڼا ورځ ددغه وسله وال برید مسولیت په غاړه واخیست .دغې پیښې د دل پراډو باچاهي ولړزوله .ښي اړخو ناراضیانو دا کار په دې موخه تر سره کړ چې وښيي چپي نظام کنټرول له لاسه ور کړی . د هسپانیې لومړي وزیر ادولفو سو واریس په دې کم باور در لود چې د دسمبر په ۱۵ نیټه به په ټول پوښتنه کې دده حکومت ته د هو یا پاته کیدوررا یه ور کړي .څو ورځې وروسته د تاوتریخوالي سره د مبارزې پولیس د مادرید د ښار په زړه کې له سلګونو چپ اړخو لاریون کونکو سره لاس ګریوان شول . د هسپانیې د اپوزیسیون ګوندونو مشرانو ته دنا معلومو ډلو او کسانولخوا د مرګ ګواښونه وشول او په دوی باندې ساتونکي ودرول شول او تر کلکې ساتنې لاندې ونیول شول.پر همدې مهال د هسپانیې پولیسو په پراخه کچه د دولتي شورا د تښتول شوي مشر د پلټنې عملیات تر سره کړل ، خو په نا امیدۍ سره پای ته ورسیدل .
په داسې حال کې چې هسپانیه ایشیده ، د پرتګال هیلې د دسمبر په ۱۳ نیټه ټوټه ټوټه شو. رایې ور کونکو په هیواد کې د لږکي واکمن سوسیالیست ګوند ،حکومت ته د « باور» را یه ور کړه او د بحران مخه یې ونیوله . لږ تر لږه د اوس لپاره په پرتګال کې ډیموکراسي محفوظه شوه .
په دا بله ورځ د دسمبر په ۱۴ مه نیټه ، د اوپیک د تېلو وزیران دوحې ته ورسیدل . د سعودي د تېلو وزیر شیخ ذکي یمني خبریالانو ته وویل چې سعودي عربستان غواړي ، لږ تر لږه د ۶ میاشتو لپاره د تېلو بیې په خپل حال یانې کنګل پاتې شي او ان ۵ په سلو کې د تېلو د بیو پورته کیدل به هم یوه تیروتنه وي ، ځکه چې د تېلو په لویدیځو مصرفونکوملتونو کې اقتصادي بیرته رغیدنه «هغومره پیاوړې نه ده لکه چې موږ هیله لرو هغومره به وي.» په همدې وخت کې په واشنګټن کې د سعودي سفیر علي رضا ،د مازدیګر په ۴:۵۱ دقیقو د امریکې له ولسمشر فورډ او د ملي امنیت د شورا له سلاکار سکوکرافټ سره غونډه در لوده . سفیر رضا ولسمشر فورډ ته د باچا خالد یو لیک وسپاره چې دا ژمنه پکې شوې وه « موږ هڅه کوو چې د خامو تېلو بیې په معقول ډول ډیر کم چې د منلو او قناعت وړوي لوړې کړو.» باچا خالد په لیک کې لیکلي وو چې زما د غوره شوي ولسمشر جیمي کارټر وینا په یاد ده چې ژمنه یې وکړه «له هر هغه قانون سره به مخالف وکړي چې له اسراییلو سره اړیکې کمول غواړي ، او هغه ژمنه وکړه چې ،په اسراییلو به له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستو فشار راوړي چې د لبنان په سویل کې پر عربانو له برید کولو څخه دوی منع کړي . بې له شکه دا د هغه لخوا یو ډیر ښه ابتکار وو او موږ هغه ته د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې د خپل هیواد او په ټوله نړۍ کې د بري هیله لرو .»
ولسمشر فورډ له سفیر علي رضا څخه مننه وکړه او ویې ویل:« زه په ژوره توګه ستاسو د هیواد له غوره شوي دریځ څخه مننه کوم چې د اوپیک په ناسته کې مود تېلو د بیو د کښته ساتلو په اړه خپل کړی وو . »
سفیر علي رضا روښانه کړه چې «زموږ له وروستۍ ناستې وروسته ، ماته له جدې ښار څخه یو تېلیفون را وشو او راته وویل شو : موږهیله لرو چې ډیر تر ډیره ۱۰ په سلو کې بیې لوړې شي خو اوس داسې تمه ده چې د تېلو بیې به ۶ او یا ۷ په سلو کې لوړې شي ، خو د تېلو د کمپنیو چلند ته په کتو سره ۵ په سلو کې د تېلو د بیو له لوړیدو انکار نشي کیدی.» خو کله چې ولسمشر فورډ له سفیر رضا څخه وپوښتل چې ایا دا امکان لري چې د ا د بیو لوړتیا د ۱۹۷۷ کال تر مارچ میاشتې پورې وځنډوي؟هغه ځواب ور کړ چې دغه نظریه د اوپیک په دننه کې ونه منل شوه .»
د نړۍ د ټولو رسنیو پام دغه مهال ددوحې د خلیج د هوټل په تالار را ټول وو او د خبریالانو کمرې او سترګې د اوپیک د وزیرانو خولې ته ځیر وې . د متحده عرب اماراتو له وزیر پرته د ښاغلي یمني دې غوښتنې ته د هغه نورو ۱۱ همکارانو ډیر پام ونکړ چې د ۶ نورو میاشتو لپاره دې د تېلو بیې نه لوړیږي . د لیبیا استازي په ریشخند ډول وویل:«ښاغلی یمني موږبه همدغه ډول اعلامیه خپره کړو، غم مکوه.» د عراق د تېلو وزیر خبریالانوته د ډاډ و رکولو په لهجه وویل:«دا داسې لوبه ده چې هغه یې تل لوبوي . » دا له یوې مانورې پرته نورڅه نه وو ، ځکه چې «د ښاغلي یمني په ګډون ټولو غوښتل چې د تېلو بیې دې لوړې شي .» خو ښاغلي یمني په رسمي ډول د ۶ میاشتو لپاره د تېلو د بیو د نه لوړیدو وړاندیز د اوپیک په ناسته کې وړاندې کړی وو .کله چې د هغه وړاندیز ونه منل شو نو یمني خپل سعودي پلاوي ته وویل چې له غونډې بهرشي . له بهر کیدو سره سم هغه د هوايي ډګر په لور روان شو او بیرته ریاض ته راغی چې له ولیعهد فهد سره د سعودي د راتلونکي ګام په اړه سلامشورې وکړي . کله چې ښاغلی یمني له غونډې بهر شو د اماراتو د تېلو له وزیر پرته د اوپیک نورو ټولو غړو هیوادونو په ۲ پړاوونو کې د تېلو د بیو د لوړیدو په اړه رایې ور کړې . لومړی پړاو د نوي کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې پیل کیده او لس په سلو کې د تېلو بیې لوړېدې چې هر بیرل تېل په ۱۲اشاریه۷۰ ډالره کیده . دویمه پړاو ۶ میاشتې وروسته د جولای له لومړۍ نیټې پیل کیده او ۵ په سلو کې د تېلو بیې نورې لوړیدې چې په دې ډول به د هر بیرل تېلو بیه ۱۳اشاریه ۳۰ ډالرو ته رسیده . د اوپیک د تېلو ۱۰ په سلو کې لوړو شویو بیو د اوپیک د غړوهیوادونو لپاره په ۱۳۷۷ کال د تېلو له درکه ۳ نیم میلیارد ډالره اضافي عواید راوړل . په دې ډول د خامو تېلو په هر ګیلن کې ۲ سینټه لوړوالی راغلو .
په لسګونو خبر یالان بیرته له ریاض څخه د شیخ یمني را ستنیدو ته په تمه وو. هیله وه چې هغه ته به د ولیعهد فهد لخوا څه ډول لارښوونه شوي وي .د سپینو جامو اغوستونکو عربانو هر ډول حرکت به د خلیج په هوټل کې روانې غونډې او بحثونو ته د پای ټکی کیږدي .د خبریالانو لیوالتیا نوره هم مخ په ډیریدو وه او ددوی سترګې او کمرې د یمني د را رسیدو په لور ګنډلې وې. هغه خبرې چې ښاغلي یمني ته له را رسیدو سره سم د یوه خبریال لخوا وشوې داوې ،چې د اوپیک وزیرانو دلته د هوټل په تالار کې خبریالان ډیر و ویرول. د غونډې په تالار کې تر سره کیدونکئ خبرې داسې وې چې لویدیځ یې لړزاوو . خبریالان هم ډیر د لویدیځو هیوادونو او رسنیو وو او دوی ټولو دیمنې خولې ته سترګې نیولې وې چې ددوی په ګټه به څه پریکړه وکړي کنه. د اوپیک د غړو هیوادونو وزیران په تالار کې ها خوا او دیخوا ګرځیدل لویه ګډوډي وه او هر خبریال یو وزیرڅنډې ته کړی وو او غالمغال روان وو او هیڅ څه روښانه نه بریدښیدل . خبریالانو د نیوزویک په ایټالوي خبریال د ایکوادور د تېلو د وزیر ګمان کړی وو او له هغه سره یې د خبرو کولو هڅه وکړه .د هوټل ادارې هڅه وکړه چې په غونډه کې نظم برقراره کړي او خبریالان یې د ماسپښین د غونډې لپاره له ودانۍ څخه بهر کړل .د امنیتي پلټنې او چک کولو پر مهال د هوټل کار کونکو وموندل چې یوه ډله امریکايي خبریالان د هوټل په یوه کونج کې پټ شوي وو . دوی هم له هوټل څخه بهر کړل شول . یوه خبریال وویل چې د شپې پرمهال اوازو ، ډرامو، غاړه غړی کیدوهرڅه روښانه کړل .، خو تر دې دمخه په دغه برخه کې ښه خبر نه وو موجود.
ها خوا په لندن کې حکومت د اقتصادي ریاضت نوي ګامونه یا پلانونه اعلان کړل چې پکې دای ام اف یا د پیسو د نړیوال صندوق له غونډې دمخه د عامه خدماتو په لګښتونو کې کموالی هم شامل وو .موخه داوه چې د لومړي وزیر کالګین بیړنۍ غوښتنه به په پام کې ونیسي . د ۱۹۷۷ کال لپاره د ۱،۶۹ میلیارد ډالره او د ۱۹۷۸ کال لپاره ۲،۵۱ میلیارد ډالره لګښتونوکموالی اعلان شو . دغه کمښت د برتانیې په ولسي جرګه کې د استازو سخت غبرګون را وپاراوو . د ښي اړخو استازو لخوا چې مشري یې د برتانیې یوې مخکښې سیا ستوالې مارګریت تاچر کوله چې وروسته د انګلستان لومړۍ وزیره شوه . «هغې پر حکومت کلکې نیوکې وکړې او په ډاګه یې وویل چې په تیرو ۳ د لاسه تللوکلونو کې د برتانیې د خزانې په وزارت کې نا مناسبه یا نا لایقه اداره موجوده وه چې د هغې په باور خبره یې دې ځای ته را ورسوله چې اوس لګښت کموو. د کارګر واکمن حکومت دخپلو چپ اړخو لخوا د اقتصادي ریاضت پلان وغانده او په عامه لګښتونو کې دغه کموالی یې د هیواد او خلکو په خیر ونه باله . دوی د اقتصاد لپاره د محافظه کارانو پالیسي اړینه وبلله او ویې ویل چې له بانکونو سره همغاړې ده .په حقیقت کې هغه د بانکونو تګلاره وه. »
د هغه له اړخه د امریکې د متحدو ایالتونود خزانې وزیر سایمون د برتانیې د لومړي وزیر کالیګن له هڅو خوښې ښکاره کړه او هغه یې «زړور او ښایسته » ګامونه وبلل چې د برتانیې د اقتصاد د باثباته کولو لپاره یې پورته کړي او مالي ډیسیپلین یې را منځ ته کړیدی .
ها خوا په دوحه کې ښاغلي یمني له ۸ ساعته غیابت وروسته بیرته د اوپیک غونډې ته را ورسید.هغه هیڅ رسمي بیانیه خپره نه کړه او بیرته په غونډه کې په خپله څوکۍ کیناست . تاوتریخوالی په اوپیک ناسته کې همداسې روان وو . په راتلونکي سهار د اوپیک د تېلو وزیران بیا د غونډو تالار ته راڅرګند شول چې خپله پریکړه اعلان کړي . داسې پریکړه چې سپینه ماڼۍ یې په بې صبرۍ سره انتطار ویسته :اعلان داسې وو چې سعودي عربستان د اوپیک د اکثریت غړو له پریکړې یا تصمیم سره موافق نه دی چې په ۱۹۷۷ کال کې د خامو تېلو دصادراتو بیې به ۱۵ په سلو کې زیاتیږي .سعودیانو په ډاګه کړه چې ددې پر ځای به سعودي عربستان خپل پیترولي زور وکاروي او په مارکیټ کې به د خپلو پخوانیو راډیکاله مداخلو په پرمخ بیولو سره هڅه وکړي چې د تېلو په تولیدونکو فشار زیات کړي او د تېلو بیې ټیټې وساتي . دارنګه سعودي عربستان ژمنه وکړه چې ددوی د خامو تېلو بیې به دجنورۍ له لومړۍ نیټې وروسته ۵ په سلو کې لوړیږي ، په داسې حال کې چې ایران په دغه نیټه د لس په سلو کې بیو د لوړیدو وړاندیز مخې ته کړی وو او د اوپیک پاتې نورو غړو ورسره هوکړه وکړه . دارنګه سعودي دا ژمنه هم وکړه چې دوی به د خپلو کورنیو تېلو تولید هم لوړوي . ریاض وویل چې دوی به د خپلو کورنیو تولیداتو ورځنۍ کچه له اوسني ۸ نیم میلیون بیرلو څخه ۱۱اشاریه ۸ میلیون بیرلو ته رسوي . د ۱۹۷۶ کال په دسمبر کې سعودي عربستان او بل نژدې ملګري متحده عرب اماراتو یې په ګډه شاوخوا ۱۰ میلیون بیرله تېل تولید کړل په داسې حال کې چې د اوپیک نورو ټولو غړو په ګډه شاوخوا ۳۰ میلیون بیرله تېل په ورځ کې تولید کړل . د دوی دواړو دغې سرکشۍ نه یوازې د تېلو مارکیټ په خپل حال ثابت وساتلو بلکې د اوپیک د غړو هیوادونو اقتصاد یې هم وګواښه چې په ژوره توګه د تېلو د بیو په لوړ والي یې تکیه در لوده او ډیر اوپیک غړو خپلې بودیجې د نویو بیو په تمه لوړې کړې وې . په دوحه کې د شیخ یمني دې اعلان چې د تېلو په اخیستونکو به خپل تېل ډیر نه لوړوي ډیر ،او ګواښ یې وکړ چې د تېلو مارکیټ ته به تېل ور پمپ کړي او لوړې بیې به دړې وړې کړي او ددوی (اخیستونکو لویدیځوالو) هیوادونو اقتصادونو ته به زیان نه رسیږي .
داسې ښکاریده چې د ۱۹۷۷ کال د تېلو جګړه په لاره وه . ښاغلي یمني د ایران شاه ، د اوپیک نورو غړو او نړۍ ته دا روښانه کړه ــــ سعودي عربستان چې د نړۍ تر ټولو زیات تېل نړۍ ته ور کوي او د نړۍ د پیترولو ستر صادرونکی هیواد دی، غواړي چې خپل برخلیک ته په خپله خوښه بدلون ور کړي او غواړي چې د خپل کورچارې په خپله خوښه په خپله پرمخ بوځي . خبریالانو د اوپیک د تېلو له وزیرانو وپوښتل « ایا دا امکان لري چې ټول سره یوځای او د سعودي عربستان د خامو تېلو بیې تایید کړي ؟ایا دا د نورو لپاره مناسبه ده چې زموږ د ښه والي پرضد تصمیم ونیسي ؟ تردې ناندریو وروسته د سعودي عربستان د تېلو وزیر شیخ یمني د د وحې له خلیج هوټله بهر شو او دا تکلیف یې ونه ویست چې د غونډې تر پایه پورې دلته پاته شي .
ایران ته د سعودي یمني دا ګواښ ډیر خطرناک وو چې د تېلو مارکیت ته به پریمانه تېل ورپمپ کړي ، ځکه چې د ریاض په دې کار سره تهران ډیر عواید له لاسه ور کول.د تېلو یو سترشتمن را پورته او دیته تیار شو چې د خپلو تېلو د صادرولو په برخه کې په میلیاردونو ډالره ګټه له لاسه ور کړي . د ایکانومیست ورځپاڼې رپوټ ور کړ چې «د او پیک په منځ کې د ډیرو زیاتو خامو تېلو پر سر لانجه روانه وه ، ځکه چې دسعودي عربستان دخامو تېلو تولید بیخي زیات وو . او دغه هیواد د ایران ستر سیال او شریک باڼۍ هم وو.» د ایران لپاره د خامو تېلو دعوایدو کموالی په دغه هیواد کې د ښوونځیو، کور جوړولو، روغتیايي خدماتو، ټولګټو پروژو، د غذايي موادو په برخه کې د سبسایډې یا حکومتې برخې اخیستو او د نظامي وسایلو د اخیستو لپاره د بودیجې د کموالي په مانا وه . د ایران شاه نور خپل هغه همیشني یاغي سټایل نشو کارولی چې پخوایې په هره برخه په میلیاردونو ډالره مصرفول . شاه نور د هغو میلیاردونو ډالرو خوب نشو لیدلی چې د تېلو له درکه به یې ترلاسه کول. د امریکې متحدو ایالتونو او سعودي عربستان بلاخره خپل توپ د تهران په میدان کې ور واچاوو . د ډیپلوماټیکو لاملونو له کبله د ایران باچا په خپل بې باکانه انداز کې په روښانه د سعودي په باچا خالد او یا د السعود د نورې کورنۍ په غړو باندې لفظي ډزې ونکړې .خو د تېلو په سعودي وزیر شیخ یمني ایراني دولتي رسنیو خوله ور خلاصه کړه . د ایران د راستخیز ورځپاڼې ایډیټور او لیکوال چې د یوازیني واکمن ګوند خپرونه وه پر یمني تور ولګاوو چې له اوپیک او خپل هیواد سره یې خیانت وکړ:« د دریمې نړۍ مخ پر ودې هیوادونه او ملتونه هرخوا په غوصه دي او له ښاغلي یمني کرکه کوي چې د خپل هیواد او اوپیک ریښتینې ګټې یې په امپریالیستانو وپلورلې .» ایراني او د اوپیک هیوادونو دولتي تلویزیونونو او راډیوګانو د ښاغلي یمني په مسخره کولو پسې خوله پرانیستې وه او هغه یې« کوډاګۍ او داسې څوک یاداوو چې اوپیک یې له دننې په خیټه کې په چاقو وواهه.» د ایران د ایندګان ورځپاڼې ولیکل چې :«که یو څوک د خاینانو موزیم جوړ کړي نو ذکي یمني به ددغو خاینانو په منځ کې د خپل هیواد،ملت، باچا او د او پیک د نورو غړو په استازیتوب ځانګړی ځای او درجه خپله کړي .» د کیهان ورځپاڼې چې په ایران او بهر کې ډیره مشهوره وه ، خپلو لوستونکو ته ولیکل چې« ښاغلي یمني د تېلو په جګړه کې د سعودي عربستان او د اوپیک د نورو غړو هیوادونو تر منځ ماشه کش کړه.» دغې ورځپاڼې د امریکا د تېلو کمپنۍ تورنې کړې چې د تېلو په مارکیټ کې ددغه دوه مخې بیې او معاملې یا سیالۍ له کبله ۴ میلیارد ډالره ګټه سپموي .
د ایکونومیست ورځپاڼې په ډیرې ځیرکۍ سره دا خبره روښانه کړه چې د اوپیک د دوحې د ناستې پایلې دامریکا د تلونکي ولسمشر فورډ ،دراتلونکي ولسمشر جیمي کارټر ادارې ، بانکونو، د وال ستریټ اقتصادي بازارونو،نغدو پیسو ته اړې برتانیې او په لویه کې لویدیځې اروپا ته د شیخ یمني لخوا د کرسمس د ډالۍ شوی بکس دی چې د نوي کال په شپو کې به مزې پرې وکړي او په ارام ذهن به خپل اخترونه ولمانځي او میلې به وکړي . دا خبره تر ټولو ډیر د امریکې د خزانې د وزیر بیل سایمون لپاره ډیرخوږه ولګیده چې د ۱۹۷۴ کال له اوړي را هیسې بلاخره ایله د هغه ډډې په ارامه له څوکۍ سره ولګیدې .سره له دې چې د ۱۹۷۷ میلادي کال لپاره به هم د ټولې نړۍ لپاره د تېلو بیې د پخواني کال پرتله ۱۰ میلیارد ډالره زیاتیدې ،خو دسعودي دې خواږه ګام په فوق العاده ډول سره د امریکې د متحدو ایالتونو او جاپان د کورني او بهرني اقتصاد د بیرته را ژوندي کیدو یا له فشار څخه د سر راپورته کولو جوګه کیده او له درانه مالي پیټي یوڅه را بهر کیده . سره له دې چې واشنګټن دا مهال د خپلو کورنیو لګښتونو ۶۰ په سلو کې تېل په کور دننه تولیدول ، خو د پاتې نورو تېلو لویه برخه یې له سعودي عربستان څخه تر لاسه کوله . دا په داسې حال کې وو چې سعودي عربستان د خپلو تېلو ۳۷ اشاریه ۴ په سلو کې جاپان ته صادرول . د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه ډیر طالعمند نه وو ، ددوی د نوي کال د تېلو د لګښت مجموعي ډیروالی ۴ میلیارد ډالرو ته رسیده . خو له دې سره سره اروپایانو یو لړ داسې ګټې در لودې چې ځینې وخت به نورو مشتریانو ښې نه لیدې :هغه «د تېلو اخیستونکی مار کیټ وو». په برتانیې کې حکومت داسې اټکل کاوو چې د مستهلکینو د بیو شاخص به یوازې نیم په سلو کې لوړ شي .
په مارکیټ کې د سعودي عربستان راډیکاله مداخلې دا اوازې او پوښتنې نورې هم زیاتې کړې چې په رښتیا سعودي مشران څه غواړي چې په دې ډول تر لاسه کړي . شیخ یمني ۳ د لیلونه وړاندې کړل.هغه د لویدیځ جرمنې د شپیګل مجلې ته روښانه کړه چې سعودي عربستان غواړي په لویدیځ جرمني کې واک ته د کمونستي ډلو د رسیدو مخه ونیسي .هغه وویل:« موږ په جدي ډول د لویدیځ د اقتصادي وضیعت په اړه اندیښمن یو،موږ په جدي ډول د نوي اقتصادي رکود په اړه اندیښمن یو ، موږ په برتانیې ، ایټالیا او ان په فرانسه او ځینو نورو هیوادونو کې د وضیعت په اړه اندیښنه لرو.موږ په هیڅ ډول نه غواړو چې په فرانسې او یا ایټالیاکې حکومتونه او رژیمونه بدل شي .» کله چې له ښاغلي یمني څخه وپوښتل شو چې ایا د هغه موخه کمونستان دي ؟ هغه وویل:«هو . وضیعت په هسپانیا کې ډیر روغ نه بریښي او دغه ډول حالت په پرتګال کې هم د اندیښنې وړ دی .که چیرته د اقتصادي رغیدا یا ښه کولو بهیر ترسره نشي ، دا چاره به نه یوازې سعودي عربستان ته سیاسي اهمیت ولري ، بلکې دا کار به سعودي عربستان ته له اقتصادي کبله زیان ورسوي او دوی نه غواړي چې دا ډول کار تر سره شي .»
ښاغلي یمني دا روښانه کړه چې د تېلو د بیو او تولید په اړه د سعودي عربستان را تلونکی به د منځني ختیځ د سولې له بهیر سره اړیکه ولري .هغه وویل:«موږ له لویدیځ څخه تمه لرو ، په ځانګړې توګه د امریکې له متحدو ایالتونو څخه چې هغه څه موږ تر سره کړي دي ستاینه یې وکړي .» د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ور کړ چې :«د تېلو بیې او په منځني ختیځ کې د سولې او جګړې مسلې اوس نیغ په نیغه په هغې خطرناکې لوبې پورې تړاو لري چې د امریکې د راتلونکي ډیپلوماسۍ په اړه یې هر ډول امکانات زیات کړي . یانې داسې یې هم امکان د رلود چې امریکا په سیمه کې د تل لپاره د تېلو زیرمې له لاسه ور کړي، یا په اروپا کې له خپلو یارانو، یا هم له اسراییلو سره پاته شي او یا هم د عربانو خوا ونیسي .دا امکان یې هم در لود چې دا مسله د کارتر د ادارې لپاره یوه غمجن را تلونکی ولري او داسې علایم را پیدا شوي وو چې امریکا يي حکومت ګنې په خپلو سیاستونو کې پاتې راغلی وو . یوه میاشت وروسته شیخ یمني وویل چې : « د تېلو او سیاست تر منځ ډیرې پیاوړې اړیکې موجودې دي او په دغه برخه کې تیرمهالي سیاستونه د راتلونکو پلانونو لپاره لاره پرانیزي.»
په دې کې شک نه وو چې سعودي عربستان هم په دغه برخه کې ډیر ظالمانه سیا ست مخې ته کړی وو ، ځکه چې دوی د ایران د شاه له چالبازیو او پوچو سیا ستونو ویریدل . مارکیټ ته د پریمانه تېلو د سیلاب ور ماتول به د ایران د شاه لپاه د پیطرو ډالرو هغه لارې بندې کړی چې هغه پرې له لویدیځ څخه نظامي وسایل او اتومي ټیکنالوژي تر لاسه کوله .د تېلو د صنعت یوه تحلیل کونکي وویل چې د سعودي عربستان دغو مانورو او د ستورو د ایران په نظامي وړتیا فوق العاده منفي اغیز کاوو . سعودي دغه موضوع درک کړې وه او د همدې لپاره یې داسې منډې ترړې پیل کړې وې چې په نظامي برخه کې د ایران پرانیستی لاس ور لنډ کړي . دوو مخکښو امریکايي کالم لیکونکو ایوانز او نوواک په ډیر باور سره رپوټ ور کړ چې ولیعهد شهزاده فهد ددې لپاره دتېلو د ارزانه کیدو هڅې کوي چې هغه دا بیړنۍ اړتیا ویني چې « د ایران روانه چټکه اقتصادي پرمختیا او نظامي پرمختګ ودروي.»
هاخوا د امریکې د بهرنیو چارو وزیر له هغې ورځې ویریده چې سعودي عربستان دې د تېلو زور د ایران او اسراییلو په وړاندې د امریکې د متحدو ایالتونو په بهرنۍ پالیسۍ د فشار اچولو په برخه کې وکاروي . سعودي عربستان د امریکې د متحدو ایالتونو ته ۲۵ په سلو کې د اړتیا وړ تېل ور کول او د امریکا په کورني اقتصاد کې یې ۴۰ میلیارد ډالره پانګونه کړې وه . دا له ایران سره د سعودي ښکاره توپیر وو چې د ۱۹۷۶ کال په دسمبر کې تهران واشنګټن ته ایله د امریکا د اړتیا وړ ۵ په سلو کې تېل ور کړل . سعوديان خوښ وو چې ویې کولی شود امریکا د ګټو په اندازه اغیز پر هغوی واچوي او د بهرنیو اسعارو د بدلون په مار کیټ کې یې د نورو اسعارو په مقابل کې د ډالر د ارزښت له لوړ والي سره مرسته وکړه . »
تر دې وروسته لوبه د سعودي په ګټه را تاو شوه او ریاض اوس واشنګټن ته له تهران څخه په دغه برخه کې مهم بریښیده .
په دوحه کې د اوپیک په ناسته کې د شیخ یمني له کودتا وروسته یوه امریکايي ډیپلوماټ تایید کړه چې :«موږ داسې یوه پړاو یا نقطې ته رسیدلي وو چې ددوی په پرتله موږ ډیر زیات په دوی باندې تکیه در لوده . دا هسې خبره ده چې دوی څومره ښه ملګري دي ، دا زموږ لپاره ډیر ناسم موقیعت وو ، خو څه مو کړي وای .» د امریکې متحدو ایالتونو تر دې وروسته په دې باور شول چې دوی کولی شي چې د سعودي د تېلو زور او ځواک د امریکا د ستراتیژیکو ګټو په محور را وڅرخوي . د امریکې یو شمیر حکومتي چارواکو او ډیپلوماټانو داسې هڅې ونکړې چې د شاه د بیزارۍ په اړه خپله خوښي پټه کړي . دوی ټول خوښ وو چې بلاخره رضا شاه ته د امریکا شا په ور اوښتو او سعودي ته یې مخ په ور اړول کیدو دی .
په دوحه کې یوه امریکايي څارونکي وویل:«شیخ یمني په دوحه کې د اوپیک ناستې ته له دې پلان سره تللی وو چې ایران پکې خراب او د شاه پلانونه دړې وړې کړي . دوه نیم کاله مخکې د امریکې د خزانې وزیر او د سعودي د تېلو وزیر ذکي یمني په ویرجینیا کې د سایمون په کور کې وویل چې :« موږ به د ایران رضا شاه ته وښیو چې څوک د اوپیک لوری بدلولی شي او څوک یې مشري باید وکړي.» داسې ښکاریده چې سعودي عربستان اوس په واشنګټن کې د ایران ځای خپل کړی وو او د هرې ورځې په تیریدو سره یې په امریکایانو ګرانښت زیاتیده او په خلیج کې یې د امریکا د نژدې ملګري موقف خپل کړی وو .
په امریکايي ورځپاڼو کې د سعودي د شاهي کورنۍ دجرات د ستاینې لیکنې هم په لومړي ځل په دومره ډیره کچه خپرې شوې. تر دې وړاندې به په امریکايي ورځپاڼو او رسنیو کې د رضاشاه پهلوي دغه ډول ستاینې کیدې ، خو کیسه په سرچپه کیدو وه . سعودي شیخ یمني اوس د تېلو په نړۍ کې د امریکایانو لپاره د یوه غرني پهلوان څیره خپله کړې وه .لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله یوه لیکنه کې وویل چې «سعودي عربستان خپل زور او عظمت وښود» نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه مقاله تر دې عنوان لاندې خپره شوه چې :«د سعودي عربستان اغیز په پراخیدو دی.» په سعودي عربستان کې میشت یوه امریکايي څخه نقل قول شویدی چې هغه ویلي وو:«سعودي عربستان داسې خدای پیدا کړې سیمه ده چې موږ تر اوسه نه وه پیژندلې . »
د وال ستریټ مالي مرکزونوهغو خبرونو ته هر کلی ووایه چې د لویدیځ اقتصادونه د تېلو د بیو له څه باندې لس په سلو کې لوړتیا څخه خلاص شول او تمه یې وه چې وبه کولی شي یو څه د ارام ساه واخلي . د ایران شاه خپل ټوپک ته نوې مرمۍ ور واچولې او په ډاګه یې کړه چې دا ځل به بانکونه او پور ورکونکي کیدی شي دومره چانس لرونکي او خوشبخته نه وي.د نیویارک د فدرالي خزانې بانک مشر پاول والکر ، مالي ادارو ته ددغې خوښۍ د خطرونو خبردارئ ور کړ .د امریکا د بانکونود سیستم لخوا خطرناک پور ور کول تر سره شوي وو او نړیوالې مالي کړۍ یې د ګړنګ غاړې ته رسولې وې . والکر په امریکايي بانکونو غږ وکړ چې د بانکي سیستم په ورځنیو چارو او بهرنیو پور ور کولو کې له ډیر زیات احتیاط څخه کار واخلي او هغه ټینګار وکړ چې «باید د بانکونو په ورځنیو عملیاتي چارو دې د فدرالي خزانې او نورو ښکیلو قانوني ادارو لخوا دې کلکه او نژدې څارنه وشي.» هغه وړاندیز وکړ چې « د مالي خوندیتوب یو سیستم دې را منځ ته شي.»ددې لپاره چې د هیواد اقتصادي وضیعت ښه شي نو دا کار دې تر سره شي ، ځکه چې د تېلو د بیولوړ والی امریکا دې پولې ته رسولی شي چې د خپلو پورونو په بیرته ادا یا ور کولو کې پاته راشي . هغه وویل چې « نا مطمین کړکیچ د رامنځ ته کیدو په حال کې دی او هیڅوک نه غواړي چې یو بل داسې مالي بحران وویني چې د وال سټریټ د مالي کړیو لخوا رامنځ ته شي .»
ولسمشر فورډ د سعودي باچا ملک خالد ته په یوه لیک کې مننه وړاندې کړه او خوښې یې وښوده چې ددوی ستونزې یې درک کړې .«په داسې حال کې چې زه ویرې اخیستی وم چې په منځنۍ کچه د تېلو لوړ والی کیدی شي موږ د مخ پر ودې او پرمختللو هیوادونو په منځ کې له بده مرغه له شاته تګ یا ځنډ سره مخامخ کړي .ستاسو د مخنیوی يا مانع بیلګه ډیره د ستاینې وړ ده او زه ډاډه یم چې په دغو حالاتوکې دا ډیره ستونزمنه چاره ده . » ولسمشر په خپل لیک کې زیاته کړې وه « زه په دې ډیر خواشینی یم چې د اوپیک ډیرنورو هیوادونو په دغه برخه کې نړیوالې اندیښنې درک نشوې کړی او د نړۍ د اقتصاد د روغتیا لپاره یې خپله ونډه تر سره نکړه .
د ولسمشر فورډ د ملي امنیت ډلې په همدې ورځ ۲ بریالیتوبونه تر لاسه کړل . یو داچې د سعودي باچا خالد داهڅې وکړې چې د اوپیک سازمان یو والی دړې وړې کړي او د شاه په مقابل کې ودریږي ا و بله داچې په هسپانیې کې د ټول پوښتنې پایلې هغه ډول را وختې چې واشنګټن یې تمه در لوده . د هسپانیې باچاجان کارلوس په ملي کچه غوښتنه کړې و ه چې ازادې ټاکنې او د سیا سي اصلاحاتو راوړل ورته تایید کړي . دباچا کارلوس غوښتنو ته څه باندې ۹۴ په سلو کې هسپانویانو مثبت ځواب ور کړ چې د واشنګټن لپاره خورا په زړه پورې بریا وه او هغه خطرناکه سناریو چې د سپینې ماڼۍ د چارواکو لخوایې فکر کیده بلاخره پیښه نشوه .د نړۍ اقتصاد لا هم په نازک او متیدونکي وضیعت کې وو ،خوبانکونه د ژغورل کیدو یا ښه کیدو په در شل کې وو او د تېلو د لوړو بیو له کبله د یوه بل ناورین د را منځ ته کیدو له کبله یوڅه وژغورل شو . برتانیې ، ایټالیې او پرتګال څو خورا سختې ګران بیه میاشتې وموندې چې خپل اقتصاد پکې له ډیر ناوړه حالت څخه وژغوري .ددې بریا د مزې په څکلو سره ولسمشر جیرالډ فورډ په عام محضر کې د اوپیک د اکثریت غړو په هغې پریکړې کلکې او توندې نیوکې وکړې چې ۱۵ په سلو کې د تېلو بیې یې لوړې کړې او هغه یې «بې مسولیته او بې پروا پریکړه وبلله» فورډ وویل چې د اوپیک اکثریت مشران چې د نړۍ په اقتصادي وضیعت یې سترګې پټې کړیدي « ددوی دغه پریکړه به وضیعت په نړیواله کچه کړکیچن کړي » د هغه ټولې نیوکې په ځانګړې توګه شاه ته متوجه وې چې د ۱۵ په سلو کې تېلو د بیو د لوړیدو مشري یې کوله او وړاندیز هم په اوپیک کې ده وړاندې کړی وو .د امریکې د خزانې وزیر بیل سایمون په دې ټینګاروکړ چې د اوپیک ۱۵ سلنه د بیو لوړیدا د عملي کیدو وړ نه ده ،ځکه چې سعودیان به په نړیوال مارکیټ کې د تېلو سیلاب را منځ ته کړي .
د جون په ۳ نیټه د امریکایانو لپاره ډیر نور په زړه پورې خبرونه را ورسیدل . د پیسو نړیوال صندوق IMF د برتانیې لپاره ۳اشاریه۹ میلیارد ډالره پور تصویب کړ، خو شرط یې دا وړاندې کړ چې د لومړي وزیر کالیګن حکومت به د اقتصادي هغه کلک ریاضتي ګامونه عملي کوي چې یوه میاشت دمخه یې اعلان کړي وو. « د ای ام اف په تړون کې « د کړنو عملي شرطونو» دې ته اشاره کوله چې د اروپا دغه پیاوړی او د افتخار وړ ملت چې ۳۰ کاله مخکې له سینګاپور څخه تر عدن خلیجه پورې یوه ستره امپراتوري وه او نیمه نړۍ یې تر واک لاندې وه او له اقتصادي اړخه یې نړۍ ته ځواب ور کاوو . څو ورځې وروسته د لسو صنعتي هیوادونو یو کنسورشیم د دوهم ځل لپاره سره را غونډ شول او هڅه یې وکړه چې د انګلستان د پولي واحد پوڼډ سترلینګ له ارزښت څخه دفاع وکړي ، دوی دا چاره د ۳ میلیارد ډالرو د پور برا برولو له لارې تر سره کړ .
هنري کیسنجر فکر کاوو هغه په دې پوهیده چې د ولسمشر فورډ د ولسمشرۍ په وروستیو کې چا د لویدیځ اقتصاد وژغوره . د ۱۹۷۷ کال د جنورئ په ۴ نیټه سهار د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او ولسمشر جیرالډ فورډ د سپینې ماڼۍ په اوول افیس کې وو . کیسنجر په ډاګه کړه «موږهم باید د اوپیک د تېلو د بیو لپاره پورتر لاسه کړو.زه ویلی شم چې د سعودي ټولې هڅې ډیر مهمې دي .یوازې دوی کولی شي چې د خپلو تېلو تولید نړیوال مارکیټ ته زیات کړي او د تېلو بیې ټیټې وساتي . له سعودي عربستان سره زموږپراخې ډیپلوماټیکې اړیکې ددې لپاره مهمې دي چې دوی زموږ لپاره سترکار ترسره کړ » ولسمشر فورډ په دې برخه کې هیڅ هم ونه ویل او غلی پاته شو.د کیسنجر په څرګندونو کې دیته اشاره شوې وه چې هغه په دې نه پوهیږي چې دغه پور دوی د څه لپآره اخلي . سپینه ماڼۍ دې پایلې ته رسیدلې وه چې که د تېلو بیې ۱۵ په سلو کې لوړې شي نو به د لویدیځو هیوادونو اقتصادي ظرفیت له منځه ولاړ شي .خو ایا امریکايي چارواکي دا خطرقبلولی شي چې که د تېلو بیې ۱۵ په سلو کې نه وای لوړې شوې ،نو د ایران اقتصاد ته به یې څه ډول خطر متوجه کړي وو ؟ حیرانونکی ځواب هو وو . د ملي امنیت شورا داسې هڅه وکړه چې د ایران په اقتصاد ددغه حالت د رامنځ ته کیدو ارزونه وکړي . خو امریکايي چارواکو تیر وتنه وکړه او دوی په ایران کې د مختلفو اقتصادي ستونزو او په شاه باندې یې د مالي فشارونو په اړه بشپړ اټکل نه وو کړی . تحلیل کونکو وویل چې په بحراني حالت کې کار کول ،هغه هم ظاهرا په ډیر مخفي ډول د ایران اقتصاد یو ځل بیا د ۱۹۷۵ کال د اقتصادي بحران حالت ته ور ګرځولی . دوی په دې نه پوهیدل چې که د سعودي عربستان دغه بغاوت بریالی شي ، لکه چې یوه اقتصاد پوه لیکلي دي « د تېلو هغه تولیدونکي هیوادونه چې د تېلو د پلور له خپلو مار کیټونو لیرې پراته دي او هغه هیوادونه چې ډیر زیات خام تېل لري او غواړي چې پیسې پرې تر لاسه کړي ، هغوی به ډیر زیات اغیزمن شي . ایران په دغه مهال په ډیر زیات خراب ډول بهرنیو نغدو پیسو ته اړتیا در لوده چې خپلې اړتیا وې پرې پوره او له بحران څخه ځان پرې بچ کړي چې په خراب ډول پکې را ګیر وو . »
په ایران کې د امریکا سفیر ریچارډ هلمز مخکې له دې چې امریکا ته را ستون او له محاکمې او عدلي پلټنوسره مخامخ شي ،یو وروستی معامله یې هم په مخکې در لوده .د ایران د استخباراتي ادارې (ساواک) رسوايي چې په امریکا کې یې فعالیتونه کول هرڅه دړې وړې کړي وو او وضیعت هم ښه نه بریښيده . د دسمبر په ۲۶ نیټه د ایران ددربار وزیر اسد علم دسفیر خدای په امانۍ په غرمنیو مراسمو کې برخه واخیسته ، خو هغه په دې ډیر حیران شو چې سفیر هلمز یې ولیده چې ژاړي . د هلمز دغو اوښکو ډیر څه بیانول . اول داچې هغه په ایران کې داسې څه پریښودل چې کیدی شي زغمل یې ورته ډیر دردونکي وو، او داسې حقایق یې تر شا پریښودل چې دی یې له سرخوږي او په کور دننه له عدلي پلټنو سره مخامخ کړی وو. د هغه اعتبار ټوټه ټوټه شوی وو او د زنداني کیدو له احتمال سره هم مخامخ وو . په دا بله ورځ یې هغه په ایران کې د امریکا د سیا سي استازي په توګه په خپله وروستۍ رسمي کاري ورځ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر ته د ایران د شاه یو پیغام مخابره کړ چې سپینې ماڼۍ ته یې دا ډاډ ور کاوو چې« د ایران استخباراتي ادارې ساواک ته دا اجازه نه وه ور کړل شوې چې د امریکا د قوانینو خلاف په هغه هیواد کې فعالیتونه تر سره کړي .» ښاغلي هلمز دا روښانه کړه چې هغه غواړي چې دغه موضوع نوره پای ته ورسیږي . هغه کیسنجر ته خبردارئ ور کړ چې ټولې فتنې او فسادونه ده ورته جوړ او پلان کړي وو او ده ورته ویلي وو چې د امریکا په خاروه کې د ایران د استخباراتي کړنواجازه ور کړي ، هغه وویل «دا ټول به یو یو ملت ته روښانه کړی .» هغه کیسنجر ته وویل«تاسو به په دې ټولو ښه پوهیږۍ. موږ دلته په استخباراتي برخه کې ددوی ډیر زیات پوروړي یو او د همدې لپاره موږ په دې برخه کې اغیزمنیدونکي یو » . هغه د ورځې په وروستیو کې تهران د واشنګټن په موخه خوشې کړ،ظاهرا هغه په واک کې د شاه دپاته کیدو په اړه ډیر بدبینه وو .هغه په خپلو یاداښتونو کې لیکلي دی :« کله چې ما تهران خوشې کاوو دا خبره روښانه وه چې ایران د جدي خطر په لور روان وو.»
نور بيا