بانډستي ترهګري/ پنځم څپرکی؛ څلورمه برخه

 

محمدانور(آڅړ)
 
 نیټه: ۲۵/۲/۱۳۹۴،ه،ش
د بچهء سقاؤ(۹) میاشتنۍ بانډستي واکمني؛ (تاریخي وینا؛ دکلام عِفت... او د بدویي سقاؤیانو حیرانوونکي کړنې)
د سقاؤ زوی په خپله تاریخې وینا کې د کابل خلکو ته داسې وویل:«ما د پخواني حکومت لاتي ګري(بت پرستي) کفر او بې دینی ولیدله او د رسول الله(ص) د دین د خدمت لپاره مې د جهاد ملا وتړله، ترڅو تاسې وروڼه له کفر او لاتي ګرۍ څخه وژغورم، وروسته له دې به زه د بیت المال پېسې په تعمیراتو او مدرسو(مکتبونو) ونه لګوم او دا پېسې به خپلو عسکرو ته ورکړم چې چای قند او پلو ووهي او ملایانو ته به یې وړکړم چې عبادت وکړي» ده د دولت مالیات او محصولات او نور ټول عواید وبخښل او بیا یې دا هم وویل:« ولاړ شئ وروسته له دې همیشه خپل ساعت تېر کړئ، چرګان وجنګوئ، مړزان وجنګوئ او ساعت تیرۍ وکړئ.» ( دافغانستان پرمعاصرتاریه یوه لنډه کتنه ص ۱۹۹)
سقاؤ په خپله وینا کې زیاته کړه: «د تعلیم او تربیې وزارت غېرې ضروري دی ځکه چې له دولت څخه ډېر زیات مصارف غواړي نو باید وتړل شي.» د پوهنې وزارت تر څنګ د حفظ الصحې او عدلیې وزارتونه وتړل شول. (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۹۴)
دا شان د سقاؤ زوی په وینا کې راغلی دي: «د ښځو مکتبونه دې په کامله توګه وتړل شي، د هلکانو مکتبونه چې په هغو کې نوی(مضامین) جغرافیه، ریاضي او نور لوستل کیږي موقوف دي، د مسلمانانو ماشومان دې د پخوا په شان په خپلو مسجدونو کې له پخوانیو ملایانو څخه زده کړې وکړي، ځینې هلکان چې د تلګراف، الوتکو، توپک او د توپونو په جوړولو مشغول دي په خپل حال به پاتې شي ځکه چې د اسلامي هیواد لپاره تلګراف، الوتکې او د جګړې توکې ضرور دي.» (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۲۶۲)
د سقاؤ زوی د خپلې تاریخي وینا په پای کې وویل:«په لُمړیو کې څوارلس زره نغدې روپۍ او تقریباً (۱۹) تنه غیور ځوانان راسره وو... (۱۹) تنه زما اُردو وه ورو ورو زیات شول او علاوه د ملایکو کرامو له مرستې څخه  زما د اُردو شمېر له حسابه ووت او په هر ځای کې بریالی او فاتح شول ... او په پای کې یې ځان د افغانستان امیر اعلام کړ.» (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۲۵۷)
ډېرې داسې کړنې د سقاؤیانو لخوا تر سره شوي دي چې د ده معاصرو لیکوالانو د بېلابېلو عواملو له کبله لکه څه ډول چې باید لیکل شوی وای، نه دي ثبت شوي، ځینو د سقاؤ له وېرې او نورو د قلم د عِفت په نظر کې د نیولو له امله  په یو ډول ادبي چوکاټ کې لیکلي دي، د سقاؤ هغه خبرې چې د لیکوالانو لخوا لیکل شوي دي او هغه شفاهې روایات چې له نېکه مرغه سینه په سینه زموږ تر زمانې پورې رارسیدلي دي، د بېلګو په توګه وړاندې کوو:
سقاؤ په کابل کې بهرنیو کارکوونکو ته پخپلو خبرو کې داسې وویل:«تاسو ښه انډيوالان يى، زه غواړم ستاسو معاشونه زيات کړم.» [اور په افغانستان کې ص٦٧٠]
 دا شان سقاؤ د انګریزانو سفیر ته په یوه مجلس کې وویل: «زه د انګریزانو له سفیر څخه ډېر راضي یم، هم یې معاش ور زیات کړئ او هم یې رتبه ورپورته کړې.» (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۱۰)
پورته خبرې په شفاهي رویاتو کې په دې توګه راغلي دي چې د سقاؤ د خبرو اصلي بڼه ده: د سقاؤ زوى د بهرنيو هېوادونو ديپلوماتان راوغوښتل او ورته ویې ويل: «کافرا ! خوب کار کنید باز معاش تان را زیات میکنم، اگر نه در(...) تان چوب میزنم.» شفاهي روایات؛ استاد عبدالستار(آڅړ)
زما مرحوم تره، استاد عبدالستار(آڅړ)چې د تاریخ او جغرافې ډېر پخوانی لیسانسیه ؤ د سقاؤ د کړنو په اړه  د نورو ډېرو خبرو په څنګ کې  راته ویلي دي: په کابل کې یوې ښځې د سقاؤیانو د ناوړه کړنو له امله سقاؤیانو ته بد رد ویلي وو او دا یې هم ویلي وو چې امان الله خان مسلمان او تاسې بې دینه یاست، نو په دې خبره یې هغه ښځه ونیوله او د سقاؤ زوی، (خادم دین رسول الله) ته یې په داسې وخت کې راوستله چې د سقاؤ زوی د عسکرو له یوې قطعې څخه  لیدنه کوله، کله چې د هغې ښځې ګناه سقاؤ ته وویل شو، نو د سقاؤ زوی د دې لپاره چې ښځې ته سزا ورکړي، عسکرو ته یې مخ ورواړلو او ورته یې وویل:« کسی اس این زن را (...) ؟» څوک شته چې له دې ښځې سره بد عملي وکړي؟، د عسکرو له لیکې(صف) څخه یو عسکر وړاندې شو ویې ویل: «صاحب مه صُبکي حلوا خوردم».په دې مانا چې زه دا ناوړه کار ته تیار یم.
زما مرحوم کاکا دا خبره هم کوله چې، د سقاؤ زوی د انګریزانو په اړه ویل دي: «انګریزان کافران دي خو بیا هم خندا یې مسلمانه ده نو باید له دوی سره چای وڅښو او ښه ورسره وکړو.»
دا شان میرمن ريه تالي سټيوارت وایي:کله چې سقاؤ يو فرانسوى وليد چې ږيره لري نو ورته ويې ويل: «خوشاله يم چې په فرانسه کې هم مذهبي(مسلمان) کسان شته.» [اور په افغانستان کې ص٦٧٠]
وروسته له هغې چې د سقاؤ زوی کابل ونیوه نو خپله ږیزه یې لنډه کړه اوهم یې توره دریشي واغوستله او محمدزۍ ښځه یې هم په نکاح کړه... نو ځان د افغانستان اصلی واکمن او مالک ورته ښکاره کیده.
د امیر(سقاؤ) حضور ته د وړاندې کیدو په وخت کې د سلام پر ځای یوازې د (چشمت صدقه)کلمه ویل کیده او امیر به د خلکو عرضونه په شفاهي توګه اوریدل، ځکه چې لیکلي عریضې یې نه شوای لوستلای، دا چې  ده به بیا شفاهي حکم کولو او دا شفاهي حکم به په کومه طریقه تر اړونده مرجع پورې رسیدلو دا نو یوه بله ماجرا وه. (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۳)
کله چې د سقاؤ زوی ارګ ته ولاړ په دفترونو کې یې د کار میزونه نه پېژندل او فکریې کولو چې دا د خوب تختونه دي او تشنابونه یې نه وو لیدلې ده به ویل: «خدایه! په دې نړۍ کې داسې خلک هم شته چې د روانو اوبو پر ځای یې دا ډول تنګې کوټې غوره کړي دي.» (زما ژوند له غلا تر پاچاهۍ ص ۱۴۶)
په ارګ کې د سقاو زوى او ملګرو يې د ښيښيى لرونکو کړکيو په کوټه کې ډوډى خوړله دوى به د چرګانو هډوکي د باندې غورځول او په دې باندې به حيران شول چې هډوکي په هندارو لګیږي او بيرته کوټې ته رالويږي دا ځکه چې هغوى ښيښې نه پيژندلې. [ اور په افغانستان کې ص ٧٠٠]
د سقاؤ زوى به په چوکۍ باندې پاس په دؤ پښو کښيناستو، او تر پايه پورې د چرګانو له جنګولو څخه منع نه شو، خو يوازې د چرګانو او غوښو هډوکي يې نور د کوټو د کړکيو له ساده شيشو څخه نه اچول او شيشې يې پېژندلي وې. [ اور په افغانستان کې ث ص ٦٦٨]
ځينو به په ارګ کې د کاليو له الماريو څخه ښځينه جامې رايستلې او هغه به يې اغوستلې دوى د دغو کاليو برش او تنګ شکل او اندازې ته حيران وو او دومره فکر يې نه کاوه چې دا د ثريا کالي دي... . [ اور په افغانستان کې ص ٧٠٠]
 د جمعې په ورځ به په ارګ کې د ننه د ستوري قصر په سالون کې چرګان جنګول کیدل، وروسته به غرمه هم دلته ډوډۍ خوړل کیدله او بیا به ملایانو وعظونه کول او وروسته به د جمعې لمونځ کیده.
 سقاویانو په کابل کې د کابلیو نجونو غوښنتې پېل کړې او دا یوه سیالي وه چې هر یوه به په کورکې یوه کابلۍ نجلۍ درلودله، په دې لړکې د سقاؤ ورورحمیدالله څلورنجونې لرلې او سیدحسن څلوېښت نجونې په کورکې ساتلي  وې.
د کابل ښار پاکي او صفایۍ ته چا پاملرنه نه کوله او په لږه موده کې ښار چټلیو پر سر واخیست، نوي راغلي کلیوال چې په صحرا کې آزاد هر ځای د رفع حاجت لپاره کښیناستل، نو دلته هم په کوڅو کې یې دغه کار ترسره کاوه او د ښار کوڅې دومره چټلې شوي وې چې سړی په کې تېریدلی نه شو. (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۰)
په پای کې د سقاؤیانو آواره ګۍ او(خپل سرۍ) دې ځای ته ورسیدې چې یوه عادي عسکر به هم ویل: «ما و حبیب الله در یک سنګر بودیم او کیست که سر ما حکم میکند» په دې مانا چې هر یو عسکر ځان حبیب الله (سقاؤ زوی) بللو.) (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۰)
په ولایاتو کې هم د والیانو دا حال ؤ او د هر یوه سره دا سودا وه چې حبیب الله له دوی سره هم سنګره ؤ ، نو نن پر موږ باندې د حکم کولو حق نه لري او هر یو به په خپل سر کارونه کول.(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۴)
د سقاو زوى د امير امان الله خان هغه د نوټونو کوټه وموندله چې له امان الله څخه په خپل حال پاتې وه، دا په افغانستان کې لومړني نوټونه وو خو که په چلند کې اچول شوي واى، د سقاو زوى د نوټونو په ليدو سره هک پک شو دا فلزي پيسې نه وې نو ځکه یې امان الله ملامت کړ چې په دې کار سره یې غوښتل د افغانستان خلک وغولوي.
ورپسې د سقاؤ زوى يوه بله نوي ستونځه خلکو ته ښکاره کړه، هغه دا چې د دولت په خزانه کې فلزي پېسې خلاصې شوي وې، او پر ځای یې په خزانه کې هغه کاغذي بانک نوټونه وو چې د هغو په ليدلو سره يې ټکان خوړلى ؤ... سقاؤ هغه بانک نوټونه وايستل او د امان الله د نوم د پاسه يې خپل نوم ټايه کړ، بيا يې يوه اعلا ميه خپره کړه چې د خواخوږۍ په ښودلو سره داسې پېل شوي ده:
(د پخواني حکومت د فلزي سکو ګرځولو زيات مشکلات) او داسې ادامه يې ورکړه: دا نوټونه چې په چلند کې اچول شوي دي د مسلمانانو د دولتي خزانې ډير زيات مصرف ورباندې شوى دى ... د چاپ د  لګښت له نظره دا به د دولت خزانې ته يو لوی نقصان وي که چېرې دا نوټونه بې چلنده وساتل شي. [ اور په افغانستان کې ص ٧٠٠]
 دا شان د سقاو زوى د استقلال د جشن په ورځ چې د ده په دوره کې راغلى ؤ، نوموړي نظامي لباس  اغوستى ؤ د لرګي په منبر باندې ودريد او مختصرې خبرې يې وکړې ده وویل: «وروڼو نن ورځ د اوغانستان د استقلال جشن دى دا جشن نه د امان الله خان دى او نه د حبيب الله دا جشن ستاسو دى چې خپل استقلال مو د تورې په زور اخيستى دى او په توره به يې ساتى دا جشن تاسې ته او د اوغانستان ټولو خلکو ته دې مبارک وي ورځئ د خداى په امان.» [ افغانستان در مسير تاريخ ص٨٢٧]
وروسته له هغې چې سقاؤ په ارګ کې ځای پر ځای شو، تر (۸۰) کسانو پورې د پخواني حکومت کارکوونکي راوستل شول او اعلان يې وکړ چې د سقاو زوى(علحضرت!) غواړي له تاسې سره خبرې وکړي، د سقاو زوى چې د کوهستان پخوانى والي وليد چې په يو وخت کې یې په ده باندې ريښتينى قدرت درلود او په ونه پورې زوړند کړاى شوى ؤ، د سقاو زوى ورته وويل: «ستا په شان چټل سړى مې تر اوسه پورې نه دى ليدلى.»
بیا د ماليې پخوانې وزير ميرهاشم وړاندې کړاى شو، د سقاو زوى پر کړکي باندې تکيه وکړه او ورته ويې ويل: اى لويه کافره!
ــ د ماليې وزير وويل: زه کافر نه يم بلکې يو واقعي مسلمان اوسيدلى يم.
ــ د سقاو زوى پوښتنه وکړه: آيا تا بوديجه نه ده وړاندې کړي؟ بوديجه څه شى دى؟.
ــ د ماليې وزير وويل: دا د حساب دارى زوړ سيستم دى، په کور کې په دوکانونو کې موږ ټول بوديجې لرو دا يو نوى نوم دى.
ــ د سقاو زوى وويل: آيا دا د يو کافر کار نه ؤ؟.
ــ د ماليې وزير وويل: نه، نه، نه ؤ.
 ــ د سقاو زوى وويل: محترما! ما له تا ځينې وغوښتل چې د غرمې ډوډى را سره وخورئ، د دربار وزير به يوه پانه درکړي او تاسې بايد هغه لاسليک کړئ. [ اور په افغانستان کې ص٦٠٨]
د سقاو زوى اعلان وکړ: تعليمي ښوونځي چې د خلکو پيسې ورباندې ضايع کيږي او هېڅ ګټه ور څخه نه اخيستل کيږي ودې تړل شي، د دې لپاره چې په موضوع باندې ټينګار شوى وي  د ټولو کتابونو د ليلامولو حکم یې وکړ چې امان الله د خپلو ښوونځيو لپاره ورڅخه امبارونه جوړ کړي وو هغو کسانو چې دا کتابونه يې رانيول ډېری يې هغه کسان وو چې دا کتابونه يې لوستل. [اور په افغانستان کې ص ٦١٩]
د سقاؤ زوی چې په دې وخت کې د غازي امیرحبیب الله خادم دین رسول الله په نامه او القابو نومول شوی ؤ په مارچ کې یې یو فرمان صادر کړ چې هغه مذهبي مدرسې چې د امان الله خان په وخت کې تړل شوي وې بیا دې جاري شي، خو دولتي مکاتبو ته اجازه نه ورکول کیږي، ځکه چې هلته د کفارو او بیګانه ؤ ژبې زده کیږي او شاګردان جغرافیه او ریاضي لولي. (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۱۹۹)
سقاؤ د صحت عامې، پوهنې او عدلیې وزارتونو په اړه داسې شفاهي حکم وکړ:«د پوهنې وزارت، د حفظ الصحې او عدلیې وزارتونه باید له منځه ولاړ شي، د عدلیې وزارت هیڅ مانا نه لري، د پوهني وزارت ته ځکه اړتیا نه شته چې خلک دې خپل ماشومان د کلیو د مسجدونو ملایانو ته د زدکړو لپاره ولیږي او د حفظ الصحې په وزارت باندې بې ځایه لګښتونه کیږي، که څوک ناروغ شي نو راساً دې د کلي ملا ته ورشي دم او تعویذ دې ترې واخلي» شفاهي روایات؛ استاد عبدالستار(آڅړ)
د سقاؤ زوی په کابل کې نور ښوونځی تړلي وو، یوازې د حساب او خط ښوونځیو ته یې اجازه ورکړي وه، یو ځل د نوموړو ښوونځیو ښوونکو معاش نه ؤ اخیستی، دغو بدبختو ښوونکو ملک محسن چې د کابل والي ؤ عریضه ورکړه تر څو معاش یې اجرأ شي، د کابل والي ورته وویل:«ما مکتب نه می مانیم، شما کافران اماني آمدین معاش میخواهید؟» (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۷)
لکه چې پوهیږو چې د سقاؤ زوی او د ده بانډستان د مکتبونو سخت مخالف وو، مکتبونه یې د کفر او الحاد ځالې بللې، خو له دې سره سره، موږ وینو چې وروستیو بانډستانو د پروان ولایت د کلکانو په ولسوالۍ کې د ده په نوم یوه لېسه نومولي ده، دغه لېسه د لویې لارې پر سر باندې پرته ده د لېسې پر لوحه باندې د سقاؤ انځور کښل شوی او داسې یې پرې لیکلي دي: (لیسه امیرحبیب الله، خادم دین رسول الله)؟؟؟ دغو بې انصافو چې د سقاؤ په نوم مکتب نومولی دی، نه یوازې دا چې له تاریخ سره یې خیانت کړی، بلکه هغه شاګردان چې له دغه مکتب څخه فارغیږي او د تاریخي شواهدو په رڼا کې ورته سرګندیږي چې سقاؤ د مکتبونو دښمن ؤ نو له یو ډول وجداني زورونې سره مخ کیږي او له بلې خوا د سقاؤ ننیو خواخوږو د هغه د طبعیت پر خلاف عمل هم ترسره کړی دی نو له دې کبله د سقاؤ د زوی روح یې نا آرامه کړی دی.
پاتې برخې وار په وار خپریږي