لالچ او مچ

 
ستا د زلفو تصور می د دنيا حرصونه ورک کړل
دا روښانه حقيقت دی چی تياره شی مچان کېني.
                                                               ( حمزه)
د انسان د نورو صفتونو لکه شهوت، غوسه، بخل او.... په څېر حرص (لالچ) هم يو صفت دی. حرص د انسان په خټه کې ګډ دی. هر انسان حرص لري، خو ځينې يې لږ او ځينې ډېر. د غوسې، شهوت او بخل  په څېر حرص هم د عقل ترولکې لاندې راتلی شي. خو موږ د دغو نورو صفتونو غوندې حرص هم له يو مخې بد ګڼو. لکه څنګه چې د انساني نسل بقا شهوت ته اړتيا لري يا لکه څنګه چې د اخلاقي معيارونو د ترلاسه کولو لپاره د اصولو او قوانينو پلي کول غوسې ته اړتيا لري په همدې ډول د يو کار پرلپسې ترلاسه کول او څارل هم حرص ته اړتيا لري. موږ د دې پرځای چې حرص کنټرول کړو غندو يې، ردوو يې او مخالفت يې کوو خو دې ته مو پام نه دی چې دا غندنه په حقيقت کې د الله تعالی د لوی پنځ (انسان) د يوې برخې غندنه ده او پر دغې پنځ نيوکه ده.
موږ حرص يو اړخيز پېژندلی او دغه پېژندنه مو له خپلې ټولنې زده کړې. دا مو په کور، جومات او ښوونځي کې زده کړې، د () ټولګي په پښتو کې لولو:
په خوب کې د پېشو ليدلو يو تعبير حرص دی. د دې علت دا دی چې پېشو کټ مټ حرص دی. يعنې د حرص کرکټر او سمبول دی. پېشو ډېر خواريکښ ځناور دی. لکه څنګه چې پېشو په ډېرو خويونو دېوالونو ختلی، په ډېر لرې ځای کې غوښه حس کولی او ځان ور رسولی شي حريص هم همداسې دی. حريص د خپل حرص له سببه په مطلوب شي پسې هره خوا منډې وهي، ځان ستړی کوي او په يو نه يو ډول حرص پوره کوي.
موږ د حرص په يوطرفه پېژندنه کې دومره زياتی کووچې له حرصه مو په سمه لار کې ګټه اخېستل هېر کړي او په سمه مانا يې نه کاروو. د پيغمبر(ص) يو نوم حريص و. دی د دين حريص و. د الله تعالی د مينې حريص و. له جهمنه د انسانانو دخلاصون حريص و. انسان کولی شي د علم، د نيکۍ او د سمو کړنو حريص شي.
حرص لکه غوسه او شهوت، که کنټرول نه شي تاوان پېښوي، که په سمه سم نه کړی شي نو په پای کې يې بڼه بدلېږي او په بخل اوړي. همدا وجه ده چې حرص په ټولنه کې يو اړخيز پيژندل شوی.
حمزه بابا حرص له مچ سره تشبه کړی. ډېره ښه تشبه ده. مچ داسې يو عجيب ژوندي سری دی چې د ده په پرتله زر برابره غټ انسان په عذاب او رنځ کې اچوي او بلاخره ترمرګه يې رسوي. بابا وايي چې د دنيا حرصونه چې بېلابېلې بڼې لري داسې دي لکه مچان. خو د دې مچانو د کېناستلو او ورکولو علاج څه دی؟ د دې علاج د يار د زلفو (د الله تعالی دقهر، غضب او خپګان) تصور، سوچ او فکر دی. يعنې د الله تعالی د قهر او غضب تصور داسې دی لکه تياره نو په تياره کې مچان کېني او انسان يې له عذابه خلاصېږي. ظاهراً زلفې تورې دي د زلفو تصور هم تور وي دا چې په ذهن کې د يار د تورو زلفو تصور راشي د حرص مچان ( د دنيا مينه او لالچ)  په انساني طبعيت کې ډوب او قرار شي.
 
ساده حيدرخېل