خپل ماشومان له مبارزې سره روږدي کړئ !

 
ليک: عبيدالله ساحل
 
د نن ورځې ماشومان د راتلونکې ورځې قيادتونه دي او په هر راتلونکې کې د نن ورځې ماشومان نيکونه او پلرونه وي، نو د خپلو ماشومانو هر اړخيزې روزنې او پالنې ته پام وکړئ، تر بل هرڅه وړاندې د دوي د راتلونکې په اړه غور او فکر وکړئ، کومې کورنۍ چې د خپلو ماشومانو له تربيي او پالنې بې پروا او بې غمه پاتې شوي هغوي د خپل غفلت او بې باکۍ درد حتما څکلی او همدا ماشومان ورته په راتلونکې کې غم او بلا ګرځيدلي، ځکه د ماشوم له پالنې يوه ذره بې پروايې او عدم التزام راتلونکې کلونه نړوي او د خپلې ټولنې، کورنۍ او مشرانو لپاره د سر درد جوړيږي، د دې پرځای چې د خپلې ټولنې د سمون او رفاه په لور ګام واخلي بر عکس د ويجاړۍ په هوډ مټې رابډوهي، ځکه چې له لمړۍ ورځې د هغوي پالنې او روزنې ته پام نه دی شوی او نه يې پلرونو محسوس کړې چې له دې کمکې ماشوم به هم يوه ورځ غښتلی ځوان جوړيږي او قوت به يې دومره ياغي کيږي چې موږ به يې مخکې د هېڅ مزاحمت توان او طاقت هم نلرو.
مخکې له دې چې ماشومان د ځوانۍ غيږ ته ولويږي نو په کار ده چې د هغوي د هر اړخيزې تربيي لپاره منظم پلان او طرحه موجوده وي، د هغوې د زده کړې، ټولنيز ژوند، صحت، فکر او خيال او ناسته او ولاړه ټول په پام کې ونيول شي او د سمون او جوړښت لپاره يې منظم او پراخه طرحه په لاره واچول شي تر څو له هغې څخه په راتلونکې کې يو ملتزم، داعي، بافکره، مبارز او مجاهد شخصيت جوړ شي؛ د ژوند تجاربو ثابته کړې، هغه کورنۍ چې د خپلو کوچنيانو لپاره د پالنې او تربيي لپاره يې وخت ورکړی نو د کوچنيانو نتايج يې هم روښانه وي او د رڼې راتلونکې تمه ترې کيږي.
د خپلو ماشومانو هر ستر او وړ حرکت په نظر کې ونيسئ او په خپل وخت يې خپلې غلطۍ ته متوجه کړئ، ولو که نهايت کوچنۍ غلطي هم وي، که مو دوکان ته د يو څه پيرودلو په موخه واستوه، د بيرته راتګ متصل وروسته وروسره دقيقه او د زرې زرې محاسبه وکړئ او د يوې روپۍ ښکته پورته کيدل يې دومره جدي ونيسئ لکه د لکونو روپو تاوان او ورکيدل، د دې کار ترسره کولو په پايله کې به تاسو څو ګټې کړې وي:
 
ماشوم ته به مو ذهنيت ورکړی وي چې د هر کار تر انجامولو وروسته راسره محاسبه او پوښتنه کيږي.
که د يوې روپۍ محاسبه کې بريالی شو، ډاډه اوسه چې راتلونکې به يې هم شفافه او روښانه وي.
د محاسبې د کولو په وخت کې به له تانه د محاورې اسلوب او تکتيک زده کړي.
د کوچنۍ محاسبې په پايله کې به هغه ته د يو مدبر اداري شخصيت ذهنيت ورکړل شي.
که په راتلونکې کې د ټولنې لخوا ورته ستر مسؤليت ورکول کيږي نو په خپل مسؤليت کې به پاک او امانتدار وي.
د دې کار په کولو سره به د خيانت له ستر جرم نه پاک وي.
کله چې د يو ماشوم  د پالنې او تربيي برخه کې دومره کوچنی قدم سترې ښيګڼې زيږوي نو په کار ده چې د خپلو ماشومانو پالنې ته پام وکړو او تربيي ته يې وخت ورکړو؛ زموږ په تولنه کې اکثره علمي کدرونه د خپلې کورنۍ د ماشومانو پالنې او تربيي  ته پام نکوي، خپل هم او غم يې خپله رسمي دنده او د ماشومانو لپاره په مړه خيټه غوړه ډوډۍ پيداکول وي؛ ليدلي به مو وي؛ زيات ښوونکي او عالمان شته چې په ښوونځيو او مدارسو کې د نورو ماشومانو په روزنه او تربيه کې دومره بوخت وي چې خپل ماشومان ترې پاتې وي؛ د تېر جهاد په دوام کې د حزب اسلامي د يوتن متعهد قومندان چا پوښتنه وکړه چې بچيانو عمرونه دې څومره دي؟
 
هغه ورته لاسونه وغځول چې يو دومره دی او بل دومره !! بيا يې زياته کړه چې دا څلور کاله کيږي چې زه يې په ويښه نه ګورم کله چې د شپې ناوخته کور ته ولاړ شم هغوي ويده وي، بيرته چې سهار وختي راځم نو بيا هم ويده وي، دا ډير وخت کيږي چې په ولاړه او ويښه مې نه دي ليدلي ځکه مې درته لاسونه وغځول چې دومره او دومره دي؛ له ښوونکې او ملا امام نيولې تر مجاهد پورې د خپلو کوچنيانو پالنې او تربيي ته هومره وخت نه ورکوي څومره چې د هغوي حق وي؛ د اسلام په تاريخ کې د خواخوږي پيغمبر او د هغه ترڅنګ د راټول شوو، صحابه کرامو رضي الله عنهم ژوند په دې برخه کې ډاګيزې بېلګې لري چې خپل کوچنيانو ته يې د هغوي د پالنې او رزوني په برخه کې څومره زيات وخت ورکړی ؤ او څومره زيات اهتمام او التزام يې ورته کاوه.
 
اوسني عصر کې چې د کوچنيانو د بې لاريتوب او بې دينۍ لپاره د دښمن له لورې په زرګونو برنامې په لاره اچول شوي، په کار ده چې پلرونه او مشران هم د خپلو بچيانو د تربيي او پالنې په اړه بې باکي ونکړي او په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره د هغوي پالنې ته په پراخه سينه وخت ورکړي؛ د اسلام قسم خوړلی دښمن په هېڅ يو ډګر کې هم بې پروا او بې غوره نه دی ناست، په هره برخه کې ان تر دې چې د ماشومانو د فکر اړونې او بې دينۍ لپآره يې په زرګونو برنامې په لاره اچولي؛ هغوي درک کړی چې دغه نسل د بلې ورځې اساسي قشر دی، نو په کار ده چې تربيه او فکري جوړونه يې داسې وشي چې له اسلام او اسلامي ژوندانه سره پراخه فاصله ولري؛ اوس په اسلامي هيوادونو کې د دې برنامې لمن ورځ تربلې په غځيدو ده خو بدبختانه چې په مقابل کې يې مسلمان پلرونه او مشران ډيره بې غوري او بې باکي کوي.
 
اسلامي ټولنې بايد خپل کوچني ماشومان د ټولو مهارتونو په زده کړه سبمال رالوي کړي، د شخصي ژونده نيولي ان تر قيادته يې وروزي، داسې يې وروزي چې سبا لپاره دوي ته سکون او دښمن ته د خطر زنګ وي.
 
د دښمن سره د ټکر او د ظلم په وړاندې حساسيت درلودل لمړنی اصل دی چې پلرونه يې بايد خپلو کوچنيانو ته ور زده کړي، خپلو کوچنيو ماشومانو ته د لمړۍ ورځې  څخه د اسلام قسم خوړلي دښمنان وروپيژنئ او له هماغه ورځې يې داسې وروزئ چې د اسلام له دښمنانو سره نه يواځې کرکه او کينه ولري بلکې د قربانۍ فکر او احساس يې هم پياوړي وي؛ که د ماشوم رالويدل په همدې احساس  وشي نو محال ده چې د دښمن هيلې تحقق پيداکړي.