
د تېلو جګړه
«د بانکونو د یوالي کیدل، له نظام ړنګیدو څخه خطرناک دي»
شاه - ۱۹۷۷
«له سعودي سره زموږ ستره ډیپلوماسي هغسې وه چې موږ ترسره کړه»
هنري کیسنجر، ۱۹۷۷
زه نه غواړم چې له چا سره ځان مخامخ (تقابل ) کې راولم
سره له دې چې ولسمشر انو نیکسون او فورډ ډیرې زیاتې هڅې وکړې د تېلو د بیو په سر وروستي زورونه له تولیدونکو هیوادونو سره ووهي او د سونګ توکو او انرژۍ د ساتنې او خوندیتوب مسله ډاډ منه کړي ،د امریکا اقتصاد تر بل هر وخت څخه ډیر زیات د منځني ختیځ د هیوادونو د ناندریو له اړخه له ګوا ښونو سره مخامخ وو . د امریکا ۴۰ په سلو کې د اړتیا وړ تېل اوس له بهرنیو هیوادونو را تلل ، او په تیرو ۳ کلونو کې د خامو تېلو په وارداتو کې ۴ په سلو کې لوړ والی را غلی وو . د نیکسون تر ټولو ارزښتناکه پروژه له ډیر وخت را هیسې خوشې پرې ښوول شوې وه . د ټایمز ورځپاڼې رپوټ ور کړ چې « د ۱۹۷۳ کال د وروستیو او د ۱۹۷۴ کال په لومړیو کې اخیستل شوي زړور ګامونه په کومه روحیه بدل شول ؟» د شیکاګو کامنویلټ کمپنۍ په تلویزیون خپلو اعلانونوکې لیدونکو ته وویل چې که په سفر ځي نو د خپلو کورونو څراغونه دې نه مړه کوي ، ځکه چې د غلو لپاره به تیاره کور ښه هدف وي. په ۱۹۷۴ کال کې موټر چلونکو ته د کرار تلو لارښوونه چې تېل بچت شي هم اوس په بدلیدو وه . د سپینې ماڼۍ چارواکو اوس بله لویه ستونزه در لوده. د بهرنیو چارو وزیرهنري کیسنجر اصلي هدف داوو چې اوپیک په خپلو کې سره وخوري او پریکړې یې له خپله اړخه ټوټه ټوټه شي ، خو هغه تمه درلوده چې د اوپیک په دغه خرابۍ کې دایران اقتصاد ته کوم زیان ونه رسیږي چې په لویه کچه د پیطرولو په مارکیټ کې له راتلونکي هر ډول بدلون څخه اغیزمنیدونکی دی .د ښاغلیو زیرب او انصاري د خبرو اترو ناکامه کیدل په دې مانا وو چې لاهم دایران د عوایدو د لومړنیوسرچینو د خوندي کولو او د تېلو په مار کیټ کې د را تلونکو ناڅاپي بدلونونو له کبله د ایران د اقتصاد دپوښښ په برخه کې کوم میکانیزم نه وو رامنځ ته شوی .
د ۱۹۷۶ کال د دسمبر په ۷ نیټه د سهار په ۱۰ بجو امریکايي ولسمشر په واشنګټن کې د ایران سفیر اردیشیر زاهدي ته په سپینه ماڼۍ کې هر کلی ووایه . زاهدي له نیویارک څخه را غوښتل شوی وو .هغه تیره ورځ هلته له نیلسون او ډیویډ راکفیلر سره تیره کړې وه . د دواړو لپاره له بده مرغه دا د پیرل هار بر په نوم د امریکا د ولس د یوه مشر د لمانځنې ورځ وه .له ولسمشر سره د ملي امنیت له سلاکار برنټ سکوکرافټ او دارنګه مشر اقتصادي سلاکار الن ګرین سپن هم ملګري شول. په دغه ناسته کې د ګرین سپن ګډون په دې ما نا وو چې په اروپا او د امریکا د وال سټریټ په بازارونو کې مالي بحران ژور دی . ولسمشر فورډ له ښاغلي زاهدي سره د خپلو خبرو پیل هغه ته په تود ښه راغلاست سره وکړ او د شاه د حال او احوال کلکه پوښتنه یې وکړه . هغه «سفیر خپل نژدې ملګری او ستر دوست وباله ا و هیله یې کړه چې په راتلونکو کلونو کې د دواړو هیوادونو تر منځ دغه اړیکې همداسې ټینګې پاته شي . »له دغه هر کلي وروسته یې نور وخت ضایع نکړ او سمدلاسه د اصلي موضوع زړه ته ور دننه شو او ویې ویل : « زه غواړم چې په داسې موضوع له تاسو سره څو دقیقې د زړه خواله وکړم چې ما سخت ځوروي ــــ دا ځورونکې مسله ، په دوحې کې د اوپیک ناسته او پکې د تېلو د بیو ممکنه لوړیدل دي .ما د شاه لیک په ډیر دقت سره ولوست . موږ دواړه هم له دې سره موافق او هم غیر موافق یو . زه د زړه له تله د هغه له دې نظر سره موافق یم چې د هغه نظام باید وژغورل شي . . . . خو زه د صنعتي توکو د بیو لپآره د تېلو د بیو د لوړیدو سره مخالف یم .دا د ۲ ملګرو تر منځ صادقانه توپیر دی .»
ولسمشر فورډ دارنګه د تېلو د بیو د لوړیدو له کبله په را پیښیدونکو اغیزو هم خبرې وکړې او سفیر زاهدي ته یې وویل چې په دغه برخه کې د یوه جوړجاړي ځای شته ، ځکه چې :« زما ټول سلاکاران په دې یوه نظر دي چې د نړۍ اقتصاد روغ نه دی او له دې کبله به یې ورپیښه ناروغي نوره هم سخته شي .د تېلو په بیو کې هر ډول لوړوالی به د نړۍ دمالي سیستمونو او جوړښتونو غاښونه ورمات او د پرمختګ سترګې به یې ړندې کړي . زه د شاه کلک ملاتړی یم . زه فکر کو م چې هغه د خپل هیواد لپاره ډیر ستر ستر کارونه تر سره کړیدي ، پردې سر بیره هغه د ټول منځني ختیځ دعصري کیدو او ټیکاو لپاره غټ کارونه ترسره کړیدي . دا ټول صحیح دي .» له جیمي کارټر سره هغه په خپله دویمه تلویزیوني مناظره یا بحث کې د ایران له شاه سره د خپلو اړیکو او د وسلو د پلور له معاملې کلکه دفاع وکړه ، په داسې حال کې چې د هغه ډیموکرات سیال کارټر پر ایران د اف۱۴ جټ جنګي الوتکو او جنګي بیړیو له پلورلو سره کلک مخالفت ښکاره کړ. کارټر په انتقادي لهجه وویل :«مخکې له دې چې دغه جټ الوتکې او جنګي بیړۍ د امریکا پوځ ته ور پوره کړل شي پر ایران یې خرڅول ناسمه تګلاره ده .» ولسمشر فورډ یې «دیوه کلک او پیاوړي دوست په توګه د ایران په ستاینې سره ځواب ور کړ.»
خو په سپینه ماڼۍ کې له ښاغلي زاهدي سره په غونډه کې فورډ وویل چې اوس ددوی ا و ایران اړیکې له دفاعي برخې ور ها خوا نورو ډګرونو ته په پراخیدو دي: «خو تر دې وروسته به ښه داوي چې موږ دغه اړیکې ډیرو نورو برخو ته هم پراخ کړو او له یوه لوی منظره ورته وګورو. او ز فکر کوم چې د تېلو د بیو لو ړیدل به په دغو اړیکو او دنړۍ په اقتصاد منفي اغیز وکړي.»
ښاغلي زاهدي ورته وویل چې اوس ډیر ناوخته شوی:« زه نه غواړم چې ستاسو وخت ونیسم ،خو دوه کاله مخکې چې د تېلو بیې لوړیدې ما د بهرنیو چارو له وزیر کیسنجر ا و ستاسو د خزانې له وزیرسایمون سره خبرې وکړې هغو ی په دې برخه کې هیڅ اعتراض نه در لود .موږ ورته وویل چې حالات کنټرول کړئ او موږ هم ور سره د مر ستې ژمنه وکړه .» ولسمشر فورډ په دغه خبره ټکان وخوړ او ددغې مسلې په افشا کیدو حیران شو. ښاغلي زاهدي وویل:«تیروخت ،تیر شو.» هغه ولسمشر فورډ ته ور یاده کړه چې پر امریکا په ټیټه بیه د ایران د اضافي تېلو دخرڅولوپه تړاو د شاه هڅو هم نتیجه ورنکړه او کیسه له تاسو را خرابه شوه .
په ټوله کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال د ولسمشر لخوا شاه ته د لیک ور استول لویه تیر وتنه وه . اردیشیر زاهدي په ولسمشر فورډ نیوکه وکړه: «که زه اعلی حضرت پهلوي ته ستاسو د لیک د استولو په اړه خبر وایاست ، نو ما به در ته ویلي وو چې اوس یې وخت نه دی، یا به مو مخکې استولی وو او یا به مو یبیخي نه استاوو . وخت یې ښه نه وو . » شاه له ولسمشر څخه وغوښتل چې په دې پوه شي چې :« موږ ستاسو په ستونزه پوهیدی شو، اوموږ کیدی شي یوازې د ۱۰ په سلو کې بیو په پورته کیدو فکر وکړو. . . .خو د تېلو بیې لوړیږي. خو هغه منځنۍ حالت به څه وي؟
فورډ وویل:«یوازینۍ لاره چې موږ پرې د نړۍ اقتصاد ته د نه خرابیدو ډاډ ور کولی شو ،داده چې د تېلو بیې لوړې نشي.»
سفیر زاهدي وویل:«دا امکان نه لري .»
ولسمشر فورډ بیا ټینګار وکړچې:«ما تاسو ته واقیعتونه په ډاګه کړل چې د تېلو د بیو لوړیدل به د نړۍ اقتصاد له خطر سره مخامخ کړي او دغه لوړیدل به د وسلو د خرڅلاو معاملې هم پای ته ورسوي . خو دویم ښه والی به داوي چې دغه مسله وځنډیږي . ایا دا امکان لري؟»
زاهدي ځواب ور کړ:« اوس، امکان نه لري .»هغه وویل چې امریکا یان باید په دې پوه شي چې د ایران اقتصاد په ډیر نا وړه وضیعت کې دی .په اکټوبرمیاشت کې شاه د لومړي ځل لپاره په ډیرې بې خوندۍ سره تر اندازې زیات حکومتي لګښتونه تصدیق کړل .د ایران د پلان او بودیجې په اداره کې یوه لوړ پوړي چارواکي رپوټ ور کړی وو «بې له دې چې انډول ته پام وشي او کوم پلان ورته برا بر شي ، حکومت په ټولو برخو کې د سپما کولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل چې تر لاس لاندې ټولې پروژې پای ته ورسوي او د پنځم پلان پاتې کارونه ځای پرځای خوشې کړي او ترې تیرشي .» د ایران لومړي وزیر امیر هویدا په لوړ ه کچه د فساد ضد کمپاین پیل کړ او د داسې لارو چارو د موندلو په لټه کې شو چې بیځایه لګښتونه له منځه یو سي .خو د تېلو پیسې د ایران د اقتصاد بنسټ جوړاوو.د تېلو پیسې د ټولنې یو شمیر مشخصو ډلو او قشرونو ته ځانګړې شوې او باچا کولی شو چې په نظامي برخه ،د منځني پوړ له خلکو سره د مرستې ، لویو صنایعو، بزګرانو او سوداګرو سره په مرستو و لګوي.په داسې حال کې چې ایراني حکومت د اقتصادي سپما غوښتنه وکړه ، مشهورو ورځپاڼود هغو نویو لګښتونو د مخنیوي رپوټ ور کړ چې له برکته یې د ایران ورځ ښه کیدی شوه . د تهران په انګلیسي ژبې نړیوالې ورځپاڼې کیهان کې د دسمبر په میاشت کې دغه ډول ستر عنوانونه او مقالې خپرې کړې:« د کور اخیستونکو کار ګرو لپاره نوي پورونه، نوی پلان به د دریمې ډلې پوښښ دوه برا بره کړي، میرمن ملکې ــ له خلکو باید هیڅ شی وا نه خیستل شي ،د حکومت د پورونو د بیرته ور کړې چاره باید وڅیړل شي،د بیرته را ستنیدونکو لپاره دندې ، ایران د وسلو د اخیستو بازار لټوي،د نويو ښارونو لپاره ماسټرپلانونه ترلاس لاندې دي او داسې نور.» د شاه لپاره اوس د تېلو د پیسو نه ور کول داسې ښکاریده لکه چې یو امپراطور جامې ونه لري .
په امریکا کې د ایران سفیر اردیشیر زاهدي د کیسنجر هغه غوښتنه رسوا کړه چې ویلي وو ایران دې د تېلو بیه تر هغه نه لوړوي چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې پای ته ورسیږي :« که دا کار د مني د موسم په لومړیو کې تر سره شوی وای ـــ چې ما او کیسنجر یې په اړه ټوکې او خبرې کړې وې ـــ ما ور ته وویل چې که تاسو یې تر مارچ میاشتې پورې نه لوړیدل غواړئ نو دا کار ستونزه نه لري.خو د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر په ډیره ساده وویل چې نه تر ټاکنو راته ودریږئ ،نور چې هرڅه کوئ همغسې وکړئ. زه په دې پوهیږم چې تاسو له ایران او شاه څخه څومره منندوی یاست ،خو په دې باور نه لرم چې د اوپیک غړي هیوادونه به دا ونه مني ،چې بیې دې وځنډول شي ، ځکه دوی به داسې فکر وکړي چې پرموږ څوک زور کاروي.»
ولسمشر فورډ ورته وویل :« د همدې لپاره زه له تاسو غواړم چې دا خبره همداسې پټه وساتۍ او په پټه یې له شاه سره شریکه او په پټه کارپرې وکړئ. زه نه غواړم چې په دې موضوع کې له چاسره تقابل را منځ ته شي ، او د همدې لپاره ما دغه شخصي ناسته تر تیب او تنظیم کړه .»
ګرین سپن اعتراض وکړ او ویې ویل:« داسې نه ښکاري چې زاهدي دې موضوع سمه اخیستې وي او یا دې د ولسمشر لخوا ددې موضوع لومړیتوب او بیړنیتوب در ک کړی وي .»
سپینه ماڼۍ د بانکي سیستم د ممکنه ماتیدو د ګواښونو له اندیښنو هم کړیده .ګرین سپن یوځل بیا خبره د ۱۹۷۳ کال د سمبر ته راوسته او ویې ویل چې هغه مهال د ایران شاه په تهران کې د تېلو بیې دوه برابره کړې.ګرین سپن وویل :«زه فکرکوم دا یو داسې حقیقت دی چې ایرانیانو ونشو کولی ان د تېلو د بیو هغه لومړنۍ لوړتیا هضم کړي او یا یې په اقتصادي لحاظ تنظیم کړي .» هغه روښانه کړه چې ۳ کاله مخکې د پور اخیستوقابلیت صفر ته رسیدلی وو. او دنړیوالو مالي جوړښتونو ستونزې اوس د نړی صنعتي هیوادونو ته هم پراخې شو ې وې او دغه هیوادونه یې هم تر فشار لاندې راوستي وو.ځکه چې «د پورونو د کچې بیساري لوړیدل ، د مارکیټ ، حکومت او سوداګرۍ باور ته ټکان ور کاوو.
تر دې خبرو اترو وروسته امریکايي ولسمشر خبره له امریکايي جغرافیې بهر ایران ته لږ و رنژدې کړه او په سویلي اروپا کې یې د خپلو متحدیتو د کړکیچن اقتصادي وضیعت مسله را پورته کړه .«په ډیرو اروپايي هیوادونو کې وضیعت ډیر کړکیچن دی.ایټالیې ته وګورئ.دوی ډیرې جدي او لویې اقتصادي ستونزې لري، خو تر دې مهمه ددوی سیاسي وضیعت دی .که دلته حکومت په روان کړکیچ بریالی نشي نو کمونستان به حکومت پکې تر لاسه کړي . په فرانسه کې هم وضیعت په بالقوه ډول خطرناک دی .هلته هم کمونستي ډلې ډیرې پیاوړې دي.په پرتګال او هسپانیې کې خو حکومتونه په رسۍ اعدام شول . «نو د تېلو په بیو کې هر ډول لوړوالی به د مالي ناورین ګواښونه او خطرونه نور هم زیات کړي ، چې له کبله یې کیدی شي په ځینو هیوادونو کې حکومتونه ړنګ شي او ان د نظامي کړکیچ او جګړې ویره ور سره شته ده . »
سفیر زاهدي ددوی په غوښتنو او ګواښوونو هیڅ سر ونه ګراوو. هغه وویل:«زه فکر کوم په دې کې هیڅ شک نشته چې د تېلو بیې به لوړیږي، په ځانګړې توګه کله چې ستاسو په هیواد کې د اوسپنېزو توکو بیې لوړې شي .زاهدي وویل : ډیرې ورځپاڼې اوس داسې ګمان کوي چې له ۷ تر ۱۵ په سلو کې بیې به لوړې شي . خو که بیې لوړیږي نو موږ ته به یې ډیر لوړیدل د منلو نه وي . د تېلو د بیو په اړه خو اوس خبره روښانه شوه ، خو زموږ اندیښنه په لویدیځه اروپا کې د امنیتي او سیا سي ټیکاو له اړخه ده . موږ له ډیرو هیوادونو څخه په دې ښه پو هیږو چې اروپا څومره مهمه ده او خطر یې څومره پراخ دی . د همدې لپاره موږ له اروپا یانو سره دوه اړخیزه همکاري کوو. دزاهدي نوې تبصره داسې وه چې د فورډ او ګرین سپن دلایل یې ټول ځواب کړل امریکايي چارواکو وویل : « لږ تر لږه به خلک حیران شي ، موږ د تېلو له موضوع په شا کیدونکي نه یو . » خو پوښتنه داده چې د سفیر دغې خبرې څه مانا در لوده؟ ایا شاه پلان درلود چې د درې کاله مخکې په څیر د تېلو د بیو د لوړیدو په څیر نړیوال کړکیچ را منځ ته کول غواړي؟زاهدي داسې اټکل کاوو چې شاه کیدی شي ۱۰ په سلو کې د تېلو د بیو لوړیدل پیشنهاد کړي . او یا هم کیدی شي ۱۵ په سلو کې لوړتیا را مخې ته کړي . په هر حال هغه په دې نه پوهیده چې ورستۍ خبره به څه را ووځي.سفیر زاهدي ولسمشر ته ډاډ ور کړ چې « زه به له ۱۵ په سلو څخه د پورته لوړتیا مخالفت وکړم ، او د ۱۰ په سلو کې څخه ټیټ نه پوهیږم، خو زه په واقیعت کې تردې ور ها خوا فکر نه کوم . هغه وویل چې زه باید له تاسو سره دا ژمنه وکړم چې هغه به یو معتدله لاره غوره کړي ، ډیره معتدله لوړتیا .»
د ډسمبر په ۹ نیټه ، د بهرنیو چارو وزارت دا خبره روښانه کړه چې د ۱۹۷۷ کال لپاره د تېلو د بیې پورته کیدل په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی .«د تېلو د بیو هر ډول لوړیدل به د نړی د اقتصاد لپاره ناوړه عواقب ولري .» دارنګه د دسمبر په ۹ نیټه ایټالیا ، برتانیې ته بیرته ۴۸۶ میلیون ډالره پور ورکړ، او برتانیه به په دغو پیسو د خپل هغه ۵،۹ میلیارد ډالره پور لومړی برخه ور کړي . برتانیې خپل ټاکل شوي وخت کې د پور ور کړه تر سره کړه ، خو ایټالیا ونه توانیده چې نژدې ۲ میلیارد ډالره هم د خپلو بهرنیو اسعارو په زیرمه کې وساتلی شي. د لویدیځو صنعتي هیوادونو مالي وضیعت یو ځل بیا له ناوړه حالت سره مخامخ کیدونکې وه .