
ځواني د الله له لورې ستر نعمت دی، داسې نعمت او لورينه ده چې د مرګ تر سلګۍ پورې د تېر شوي ژوند په پاڼه کې هېڅ کوم ساری نلري، يو ځل راځي خو د سترګو په رپ کې تيريږي، دومره ژر تيريږي چې وروسته بيا انسان ته هسې خيال او داستان ښکاري، خو دا خيال او داستان له نورې خيالي او داستاني نړۍ سره غوڅ تفاوت لري ځکه چې په هېڅ قوت او هېڅ قيمت بېرته نه راګرځي؛ د عمر اصلي او مطلوبي برخه ده، د ژوند له هر ارزښتمن څيز زياته با ارزښته ده، د ځوانۍ په دنياګۍ کې پراته انسانان په يوې خيالي نړۍ کې ژوند کوي داسې فکر کوي چې دا دنياګۍ به تل ترتله اباده وي، خو لنډه موده کې پرې سيلۍ راشي او دغه نړۍ ونړوي، د ځوانۍ غرور، نشاط، جذبه، حماسه او ولوله يې ويلي شي بيا په ډير پام او احتياط ګام پورته کوي او د هغې نړۍ لپاره تابيا نيسي چې له مرګه وروسته پيليږي خو حقيقت دا دی چې وخت يې له لاسه ورکړی وي، هغه وخت چې د ده سجدې، مبارزې او عبادت پکې ستر رول درلود تېر شوی وي او داسې يو ژوند پيل شوی وي چې د عبادت رنګ او خوند يې هغه شان رنګين نه وي.
مخکې له دې چې د ژوند په سپرلي او رنګينيو دی د عمر بل اړخ راپورته شي، ځانته پام وکړه، د خواهشاتو او خيالي نړۍ له ګريوانه راووځه او د حقيقي نړۍ په غيږ کې ژوند وکړه، ځان الله ته وسپاره او هر قدم د الله د خوښۍ په موخه پورته کړه؛ د ټولنې د سمون او رفاه لپاره اوږه ورکړه او د رغونې او سمون لپاره يې داسې څه وکړه چې تر کلونوـ کلونو پورې د خلکو د زړونو ډاډ او د ژبو زمزمه شې، داسې څه مه کوه چې په نه شتون دې ټولنه د خوشالۍ احساس وکړي، د ژوند له محوره دې په راپرځيدو يو بل ته د خوښۍ او مبارکۍ غيږې ورکړي بلکې د دې برعکس داسې څه وکړه چې نوم دی ژوندی او قبر دې د ميړانې او شهامت څلی وي.
د تاريخ هر باب د دې شاهد دی چې اوښتون او سمون ځوانانو راوستی، د پيغمبرانو د دعوت لمړني منونکي او بيا وروسته د دې دعوت حاميان ځوانان ؤ، د ولسونو د ازادۍ او خپلواکۍ په تکل د قربانۍ او ځارينو کيسې له ځوانانو ډکي دي؛ ابراهيم عليه السلام ځوان ؤ چې د خپل قوم باطل معبودان يې نسکور کړل او د ځمکي پر مخ يې د يو الله د بنده ګۍ او عبادت غږ پورته کړ، اصحاب کهف يو څو تنه شازلميان ؤ چې د طاغوتي او ظالم نظام په وړاندې راپورته شول او الهي نظام د حاکميت لپآره يې غږ پورته کړ، د ارقم بن ارقم په کور کې راټول شوي د اسلام لمړني پيروان اکثره ځوانان ؤ چې د خپلو وينو او غوښو په قيمت يې د تاريخ پاڼه واړوله او د خپلو قربانيو په قيمت يې د روم او فارس مغرورې امپراطوريانې راوپرځولې.
داچې د معاصر مسلمان ځوان پاڼه څنګه واوښته او رنګ يې ولې بدل شو؟ د تعجب او حيرانتيا خبره ده، د معاصرې نړۍ ځوان د يوې تورې بلا په غيږ کې ژوند تيروي داسې ژوند تيروي چې نه مړ وي نه ژوندی، دومره بې غوره او بې فکره چې د نړۍ روان حالات او د مسلمان په وړاندې غځيدلي جالونه ورته هسې د کوم تراژيدي فلم او سريال صحنه ښکاري.
پرون چې مغرورو قومونو د غرور او تکبر په جامه ملبس قوتونه د مسلمان ولس د ځپلو او محکومولو پر کرښه ودرول نو همدا ځوانان ؤ چې د قربانۍ ډګر ته يې له هر چا وړاندې راودانګل، قرباني يې ورکړه، ستونزې او ربړې يې وګاللې، وينې يې توې کړې خو محکوم ولسونه يې د اسارت او محکوميت نه وژغورل او د ظالمو قوتونو ټغر يې ورټول کړ؛ خو نن چې مسلمانه نړۍ محکومه ده او د ځپلو لپاره يې مغرور او بې دينه قوت په لمړي خط کې سينه ډبوي خو د دې نړۍ مسلمان ځوان جسما د پرون په څير په اندامونو رک رمټ دی خو فکر او احساس يې پروني ځوان سره غوڅ توپير لري، نه ورسره د قربانۍ احساس شته او نه هم د دښمن سره د کرکې او کينې فکره لري، د دې پرځای چې د خپل ولس د نجات لپاره ګام واخلي نور هم د خونخوار دښمن ملا او مټ قوي کوي.
ځوانان ګرم نه دي، اسلامي جرياناتو همداسې بې برنامې او بې پلانه پريښي که د جهاد او دعوت په ليکو کې بوخت اسلامي حرکتونو د خپل ولس راتلونکو نسلونو لپآره د پام وړ پلان او طرحه درلودلی، نو محال وه چې د نن ورځې ځوانانو دې په داسې يو دردناک حالت کې قرار درلودی، زموږ جهادي او دعوتي حرکتونو د عمل په ميدان کې کامياب امتحان ورکړ، د وخت ناخوالو په وړاندې له هېڅ قسمه قربانۍ او منډې شاته نه شول، خو د راتلونکې په اړه يې خپل راتلونکې نسل ته هېڅ هم ونکړل؛ ځنې حرکتونو يو څه وکړل خو هم دومره نه ؤ چې د دغه سترې او مهمې کتلې (ځوانانو) د پالنې او تربيي حق اداء کړي؛ د دوي له دغه غفلت مقابل اړخ ګټه پورته کړه او د مسلمان ځوان د بې دينه کولو او خپلولو لپآره يې دومره برنامې پياده کړې چې بالاخره د دغه ځوانانو ارزښتناکه کتله يې خپله کړه او دا دی اوس يې د خپلو هيلو د تحقق لپاره ان د قربانۍ تربريده هم کاروي.
اسلامي حرکتونه د ځوانانو له احساساتو او شعارونو متاثره شوي، فکر يې کړی چې په دومره شور او زوږ راټول شوي ځوانان محال دی چې له موږ نه پردي شي، خو همداسې وشول، د احساساتو او شعارونو ميدان چې کله سوړ شو هماغه شعار ورکوونکې ځوانان يو بل پسې وښويدل او د هغه چا په چوپړ کې د همکارۍ په هيله ولويدل چې پرون يې د هغوي په وړاندې شعارونه ورکول، ځکه هغوي ورته د مادي ژوند يوه داسې طرحه وړاندې کړه چې دوي ورباندې قانع شول.
سره له دې چې دښمن په جرئت او سپين سترګۍ د مسلمان ځوان لپاره قدم په قدم جالونه غوړولي او د هغې د تسخيرولو هڅې يې په ښکاره توګه پيل کړي، خو په مقابل کې اسلامي نړۍ او په تېره اسلامي حرکتونه بيا هم خپلو ځوانانو په اړه د پام وړ ګام نه پورته کوي او په داسې يوه جامع او سرنوشت سازه طرحه غور نه کوي چې خپله ځوانه کتله له دې دامونو وژغوري او په خپله اسلام پاله غيږ کې يې تربيه او روزنه وکړي؛ اسلام دښمنه نړۍ پلان لري چې د اسلامي ټولنو ځوانان داسې وروزي چې د هغوي قوت او غښتلتيا د اسلامي ټولنو په تخريب او ړنګولو کې وکاروي او له هغوي څخه د خپلې ټولنې او کورنۍ دشمنان جوړ کړي.
دغه دردناک او باريک حالت ته په کتو سره د اسلامي نړۍ او بالخصوص د اسلامي جرياناتو خير او بريا په دې کې ده چې خپل ځوان نسل ته تر بل هر څه زيات پام وکړي، د روزنې او پالنې لپاره يې پراخه او هر اړخيزې برنامې پلې کړي، تعليمي اړخ يې پياوړی کړي او د مهارتونو د زده کړې او ښودانې لپاره ورته زمينه سازي او سرمايه ګذاري وکړي .