په کالج کې له ناکامۍ تر میلیاردرۍ  د « پیټر کېلاګ» ژوند

 
په امریکا کې د موټرو د مخکښ برنډ بنسټګر او سوداګر هینري فورډ ویلي وو ناکامي په حقیقت کې داسې فرصت دی چې د بیا پیل لپاره باید تر پخوا په ډېره هوښیارۍ ګټه ترې پورته شي. ډېری انسانانو ته لومړۍ نکامي د ژوند پای ښکاري، خو حقیقت داسې نه دی. ناکامۍ په اصل کې بریالیتوب ته د رسېدو زینې دي. هر څوک چې غواړي د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي، له ناکامیو باید زده کړه وکړي او له هغو څخه د بریالیتوب پر لور د حرکت لپاره د یوه فرصت په توګه ګټه پورته کړي.
امریکایی میلیاردر پیټر کېلاګ په کالج کې ناکام شو، خو نن میلیاردر دی.
نوموړی د ۱۹۴۲ زېږدیز کال د سپټمبر په پنځمه نېټه زېږېدلی دی. د نوموړي پلار د نیویارک او نیو جرسي د بندرونو د ادارې  او د نیویارک د ونډو د بازار مشر پاتې شوی دی.  لومړنۍ زده کړې یې د بریکشیر په نوم د ماساچوسیټ ایالت په یوه ښوونځي کې وکړې. وروسته یې د همدې ایالت د بابسن په نوم کالج پیل کړ. نوموړی په دغه کالج کې ناکام او ترې اخراج شو.
سره له دې چې پلار یې د « Spear, Leeds & Kellogg» په نوم کمپنۍ درلوده، خو له ناکامۍ وروسته د «  Dominick & Dominick» په نوم له یوې کمپنۍ سره یې کار پیل کړ.
له دې کمپنۍ سره تر څو کاله کار وروسته په ۱۹۷۳ کال کې د خپل پلار کمپنۍ ته راغی او رهبري یې پیل کړه.
د نوموړي د رهبرۍ پر مټ دې کمپنۍ پراختیا وموندله تر دې چې په نیویارک کې پر یوه ستر بروکریج بدله شوه.
پیټر کېلاګ دا کمپنۍ په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې پر ګولډمن ساچس کمپنۍ پر شپږ نیم میلیارده ډالره وپلورله چې په دې ډله کې د څلور اعشاریه څلور میلیارده ډالرو په ارزښت یې د ګلډمن ساچس کمپنۍ ونډې ترلاسه کړې.
د کمپنیو تر پلور وروسته نوموړی د ګولډمن ساچس کمپنۍ د مشورتي بورډ غړی دی. نوموړي دغه راز له دې معاملو په ترلاسه کړو پیسو د ای. اې. ټي په نوم د بیمې یوه کمپنۍ وپېرله.
دا کمپنۍ یې د مالیې په برخه کې د امریکا د کورنیو عوایدو د خدماتو له ادراې سره دعوه هم لري. پیټر ځینې خیریه کارونه هم ترسره کړي چې له دې ډلې د امریکا د سکي او سنوبورډ له ټیم سره څلور میلیونه ډالره او د برېکشیر په نوم له یوه ښوونځي سره چې ده لومړنۍ زده کړې په کې کړې دي ۲۰ میلیونه ډالره مرسته د یادولو وړ دي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې د ۱۱ مې نېټې د شمېرو له مخې پیټر کېلاګ دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او په متحده ایالتو کې ۱۸۴ ام ځای لري.
ده واده کړی، دری اولادونه لري او د نیوجرسي ایالت په شارټ هېل سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.