
ـــ کیپلر په ۱۵۷۱ زېږدیز کال د جرمني په سویل لوېدیځ په ویل نومې سیمه کې وزېږېده او په ۱۶۳۰ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ ویلیم هاروې په ۱۵۷۸ زېږدیز کال کې، دې نړۍ سترګې پرانیستې او په ۱۶۵۷ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ ایونجلستا تاري چلي په ۱۶۰۸ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۶۵۷ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه .
ـــ پاسکال په ۱۶۲۳ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۶۶۲ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ اربرت بوئیل په ۱۶۲۷ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۶۹۱ زېږدیز کال کې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
ـــ مارسیلو مالپېګي په ۱۶۲۸ زېږدیز کال وزېږېده او په ۱۶۹۵ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ کرسچین های ګن په ۱۶۲۹ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۶۹۵ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه .
ـــ انطون وان لیون هوک په ۱۶۳۲ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۷۲۳ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ رابرت هوک په ۱۶۳۵ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۷۰۳ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه .
ـــ نیوټن په ۱۶۵۲ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۷۲۷ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ په جاپان کې توپان ته تایفون وایي .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو ستر ګل ریفلیشیا دی .
ـــ پخوانۍ ونې د امریکا په کالیفورنیا کې پیدا کېږي .
ـــ د رافیه فام ونې پاڼې ډېرې اوږدې دي .
ـــ تر ټولو لومړی د ربړ ونه په برازیل کې وموندل شوه .
ـــ د صندل ونه د هندوستان په میسور ښار کې پیدا کېږي .
ـــ د نړۍ تر ټولو ډېر ځنګلونه په روسیه کې دي .
ـــ د نرګس ګل د انسان له سترګې سره ورته والی لري .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو ډېرې کیلې په هندوستان کې پیدا کېږي .
ـــ په سبزیجاتو کې تر ټولو کم د A ویټامین دی .
ـــ د پهلوي کورنۍ څخه مخکې پر اېران د قاچار کورنۍ واکمني لرله .
ـــ د نړۍ تر ټولو ستر دېوال د چین دېوال دی .
ـــ کارل مارکس د جرمني اوسېدونکی وو .
ـــ د اسټرالیا د ولیعهد دیوک فرانس فردي د وژنې له امله، چې د ۱۹۱۴ زېږدیز کال د جون په ۲۸ مه ووژل شو لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه .
نور بیا .....