د اداري سيستم پياوړتيا د وخت اړتيا ده!

 
د افغانستان اوږدې کورنۍ جګړې ترټولو زيات زيان د هېواد اداري نظام ته ورواړاوۀ چې،په ټس کې يې زموږ ټول اداري تشکيلات ګډوډ او کابو له منځه ولاړل. دا چاره ددې لامل شوه، ترڅو افغانان د خپل هېواد په سياسي،اقتصادي او امنيتي اداره کولو او کنترولولو کې له زياتو ننګونو او خنډونو سره مخامخ اوان په ځينو برخو کې د پرديو کدرونو جذب او استخدام ته  اړ شول. دمګړۍ د هېواد په مهمو او په ځانګړې توګه نوي رامنځته شويو ادارو کې  بهرني مشاورين په زياتو ډالري تنخواګانوکارکوي چې،ددوى د معاشونو په بدل کې،کېداى شي، په يوه اداره کې په يو وخت  څلور افغان کارکوونکي استخدام او په کار وګومارل شي. په تېره ديارلس کلنه دوره کې افغان دولت او دولتمشران په دې وبريالېدل، څو په هېواد کې د د ولتوالۍ اوحکومتوالۍ په ډګرکې ډېر زيات کار وکړي او په هېوادنۍ کچه اداري بنسټونه او تشکيلات رامنځته او جوړکړي.داکار په داسې حال کې وشو چې،د افغانستان هغه مهال نوې ادارې له صفر نه خپل کار پيل کړ او په هېواد کې له سختو سياسي، مالي، اقتصادي او امنيتي ننګونو او خنډونو سره _ سره بياهم افغان نوې ايجاده اداره په دې بريالۍ شوه، ترڅو افغان اداره  په کوردننه يوۀ  اداري چوکاټ ته واچوي او د اقداماتو او اجراآتو په لوريې پرمخ وخوځوي. د افغانستان په اداري سيستم کې د ولسمشرۍ رياست د هېواد ترټولو لوړ او اوچت اداري واحد دى او د ولسوالۍ هغه يې ترټولو کوچنى اداري واحد دى  چې،له مرکز څخه بيا تر ولايتونو او لېرې پرتو ولسواليو پورې د هېواد سياسي،اقتصادي او امنيتي چارې پرمخ بيايي. لکه څنګه مې چې، د ليکنې په مخکېنۍ برخه کې ورته اشاره وکړه، هغه مهال چې، اوسنى رژيم په هېواد کې منځ ته راغى، نو په ټول افغانستان کې د ادارې په نوم  اصولاً  هېڅ شي وجود نه درلود، نوځکه دا د هغه مهال  نوي رامنځ ته شوي افغان دولت او حکومت لپاره ډېره زياته ستونزمنه وه چې، په ټول هېواد کې ژرترژره يو پياوړى او غښتلى ملي حکومت ټينګ او رامنځته کړي. خو بياهم تېرې ادارې د محترم حامد کرزي ترمشرۍ لاندې وکړى شول چې،په افغانستان کې ددولتولۍ او حکومتولۍ لومړني بنسټونه او اساسات رامنځته کړي او هېواد يوۀ طبيعي تګلوري او مسير ته ورګډ کړي. راځئ، دا به ومنو چې، تېر حکومت په کوردننه خورا زياتې سياسي،اقتصادي او امنيتي ستونزې درلودې، خو اوس چې، په  هېواد کې نوې اداره او نوى حکومت  منځته راغلى او ددې اوسني حکومت د مشرتابه  واک د ښاغلى اشرف غني په واک کې دى، نو بايد اوسنى حکومت د تېرې د يارلس کلنې دورې له حکومت سره ښکاره توپير ولري. اوسنى حکومت ترهرڅه لومړى بايد په هېوادنۍ کچه خپله اداره او کنټرول ټينګ او پياوړى کړي، ځکه د پياوړې او واکمنې مرکزي ادارې د نشتون په صورت کې هېڅ حکومت نه شي کولاى چې، خپل واک او اختيار له مرکز څخه ولايتونو، ولسواليو،سرحدونو، بانډو،کليو او ان کورونو ته وغځوي. نو پرهمدې اساس بايد د مرکزي اداري سيستم ټينګښت او پياوړتياد قانون په اډانه کې ترسره اوعملي شي،ځکه د قانون واکمنۍ پرته  هېڅ حکومت او اداره د برياليتوب هسک پړاو ته نه شي رسېداى. د مرکزي حکومت او اړوند ولايتونو د اداري سيستم استحکام بايد د مرکزي دولت او حکومت له خوا د يوې طرحه شوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې ترسره شي. د مرکزي ادارې جګپوړي چارواکي بايد قانوني پرېکړې او لارښودونه له مرکز څخه په ټاکلي وخت د ولايتي ادارو مشرتابه ته ورسوي او ولايتي چارواکي اړ دي چې، په خپل وار سره ياد حکومتي حکمونه بياترولسواليو پورې ورسوي،ترڅو دمرکزي حکومت له احکاموڅخه پر ولايتونو سربېره د ولسواليو چارواکي هم خبر شي او هغوى ته په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي.د مرکزي ادارې چارواکي بايد د اداري سيستم په  ځواکمنتيا کې له ولايتي ادارو سره هراړخيزه مرسته او همکاري وکړي،ځکه د مرکزي ادارې ظرفيتونه د ولايتي ادارو په پرته لوړ دي او همدا لامل دى چې، ولايتي ادارې د مرکزي ادارې مرستې او همکارۍ ته ډېرې اړمنې دي او په دې برخه کې بايد هراړخيزه مرستې ورسره وکړي.د مرکزي ادارې د وزارتونو چارواکي بايد په ټاکلي وخت خپله بوديجه په ولايتونو کې اړوند رياستونو ته ولېږدوي، ترڅو د هرې پرمختيايي پرورژې د پلې کېدا په لړ کې په خپل وخت  لازم اقدامات او اجراآت ترسره او عملي شي. خوله  مرکز څخه ولايتونو ته د بوديجې لېږد بايد د ضوابطو پر بنسټ وشي نه دا چې، په دې کې هم روابط وپالل شي. په هېوادنۍ کچه د اداري سيستم د ټينګښت لپاره بايد په ادارو کې تکړه او زُبده دولتي او حکومتي کارکوونکي پر دندو وګومارل شي. هغوى بايد په خپلو مسلکونو کې ښه وارد او مجرب وي، ترڅو د دولت او حکومت کارونه په ښه او مسلکي توګه ترسره کړى شي، ځکه  هر مامور او کارکوونکى د يوې دولتي اوحکومتي ادارې يوه ستن ده چې، يوه  اداره پرې اډانه او ولاړه ده. په افغانستان کې داداري سيستم د ټينګښت او استحکام په  لار کې مدني ټولنې هم خپل رغند رول لوبولى شي. همدا مدني ټولنې د مدني حرکتونو له  لارې کولاى شي چې،د سالمې ادارې د جوړاوي په موخه دولت او حکومت ته ګټورې سلا مشورې ورکړي او په دې توګه د نيمګړتياوو مخه ډب کړي. خو د مدني ټولنو د مشرانو او غړو  مشورې بايد رغند بڼه ولري، نه دا چې، هغه د کوم سياسي هدف او ياسياسي موخې لپاره وکارول شي او د تعميري پرځاى تخريبي بڼه ځان ته غوره کړي. په ټول افغانستان کې د يوې پياوړې او غښتلې مرکزي ادارې  جوړاوى بايد د اوسنۍ نوې ادارې په کاري لومړيتوبونو کې ځاى ولري. اوسنۍ نوې اداره بايد د تېرې ادارې له  کړنو او کمزورې ادارې څخه زده کړه وکړي او په هېوادنۍ کچه يوه داسې کاري، مجربه  او سالمه اداره  رامنځته کړي چې، سارى يې د هېواد په ټول تاريخ کې ونه لېدل شي. يوه داسې اداره چې، بنسټ يې د قانون پر واکمنۍ او ولسواکۍ ولاړ او اډانه  وي او بس.
فضل وزير هيله من