جیانګ بین؛  د مایکروفونونو د تولید مخکښه څېره

 
د انسانانو پر ژوند د چاپيریال له ژور اغېز سترګې نه شي پټېدای. په پښتو کې متل دی وايي له چا سره چې اوسې په خوی به د هغو شې. سره له دې چې چینايي میلیاردر جیانګ بین د هوانوردۍ په برخه کې زده کړې کولې، خو د نوموړي ځواني له داسې وخت سره برابره وه چې په چین کې تکنالوژۍ د اوج پړاوونه وهل او ډېری چینايي ځوانانو په همدې برخه کې کار کاوه.
جیانګ بین په ۱۹۶۵ زېږدیز کال د چین د شانډونګ ولایت په ویفانګ ښار کې زېږېدلی دی. ده له ښوونځي تر فراغت وروسته د بیجېنګ پوهنتون ته لاره وموندله. سره له دې چې نوموړي په دغه پوهنتون کې د هوايي او فضايي چلند په برخه کې زده کړې کولې خو وخت داسې و چې ډېر خلک د تکنالوژۍ په برخه کې پر زده کړو او کاروبار بوخت وو.
په چینايي رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې نوموړی به ډېر کله د پوهنتون له لکچرو څخه تښتېده او په کتابتون کې به یې د خپلې خوښې وړ کتابونه مطالعه کول. نوموړي وروسته د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري هم کړې ده.
په ۱۹۸۷ کال کې له پوهنتون تر فراغت وروسته یې په خپله سیمه کې د الکترونیکي توکو له یوې کمپنۍ سره چې د چین د حکومت او یوې جاپاني کمپنۍ په ګډه پانګه رامنځته شوې وه کار پیل کړ. په دې کمپنۍ کې نوموړي څو کاله د تخنیکي مدیر په توګه دنده ترسره کړه. له همدې ځایه د ترلاسه کړې تجربې له مخې یې بلاخره خپله فابریکه جوړه کړه.
په دغه فابریکه کې مایکروفونونه جوړېدل. سره له دې چې کاروبار یې ښه و خو جیانګ ونشو کولی خپل کاروباري شریکان د کار نور پرمختګ ته معتقد کړي، له همدې کبله یې کاروبار منحل کړ.
وروسته یې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې یو ځل بیا د یوه هانګ کانګي ملګري په ملتیا د مایکروفونو تولید پیل کړ. دا ځل د جیانګ د ښځې په ګډون یو شمېر کسانو کار ورسره کاوه چې په چټکۍ یې پراختیا موندله او اوس په چین کې د مایکروفونونو او نورو صوتي توکو پر یوه ستره کمپنۍ بدل شوی دی.
د «GoerTek» په نوم دغه کمپنۍ اوسمهال د موبایلونو اړتیا وړ صوتي پرزې تولیدوي او د سمسونګ، سوني او لېنوو په څېر د موبایل له سترو کمپنیو سره تړونونه لري.
جیانګ وايي د ګور تیک جوړول یې یو خوب و چې ریښتیا شو او اوس غواړي دغه کمپنۍ په نړیواله کچه د مایکروفونونو پر تر ټولو ستره کمپنۍ بدله کړي.
دی اوسمهال هم د دې کمپنۍ اجرایوي مشر دی او خپل ورور یې د کمپنۍ د مرستیال په توګه ټاکلی دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې د ۱۰ نېټې د شمېرو له مخې د جیانګ بین پانګه دری اعشاریه څلور میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او په چین کې ۳۵ ام ځای لري.
ده واده کړی، یو اولاد لري او د شانډونګ ولایت په ویفانګ سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.