
ـــ راجر بیکن په ۱۲۱۴ زېږدیز کال د انګلستان د الجستر سمرست په سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۲۹۴ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ لیونارد په ۱۴۵۲ زېږدیز کال د اینکسیانو په نامه د ایټالیا په یوه کوچني کلي کې وزېږېد او په ۱۵۱۹ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ کوپرنیک په ۱۲۷۳ زېږدیز کال د تهورن په نامه د پولینډ په یوه کوچني کلي کې د وستیولا د سیند پر غاړه وزېږېد او په ۱۵۴۳ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ فلپس اوریولس پیراسیلس په ۱۴۹۳ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۵۴۱ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره یې مخه ښه وکړه .
ـــ اندریاس ویسلیئس په ۱۵۱۴ زېږدیز کال کې وزېږېد او په ۱۵۶۴ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه .
ـــ تایکو براهي په ۱۵۶۴ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۶۰۱ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
ـــ ګالیله په ۱۵۶۴ زېږدیز کال کې وزېږېد او په ۱۶۴۲ زېږدیز کال کې ومړ .
ـــ د افغانستان تر ټولو توده سیمه ننګرهار دی .
ـــ د اندونیزیا قومي ترانې ته اندونیزیا راجه وایي .
ـــ د حضرت عمر (رض) او حضرت علي (رض) تورې د استنبول په توپ کاپي موزیم کې خوندي دي .
ـــ د نړۍ تر ټولو ستر سمندر بحر الکاهل دی .
ـــ علم چې هر څومره وویشل شي په هماغه کچه زیاتېږي .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو زیات د آذان غږ اورېدل کېږي .
ـــ جیټ الوتکه د جرمني هېواد له خوا اختراع شوه .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو زیات پوځ د چین دی .
ـــ فلسطین او عراق ته د پیغمبرانو هېواد وایي .
ـــ بیروت، ته د هوټلونو ښار وایي .
ـــ په سعودي عربستان کې سینما شتون نه لري .
ـــ په نړۍ تر ټولو زیات لرګین کورونه په جاپان کې دي، ځکه چې هلته ډېرې زلزلې را منځته کېږي .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو لومړی د یونان هېواد تاریخ لیکل شوی دی .
ـــ اندونیزیا د ۱۹۴۹ زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۷ مه خپله، خپلواکي تر لاسه کړه .
ـــ اندونیزیا له ولنیزیانو څخه آزادي واخیسته .
ـــ چنګیز خان په ۱۲۰۶ زېږدیز کال کې خپله پاچاهي اعلان کړه .
ـــ د چاوچین کورنۍ ۸۷۳ کلونه حکومت وکړ .
نور بیا .....