د قطر كنفرانس كي د حزب اسلامي افغانستان د هيئت د بيان اساسي مطالب

 
د پگواش له لوري ترتيب شوې غونډي كي د حزب اسلامي محترم هيئت په دې موخه گډون وكړ چي د هېواد د روان دردناك وضعيت، د بحران د اساسي عواملو، له بحران د وتلو لاري چاري، او د صلحي د تأمين په اړه د حزب اسلامي دريځ، نظر او طرح توضيح كړي، هيئت وتوانېدو چي له دې فرصت په استفادې سره د افغانستان په قضيې كي د ټولو ذيدخلو بهرنيو او كورنيو لوريو په وړاندي ډېر هغه حقائق كښېږدي چي ځيني ترې سترگي پټوي او ځيني پر هغوى له اعتراف ډډه كوي، خو دغو حقائقو ته له جدي او صادقانه توجه پرته نه جگړه پاى ته رسېدى شي او نه ډاډمنه صلح راتلى شي، د حزب اسلامي د هيئت د وينا اساسي ټكي دا وو:
موږ صلح غواړو، افغان ولس د جگړي پاى غواړي، خو د جگړي د بندېدو او روغي جوړي واك په بشپړه توگه د اشغالگرانو او په ځانگړې توگه د امريکا په لاس کي دئ، جگړه دوى تپلې او دوى ئې د دوام باعث دي، امريکا په سيمه کي د پاته كېدو پرېكړه كړې ده، د خپلو ځواكونو د پاته كېدو لپاره مهار شوې جگړي ته ضرورت لري، چي هم خپل ولس قانع كړي او هم د جگړي د دوام مخالفين ساكت كړي، نه د كابل حكومت ته دا واك وركوي چي د روغي جوړي لار غوره كړي او نه خپل ځواكونه باسي او افغانان پرېږدي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، كرزى رښتيا وايي چي د جگړي كيلي د امريكا په لاس كي ده او اشرف غني د طمعي او وېري له كبله پر دې حقيقت له اعتراف ډډه كوي. غني غوښتل د روغي جوړي لار غوره كړي، په دې اړه ئې د حزب اسلامي مشر ته څوليكونه ولېږل خو امريكايانو د روغي جوړي له هڅو سره مخالفت وكړ. امريكا افغان چارواكو ته د روغي جوړي په اړه هيڅ واك او اختيار نه دئ وركړى، كه سپينه ماڼۍ وغواړي هم جگړه ژر پاى ته رسېدى شي او هم روغه جوړه راتلى شي، خو دا توقع هغه مهال کېدى شي چي د سپيني ماڼۍ چارواكي د جگړي له لاري خپلو استعماري موخو ته د رسېدو تكل پرېږدي او د بې ځاى غرور  او غولوونكې هيلي له نيلي راكوز شي، څو مخى سياست پرېږدي، نه نړۍ والو ته دروغ ووايي او نه خپل ولس وغولوي، اشغال پاى ته ورسوي او خپل ځواكونه له افغانستان وباسي، څوك چي گمان كوي د بهرنيو ځواكونو په شتون كي صلح راتلى شي؛ دروغ وايي، يا ځان غولوي او يا خپل ولس او نړۍ وال. د اوباما تر ټولو ستر انتخاباتي شعار كور ته د امريكايي ځواكونه بېرته ستنول وو، پوهېدو چي امريكايان همدا ترې غواړي، خو هغه سپيني ماڼي ته له رسېدو وروسته خپلي ژمني او انتخاباتي شعارونه هېر كړل، د جگړي په اړه ئې د بوش همغه تگلاره غوره كړه چي جنگ غوښتونكو جنرالانو وړاندي كړې وه، او په دې سره ئې ثابته كړه چي سپينه ماڼۍ تل، نن هم او پرون هم؛ د پنتاگون تر اغېز لاندي ده او د هيڅ جگړي په ارتباط د جنرالانو د خوښي خلاف پرېكړه نشي كولى، هغه جنرالان چي جگړه ډېر څه په لاس وركوي!! مهمه نه ده چي په سپيني ماڼۍ كي ديموكرات جمهور رئيس ناست وي او كه د جمهوري غوښتونكي گوند غړى. امريكا په سيمي او نړۍ كي دوه مخى سياست لري، د خپلي خوښي معيارونه كاروي، د سپيني ماڼۍ له نظره هر آزادي غوښتونكى تروريست دئ او هر وطن پلورى اوباش غربپال او د امريكا مزدور ديموكرات دئ، جنرال السيسي ديموكرات دئ او د مصر منتخب جمهور رئيس مرسي د اعدام وړ، دوى حزب الله منلى شي خو اسلامي دولت (ISIS) نه، دوى د المالكي او حيدر عبادي په څېر د سنيانو قاتلان نه يوازي مني بلكي د هغوى د اقتدار د دوام لپاره مالي او نظامي مرستي كوي او له ايراني ځواكونو سره يو ځاى د سنيانو په ضد جنگېږي، دوى د حزب اسلامي په ضد له كمونستانو، شوراى نظار او ايران پلوه ډلو جوړ شوى ائتلاف رامنځته كړ، د حزب اسلامي په ضد ئې د طالبانو د جگړي مرسته كوله، خو بيا ئې د همدې طالبانو په خلاف د شمالي ائتلاف ملاتړ وكړ، كابل ئې د هغوى لپاره فتح كړ، دا نن د كابل په امريكايي حكومت كي هغو ډلو ته پراخه برخه وركړى شوې چي جنگيالي ئې په سوريه كي د ايراني سپاه پاسداران تر قومندې لاندي د بشارالاسد لپاره جنگېږي، دوى د افغانستان امنيتي ځواكونه له غير پښتنو جوړ كړي، د بريتانيا مخكني صدراعظم پارلمان ته په خپلي وينا كي وويل چي د افغانستان په امنيتي ځواكونو كي پنځه سلنه پښتانه دي، طبيعي ده چي دا ځواكونه د بهرنيو له فعال حضور پرته نه جگړه گټلى شي او نه امنيت راوستى شي، او دا همغه څه دي چي امريكا ئې غواړي، دوى سياسي اقتدار هم پر قومي بنسټونو ووېشلو او امنيتي ځواكونه ئې هم پر همدې قومي بنسټ جوړ كړل، يو قوم د بل او اقليت د اكثريت په ضد جنگول او داسي كمزورى حكومت جوړول چي د هيڅ مهمي قضيې په اړه د پرېكړي توان ونه لري او د داسي پرېكړو واك په بشپړه توگه د امريكايي سفير په لاس كي وي؛ د امريكايي تگلاري اساسي برخي دي، دوه سرى حكومت او د اشرف غني په وينا سهامي شركت جوړول د همدې تگلاري زېږنده ده. ما ته ووايئ: كنر، پكتيا او هلمند ته هغه ځواكونه د جنگ لپاره لېږل چي قومندانان ئې تاجك، هزاره او اوزبك وي او جنگيالي ئې پرونۍ مليشې؛ پايله به ئې څه وي؟!! هيڅ باشعور انسان به دا ادعاء ونه كړي چي دا يو تصادفي او غير عمدي كار دئ او موخه ئې قومي تضادونو او شخړو ته لمن وهل نه دي، موږ گمان كوو او متيقن يو چي دا كار همغسي دئ لكه چي امريكايانو صدام حسين د اعدام لپاره عراقي شيعه وو ته وركړ چي د اختر په ورځ ئې اعدام كړي او د هغه د وحشيانه اعدام او تحقير، توهين او سپكاوي صحنه ثبت او د نشر لپاره رسنيو ته وسپاري، تر څو د شيعه او سني تر منځ د تلپاتي عداوت او دښمنۍ اور بل كړي، څوك نه پوهېږي چي داعش د همدې امريكايي تگلاري زېږنده دئ. اشغالگران بايد اوس پوه شوې وي چي د اشغال په وړاندي غبرگون طبيعي عكس العمل دئ، نومونه، شعارونه او بيرغونه او حتى تگلاري ئې بدلېدى شي خو د اشغالگرانو په ضد د دوى كركه او دښمني به هره ورځ د زياتېدو په لور درومي نه د كمېدو په لور، پرون مو حزب اسلامي او بيا القاعده ته د ستر دښمن په سترگه كتل او داسي مو انگېرله چي كه هغوى وځپئ نو بديل به ئې رامنځته نشي، خو دا دئ نن له اسلامي دولت سره مخامخ يئ او هغه ته د لوى او خطرناك دښمن په سترگه گورئ!!!! تاسو اسامه او زرقاوي ووژل خو نن د هغوى ځاى ناستى البغدادي دئ، كه هغه شهيد شي بل او بل به ئې ځاى ونيسي.  دا يو حقيقت دئ چي بهرنيان په افغانستان کي مرکزي حکومت کمزورى ساتي تر څو د  نظامي حضور او خپلسريو د دوام شرائط د تل لپاره ورته مساعد وي او څوك ئې د مخنيوي توان ونه لري، دغه تکتيک د وحدت ملي حکومت په جوړېدو سره نوي پړاو ته ننوتى. اشغالگران د دې پروا نه لري چي د حکومت کمزورتيا د افغانانو د ژوند په ټولو اړخونو بد اغېز كړى، امنيت، اقتصادي وده، كورنۍ او بهرنۍ پانگه اچونه ئې اغېزمن كړي، د قانون واکمني له منځه تللې، پراخ حكومتي فساد او د زورواكانو واكمنۍ ته لار پرانيستل شوې. تر كله چي د افغانستان په چارو کي د بهرنيانو همدا ورانوونکې او غرضي لاسوهنه وي په دې هېواد كي نه ملي خپلواک مرکزي حکومت رامنځته كېدى شي او نه جگړه پاى ته رسېدى شي. كه امريكا او انډېوالان ئې، او زموږ گاونډيان غواړي د افغانستان جگړه پاى ته ورسېږي او اور ئې نورو سيمو ته سرايت ونه كړي نو بايد له څو خبرو سره توافق وكړي: د افغانستان په كورنيو چارو كي دي له لاسوهنو ډډه وكړي، خپل رقابتونه دي زموږ هېواد ته نه راانتقالوي، زموږ له هېواد دي د جگړي ميدان او د خپلو نويو وژونكو وسلو د آزمويلو لابراتوار نه جوړوي. كه نه نو دا اور به حتماً د دوى لمن هم وسوزوي. بهرني ځواكونه دي له افغانستان ووځي، افغانان دي پرېږدي چي خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له وساطت او قيموميت پرته حل كړي. قدرت دي يوه موقت او ټولو لوريو ته د منلو وړ حكومت ته انتقال شي. ټول لوري دي په دائمي اوربند توافق وكړي، ټول دي تعهد وكړي چي له دې وروسته به د اقتدار لپاره نه له بهرنيو ځوكونو مرسته غواړي او نه به وسله كاروي. آزاد او عادلانه انتخابات به قدرت ته د رسېدو او له يوه بل ته د اقتدار د انتقال يوازينۍ مشروع لار گڼي. د همدې حكومت تر اشراف لاندي اوز د يوه مستقل كميسيون له لوري دي شفاف انتخابات ترسره شي او هغي ډلي ته دي د حكومت كولو او خپل ملت ته د خدمت كولو فرصت وركړى شي د ملت اكثريت ئې ترشا ولاړ وي. امريکا بايد په جگړي كي خپله ماته ومني، د څوارلس كلن جنگ دا ټول مالي او ځاني تلفات او سره له دې خپلو موخو ته نه رسېدل، نه د مقاومت د ورځ تر بلي زياتي ودي او ځواكمنېدا او پراخېدا په مخنيوي كي لاسته راوړنه لري او نه د يوه ځواكمن مركزي حكومت په جوړولو كي، كه يوه لوري ته دوه لكه شل زره افغانان وژل شوي بل لوري ته ستاسو او ستاسو د ائتلافي ملگرو د مړو او ټپيانو شمېر هم تر څلوېشت زرو اووشتى، دا په داسي حال كي چي زموږ ټولو گاونډيو او ډېرو اسلامي هېوادو، اروپا، آستراليا او كاناډا عملاً ستاسو ملاتړ كولو، يو نيم لك سرتېري مو له خپلو پر مخ تللو وسلو سره د مقاومت د ځپلو لپاره افغانستان ته راولېږل، هغه وسلې مو وكارولې چي تر نن وړاندي په هيڅ جگړي كي نه وې آزمويل شوې، خو ونه توانېدى مقاومت وځپئ او په سيمي كي خپلو موخو ته ورسېږئ، مجاهدينو په تشو لاسونو ستاسو مقابله كوله، په ټولي نړۍ كي داسي هېواد نه وو چي د مجاهدينو مرسته او ملاتړ وكړي، د دې معنى دا ده چي له دې وروسته هم د مقاومت په ځپلو نشئ موفق كېدى، كه د مقاومت په ليكو كي د يوې ډلي څو مشران په وزارتونو قانع كړئ نو د همدې ډلي جنگيالي به له بلي سره يو ځاى كېږي، دا دئ گورئ چي د يوې ډلي څو غړي (غالباً غير مؤثري څېرې او كړۍ ئې) له تاسو سره توافق كوي خو بل لوري ته د همدې ډلي جنگيالي له داعش سره خپل پيوستون اعلانوي، د دې معنى دا ده چي د بحران لپاره بايد نوري معقولي او افغان ولس ته د منلو وړ لاري ولټول شي، د حل داسي لار چي د افغانستان خپلواكي، ملي حاكميت، د افغان ولس د خوښي نظام او صالح حكومت تضمين كړي او د جگړي د دوام عوامل د تل لپاره له منځه يوسي. موږ هغو ته حيران يو چي د افغانستان روانه جگړه كورنۍ جگړه بولي، هر مؤمن افغان او هر هوښيار انسان ښه پوهېږي چي دا جگړه له بهره پر افغانانو تپل شوې، دا بهرني ځواكونه دي چي رواني تپل شوې جگړي ته كورنى رنگ وركوي، ځيني خپلي گټي په دې كي لټوي چي دې جگړي ته مذهبي رنگ وركړي، او ځيني دا خوښوي چي قومي او ژبنى رنگ وركړى شي. خو حقيقت دا دئ چي په افغانستان كي تر اشغال وړاندي نه مذهبي اختلاف د جگړو تر كچي رسېدلى او نه قومي اختلاف، افغانان د ملي يووالي په ساتلو او يو بل زغملو كي تر ډېرو هېوادو ښه او روښانه سابقه لري، زموږ په گاونډيو كي داسي هېواد نشته چي د قومونو تركيب ئې تر افغان ملت غوره وي او يو بل زغمل ئې تر افغانانو زيات وي، پښتانه د ټولني غوڅ اكثريت دي او پنځه نوي سلنه ئې سنيان دي خو نه پښتنو د غيرپښتنو په خلاف د تعصب تگلاره غوره كړې او نه سنيانو د شيعه او نورو لږكيو په خلاف د جنگ او حذفولو تگلاره، په تهران كي سنيانو ته د جومات درلودو اجازه نه وركول كېږي، په دولتي تشكيلاتو كي حتى د مدير په كچه هم كوم سني، كرد، عرب، تركمن او بلوچ نه ترسترگو كېږي خو په افغانستان كي دا دئ گورئ چي د جمهور رئيس دوهم معاون او د كابينې شپږ وزيران شيعه دي!! او ځيني نوماند وزيران خو داسي دي چي په ايران كي زېږېدلي او هملته ستر شوي او روزل شوي!!! 
هغو ډلو ته چي د اشغالگرانو په ملگرتيا كي ئې ډېر څه ترلاسه كړي، مشران ئې د اقتدار پر كرسۍ كښېنول شوي، د خټو كورونه ئې په بنگلو بدل شوي، اشرافي او افسانوي ژوند ئې په برخه شوى، مليونران ترې جوړ شوي، هغوى ته وايو: نور بس كړئ، پر خپل ولس ورحمېږئ، پر خپلو هغو زامنو ورحمېږي چي د اشغالگرانو د ملگرتيا پېغور به ورته په ميراث پرېږدئ، ملي خائنان چي د يرغلگرو په حکم خپل ولس وژني تر ابده له عدالت او سزا نشي تښتېدلى، دا حالت د تل لپاره دوام نشي كولى، بهرنيان به ډېر ژر يا لږ وروسته حتماً وځي، تاسو به يوازي پرېږدي، آيا دا محاسبه مو كړې چي هغه مهال به ستاسو حالت څنگه وي؟!! آيا غوره ئې نه بولئ چي همدا اوس د بحران لپاره داسي حل ولټوو چي هم ولس له دې دردناك حالت وژغوري او هم تاسو او ستاسو راتلونكي نسلونه له بدو پايلو؟!!