بانډستي ترهګري/ پنځم څپرکی؛ دریمه برخه

 
د سقاؤیانو لخوا د کابل نیول:
امیرامان الله خان واک پریښود او خپل ورور سردار عنایت الله خان یې خپل ځای ناستی وټاکه خو وروسته له درو ورځو څخه سقاؤیان د ارګ شاوخوا ته ورنږدې شول نو سردارعنایت الله خان او کورنۍ یې د انګریزانو په دؤ الوتکو کې له کابل څخه پېښور ته ولېږدول شول. (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۶)
تر هغې چې د سقاؤ زوی د ارګ پر شاتنې دروازې باندې برید نه ؤ کړی د امان الله خان د استخباراتو ادارې(ضبط احوال) هېڅ ډول اطلاع نه درلودله په داسې حال کې چې خارجي عواملو د افغانستان په کلیو او ښارونو کې نفوذ کړی ؤ او د تجار، ملا، غالۍ پلورونکي، سماوارچې، مامور، ژباړن، ډاکټر، معلم او نورو په جامه کې په خطرناکو تبلیغاتو باندې مشغول وو. (افغانستان در مسیر تاریخ ص ۷۰۵)
د سقاؤ له زوی سره ډېری کسان تاجکان وو او خپلو ټولو خلکو ته یې د کابل د چور او چپاول غږ کړی ؤ، هر ډول توپک، لورونه او بېلونه او نور یې د کابل د خزانو او مغازو د لوټولو لپاره له ځانو سره راوړي وو... . (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۲۵۵)
سقاؤ له درو سووکسانو سره چې نه توپ او نه الوتکې ورسره وې په کابل برید وکړ او په ځواب کې یې د دفاع وزارت یوازې(۸۰) تنه هغه  هم د دولت د مخزنونو ساتونکي د کابل د دفاع لپاره راټول کړل. (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۱۴)
د سقاؤ زوی په داسې حال کې کابل اشغال کړ چې یوازې یو تن هوایي پیلوټ ووژل شو، هغه داسې چې د سقاؤ کسانو له پیلوټ څخه د هغه تفنګچه غوښتله پیلوټ خپله وسله ورنه کړه او د سقاؤ د غلو څخه یې دوه تنه وویشتل او پخپله هم د کابل په چوک کې ووژل شو.(افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۵)
امان الله خان لا همداسې په دې نه پوهیده چې د ده اصلي دښمن څوک دی او لا یې هم له خپل دښمن څخه د مرستې غوښتنه کوله نو،کله چې امیر امان الله خان کابل پریښود او کندهار ته ولاړ له انګریزانو څخه یې د خپل سفیر شجاع الدوله په واسطه د مرستې غوښتنه وکړه خو انګریزانو د امیر استعفاء پلمه کړه او د انګریز حکومت ځان بې پرې وبللو ... . (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۱۲۶)
د حمل په ۲۶/۱۳۰۸، کال پخپله پاچاه د (۱۴۰۰۰) منظمو او غیرمنظمو عسکرو سره د غزني ولایت ته داخل شو او د سقاؤ زری لخوا دوه جنګي الوتکې راغلې، د امیرامان الله خان له ارُدو څخه یې لیرې بمونه وغوځول او د اُردو پر سر یې د سلامۍ رسم تر سره کړ او بېرته ولاړې.(افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۳۳)
د حمل په ۲۸/۱۳۰۸، کال په غزني کې یو تن ملا د دُرانیو او غلجیو تر منځ د ځینو موضوعاتو د یادولو په پلمه د پاچاه خیمې ته ورغلو او په پاچاه باندې یې د تبرګي په واسطه برید وکړ، خو ملا ونیول شو نو کله چې وپلټل شو د هغې کتابچې له پوښ څخه چې له ده سره ورسره وه د انګریزانو لخوا یو تصدیق لیک پیدا شو او وروسته په هغه خپل تبرګي باندې ووژل شو. (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۳۳)
له بلې خوا حضرت شوربازار د کټواز په سلیمانخیلو کې کار کړی ؤ او څلور زره کسیز لښکر یې تیار کړ چې په غزني کې یې د امان الله پر ضد وجنګوي ... . (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۱۳)
هغه وو چې امان الله له خپلو نادانو خلکو سره جګړه ونه ګړه، کندهار او بیا هند او ایټالیا ته ولاړ او په کال ۱۳۳۹ه،ش، د ثور په میاشت کې په ایټالیه کې وفات شو. إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ﴿البقرة: ١٥٦﴾
                                       
                                     پاتې برخې وار په وار خپریږي