په زړه پورې معلومات / اوومه برخه

 
ـــ محمد بن موسی خوارزمي په ۷۸۰ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۸۵۰ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
ـــ ابو ریحان البیروني په ۹۷۳ زېږدیز کال په خوارزم نومې سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۰۵۰ زېږدیز کال کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
ـــ عمر خیام په ۱۰۴۸ زېږدیز کال د ایران په نیشاپور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۱۳۱ زېږدیز کال کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
ـــ بطلیموس په ۹۰ زېږدیز کال کې وزېږېده او په ۱۶۹ زېږدیز کال کې له دې نړۍ سره یې مخه ښه وکړه .
ـــ جالینوس په ۱۳۰ زېږدیز کال په کوچنۍ آسیا کې وزېږېده او په ۱۹۹ زېږدیز کال کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ برازیل د نړۍ تر ټولو زیاته بوره تولیدوي .
ـــ په افغانستان کې داسې یوه څاه شتون لري، که چېرې کاڼی ور وغورځول شي، نو فوراً بېرته را وځي .
ـــ په روسي او جاپاني ژبو کې چای ته چا وایي .
ـــ په سپوږمۍ کې تر ټولو لومړۍ امریکایي نیل ارمسټرانګ قدم وواهه، نوموړي په سپوږمۍ تر ټولو لومړی د آذان غږ واورېده .
ـــ صابون تر ټولو لومړی په جرمني هېواد کې وکارول شو .
ـــ تر ټولو لومړی په جاپان باندې لمر را خېژي .
ـــ کوکاکولا امریکایي کمپنۍ ده .
ـــ په اسلامي هېوادونو کې تر ټولو زیات ربړ په مالیزیا کې پیدا کېږي .
ـــ په اسلامي هېوادونو کې تر ټولو کوچنی هېواد مالدیپ دی .
ـــ د نړۍ تر ټولو زړه ودانۍ د مصر اهرام ده .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو زیاتې زلزلې په جاپان کې را منځته کېږي .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو زیاتې خبرې په چینایي ژبه کېږي .
ـــ د اونۍ اوه ورځې د بني اسرائیلو له خوا را منځته شوې .
ـــ شیکاګو ته د بادونو ښار هم وایي .
ـــ د هندوستان احمد آباد ته د قبرونو ښار وایي .
ـــ   قاهرې ته د بازارونو ښار وایي .
ـــ طاوس ته تر ټولو ښه خواړه ماران دي .
ـــ د بنګلدېش ډهاکې ته د جوماتونو ښار وایي .
ـــ اندونیزیا زرګونه جزیرې لري .
ـــ پېښور ته نیږدې د جمرود کلا د سردار هری سېنګ له خوا جوړه شوه .
نور بیا .....